مفاهمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د (Communication) وییکی، له لاتيني (communicare) څخه اخېستل شوی دی، چې د شريکولو يا له چا سره په اړيکه کې اوسېدلو معنا لري. مفاهمه د ځان او نورو، شخصي او عمومي او داخلي فکر او باندنۍ نړۍ تر منځ دردناک وېش ته يو څرګند ځواب دی. لکه څرنګه چې تعريف څرګندوي، په ثابت او ټول منلي ډول د مفاهمې تعريفول ځکه ستونزمن دي، چې مفاهمه په عام ډول د بېلابېلو چلندونو (په پراخه توګه د معلوماتو لېږدولو) يوې پراخې لړۍ ته د ورګرځېدلو لپاره کارول کېږي. يا دا چې مفاهمه د دې لپاره کارول کېږي چې، هغه څه محدود کړي، چې د مفاهمې په ډلبندۍ کې شاملېدلی شي (د بېلګې په ډول: د هڅولو لپاره د یوې شعوري پاملرنې غوښتنه). جان پيټر (John Peter) د مفاهمې د پېژنې ستونزه د هغه حقيقت له مخې بحث کوي، چې مفاهمه هم طبيعي ښکارنده ده (ځکه چې هر څوک مفاهيمه کوي) او هم د بنسټيزې علمي مطالعې يوه ځانګړې روزنه يا انضباط دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د مفاهمې يو ممکن تعريف د موجوداتو يا ډلو تر منځ په دوه اړخيز ډول د پوهاوي وړ نښو، سمبولونو او د نښې د پروسس (semiotic) ټاکلو کړنلارو په کارولو سره د مفهوم يا معنا د ودې ورکولو عمل دی.

د کلاوډ شېننون (Claude Shannon) او وارن وييور (Warren Weaver) په اغېزناک موډل يا نمونه کې، د انسانانو مفاهمه تصور شوې وه، چې لکه د يو ټيليفون يا ټيلګراف غوندې دنده تر سره کړي. د همدې له مخې، دوی مفاهمه د بېلابېلو پړاوونو د شاملوونکې په توګه درک کړه: [۱۰][۱۱][۱۲]

  1. د مفاهيموي هڅونې يا سبب جوړښت.
  2. د پيغام جوړښت (په هغه څه باندې اضافي داخلي يا تخنيکي تشرېح، چې بايد کټ مټ څرګند شي).
  3. د پيغام انکوډينګ (د بېلګې په ډول: ډيجيټل مواد، ليکلی متن، وينا، انځورونه، حرکات او داسې نور).
  4. د پرله پسې اشارو يا سيګنالونو په توګه، د يوه ځانګړي چينل يا وسيلې په کارونې سره د تفهيم شوي پيغام لېږد.
  5. د شور سرچينې، لکه طبيعي خنډونه او په ځينو حالتونو کې د انسان فعاليتونه (دواړه شعوري او ناڅاپي) د هغو اشارو يا سيګنالونو کيفيت باندې اغېزه کوي، چې له لېږونکي نه، یوه يا زیاتو ترلاسه کوونکو ته خپرېږي.
  6. د اشارو يا سيګنالونو رسېدنه او د تر لاسه شوي پيغام له تسلسل څخه د تفهيم شوي پيغام بيا جوړه کول.
  7. د بيا تفهيم شوي پيغام بېرته ډيکوډينګ کول.
  8. تعبير او د فرض کړی شوي اصلي پيغام حس کول او درک کول.

دا عناصر اوس په دې ډول پېژندل شوي دي چې، په لازمي ډول پر يو بل باندې ............ او په يوه زماني تسلسل کې د پړاوونو په پرتله بېرته راګرځېدونکې فعاليتونه وي. د بېلګې په ډول: مفاهيموي عملونه کولی شي پيل شي، مخکې له دې چې يو مفاهيمه کوونکی يې د تر سره کولو لپاره د فرمول په ډول يوه شعوري هڅه کوي. لکه د (phatics) [په ادبياتو کې دا اصطلاح يوه مفاهمه ده، چې کوچنۍ خبره هم ورته وايي] په حالت کې. په همدې ډول مفاهيمه کوونکي د ريښتيني وخت غبرګون ته په ځواب کې د يوه پيغام په اړه خپلې ارادې او جوړښت مشخص کوي (لکه: په ظاهري يا مخيزو اصطلاحاتو کې). د ډيکوډينګ تمرينونه او تعبير په کلتوري ډول تصويب يا وضع شوي دي. نه يوازې د افرادو په واسطه (د جنس ټاکلې کړنلاره، د بېلګې په ډول: د دې لپاره مقدماتي توقعات خوشې کول، چې پيغام بايد څنګه تر لاسه شي) او د هر پيغام تر لاسه کوونکی په تعبير کې د سرچينو خپل خپل چوکاټونه عملي کوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د مفاهمې علمي څېړنه په لاندې ډول وېشل کېږي:

  • د معلوماتو نظريه، چې په کُل کې د معلوماتو اندازه، حافظه ، مفاهمه او اړيکه څېړي.
  • د مفاهمې څېړنې چې د انسانانو له اړيکې سره سرو کار لری.
  • Biosemiotics چې په ټوله کې د ژونديو موجوداتو په دننه او تر منځ مفاهمه ارزوي.
  • Biocommunication چې د ويروسونو په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو تر منځ او دننه .................. متقابل عملونه، د بېلګې په ورکولو سره تشرېح کوي.

د مفاهمې چينل يا کانال کولی شي، ليديز يا بصري، سامعي يا د اورېدلو د حس اړوند، لمس کېدونکی، د شامې حس، برېښنايي مقناطيس يا حياتي کيمياوي وي. انساني مفاهمه، د مفاهمې د پراخه معنوي ژبې د کارونې لپاره بې سارې ده.

ډولونه[سمول]

غير لفظي مفاهمه[سمول]

غير لفظي مفاهمه، هغه پړاوونه تشرېح کوي، چې په غير ژبنۍ بڼه معلومات لېږدوي. د غير شفاهي مفاهمې په بېلګو کې (haptic communication) يا هپټيک مفاهمه [هغه غير شفاهي مفاهمه ده، چې انسانان او حيوانات په کې د لامسې حس په واسطه مفاهمه او متقابل عمل کوي] ، (chronemic communication) يا کرونيميک مفاهمه [دا په مفاهمه کې د وخت ونډه ده] ، حرکات، د بدن ژبه، مخيز اصطلاحات، د سترګو اړيکه او داسې نور شاملېږي. غير شفاهي مفاهمه، د يوه پيغام په موخې پورې هم اړه لري. د موخې يا پاملرنې بېلګې اختیاري، ارادي حرکتونه، لکه: د لاس خوځول يا سترګه وهل او غير اختياري، لکه خوله کېدل دي. وينا هم غير شفاهي عناصر لري، چې پارالنګوېچ يا د ژبې بند ورته وايي. لکه: اهنګ، دغږپورته والی او ښکته والی، د ګړنديتوب اندازه او فشار. دا په اړيکو کې د تحت الشعوري کچه کې ډېره اغېزه کوي او باور رامنځته کوي. همدا ډول په ليکنيزو متنونو کې غير شفاهي عناصر، لکه: د لاسي ليکنې ډول، د ويیوکو فضايي تنظيم او د احساس د لېږدولو لپاره د څېرې کارونه شامل دي. [۱۷]

غير شفاهي مفاهمه، د پاول واټزلاويک (Paul Watzlawick) يو قانون ته (تاسې مفاهمه نه شئ کولای) اشاره کوي. يو ځل نږدې والي پوهاوی تشکيل کړی دی، ژونديو موجوداتو د هرې تر لاسه شوې اشارې يا سيګنال تعبیر پيل کړ. په انسانانو کې د غير شفاهي مفاهمې ځينې دندې بشپړول او تشرېح کول، پياوړي کول او ټينګار کول، ځايناستی يا عوض کول، کنترولول او منظم کول او د تشخيصي پيغام مخالفت کول دي. [۱۸]

غير لفظي اشارې، په مفاهمې څرګندولو او د نورو د مفاهمې په تعبيرولو باندې په کلکه تکيه کوي او کولی شي، شفاهي پيغامونه ځايناستي يا معاوضه کړي. که څه هم غير شفاهي مفاهمه پېچلې ده. کله چې شفاهي پيغام له غير شفاهي پيغام څخه نفې يا انکار کوي، د غير شفاهي چلند ارزونه په ځانته ډول د شفاهي پيغام د حقيقت پر غاړه اخېستلو په پرتله، د نورو د سلوکياتو او احساساتو په قضاوت باندې تکيه شوې ده.

په دې اړه ګڼ دلايل شته، چې ولې غير لفظي مفاهمه، په مفاهمه کې حياتي ونډه لوبوي:

غير شفاهي مفاهمه، هر چېرته وي. دوی د مفاهمې په هر عمل کې شامل دي. د دې لپاره چې کلي اړيکه ولرو، ټول غير شفاهي کانالونه، لکه: بدن، مخ، غږ، ظاهري بڼه، لمس، واټن، وخت او نور ټول چاپيريالي ځواکونه بايد د مخامخ متقابل عمل په جريان بوخت وي. ليکنيزه يا شفاهي مفاهمه يا اړيکه هم کولی شي، غير شفاهي خواص ولري. برېښنايي ليکونه، انټرنيټي خبرې اترې او ټولنيزې رسنۍ د متن د رنګونو بدلولو، د ليکلو توکي، د غټو تورو ليکنه او انځورونو اختيارات يا اپشن لري، تر څو غير شفاهي اشارې په يوه شفاهي رسنۍ ونيسي. [۱۹][۲۰]

غیر لفظي چینلونه، ګڼ وظيفوي دي. زيات بېلابېل غير شفاهي کانالونه د مفاهمې په عملونو کې په يو وخت کې بوخت دي او همزمان پيغامونو ته د استولو او تر لاسه کولو موکې ورکوي. [۲۱]

غیر لفظي چینلونه، کېدای شي د يوې طبيعي ژبې سيستم تشکيل کړي. خندل، ژړل، اشاره کول، نازول او روڼتيا غير شفاهي کړه وړه دي، چې د قوم په پام کې نيولو څخه پرته کارول کېږي او د خلکو له خوا درک کېږي. دا ډول غير شفاهي اشارې د مفاهمې تر ټولو بنسټيزې بڼې ته هغه وخت اجازه ورکوي، چې شفاهي مفاهمه، د ژبې د خنډونو له امله ګټوره نه وی. [۲۱]

شفاهي( لفظي) مفاهمه[سمول]

شفاهي مفاهمه د پيغام وييزه يا ليکنيز لېږد دی. انساني ژبه کولی شي، د سمبولونو د يوه سيستم په توګه او ګرامر چې په واسطه يې سمبولونه په سمه توګه کارول کېږي؛ معرفي شي. د ژبې وییکي د ژبو عامو ځانګړنو ته هم راجع کېږي. د ژبې زده کړه په عادي ډول د انسان د کوچنيوالي پر مهال رامنځته کېږي. د انساني ژبو زيات شمېر د غږ يا سمبولونه لپاره د اشارو نمونې کاروي، چې د دوی شاوخوا له نورو سره مفاهمه وړ ګرځوي. ژبه د ټاکلو ځانګړنو د شريکولو هڅه کوي، که څه هم استثناوې شته. جوړښتي ژبه، لکه: (Esperanto)، (programming languages) او بېلابېلې رياضيکي فرمولونه په اړينه توګه، د انساني ژبو په واسطه شريک شوو ځانګړنو ته محدود نه دي.

لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، ژبه په سمبوليک ډول توصيف کېدلی شي. کارلوس اوجن (Charles Ogden) او آی ای ريچارډ (I.A Richards) د معنا مثلث (The Triangle of Meaning) نمونې ته وده ورکړه، چې سمبول (د يوې کليمې تر منځ اړيکه)، ارجاع (هغه څه چې دا يې تشرېح کوي) او معنا (په کليمې او شي سره همغږی شوی فکر) تشرېح کوي. [۲۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Cobley, Paul (2008-06-05), "Communication: Definitions and Concepts", in Donsbach, Wolfgang (المحرر), The International Encyclopedia of Communication (په انګلیسي ژبه کي), Chichester, UK: John Wiley & Sons, Ltd, د کتاب پاڼي wbiecc071, doi:10.1002/9781405186407.wbiecc071, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-8640-7, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:OEtymD
  3. "What Is Communication?". 2012books.lardbucket.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Peters, John Durham (1999). Speaking into the air : a history of the idea of communication. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 2. OCLC 40452957. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-66276-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dance, Frank E. X. (1970-06-01). "The "Concept" of Communication" (in en). Journal of Communication 20 (2): 201–210. doi:10.1111/j.1460-2466.1970.tb00877.x. ISSN 0021-9916. https://academic.oup.com/joc/article/20/2/201-210/4560917. 
  6. Craig, Robert T. (1999). "Communication Theory as a Field" (in en). Communication Theory 9 (2): 119–161. doi:10.1111/j.1468-2885.1999.tb00355.x. https://academic.oup.com/ct/article/9/2/119-161/4201776. 
  7. Littlejohn, Stephen; Foss, Karen (2009), "Definitions of Communication", Encyclopedia of Communication Theory, Thousand Oaks: SAGE Publications, Inc., د کتاب پاڼي 296–299, doi:10.4135/9781412959384, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412959377, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Miller, Gerald R. (1966-06-01). "On Defining Communication: Another Stab". Journal of Communication 16 (2): 88–98. doi:10.1111/j.1460-2466.1966.tb00020.x. ISSN 0021-9916. PMID 5941548. https://doi.org/10.1111/j.1460-2466.1966.tb00020.x. 
  9. Peters, John Durham (1986). "Institutional Sources of Intellectual Poverty in Communication Research" (in en). Communication Research 13 (4): 527–559. doi:10.1177/009365086013004002. ISSN 0093-6502. http://journals.sagepub.com/doi/10.1177/009365086013004002. 
  10. Fiske, John (1982): Introduction to Communication Studies. London: Routledge
  11. Chandler, Daniel (18 September 1995). "The Transmission Model of Communication". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Shannon, Claude E. & Warren Weaver (1949). A Mathematical Model of Communication. Urbana, IL: University of Illinois Press
  13. Reddy, Michael J. (1979). "The Conduit Metaphor -- A Case of Frame Conflict in our Language about Language." In Metaphor and Thought, Andrew Ortony, ed. Cambridge UP: 284-324.
  14. Cooper, Marilyn M. (2019). The Animal Who Writes. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼي 127–156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8229-6579-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rommetveit, Ragnar (1974). On Message Structure: A Framework for the Study of Language and Communication. London: John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-471-73295-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Witte, Stephen P. (1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Context, Text, Intertext: Toward a Constructivist Semiotic of Writing"]. Written Communication 9 (2): 237–308. doi:10.1177/0741088392009002003. 
  17. "Types of Body Language". Simplybodylanguage.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wazlawick, Paul (1970's) opus
  19. (Burgoon, J., Guerrero, L., Floyd, K., (2010). Nonverbal Communication, Taylor & Francis. p. 3 )
  20. Martin-Rubió, Xavier (2018-09-30). Contextualising English as a Lingua Franca: From Data to Insights (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge Scholars Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5275-1696-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ (Burgoon et al., p. 4)
  22. Ferguson, Sherry Devereaux; Lennox-Terrion, Jenepher; Ahmed, Rukhsana; Jaya, Peruvemba (2014). Communication in Everyday Life: Personal and Professional Contexts. Canada: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 464. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195449280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)