پوهنپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلسفه

تانبه   کتنه  خبرې اترې  سمول 

پوهنپوهنه (په انگرېزي:Epistemology) د فلسفې يوه څانگه ده. پدې فلسفه کې د فلسفي معيارونو له مخې په طبيعت کې د پوهې د شتون او د پوهې د حدودو ټاکل څېړل کېږي.[۱] د پوهې دغه ډگر دا ډول پوښتنې زېږوي چې:

  • پوهه يا پوهنه څه شی دی؟
  • پوهه يا پوهنه څنگه ترلاسه کېدونې ده؟
  • موږ څنگه پوهېږو چې موږ پوهېږو؟

د دغې فلسفي څانگې لويه برخه بحث په طبيعت د پوهې او نوعيت څرخي او همداراز د پوهې او هغه ارزښتونو لکه رښتيا، گروهه (عقيده)، او انصاف تر مېنځ د شتو اړيکو جاج اخلي. په دغه ډگر کې د پوهې د زېږون ټول عاملونه او همداراز د پوهې د بېلابېلو ادعاگانو په اړه د شک رامېنځ ته کېدل څېړل کېږي.

د پوهنپوهنې انگرېزي انډول ايپېسټيمولوژي (epistemology) د سکاټلندي فيلسوف جېمز فرېدريک فېرير (۱۸۰۸–۱۸۶۴) لخوا انگرېزي ژبې ته ورپېژندل شوی .[۲] په ډېرو سيندونو کې د اپيسټيمولوژي پېژند داسې ښکاره کوي چې گنې دا پوهه د انتقادي فکر سره نژدې اړيکې لري لکه: "د علم او پوهې د طبيعت او بنسټ يوه داسې زده کړه يا نظريه ده چې په ځانگړي توگه د پوهې د مشروعيت او حدودو پورې اړونده ده" (د مېريام-وېبسټرانټرنټي سيندر-۱۱م چاپ).








سرچينې

  1. Encyclopedia of Philosophy, Volume 3, 1967, Macmillan, Inc.
  2. Encyclopaedia Britannica Online, 2007