Permanently protected article

امانوېل کانت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
امانوېل کانت
(الماني: Immanuel Kant د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
امانوېل کانت

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ اپریل ۱۷۲۴(1724-04-22)
مړینه

۱۲ فبروري ۱۸۰۴ میلادی (په ۷۹ کلنۍ کې)

عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف[۱][۲][۳]
فزيک پوه
ليکوال[۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پوهنپوهنه
مېتافزیک
اخلاق  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ډيويډ هيوم
جورج برکلي
ژان ژاك روسو
آيزاک نيوټن
اپلاتون
رنه دیکارت
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
جان لاک
باروچ سپینوزا  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د روشنګرۍ دوره  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
امانوېل کانت

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
امانوېل کانت

المانی فيلسوف امانويل کانت (جرمني:Immanuel Kant) د روښنايي پېر (Age of Enlightenment) (۲۲ اپريل ۱۷۲۴ ز– ۱۲ اپريل  ۱۸۰۴ ز) د ویښتیا له مرکزي مفکرينو څخه و. په معرفت پېژندنې، ماوراء الطبيعت، اخلاقو او هنري برخه کې د کانت هر اړخيزو کارونو، هغه په نوې لويدیځه فلسفه کې تر ټولو زيات نفوذ لرونکی شخص وګرځاوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

کانت د لوړوالي فکري اصالت په نوم، په خپلو اصولو کې پردې باندې بحث کړی، چې فضا او وخت يوازې د حس کولو ډولونه دي،  کوم چې ټولې تجربې جوړوي. په همدې اساس، کله چې د څيزونو اصالت وي او په تجربو کې برخه اخلي، همدا څيزونه په دې حالت کې د تجربې له څيزونو څخه مختلف وي. له همدې امله کانت مخکې ځي او وايي چې د تجربې شيان يوازې « بڼې-- شکلونه» دي او په پايله کې د څيزونو هغه اصلي طبيعيت موږ ته د معلومېدو وړ نه دی. د شک په وړاندې د مقابلې په يوه هڅه کې چې کانت د فيلسوف ډاويډ هوم په لیکنو کې موندلې وه، هغه« پرسوچه دليل نيوکه کوونکی» (۱۷۸۱ــ ۱۷۸۷ ز) لیکنه وکړه چې د کانت له ډېرو مشهورو لیکنو څخه یوه همدا ده. په دې کې، هغه د تجربې اړوند خپلې نظريې ته وده ورکړه، ترڅو دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړې چې ايا له تجربې پرته د پوهې تر لاسه کېدل شونې دي، چې په پايله کې يې د ماوراء الطبيعت څېړنې، د بريدونو ټاکنه شونې ګرځوله. کانت په خپلو وړانديزونو کې له کوپرنيک انقلاب سره برابر روان و چې د حواسو  شيان، بايد زموږ د مکاني او زماني اټکل له احساس سره يو شان وي او په پايله کې موږ کولای شو، د حواسو د شيانو پوهه له وړاندې څخه ولرو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کانت باور درلود، چې دليل هم د اخلاقو يوه سرچينه ده او ښکلا پوهنه، د نه لېوالتيا د پرېکړې له توان څخه منځ ته راځي. د کانت نظريات په  پرله پسې ډول په نوې فلسفه ستر اغېز لري، په ځانګړي ډول: د معرفت پېژندنې، اخلاقو، سياسي نظريې او له نوي هنر خوښوونې وروسته وخت کې. هغه هڅه کړې، تر څو د دليل او انساني تجربې تر منځ اړيکه راوسپړي او لا پسې د هغه څه لور ته وړاندې ولاړ شي، چې باور يې درلود چې دا څه  به د دوديزې فلسفې او ما وراء الطبيعت ناکامي وي. کانت غوښتل، هغه څه ته د پای ټکی کېږدي چې د بې ګټې والي او د انساني تجربې د فکري نظرياتو د يو پړاو په توګه يې ليدلي و، په داسې حال کې چې د «هوم» په څېر مفکرينو د شک له نظريې سره يې مخالفت کاوه.   هغه د خپل ځان په اړه داسې انګېرله، چې ځان ته هغه لاره پيدا کړي، له کومې لارې  چې هغه د عقل او تجربې د پلويانو له منځه ووځي او په پراخه کچه په دې باور و. په دې توګه یې، دواړو دودونو ته په خپلو افکارو کې ځای ورکړی.[۱۹][۲۰]

کانت د هغې نظريې څرګندوونکی و چې وايي: دايمي سوله، د نړيوالې ديموکراسۍ او نړيوالې همکارۍ له لارې ممکنه ده او شونې ده چې دا به د نړۍ د تاريخ اوج ته د رسېدو پړاو وي. د کانت د مذهبي نظرياتو طبيعت، لاهم د علمي اختلافاتو موضوع ده.

له مختلفو نظرياتو سره له دې اټکل څخه پيل کېږي چې، هغه په لومړي سر کې د خدای د وجود لپاره د علم الوجود له بحث څخه د دفاع په اړه خپل نظر د هغې فلسفې اصل ته اړولی چې وايي، انسانان د ماوراء الطبيعت په حقيقت نه شي پوهېدای. دا نظريات د « سپکوپينهاير»له خوا، د لا زياتو لنډو انتقادي چلندونو پورې رسېږي، چا چې « د کانتي اخلاقو» او« د بڼې په بدلولو کې موسايي لسو حکمونو» په ډول، د کانتي اخلاقو په امرانه ډول نيوکې کړې دي. همدا راز « نيچه»چا چې ادعا کړې، چې کانت په الله (ج)عقیده لرله او د دوديزې مسيحي عقيدې لپاره يوازې يو مصنوعي دفاع کوونکی و. د هغه د مذهبي نظرياتو څخه ورهاخوا، د کانت په توکمپالنه هم نيوکې شوې دي، کومې چې د هغه په ځينو لږ مشهورو ليکنو کې وړاندې کړای شوې دي، لکه « په فلسفه کې د پای ته رسېدو د دلايلو اصول کارول» او « د انسان د بېلا بېلو توکمونو» په اړه. که څه هم کانت د خپل کار په اوږدو کې د علمي توکمپالنې وړاندې کوونکی و، د ژوند په وروستۍ لسيزه کې د توکم په اړه د کانت نظريات په پراخه ډول بدل شول او په پای کې یې، په « دايمي سوله: يوه فلسفي نقشه» کې هغه  توکميزې لړۍ او اروپايي ښکیلاک رد کړل (۱۷۹۵). [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کانت د خپل ژوند په اوږدو کې د اخلاقو، مذهب، قانون، هنرونو، ستورپېژندنې او تاريخ  په اړه نور مهم توکي هم خپاره کړي دي. د کانت په دې کارونو کې د کايناتو طبيعي تاريخ ۱۷۵۵ز، د عملي دليل نيوکه ۱۷۸۸ز، د پرېکړې نيوکه ۱۷۹۰ز، مذهب د تش دليل په پولو کې ۱۷۹۳ز او د اخلاقو ماوراء الطبيعت نړۍ ۱۷۹۷ز شامل دي.

ژوند لیک

د کانت مورانا ريجينا ريوټر (۱۶۹۷- ۱۷۳۷ ز)، په کونيکاسبيره کې زېږېدلې وه، (له ۱۹۴۶ زڅخه دا ښار د کاليننګراډ اوبلاسټ، روسيه) د هغې پلار د نوريمبرګ اوسېدونکی و. د کانت د مور تخلص کله نا کله په غلط نوم پوټر ياد شوی دی. د کانت پلار، جوهان جورج کانت ( ۱۶۸۷-۱۷۴۶ ز)، د ميميل سيمې اوسيدونکی المانی و چې د اسونو زينونه به يې جوړول، ميميل د پروشيا شمال ختيځ ښار دی چې (اوس ورته کلايپيډيا، لتوانيا) ويل کېږي. کانت په دې باور و، چې د هغه پلرنی نیکه هانس کانت اپه اصل کې سکاټلينډی و. په داسې حال کې چې د کانت د ژوند پوهانو د اوږدې مودې لپاره دا ادعا منلې وه، خو بيا هم داسې شواهد نه شته چې ګوندې د کانت پلرنۍ سلسله د سکاټلينډ وه، خو دا ډېره نژدې ښکاري چې کانتانو خپل نوم د « کانت ويګين» (اوس د پريکول يوه برخه ده) له کلي څخه اخستی وي، خو اپه اصل کې دوی د کرونيان وو (کرونيان يوه قبيله ده). کانت د خپلو نهو خويندو او وروڼو څلورم ورور و(له دې نهو، څلور يې غټ شوي وو). [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

کانت د ۱۷۲۴ ز کال د اپريل په ۲۲ نېټه، د پروشيا په ختيځه سيمه د کونيګسبرګ په ښار کې زېږېدلی و، کورنۍ يې پروشيايي المانۍ وه، چې په اصل کې د پروتيستانت لوتيرانو په مذهب وه. د مسيحي مذهب سره سم د نېکمرغۍ د غسل ورکولو پر مهال د ايمانويل نوم ورکړل شوی و چې (Emanuel) لېکل کېده، خو د هيبرو ژبې تر يادولو وروسته بيا هغه د خپل نوم ليکنې بڼه بدله کړه او داسې به يې ليکل (Immanuel). په يوه پرهېزګاره کور کې رالوي شو، چې په مذهبي لېوالتيا، انسانيت او د مذهبي کتاب بايبل په تحت الفظي تفسير يې ټينګار کاوه.د هغه زده کړه سخته، د سزا ورکولو سره ملګرې او په اصولو ولاړه وه. زده کړې يې د رياضي او ساينس په اړه په لاتيني او مذهبي معلوماتو متمرکزې وې. کانت د يوې مودې لپاره مسيحي نظريات درلودل، خو هڅه يې کوله، چې عقيده د خپلو علمي عقايدو سره يو ځای کړي. د هغه په څېړنه « د اخلاقو ماواراء الطبيعت اساسي کار» کې، کانت د اخلاقو تر ممکنه لوړې درجې پورې د انسانيت د رسېدو د شرط په توګه، د ابدیت په اړه خپله عقيده څرګنده کړې. په هر حال، لکه څنګه چې کانت له هغه څخه مخکې پر خدای د عقيدې په اړه په ځينو بحثونو شکمن و او له دې څخه يې دفاع کوله، چې د انسان پوهه محدوده ده او کله هم د خدای او روح په اړه پوهه نه شي تر لاسه کولای، بېلا بېلو مبصرينو په هغه د پورتنۍ فلسفې د پلوي ټاپه ولګوله، ان تر دی چې دا هم ويل شوي چې کانت نيت درلود چې نور خلک دې د ده په اړه د يو سوچه عقل پلوي (يوازې په عقل باوري) په توګه فکر وکړي، عقل پلوی يا په عقل باوري څوک دی، دا  کانت په خپله راپېژندلی دی چې هغه چاته ويل کيږي، څوک چې په الهام باور لري، خو د مذهب لپاره دا اړين شرط نه دی چې همدا عقلاني دی په الهام پوه او يا دې دا ومني چې دا الهام واقعيت دی.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

داسې برېښي چې کانت يو ډېرسخت او په اصولو ولاړ ژوند تېر کړی دی. ويل کيږي چې ګاونډيانو به خپل ساعتونه د هغه د ورځني تمرين پر اساس برابرول. هغه واده ونه کړ، خو داسې ښکارېده چې ارزښتمن ټولنيز ژوند يې درلود – ان د سترو فلسفي کارونو له پيل څخه مخکې هم هغه يو مشهور ښوونکی او يو نرم بريالی مصنف و. هغه د خپلو ملګرو يوه ډله درلودله چې بار بار به يې ورسره ليدنې کولې، په دې ملګرو کې يې يو تن د کونيګسبرګ انګريز سوداګر و چې جوسيپ ګرين نومېده.[۴۷]

کانت د ۱۷۵۰ زاو ۱۷۵۴ز تر منځ کلونو کې په جوډسچين (اوس ويسلواکا، روسيه)، او ارنسډورف (اوس المان جارنولټو)  کې د روزونکي په توګه کار وکړ. [۴۸][۴۹]

د کانت د شخصي ځانګړو عادتونو په اړه ګڼې ا فسانې خپرې شوې؛ دا افسانې د ګولډويټ له خوا د ښکلا او لوړوالي د احساس ليدنې په سریزه کې يادې شوې، وضاحت ورکړل شوی او رد شوې دي. [۵۰]

سرچينې او ياداښتونه

  1. پیوستون : 118559796  — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  2. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1280/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
  3. https://cs.isabart.org/person/29544 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11909393p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. "Kant" Archived 27 September 2019 at the Wayback Machine.. Collins English Dictionary.
  7. "Kant" Archived 27 September 2019 at the Wayback Machine.. Collins English Dictionary.
  8. "Kant" Archived 23 October 2014 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  9. "Immanuel". Duden (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Kant". Duden (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McCormick, Matt "Immanuel Kant: Metaphysics". Internet Encyclopedia of Philosophy.  
  12. Rohlf, Michael (2020), "Immanuel Kant", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, مؤرشف من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰, د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Immanuel Kant | Biography, Philosophy, Books, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۶ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Kant" Archived 23 October 2014 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  15. Durant, Will; Durant, Ariel (1967). The Story of Civilization: Rousseau and Revolution. MJF Books. د کتاب پاڼي 571, 574. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56731-021-4. مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Nigel Warburton (2011). [[[:کينډۍ:Google books]] "Chapter 19: Rose-tinted reality: Immanuel Kant"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). A little history of philosophy. Yale University Press. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-15208-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kitcher, Patrica (1996) [First edition originally published in 1781; second edition originally published in 1787]. "Introduction by Patricia Kitcher, C. The Analytic of Principles". Critique of Pure Reason. بواسطة Kant, Immanuel. تُرجم بواسطة Pluhar, Werner S. (الطبعة Unified Edition with all variants from the 1781 and 1787 editions). Indianapolis/Cambridge: Hackett Publishing Company, Inc. د کتاب پاڼې l. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87220-257-7. Although Hume’s name is not mentioned in either version of this section, from the beginning, Kant’s readers have understood that his purpose was to vindicate the causal concept after Hume’s devastating attack […] Kant’s “reply to Hume” was to argue we could have no cognition of events, of objects changing by acquiring or losing a property, unless we used a concept of causation that included both the offending and related properties of universality and necessity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. There are two relatively recent translations:
    • Kant, Immanuel (1999). Critique of Pure Reason. تُرجم بواسطة Guyer, Paul; Wood, Allen W. Cambridge: Cambridge U.P. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-5216-5729-7. مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Kant, Immanuel (1996). Critique of Pure Reason. تُرجم بواسطة Pluhar, Werner S. Indianapolis: Hackett. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87220-257-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Both translations have their virtues and both are better than earlier translations: McLaughlin, Peter (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Review"]. Erkenntnis 51 (2/3): 357. doi:10.1023/a:1005483714722.  Page references to the Critique of Pure Reason are commonly given to the first (1781) and second (1787) editions, as published in the Prussian Academy series, as respectively "A [page number]" and "B [page number]".
  19. Vanzo, Alberto (January 2013). "Kant on Empiricism and Rationalism". History of Philosophy Quarterly 30 (1): 53–74. http://wrap.warwick.ac.uk/id/eprint/59913. Retrieved 17 December 2015. 
  20. Rohlf, Michael "Immanuel Kant". Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2018). Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  21. Kant, Immanuel (1784). "Idea for a Universal History with a Cosmopolitan Purpose".
  22. Arthur Schopenhauer, On the Basis of Morals, in The Two Fundamental Problems of Ethics, trans. Chris Janaway (2009), sections 4–5.
  23. Friedrich Nietzsche, The Anti-Christ (1895), para. 10 Archived 3 August 2020 at the Wayback Machine..
  24. Eze, Emmanuel Chukwudi (1997). Postcolonial African Philosophy: A Critical Reader (په انګلیسي ژبه کي). Wiley. د کتاب پاڼي 103–131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-20339-1. مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Eze, Emmanuel Chukwudi (1997). Race and the Enlightenment: A Reader (په انګلیسي ژبه کي). Wiley. د کتاب پاڼي 39–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-20136-6. مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bouie, Jamelle (5 June 2018). "How the Enlightenment Created Modern Race Thinking and Why We Should Confront It". Slate Magazine (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. BERNASCONI, ROBERT (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Defining Race Scientifically: A response to Michael Banton"]. Ethnicities 10 (1): 141–148. doi:10.1177/14687968100100010802. ISSN 1468-7968. 
  28. Kleingeld, Pauline (October 2007). "Kant's Second Thoughts on Race". The Philosophical Quarterly 57 (229): 573–592. doi:10.1111/j.1467-9213.2007.498.x. https://pure.rug.nl/ws/files/2768306/Kants_second_thoughts_on_race.pdf. Retrieved 14 December 2020. 
  29. "Cosmopolis". Koenigsberg-is-dead.de. 23 April 2001. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Mortensen, Hans and Gertrud, Kants väterliche Ahnen und ihre Umwelt, Rede von 1952 in Jahrbuch der Albertus-Universität zu Königsberg, Pr., Holzner-Verlag, Kitzingen, Main 1953, Vol. 3, p. 26.
  31. R.K. Murray, "The Origin of Immanuel Kant's Family Name", Kantian Review 13(1), March 2008, pp. 190-93.
  32. Rosa Kohlheim, Volker Kohlheim, Duden – Familiennamen: Herkunft und Bedeutung von 20.000 Nachnamen, Bibliographisches Institut & F.A. Brockhaus AG, Mannheim 2005, p. 365.
  33. Haupt, Viktor. "Rede des Bohnenkönigs - Von Petersburg bis Panama - Die Genealogie der Familie Kant" (PDF). freunde-kants.com (په الماني ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Kuehn 2001, p. 26.
  35. Pasternack, Lawrence; Fugate, Courtney (2020), "Kant's Philosophy of Religion", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Kuehn 2001, p. 47.
  37. Pomerleau, Wayne P. "Immanuel Kant: Philosophy of Religion". Internet Encyclopedia of Philosophy.  
  38. Metaphysics, p. 131
  39. "Immanuel Kant". Christian Research Institute. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "While this sounds skeptical, Kant is only agnostic about our knowledge of metaphysical objects such as God. And, as noted above, Kant's agnosticism leads to the conclusion that we can neither affirm nor deny claims made by traditional metaphysics." Andrew Fiala, J.M.D. Meiklejohn, Critique of Pure Reason – Introduction, p. xi.
  41. Edward J. Verstraete (2008). "The Popular Encyclopedia of Apologetics". The Popular Encyclopedia of Apologetics: Surveying the Evidence for the Truth of Christianity. Harvest House Publishers. ISBN 978-0-7369-2084-1. “It is in this sense that modern atheism rests heavily upon the skepticism of David Hume and the agnosticism of Immanuel Kant.” 
  42. Norman L. Geisler; Frank Turek (2004). "Kant's Agnosticism: Should We Be Agnostic About It?". I Don't Have Enough Faith to Be an Atheist. Crossway. د کتاب پاڼي 59–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58134-561-2. Immanuel Kant's impact has been even more devastating to the Christian worldview than David Hume's. For if Kant's philosophy is right, then there is no way to know anything about the real world, even empirically verifiable things! الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Gary D. Badcock (1997). Light of Truth and Fire of Love: A Theology of the Holy Spirit. Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-4288-6. Kant has no interest in prayer or worship, and is in fact agnostic when it comes to such classical theological questions as the doctrine of God or of the Holy Spirit. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Norman L. Geisler, Paul K. Hoffman, المحرر (2006). "The Agnosticism of Immanuel Kant". Why I Am a Christian: Leading Thinkers Explain Why They Believe. Baker Books. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8010-6712-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Flinn, Frank K. (2007). Encyclopedia of Catholicism. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7565-2. Following Locke, the classic agnostic claims not to accept more propositions than are warranted by empirical evidence. In this sense an agnostic appeals to Immanuel Kant (1724–1804), who claims in his Critique of Pure Reason that since God, freedom, immortality, and the soul can be both proved and disproved by theoretical reason, we ought to suspend judgement about them. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Hare, John E. (1996). The Moral Gap: Kantian Ethics, Human Limits, and God's Assistance. Oxford: Clarendon Press. د کتاب پاڼې 42. Hare further suggests that Kant is not, in the ordinary sense, an agnostic about God. In his view, Kant thinks that there are good moral grounds for theistic belief. A person who already understands the claims of duty will find the teachings of Christianity worthy of love, even though they are not objectively necessary (p. 47). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Kuehn, M. (2001). Kant: A biography. New York: Cambridge University Press. p 169
  48. Vorländer, Karl (1924). "Bei Major von Hülsen in Arnsdorf". Immanuel Kant: Der Mann und das Werk (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Vorländer, Karl (1924). "Bei Pfarrer Andersch in Judtschen". Immanuel Kant: Der Mann und das Werk (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Kant, Immanuel. Observations on the Feeling of the Beautiful and Sublime. Trans. John T. Goldthwait. University of California Press, 1961, 2003. کينډۍ:ISBN