Jump to content

هېراکلیتوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هېراکلیتوس
هېراکلیتوس
هېراکلیتوس

د شخص مالومات
پيدايښت ۰۵۳۵ م.ز
مړینه تړون 470 م.ز  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل بوغمه   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت هخامنشيانو سترواکي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه زړه يوناني [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر کسنوفانس   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت له سقراط مخکې فلسفه ،  لرغونې فلسفه ،  لوېديځه فلسفه   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ

د اېفسوس هېراکلیتوس (/ˌhɛrəˈklaɪtəs/؛ یوناني: Ἡράκλειτος Herakleitos "د هېرا ویاړ او پرتم"، شاوخوا ۵۳۵-۴۷۵ قبل المیلاد، تقریبي دوره ۵۰۰ قبل المیلاد) د لرغوني یونان استوګن، تر سقراط وړاندې فلسفې لاروی، ایونیاني فیلسوف او د اېفسوس ښار اصلي اوسېدونکی و، چې هغه وخت د پارس امپراتورۍ برخه وه.[۲][۳][۴]

د هېراکلیتوس د ژوند په اړه ډېر لږ معلومات شته دي. د هغه په ​​اړه ډېری لرغوني حکایتونه وروسته جوړ شوي دي. په عمومي توګه داسې انګېرل کېږي چې هېراکلیتوس له مور او پلاره د امتیاز څښتن و، مګر هغه د یوه فیلسوف په توګه د یوازیتوب او ګوښه توب لپاره خپل امتیازي ژوند پرېښود. د هغه د لومړني ژوند او زده‌کړې په اړه هم ډېر لږ معلومات شته دي. هغه خپل ځان ځان-روزلی او د عقل او حکمت مخکښ ګڼلی دی. د هغه متناقضې یا پاراډوکسي فلسفې او له کلماتو سره لوبو ته د هغه درناوی او له رمزونو او ابهامونو ډکو بیانونو، هغه ته له لرغوني زمانې راهیسې د "غامض یا مبهم" لقب ورکړی. هغه له انسانانو یو داسې کرکه کوونکی ګڼل کېده چې له خپګان یا ډیپرېشن سره مخ و. بالاخره هغه د لرغوني فیلسوف دېموکریتوس په پرتله د "ژړېدونکي فیلسوف" په توګه مشهور و، ځکه هغه بیا د "خندان فیلسوف" په نوم مشهور شوی و.

هغه یوازې یو اثر لیکلی، چې یوازې ټوټې یې ژوندۍ پاتې دي، او د هغه اړوند ابهام او اغماض لا پسې زیاتوي. له همدې کبله د هېراکلیتوس په اړه ګڼ تفسیرونه شوي دي. د فلسفې د سټانفورډ دایرة المعارف په وینا، هېراکلیتوس د "مادي مونېست یا د مادې د توحید د تفکر پلوی یا د پروسې فیلسوف؛ ساینسي کاسمولوژیست یا کاینات پېژندونکی، مېتافزیکي او مذهبي مفکر؛ تجربه پال، عقل‌پال، صوفي؛ دودیز مفکر او یو انقلابي؛ د منطق جوړوونکی او پراخوونکی – چا چې د عدم تضاد یا عدم تناقض له قانون څخه انکار کاوه؛ لومړنی ریښتینی فیلسوف او د تفکر-ضد غموض‌پال و."[۴]

هېراکلیتوس باور درلود چې نړۍ بالاخره له اور څخه جوړه شوې ده. هغه همدا راز په نړۍ کې د مخالفانو پر یووالي او همغږۍ باور درلود. د هغه شهرت تر ډېره د نړۍ د بارزې ځانګړنې په توګه د همېشګي تغییر او بدلون په اړه د نوموړي د اصرار له کبله و – کوم چې په فلسفه کې د "فلکس" یا "کېدنې" یا بې ثباتۍ او بې دوامۍ په توګه پېژندل شوی – هغه نظریه چې په دې وینا کې بیان شوې چې "هېڅوک هېڅکله په ورته سیند کې دوه ځله قدم نه ږدي"، او همدا راز د panta rhei مقوله یعني ("هر څه روان دي"). له اور څخه د هغه کار اخیستل ممکن د بدلون لپاره استعاره وي. د هغه د فلسفې دا بدلیدونکی اړخ له لرغوني فیلسوف پارمینیډس سره په تضاد کې دی، چا چې په "شتون" او د کایناتو پر ساکن (static) طبیعت باور درلود. هېراکلیتوس او پارمینیډس دواړو پر افلاطون باندې اغېزه درلوده، چا چې بیا ټوله لویدیځه فلسفه تر اغېزې لاندې راوسته.

ژوند

[سمول]

د هېراکلیتوس د ژوند په اړه د معلوماتو اصلي سرچینه د یوناني فیلسوفانو ژوندلیکونکی (doxographer) ډیوجانس لایرټي دی. چې چارلز کان یې "د هیلنستي دورې د حکایتونو یو بافت بولي، چې ډېری یې په ښکاره ډول د ساتل شویو ټوټو د بیانونو پر بنسټ جوړ شوي دي". د هېراکلیتوس او لومړي داريوش ترمنځ دوه موجود لیکونه چې د ډیوجینس لارټیوس لخوا رانقل شوي هم جعلي دي. کان وايي چې د هېراکلیتوس د ژوند دقیق توضیحات "تقریبا په بشپړ ډول نامعلوم" دي. که څه هم هغه په ​​دودیز ډول په ۶۹مه څلورکلیزه (۵۰۴-۵۰۱ قبل المیلاد) کې وده کړې، خو کان اټکل کوي چې دا نېټه د هغه پخواني حساب پربنسټ ده چې د هغه ژوند د ستر داريوش د واکمنۍ له دورې سره همغږی ښيي. دا نېټه د هغې ټوټې پربنسټ "تقریبا دقیقه" په پام کې نیول کېدای شي چې فیثاغورث، کزینوفانس او ​​هیکاټیوس د پخوانیو معاصرانو په توګه حواله کوي، چې په دې حساب به نوموړی د شپږمې قبل المیلاد پېړۍ پای ته نږدې وي. که څه هم د لارټیوس لخوا وړاندې شوي ډېری معلومات د اعتبار وړ نه دي، خو کان وايي چې هغه حکایت چې هېراکلیتوس خپل کشر ورور ته د "پاچا" میراثي لقب پرېښود، ممکن لږترلږه په دې معنا وي چې هېراکلیتوس په اېفسوس ښار کې د یوې اشرافي کورنۍ مشر ورور و.[۵][۶][۷][۸]

لیکنې

[سمول]

ویل کېږي چې هېراکلیتوس په پاپیروس نومې تخته باندې یوازې یو اثر لیکلی و چې ژوندی هم نه دی پاتې شوی. له دې سره سره، د دغه اثر تر ۱۰۰ زیاتې برخې د نورو لیکوالانو لخوا د نقل قولونو په بڼه ژوندۍ پاتې دي او لرغونو یوناني متنونو ته د ارجاع Diels–Kranz numbering سیستم په کارولو سره کېتلاک شوې دي. سرلیک یې څرګند نه دی. مګر د دې دورې ډېری وروستي فیلسوفان دغه اثر ته "د فطرت یا طبیعت په اړه" په توګه اشاره کوي.[۵][۹]

ډیوجینس لارټیوس وايي چې دا کتاب په دریو برخو وېشل شوی و، مګر بورنیټ بیا یادونه کوي چې "دا ګومان نه کېږي چې دا وېش دې خپله د [هېراکلیتوس] له کبله وي؛ ټول هغه څه چې موږ یې اټکل کولی شو، دا دي چې کله رواقي مبصرینو خپلې نسخې ترې لاسته کړې، دا اثر په طبیعي توګه په دغو برخو کې راوتلی دی. مارټین لیچفیلډ ویسټ یادونه کوي چې موجوده ټوټې د ټولیز جوړښت په اړه ډېر څه نه ورکوي، مګر د بحث پیل پکې ممکن ټاکل کېدای شي، چې له پرانیستونکو کرښو سره پیلېږي، کومې چې د سیکستوس امپریکوس لخوا نقل قول شوې دي.[۱۰][۱۱]

فلسفه

[سمول]

ډیوجینس لارټیوس د هېراکلیتوس فلسفه خلاصه کوي، او وایي: "ټول شیان د مخالفانو د شخړو یا د اضدادو د تضاد په واسطه منځته راځي، او د شیانو مجموعه (τὰ ὅλα ta hola ("ټول")) د یوه جریان یا سیند په څېر بهیږي یا تېرېږي".[۵]

اور

[سمول]

تر هغه مخکې د ایوني مکتب پیروانو یا مایلېزیانو په څېر، تالېس اوبه، اناکسیمانډر اپایرون یا لایتنهایت، او اناکسیمینس هوا، خو هېراکلیتوس بیا اور د هر څه د سرچینې په توګه ګڼلی دی، هغه بنسټیز عنصر چې نورو عناصرو ته یې وده ورکړه، ممکن له دې کبله چې ژوندي انسانان ګرمي (warm) لري. نور پوهان بیا دا د بدلون لپاره استعاره ګڼي. داسې انګېرل کېږي چې دا د فارس د زردشتیزم د اذر یا مقدس اور د مفهوم د اغېزو ښودنه کوي.[۱۲]

بورنټ د نوې لومړنۍ یا اصل مادې په توګه له اور څخه د هېراکلیتوس د کار اخیستنې په اړه لیکي:

دې ټولو د هغه لپاره دا اړینه کړه چې د یوې نوې لومړنۍ مادې په لټه کې شي. هغه نه یوازې هغه څه غوښتل له کوم څه چې مخالفونه یا متضادونه "جلا کېدای شي"، بلکې هغه څه چې له خپل طبیعت څخه بل هر څه ته لېږدول کېږي یا تېرېږي، په داسې حال کې چې نور هرڅه به په بدل کې بېرته ورته لېږدول کېږي. دا هغه څه وو چې نوموړي په ​​​​اور کې وموندل، او که موږ د احتراق ښکارنده په پام کې ونیسو، دا هم په اسانۍ سره پوهېدای شو چې ولې. ښکاري چې په هغه لمبه کې چې پرله پسې سوځېږي د اور کچه ثابته پاتې کېږي، او ښکاري چې همدا لمبه هغه څه دي چې موږ ورته "شی یا څیز" وایو. او بیا یې هم ماده په دوامداره توګه بدلېږي. دا بیا تل په لوګي کې له منځه ځي، او ځای یې تل د هغو سوځېدونکو توکو د تازه موادو له لوري ډکېږي چې همدا اور تغذیه کوي. دا کټ مټ هماغه څه دي چې موږ یې غواړو. که موږ نړۍ د "تل-ژوندي اور" په توګه وګورو، ښایي پوه شو چې څه ډول همېشه ټول شیان کېږي، په داسې حال کې چې ټول شیان تل بېرته ورته راګرځي.[۱۳]

نفوذ

[سمول]

لرغونې فلسفه

[سمول]

د پارمینیډس شعر استدلال کوي چې بدلون ناشونی دی. نوموړي ممکن له داسې عباراتو سره هېراکلیتوس ته اشاره کړې وي، لکه "نامعقول جمعیتونه، چې باور لري دا دي او دا هماغه ورته څه نه دي، او ټول شیان په مخالف لوري حرکت کوي!". ډېری تاریخپوهان په دې باور دي چې هېراکلیتوس له پارمینیډس څخه مخکې تېر شوی و، د هغه نظرونه د هېراکلیتوس نظرونو ته یو مهم او انتقادي غبرګون دی، که څه هم برعکس هم ممکنه ده او دا یوه د بحث وړ موضوع ده. هېراکلیتوس پخوانیو شخصیتونو لکه فیثاغورث ته اشاره کړې خو د پارمینیډس په اړه چوپ دی.[۱۴][۵][۱۵][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/47795043
  2. Hanks, Patrick; Urdang, Laurence, eds. (1979). Collins English Dictionary. London, Glasgow: Collins. ISBN 978-0-00-433078-5.
  3. Winters, Andrew M. (2017). Natural Processes: Understanding Metaphysics Without Substance (in انګليسي). Springer. p. 10. ISBN 978-3-319-67570-1.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Graham 2019.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Laërtius 1925، ix.1-15.
  6. Burnet 1892، م. 130.
  7. Kirk 1954، م. 1.
  8. Kahn 1979، م. 1-3.
  9. Burnet 1892، م. 133.
  10. West 1971، م. 113-117.
  11. Burnet 1892، م. 132.
  12. west 2002.
  13. Burnet 1892، م. 145.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Burnet 1892.
  15. DK B129