Jump to content

ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۶]  ويکيډاټا کې (P512) ځانګړنې بدلې کړئ
ڈاکٹری مشیر کريسټيان هايګنز [۷]  ويکيډاټا کې (P184) ځانګړنې بدلې کړئ
استاد کريسټيان هايګنز   ويکيډاټا کې (P1066) ځانګړنې بدلې کړئ
نامتو زده کونکي یاکوب برنولي   ويکيډاټا کې (P802) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
مؤثر اپلاتون ،  بلیز پاسکال ،  ګيورډانو برونو ،  ټوماس آکوینس ،  توماس هابز ،  ارستو ،  کريسټيان هايګنز ،  ابن ميمون ،  كنفيوشيوس ،  فرانسیسکو سوارز ،  یاکوب برنولي ،  باروچ سپینوزا ،  رنه دیکارت ،  د هیپو آګوستین ،  انسلم ،  یان آموس کمېنسکي ،  پلوتين ،  هیپاتیا ،  ابن طفيل   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت سولپالنه   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوټفرېډ وېلهلم (فون) لایبنېتس (Gottfried Wilhelm (von) Leibniz)، چې د ۱۶۴۶م د جولای د لومړۍ او ۱۷۱۶م د نومبر تر ۱۴مې نېټې یې ژوند کړی، یو جرمنی عالم و چې یو ریاضي‌پوه، فیلسوف، ساینس‌پوه او ډیپلومات پاتې شوی دی. نوموړی هم د فلسفې په تاریخ کې او هم د ریاضیاتو په تاریخ کې یو مخکښ شخصیت بلل کېږي. هغه د فلسفې، الهیاتو، اخلاقو، سیاست، قانون، تاریخ او فیلولوژي یا تاریخي ژب‌پوهنې په اړه اثار لیکلي. لایبنېتس همدا راز د فزیک او ټیکنالوژۍ په برخه کې هم مهم کارونه کړي دي، او داسې مفکورې او تصورات یې پېش‌بیني او اټکل کړي، چې ډېر وروسته بیا د احتمالاتو په تیورۍ، بیولوژي، طب، جیولوجي، ارواپوهنې، ژبپوهنې، او کمپیوټر ساینس کې راڅرګند شول. هغه د کتابتون علم (library science) د ډګر په غوړېدنه کې هم ونډه لرلې: کله چې نوموړي د ولفینبوټل (Wolfenbüttel) کتابتون د څارونکي په توګه دنده ترسره کوله، د لیست جوړولو یا فهرست کولو (cataloging) یو داسې سیستم یې رامنځته کړ چې د اروپا د ډېری سترو کتابتونونو لپاره یې د لارښود په توګه کار کولی شو. د دغو موضوعاتو په دې پراخه لړۍ کې د لایبنېتس لیکنې په بېلابېلو علمي ژورنالونو یا مجلو، په لسګونه زره ليکونو، او په ناچاپ شويو نسخو کې خپرې شوې دي. نوموړي په څو ژبو کې لیکل کړي، عمدتا په لاتیني، فرانسوي او جرمني ژبو، مګر په انګلیسي، ایټالوي او هالنډي ژبو یې هم لیکل کړي دي.[۸][۹]

که څه هم ایله په ۲۰مه پېړۍ کې د لایبنېتس د تداوم قانون (law of continuity) او د تجانس د غیرجبري‌والي قانون (transcendental law of homogeneity) د غیر معیاري تحلیل د وسیلو په مرسته یوه ثابت ریاضیکي فورمول ته واوښت. نوموړی همدا راز د میخانیکي حساب ماشینونو په برخه کې هم مخکښ و. د پاسکال حساب ماشین ته د اتوماتیک ضرب او وېش په ورزیاتولو د کار ترڅنګ، هغه لومړنی کس و چې په ۱۶۸۵م کال کې یې د سنجاقي څرخ حساب ماشین (pinwheel calculator) تشریح کړ او د لایبنېتس څرخ یې اختراع کړ، چې په اریتمومیټر (arithmometer) حساب ماشین کې کارېږي، کوم چې لومړنی ګڼ-تولیدي میخانیکي حساب ماشین بلل کېږي. هغه د دوه‌ګونو اعدادو سیستم (binary number system) هم اصلاح کړ، چې تقریبا د ټولو ډیجیټل (بریښنايي، جامد حالت، جلا منطق) کمپیوټرونو بنسټ جوړوي او په ځانګړې توګه وون نیومن معماري (Von Neumann architecture) پکې راځي چې د معیاري ډیزاین الګو یا "د کمپیوټر معماري" ورته ویل کېږي او د ۲۰مې پیړۍ له دویمې نیمایي څخه تر ۲۱مې پېړۍ پورې تعقیب شوې ده. په دې توګه لایبنېتس د "کمپیوټر ساینس بنسټګر" بلل شوی دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د یوه فیلسوف په توګه، هغه د ۱۷مې پېړۍ د عقلیت یا عقل‌پالنې او ایډیالېزم یو له سترو استازو شمېرل کېږي. د یوه ریاضي‌پوه په توګه، د هغه لویه لاسته راوړنه د اسحاق نیوټن له هم‌دوره پرمختګونو څخه په خپلواکه توګه د ډیفرنشیل او انټګرال د محاسبو د اصلي نظرونو پراختیا وه. د ریاضي په اثارو کې په پرله پسې ډول د محاسبې د معمول بیان په توګه د لایبنېتس نښان اېښودنه (Leibniz's notation) خوښه شوې ده.

په فلسفه او الهیاتو کې بیا لایبنېتس د هغه د خوشبینۍ له کبله خورا مشهور دی، د بېلګې په توګه هغه دې پایلې ته رسېدلی چې زموږ نړۍ، په یوه مناسب مفهوم کې، ترټولو غوره ممکنه نړۍ ده چې خدای (ج) رامنځته کولی شوای، هغه نظر چې د نورو مفکرینو لخوا نیوکې پرې شوې دي، لکه والټیر یې چې په خپل کاندید (Candide) نومي طنزي اثر کې یادونه کړې. لایبنېتس د "رنه دیکارت" او "باروچ سپینوزا" ترڅنګ یو له دریو سترو لومړنیو عصري عقل‌پالو پوهانو څخه شمېرل کېږي. د هغه فلسفه د ښوونیزې فلسفې له عناصرو سره هم سر خوري، په ځانګړې توګه دا انګېرنه چې د لومړنیو اصولو یا پخوانیو تعریفونو له مخې د استدلال په وسیله د واقعیت په اړه څه نا څه بنسټیزه پوهه ترلاسه کېدای شي. هغه په خپلو اثارو کې د عصري منطق اټکل او وړاندوینه کړې وه او لا یې هم معاصره تحلیلي فلسفه تر اغېزې لاندې ده، د بېلګې په توګه د وجهي مفاهیمو (modal notions) د تعریفولو لپاره د "ممکنه نړۍ" د اصطلاح کارول.

ژوندلیک

[سمول]

د ژوند لومړي پړاوونه

[سمول]

ګوټفرېډ لایبنېتس د ۱۶۴۶م کال د جولای پر لومړۍ نېټه، د دېرش کلنې جګړې په وروستیو کې، د جرمني د ساکسوني ایالت په لایپزیګ ښار کې، د فریدریک لایبنېتس او کترینا شمک په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. فریدریک په خپله کورنۍ مجله کې لیکلي:

د یکشنبې په ورځ د ۱۶۴۶م کال د جون پر ۲۱مه (په نوي تاریخي سټایل د جولای لومړۍ) زما زوی ګوټفرېډ لایبنېتس د سلواغې (Aquarius) په میاشت کې د ماښام په پاو کم اوو بجو نړۍ ته سترګې وغړولې.

لایبنېتس ته د همدغه کال د جولای په ۳مه د لایپزیګ ښار په سینټ نیکولاس کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. د هغه نیکه د لوتراني الهیاتو پوه "مارتین ګییر" و. دی شپږ کلن و چې پلار یې مړ شو او له هغه وروسته لایبنېتس د خپلې مور له خوا لوی شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۶۶۱م کال په اپرېل کې د ۱۴ کلنۍ په عمر د خپل پلار په پخواني پوهنتون کې شامل شو، او د ۱۶۶۱م کال په ډسمبر کې یې په فلسفه کې د لیسانس سند بشپړ کړ. هغه د فردیت د اصل په اړه د مېتافزیکي شخړې اړوند خپل بحث دفاع کړ، چې د ۱۶۶۳م کال د جون په ۹مه یې د تفرد یا انفراديت اصل ته لاره هواره کړه. نوموړي د ۱۶۶۴م کال د فبرورۍ پر ۷مه په فلسفه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. هغه د ۱۶۶۴م کال په ډسمبر کې "د حق په اړه د فلسفي پوښتنو د ټولګې یوه هڅه" تر نوم لاندې خپل تیزېس دفاع او خپور کړ، چې پکې یې د فلسفې او قانون ترمنځ د نظري او تدریسي یا پیداګوژیکي اړیکو په اړه بحث کړی و. تر یو کال حقوقي زده کړو وروسته، هغه د ۱۶۶۵م کال د سپټمبر پر ۲۸مه د حقوقو په برخه کې هم د لیسانس سند ترلاسه کړ. په دې برخه کې د هغه د فراغت د رسالې عنوان (د شرایطو په اړه) و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

مړینه

[سمول]

لایبنېتس په ۱۷۱۶ کال کې په هانوفر ښار کې مړ شو. هغه مهال نوموړی دومره له پامه غورځېدلی و چې نه لومړي جورج (چې هغه مهال هانوفر ته نږدې و) او نه هم د هغه له شخصي سکرتر پرته کوم بل درباري د هغه په جنازه کې ګډون کړی و. که څه هم لایبنېتس د شاهي ټولنې او د برلین د علومو اکاډمۍ دایمي یا مادام العمر غړی و، خو بیا هم یوه دغه سازمان هم مناسبه ونه ګڼله چې د هغه د مړینې د درناوي نمانځنه وکړي. د هغه قبر هم له ۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره هېڅ کوم نښان نه درلود. که څه هم هغه په ​​پاریس کې د فرانسې د علومو له اکاډمۍ وړاندې چې هغه یې په ۱۷۰۰م کال کې د بهرني غړي په توګه ومانه، د فونټینیل (Fontenelle) لخوا ستایل شوی و. دغه ستاینلیک د دوچیس اورلینز په امر، چې د الیکټریس سوفیا خورځه وه، جوړ شوی و.

فیلسوف

[سمول]

د لایبنېتس فلسفي فکر وېشلی ښکاري، ځکه د هغه فلسفي لیکنې ډېری لنډې مقالې دي: د مجلو مقالې، هغه لاسلیکنې یا نسخې چې د هغه له مړینې وروسته خپرې شوې، او همدا راز ګڼو لیکوالانو ته د هغه لیکونه. هغه یوازې دوې د کتاب په اندازه فلسفي رسالې لیکلې دي، چې یوازې تیوډیسي (Théodicée) یې په ۱۷۱۰م کال کې د هغه په ​​​​ژوند کې خپره شوې وه.

لایبنېتس د یوه فیلسوف په توګه خپل پیل د مېتافزیک په اړه پر خپل بحث سره وکړ، کوم چې هغه په ​​​​۱۶۸۶م کال کې د نیکولاس مالیبرنچ او انټوین ارنولډ ترمنځ د روانې شخړې په اړه د یوې تبصرې په توګه ولیکه. دغه بحث له ارنولډ سره د پراخو او ارزښتناکو لیکنو لامل هم شو؛ خو همدا او هغه بحث تر ۱۹مې پېړۍ پورې خپور نه شو. په ۱۶۹۵م کال کې لایبنېتس په اروپايي فلسفه کې د "طبیعت نوی نظام او د موادو اړیکه" تر سرلیک لاندې د یوې مقالې په خپرولو سره برخه واخیسته. د ۱۶۹۵م او ۱۷۰۵ کلونو ترمنځ، هغه د انسان د پوهاوي یا درک په اړه خپله نوې مقاله ولیکله، چې د جان لاک د ۱۶۹۰م کال د انسان د پوهاوي په اړه د یوې مقالې اړوند اوږده تبصره وه، خو په ۱۷۰۴م کال کې د لاک له مړینې څخه له خبرېدو سره یې د هغې د خپرولو لیوالتیا هم له لاسه ورکړه، له دې امله دا مقالې تر ۱۷۶۵م کال پورې خپرې نه شوې. مونادولوژي (Monadologie) اثر یې چې په ۱۷۱۴م کال کې لیکل شوی او له مړینې وروسته یې خپور شوی، ۹۰ قصیدې لري.[۲۴][۲۵]

سرچینې

[سمول]
  1. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6js9vdv — subject named as: Gottfried Wilhelm Leibniz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12167 — subject named as: Gottfried Wilhelm Leibniz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : 118571249  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. پیوستون : 118571249  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. Mathematics Genealogy Project ID: https://mathgenealogy.org/id.php?id=60985
  7. Mathematics Genealogy Project ID: https://mathgenealogy.org/id.php?id=60985 — د نشر نېټه: ۲۷ اگسټ ۲۰۱۸
  8. Murray, Stuart A.P. (2009). The library : an illustrated history. New York, NY: Skyhorse Pub. ISBN 978-1-60239-706-4.
  9. Roughly 40%, 35% and 25%, respectively.www.gwlb.de Archived 2011-07-07 at the Wayback Machine.. Leibniz-Nachlass (i.e. Legacy of Leibniz), Gottfried Wilhelm Leibniz Bibliothek (one of the three Official Libraries of the German state Lower Saxony).
  10. Russell, Bertrand (15 April 2013). History of Western Philosophy: Collectors Edition (revised ed.). Routledge. p. 469. ISBN 978-1-135-69284-1. Extract of page 469.
  11. Handley, Lindsey D.; Foster, Stephen R. (2020). Don't Teach Coding: Until You Read This Book. John Wiley & Sons. p. 29. ISBN 9781119602620. Extract of page 29
  12. Apostol, Tom M. (1991). Calculus, Volume 1 (illustrated ed.). John Wiley & Sons. p. 172. ISBN 9780471000051. Extract of page 172
  13. Maor, Eli (2003). The Facts on File Calculus Handbook. The Facts on File Calculus Handbook. p. 58. ISBN 9781438109541. Extract of page 58
  14. David Smith, pp. 173–181 (1929)
  15. "2021: 375th birthday of Leibniz, father of computer science". people.idsia.ch.
  16. Kurt Müller, Gisela Krönert, Leben und Werk von Gottfried Wilhelm Leibniz: Eine Chronik. Frankfurt a.M., Klostermann 1969, p. 3.
  17. Mates, Benson (1989). The Philosophy of Leibniz: Metaphysics and Language. ISBN 978-0-19-505946-5.
  18. Mackie (1845), 21
  19. Mackie (1845), 22
  20. "Leibniz biography". www-history.mcs.st-andrews.ac.uk. نه اخيستل شوی 2018-05-08.
  21. Mackie (1845), 26
  22. Arthur 2014, p. x.
  23. Hubertus Busche, Leibniz' Weg ins perspektivische Universum: Eine Harmonie im Zeitalter der Berechnung, Meiner Verlag, 1997, p. 120.
  24. Ariew & Garber, 69; Loemker, §§36, 38
  25. Ariew & Garber, 138; Loemker, §47; Wiener, II.4