کسنوفانس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کولوفون کسنوفانس ( ؛ [۱] [۲]  ; پیدایښت. ۵۷۰ – مړینه. 478 مخکي ترمیلاد) یو یونانی فیلسوف ، الهیات پوه ، شاعر او د هومر نقاد وو چې د آیونیا سیمي څخه بلل کېدی اود کلاسیک لرغونتوب په لومړیو کلونو کي یې د یوناني ژبي نړۍ ته سفر وکړ.

د یو شاعر په توګه، زینوفانس د خپلو انتقادي کړنو لپاره پیژندل سوی وو، نوموړي داسي شعرونه لیکلي دي چي دلومړيو طنزونو څخه شمیرل کیږي. هغه یوشمېر په زړه پوري قصیدېهم جوړي کړې چې دهغه دټولني په دودیزو ارزښتونو، شتمنیو، زیاتیو، او ورزشي بریاوو باندي نیوکه کوي. کسنوفانس په خپلو اثارو کي پر هومر او نورو شاعرانو باندي نیوکه وکړه چې د خدایانو استازیتوب یې داحمق یا اخلاقي ضعیف په توګه کاوه. دده شعرونه چنداني ژوندي پاته سوي نه دي. د هغه د ځینو اثارو یوازې ټوټې دوروستیو فیلسوفانو او ادبي نقادانو لخوا په نقلونو کي راغلي دي.

کسنوفانس دیونان په تاریخ کي د سقراط څخه دمخه یو له خورا مهم فیلسوفانو څخه شمیرل کیږي. دغه مفکرشخص دفزیکي پیښو لپاره یوشمېر توضیحات هم لټولي دي. کسنوفانس دپوهي او عقیدې دمختلفو بڼو ترمنځ توپیر وکړ، چې د epistemology لومړنۍ بیلګه ګڼل کیږي. ترده وروسته فیلسوفانو لکه Eleatics او Pyrrhonists هم دکسنوفانس نظریې دخپلو نظریو د بنسټ ایښودونکي په توګه وپېژندلې، او دهغه کار یې ددغه نظریو په اساس تشریح کړ، که څه هم عصري پوهان دا ادعاوې ردوي.

  1. "Xenophanes" entry in Collins English Dictionary.
  2. "Sound file". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)