ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژبه یو منظم ارتباطي سیستم دی چې انسانان یې د خبرو، اشارې، نښې یا تر ډېره د لیکنې له لارې کاروي. د ژبې جوړښت «ګرامر» دی او ازاد عناصر یې کلمات دي. د انسان ژبه د حیواناتو د ارتباط له پېرندل شوو سیستمونو څخه جلا ده، ځکه د لېږد په یوازې یوه ډول (لیدلو، غږ او نورو) پورې نه ده تړلې، بلکې په بېلابېلو فرهنګونو او وختونو کې ډېر بدلونونه پکې پېښېږي او د نورو سیستمونو په نسبت د مفاهیمو یوه غټه برخه رانغاړي.[۱]

د ژبې علمي څېړنه «ژبپوهنه» بلل کېږي. د ژبو ژورې څېړنې لکه د ژبې فلسفه، د ژبې او فکر تړاو او داسې نور بحثونه لکه دا چې کلمات څه ډول د انسان تجربې بیانوي، لږ تر لږه د لرغوني یونان په تمدن کې د ګورګیاس او افلاطون له وخته را روان دي. د روسو (۱۷۱۲-۱۷۷۸) په څېر متفکران وايي چې ژبه له احساساتو څخه سرچینه اخلي، خو د کانټ (۱۷۲۴-۱۸۰۴) په څېر نور متفکران په دې باور دي چې ژبې له عقلاني او منطقي تفکر څخه سرچینه اخلي. د شلمې پېړۍ فیلسوفان لکه ویټګشټاین (۱۸۸۹-۱۹۵۱) استدلال کوي چې فلسفه په‌خپله د ژبې څېړنه ده. د معاصرې ژبپوهنې په مهمو څېرو کې فرډینانډ ډو سوسور او نوام چامسکي یادولی شو.[۲]

ګومان کېږي چې ژبه د لومړنیو انسانانو له ارتباطي سیستمونو څخه په تدریج سره هغه مهال جلا شوې ده چې هغوی د ذهن د نظریو [د ذهن نظریه چې په انګلیسي کې Theory of Mind ورته ویل کېږي، یو اروايي مفهوم دی او د ذهني حالتونو لکه باورونو، موخو او غوښتنو د څرګندولو وړتیا ته وايي] او قصدمندۍ [قصد مندي یو فلسفي مفهوم دی چې په انګلیسي کې Intentionality ورته ویل کېږي او موخه یې د تصوراتو د جوړولو لپاره د ذهن وړتیا ده] د جوړولو وړتیا ومونده. کله ناکله هم ګومان کېږي چې دغه پرمختګ د مغز د حجم له ډېرېدو سره رامنځته شوی. ژبه د انسان د مغز په بېلابېلو ځایونو کې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول په «بروکا» او «ورنیکه» کې. انسانان ژبه د ماشومتوب د دورې په لومړیو کې مومي او ماشومان په معمولي ډول تر درې کلنۍ پورې روانې خبرې زده کوي. ژبه او فرهنګ له یو بل سره تړلي دي. له دې امله ژبه په ارتباطي کارونو سربېره ټولنیز اړخونه هم لري، مثلاً د یوې ډلې هویت څرګندوي او ټولنیز پاړکي سره وېشي.[۳][۴]

ژبې د وخت په تېرېدو سره بشپړېږي او بدلون په کې پېښېږي. د ژبو د تکامل تاریخچه له اوسنیو ژبو سره د پرتله کولو له لارې رغولی شو چې څرګنده شي مورېینو یا اجدادي ژبو یې څه ځانګړنې لرلې، تر څو یې د ودې نور پړاوونه رامنځته شي. د ژبو هغه ډله چې ریښه یې مشترکه وي، د ژبنۍ کورنۍ په توګه پېژندل کېږي. د دې په مقابل کې، که ثابته شي چې یوه ژبه له نورو ژبو سره هېڅ مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه نه‌لري، منزوي ژبه بلل کېږي. ډېرې داسې ژبې شته چې نه دي ډلبندي شوې، ځکه هېڅ ډول اړیکه یې نه ده ثابته شوې. همدا راز ښايي په نړۍ کې هېڅ جعلي ژبه موجوده نه وي. څېړونکي په دې باور دي چې له ۵۰ تر ۹۰ سلنه هغه ژبې چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې خبرې پرې کېدې، ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې له منځه لاړې شي.[۵][۶][۷]

ژبپوهنه[سمول]

څه باندې ۲۰۰۰ کاله وړاندې په هند کې د ځانګړو ژبو تر لومړنیو تشرېحاتو را وروسته ژبپوهنه پر یوه علم بدله شوې ده. اوسنۍ ژبپوهنه یو داسې علم دی چې د ژبې پر ټولو اړخونو بحث کوي او له ټولو نظري لیدلورو څخه یې څېړي.[۸]

لومړنۍ ژبپوهنه[سمول]

د ژبې رسمي څېړنه په هند کې له پانیني سره پیل شوې ده. پانیني تر میلاد مخکې د پنځمې پېړۍ ګرامر لیکوال و او د سنسکرېټ ژبې لپاره یې د مورفولوژۍ ۳۹۵۹ قواعد ولیکل. له دې سره سره، سومري لیکوالو د سومري او اکاډي ژبو ګرامري توپیرونه تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۹۰۰ کال کې وڅېړل. ورپسې په راتلونکو ټولو لرغونو فرهنګونو کې د ګرامري څېړنو دود پراخ شو.[۹]

تر میلاد وروسته په ۱۷مه پېړۍ کې پورټ-رویال ګرامر لیکوالو دا نظریه تعقیب کړه چې د ټولو ژبو ګرامر د یوه نړیوال فکر په بنسټ کې ریښې لري، له دې امله ګرامر نړیوال دی. په ۱۸مه پېړۍ کې برېتانیايي فیلالوژېست او د لرغوني هند متخصص «ویلیم جونز» په لومړي ځل مقایسوي مېتود وکاراوه او د مقایسوي ژبپوهنې بنسټ یې کېښود. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې فرډينانډ ډو سوسور ژبه د ساکنو عناصرو د سیستم په توګه معرفي کړه چې په خپلو کې د شته تضادونو له لارې مشخصېږي.[۱۰][۱۱]

نوې ژبپوهنه[سمول]

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې نوام چامسکي د ژبې تولیدي نظریه وړاندې کړه. د دغې نظریې پر بنسټ د ژبې تر ټولو اساسي بڼه د هغو نحوي قواعدو مجموعه ده چې د ټولو انسانانو لپاره نړیوال دي او د ټولو بشري ژبو بنسټ جوړوي. د قواعدو دغه مجموعه (Universal Grammar) نومېږي. په دې توګه دی وايي چې د هرې ژبې ګرامر د ژبپوهنې لپاره یوازې تر هغه ځایه اهمیت لري موږ نړیوال اساسي قواعد ترې را وایستی شو.[۱۲]

د نړۍ د ژبو کورنۍ[سمول]

د نړۍ ژبې په داسې کورنیو کې ډلبندي کولی شو چې له هم‌نسبو ژبو څخه جوړې وې. ژبپوهان د ژبو سلګونه کورنۍ را پېژني، که څه هم کولی شو ځینې یې په لویو ډلو کې ډلبندي کړو، ځکه چې لا ډېر شواهد ترلاسه کېږي او ژورې څېړنې کېږي. دا مهال لسګونه جلا شوې یا منزوي ژبې هم شته: دا هغه ژبې دي چې د نړۍ له هېڅ بلې ژبې سره یې د ارتباط ثبوت نه‌شته. له دې ډلې باسکي ژبه ده چې په اروپا کې خبرې پرې کېږي، همدا راز نیومکزیکو، پورپچا مکزیک، د جاپان اینوی ژبه، د پاکستان بوروشاسکي او ډېرې نورې.[۱۳]

د ژبو هغه کورنۍ چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر ویونکي لري، د اندو اروپايي ژبو کورنۍ ده چې د ټولې نړۍ د نفوس ۴۶ سلنه برخه پرې غږېږي. د ژبو په دې کورنۍ کې د نړۍ اصلي ژبې لکه انګلیسي، اسپانیايي، جرمني، روسي او هندي هم راځي. د اندو اروپايي ژبو کورنۍ لومړی د اورسیا د کډوالۍ په دوره کې (تر میلاد وروسته شاوخوا ۴۰۰ تر ۸۰۰) او بیا د اروپا د استعماري پراختیا له لارې وده وکړه چې دغه استعمار اندو اروپايي ژبې هم له سیاسي نظره او هم د ډېروالي له نظره د امریکا په لویه وچه او ډېرو نورو هېوادونو کې برلاسي موقعیت ته ورسولې. په چیني-تبتي ژبو د نړۍ ۲۰ سلنه خلک خبرې کوي او د ختیځې اسیا ډېری ژبې پکې راځي؛ لکه هاکا، د چین ماندارین، کانټوني او سلګونه نورې کوچنۍ ژبې.[۱۴][۱۵]

په افریقا کې د ژبو کورنۍ ګڼې دي چې تر ټولو لویه یې د نیجر-کانګویي ژبو کورنۍ ده. په دې کورنۍ کې د سواحیلي، شوبا او یوروبا په څېر ژبې شاملېږي. د نړۍ ۶.۹ سلنه وګړي په نیجر-کانګويي ژبو خبرې کوي. همدومره شمېر خلک هم په افریقايي-اسیایي ژبو خبرې کوي چې لویې سامي ژبې لکه عربي، عبري او د صحرا سیمې ژبې لکه بربري او هوسه په کې شاملېږي.[۱۶]

باندنۍ تړنې[سمول]

[۱][مړه لينکونه] [۲] Archived 2014-08-15 at the Wayback Machine.

  1. Nicholas Evans & Stephen Levinson (2009) 'The Myth of Language Universals: Language Diversity and Its Importance for Cognitive Science'. Behavioral and Brain Sciences 32, 429–492.
  2. Kamusella, Tomasz (2016). "The History of the Normative Opposition of 'Language versus Dialect': From Its Graeco-Latin Origin to Central Europe's Ethnolinguistic Nation-States". Colloquia Humanistica 5 (5): 189–198. doi:10.11649/ch.2016.011. http://ispan.waw.pl/journals/index.php/ch/article/download/ch.2016.011/2342. Retrieved 9 February 2020. 
  3. کينډۍ:Harvcoltxt
  4. کينډۍ:Harvcoltxt
  5. کينډۍ:Harvcoltxt: "Statistics Archived 12 August 2014 at the Wayback Machine."
  6. کينډۍ:Harvcoltxt
  7. Graddol, D. (2004-02-27). "The Future of Language". Science 303 (5662): 1329–1331. doi:10.1126/science.1096546. ISSN 0036-8075. PMID 14988552. Bibcode2004Sci...303.1329G. http://dx.doi.org/10.1126/science.1096546. Retrieved 15 September 2020. 
  8. کينډۍ:Harvcoltxt
  9. کينډۍ:Harvcoltxt
  10. Bloomfield 1914, p. 310
  11. کينډۍ:Harvcoltxt
  12. کينډۍ:Harvcoltxt
  13. کينډۍ:Harvcoltxt
  14. کينډۍ:Harvcoltxt, "Summary by language family Archived 1 January 2016 at the Wayback Machine."
  15. کينډۍ:Harvcoltxt; کينډۍ:Harvcoltxt
  16. کينډۍ:Harvcoltxt; کينډۍ:Harvcoltxt