سياسي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیاسي فلسفه یا سیاسي تیوري د حکومت فلسفي مطالعه ده، چې د حکومتي واکمنانو او بنسټونو د ماهیت یا څرنګوالي، محدودې او مشروعیت او همد راز د دوی ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې ځوابوي. د سیاسي فلسفې په موضوعاتو کې سیاست، ازادي، عدالت، ملکیت، حقونه، قانون او د واک او ځواک له لارې د قوانینو پلي کول شامل دي: که اړین وي نو دا موضوعات څه دي؟ څه شی یوه حکومت ته مشروعیت وربښي؟ کوم حقونه او ازادۍ باید خوندي کړي؟ څه ډول بڼه باید ولري؟ قانون څه شی دی؟ او د یوه مشروع حکومت پر وړاندې د وګړو دندې څه دي – که یې لري؟ او که یې اړتیا وي، کله به په قانوني او مشروع توګه ړنګېږي؟[۱]

سیاسي علوم په ټولیز ډول په مفرد بڼه کارېږي، مګر په فرانسوي او هسپانوي کې د جمع په بڼه (په ترتیب سره sciences politiques  او ciencias políticas) هم کارېږي، چې ښایي د څانګو د ګڼوالي ښکارندوی يې وي.

سیاسي تیوري همدا راز د یوې پراخې ساحې پوښتنې هم رانغاړي او د هویت، کلتور، جنسیت، نژاد، شتمنۍ، د انسان او غیر انسان ترمنځ اړیکو، چاپېریال‌پوهنې یا ایکولوژي، دین او مذهب او نورو په څېر ښکارندو او کټګوریو له سیاسي ماهیت او څرنګوالي سره سروکار لري.

سیاسي فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده، خو په ورته وخت کې د سیاسي علومو یوه لویه برخه هم ده، چې له تاریخي پلوه هم د سیاسي فکر پر تاریخ او هم پر معاصرې سیاسي تیورۍ (له معیاري سیاسي تیورۍ نیولې تر بېلابېلو تنقیدي چلندونو) کلک تمرکز په کې شوی دی.[۲][۳]

تاریخچه

لرغوني دودونه

لرغونی هند

د هند سیاسي فلسفې په لرغونې زمانه کې د (۱) ملت او دولت (۲) او دین او دولت تر منځ څرګند توپیر په نښه کړ. د هندو دولتونو اساسي قوانینو د وخت په تېرېدو سره تکامل وکړ او پر سیاسي او حقوقي تړونونو او مروجو ټولنیزو بنسټونو ولاړ وو. د دولت بنسټونه بیا په لویه کې پر حکومتولۍ، اداره، دفاع، قانون او نظم وېشل شوي وو. منترنګا، چې د دغو دولتونو اصلي واکمنه اداره وه، له پاچا، لومړي وزیر، د پوځ مشر یا لوی درستیز، او د پاچا له مشر روحاني یا کشیش څخه جوړه وه. لومړي وزیر د مجریه قوې له مشر (مها اماتیا) سره یو ځای د وزیرانو د کمیټې مشري پر غاړه لرله.[۴][۵][۶][۷][۸]

لرغونی چین

د چین د سیاسي فلسفې تاریخ بیا د پسرلي او مني دورې ته، په ځانګړې توګه په شپږمه پېړۍ کې کنفوسیوس، ته رسېږي. د چين سياسي فلسفه د دغه هېواد د ټولنیزې او سیاسي ګډوډۍ دورې ته، چې د پسرلي او مني د دورې او د متخاصمو یا ښکېلو دولتونو د دورې ځانګړنه وه، د یوه غبرګون په توګه رامنځته شوه. د دې دورې مهمې فلسفې، کنفیوشنېزم، قانونېزم، موهېزم، زراعتېزم او تاوېزم وې، چې هرې یوې یې په خپل فلسفي مکتب کې پر یوه ځانګړي سیاسي اړخ تمرکز درلود. فیلسوفانو یې لکه کنفوسیوس، مینسیوس او موزي د خپلو سیاسي فلسفو د بنسټ په توګه پر سیاسي یووالي او سیاسي ثبات تمرکز درلود. کنفیوشنېزم د خواخوږۍ، وفادارۍ، او خپلمنځي اړیکو پر بنسټ د یوه سلسله مراتبو لرونکي او شایسته سالار حکومت پلوي کوله. قانونېزم بیا د سختو مجازاتو او قوانینو پر بنسټ د یوه زورواک او استبدادي حکومت پلوي کوله. موهېزم د یوه اشتراکي او غیر متمرکز حکومت پلوي کوله چې پر کم‌خرڅۍ یا سپما او ​​​​پرهېزګارۍ متمرکز و. زراعتېزم بیا د یوه کروندګر خیالي کمیونلېزم یا اشتراکي نظام او مساواتو پلوي کوله. تاوېزم د پروټو انارشېزم ملاتړ کاوه. قانونیت یا قانونېزم بیا د چین د شاهي کورنۍ یا سلسلې برلاسې سیاسي فلسفه وه، مګر د هان شاهي کورنۍ په پېر کې پر دولتي کنفیوشنېزم یا کنفوسیوس‌پالنه بدله شوه. د چین له لوري د کمونیزم تر منلو مخکې، دولتي کنفیوشنېزم تر ۲۰مې پېړۍ پورې د چین واکمنه سیاسي فلسفه پاتې شوه.[۹][۱۰]

لرغونی یونان

غربي سیاسي فلسفه د لرغوني یونان له فلسفې څخه سرچینه اخلي، چېرې چې سیاسي فلسفه لږ تر لږه د افلاطون دورې ته رسېږي. په لرغوني یونان کې د ښاري دولتونو تسلط و او د سیاسي سازمان بېلابېل ډولونه یې تجربه کړي وو، چې د افلاطون لخوا په نزولي ترتیب د ثبات او اخلاقو له پلوه پر پنځو کټګوریو وېشل شوي: پاچاهي، تیموکراسي، اولیګارشي یا د څو کسانو یا بډایانو واکمني، ولسواکي، او استبداد. د سیاسي فلسفې په اړه له لومړنیو او خورا مهمو کلاسیکو اثارو څخه یو هم د افلاطون جمهوریت نومی اثر دی او ورپسې بیا د ارسطو د نیکوماچین اخلاق او سیاست په نوم اثار مطرح دي. د روم سیاسي فلسفه بیا د رواقیونو او رومي سیاستوال سیسرو تر اغېزې لاندې وه.[۱۱][۱۲][۱۳]

اسلامي سياسي تحول او تکامل

معتزله د اشاعره په مقابل کې

د قرآن کریم او حضرت محمد (ص) پر بنسټ د اسلام ظهور د مدیترانې په سیمه کې د واک او ځواک انډول او د قدرت د اصل او سرچینې په اړه تصورات په کلکه بدل کړل. د لومړیو وختونو اسلامي فلسفې د ساینس او مذهب تر منځ پر یوه حتمي او نه شلېدونکې اړیکه او د حق د موندلو لپاره د اجتهاد پر پروسې ټینګار کاوه – په عملي توګه ټوله فلسفه "سیاسي" وه ځکه چې پر حکومتولۍ یې ریښتینې اغېزې لرلې. دا نظریه د "عقلپالو" معتزله فیلسوفانو لخوا ننګول شوې وه، چا چې تر ډېره هېلېنېستي یا یوناني‌پاله نظریه لرله او عقل ته یې پر نقل یا وحیې برتري ورکوله، او په دې توګه د عصري پوهانو له لوري د اسلام د لومړنیو نظري دین‌پوهانو په توګه پېژندل شوي، او د یوې داسې سیکولر اشرافي ډلې لخوا یې ملاتړ شوی چې له خلافت څخه د خپلواک تصرف او عمل د آزادۍ غوښتونکي وو. که څه هم، د لرغونې دورې په وروستیو کې، د اسلام په اړه "دودیزه" اشاعره نظریه په ټولیزه توګه بریالۍ شوه. د اشاعره‌وو په نظر دلیل باید د قرآن او سنت تابع وي.[۱۴]

ابن خلدون

د ۱۴مې پېړۍ عرب عالم ابن خلدون یو له سترو سیاسي تیوریسنانو څخه ګڼل کېږي. برتانوي فیلسوف- بشرپوه "ارنیست ګیلنر" د حکومت په اړه د ابن خلدون تعریف "... هغه اداره چې د بې عدالتۍ مخه نیسي پرته له هغه چې خپله یې کوي" د سیاسي تیورۍ په تاریخ کې ترټولو غوره تعریف ګڼلی دی. د ابن خلدون په نظر، حکومت باید تر ممکن حداقل کچې پورې د یوه اړین شر په توګه محدود شي، دا د نورو نارینه وو له لوري د نارینه وو محدودیت دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د اروپا د روشنګرۍ دوره

د روشنګرۍ د دورې په جریان کې په دې اړه چې انسان څه شی و او څه شی دی او همدا راز د واقعیت تعریف او هغې طریقې په اړه چې له لارې یې واقعیت درک شوی، نوې تیورۍ راڅرګندې شوې. د دې ترڅنګ، په امریکا کې د نورو ټولنو کشف، او د سیاسي ټولنو بدلوني اړتیاوې (په ځانګړې توګه د انګلیس د کورنۍ جګړې، امریکایي انقلاب، د فرانسې انقلاب، او د هایټان انقلاب په پایله کې) ولیدل شول. دا نوې تیورۍ د توماس هوبس، جان لاک، بنیامین کانسټنټ او ژان ژاک روسو په څېر مفکرینو لخوا د نوو پوښتنو او پوهې لامل شوې.[۱۹]

معاصره سیاسي فلسفه

د دویمې نړیوالې جګړې له پای څخه تر ۱۹۷۱م کال پورې چې جان رالز پکې د عدالت یوه نظریه تر نوم لاندې خپل کتاب خپور کړ، سیاسي فلسفه د انګلیس-امریکا په اکاډمیکه نړۍ کې د زوال یا ټیټېدنې په حال کې وه، ځکه چې تحلیلي فیلسوفانو د دغه احتمال په اړه شک څرګنداوه چې نورمال قضاوتونه ادراکي یا پېژندونکې محتوا لري، او په پایله کې یې سیاسي علومو احصایوي مېتودونو او سلوکېزم ته مخه کړه. له بلې خوا په لوېدیځه اروپا کې، له جګړې وروسته لسیزو د سیاسي فلسفې پراخې غوړېدنې ولیدلې او مارکسیزم پر دغه ډګر واکمن و. دا د ژان-پاول سارتر او لويي التوسر وخت و. په چین کې د ماو زیډونګ او په کیوبا کې د فیډل کاسټرو بریاوې او همدارنګه د ۱۹۶۸م کال د مې میاشتې پیښې هم د دې لامل شوې چې له انقلابي ایډیالوژۍ سره په ځانګړې توګه د نوو کیڼ اړخو لېوالتیا زیاته شي. یو شمېر اروپایي پوهان هم بریتانیا او متحده ایالاتو ته کډوال شول، چې کارل پاپر، فریدریک هایک، لیو سټراوس، هانا آرېنټ، آیزیا برلین، ایریک ووګیلین او جودیت شکلر پکې د یادولو وړ دي. دوی په انګلیسي-امریکایي نړۍ کې د سیاسي فلسفې په اړه دوامدارې مطالعې ته خلک وهڅول، مګر په ۱۹۵۰م او ۱۹۶۰م لسیزو کې، دوی او د دوی شاګردان له تحلیلي بنسټونو سره په ټکر کې پاتې شول.[۲۰]

سرچینې

  1. "Political science". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Strauss, Leo (1959). An introduction to Political Philosophy. Detroit: Wayne State University Press, p. 10.
  3. Dryzek, John S.; Honig, Bonnie; Phillips, Anne, eds (2009-09-02). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Oxford Handbook of Political Theory"]. Oxford Handbooks Online. doi:10.1093/oxfordhb/9780199548439.001.0001. ISBN 9780199548439. 
  4. Boesche, Roger (2002). The First Great Political Realist: Kautilya and His Arthashastra. Lexington Books. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-0401-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rangarajan, L N (2000). The Arthashastra. Penguin UK. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788184750119. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Brown, D. Mackenzie (1982). The White Umbrella: Indian Political Thought from Manu to Gandhi. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313232107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sankhdher, Madan Mohan; Kaur, Gurdeep (2005). Politics in India: Ancient India, Politics of Change, Modern India. Deep and Deep Publications. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788176296557. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Manu ((Lawgiver)); Kullūkabhaṭṭa (1796). Institutes of Hindu Law: Or, The Ordinances of Menu, According to the Gloss of Cullúca. Calcutta, Printed by order of the government, London reprinted, for J. Sewell and J. Debrett. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Deutsch, Eliot; Bontekoei, Ronald (1999). A companion to world philosophies. Wiley Blackwell. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780631213277. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hsü, Leonard Shihlien (2005). The political philosophy of Confucianism. Routledge. د کتاب پاڼي xvii–xx. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-36154-5. The importance of a scientific study of Confucian political philosophy could hardly be overstated. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sahakian, Mabel Lewis (1993). Ideas of the great philosophers. Barnes & Noble Publishing. د کتاب پاڼې 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56619-271-2. ... Western philosophical tradition can be traced back as early as Plato (427–347 BC). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kraut, Richard (2002). Aristotle: political philosophy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-878200-1. To understand and assess Aristotle's contributions to political thought ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Radford, Robert T. (2002). Cicero: a study in the origins of republican philosophy. Rodopi. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-420-1467-1. His most lasting political contribution is in his work on political philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Aslan, Reza (2005). No god but God. Random House Inc. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58836-445-6. By the ninth and tenth centuries... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Al-Fārābī | Muslim philosopher". Encyclopedia Britannica. 
  16. "Avicenna (Ibn Sina) | Internet Encyclopedia of Philosophy". www.iep.utm.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Al-Ghazālī | Muslim jurist, theologian, and mystic". Encyclopedia Britannica. 
  18. Gellner, Ernest (1992). Plough, Sword, and Book. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 239. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-28702-7. Ibn Khaldun's definition of government probably remains the best: ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Barens, Ingo; Caspari, Volker; Schefold, Bertram (2004). Barens, Ingo (المحرر). Political events and economic ideas. Volker Caspari ed., Bertram Schefold ed. Edward Elgar Publishing. د کتاب پاڼي 206–07. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84542-152-6. Economic theory as political philosophy: the example of the French Enlightenment الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. David Lewis Schaefer, Robert Nozick and the Coast of Utopia Archived 2014-08-21 at the Wayback Machine., The New York Sun, April 30, 2008.