هیپاتیا
هیپاتیا، استرولابونه او هایدرو میترونه جوړ کړي، خو یو له دغو څخه یې خپله نه دی اختراع کړی، ځکه له دغو دواړو څخه د هغې له زیږون وړاندې ګټنه کېدله. نوموړې د عیسویانو پر وړاندې له زغم کار اخیست او د بطلیموس ښار د راتلونکی کشیش سینیسیوس په ګډون یې ګڼ شمېر عیسوي زده کوونکي روزلي. لرغونې منابع څرګندوي چې هیپاتیا په پام وړ توګه د مشرکینو او عیسویانو د علاقې وړ وه او د اسکندریې ښار په سیاسي مخکښانو یې پام وړ اغېز درلود. د عمر په وروستیو کې هیپاتیا اورستس ته چې د اسکندریې رومي واکمن و او د اسکندریې له کشیش سیریل سره یې سیاسي ستونزه لرله، مشوره ورکوله. له همدې امله داسې ګنګوسو شتون درلود چې هغه یې د ارستوس او سیریل ترمنځ له پخلاینې څخه په مخه نیولو تورنه کوله، همدا و چې د ۴۱۵ زکال په مارچ میاشت کې د یوې ډلې عیسویانو له خوا چې د پیټر په نامه کس یې مشري پر غاړه لرله ووژل شوه. [۶][۷] د هیپاتیا وژنې ټوله سترواکي ولړزوله او هغه یې «د فلسفې په شهیدې» واړوله، همدا و چې راتلونکو نوو افلاطونیانو لکه دماشیوس له عیسویت سره لا زیات مخالفت ته مخه کړه. د منځنیو پېړیو پر مهال هیپاتیا د مسیحي فضلیت د سمبول په توګه وټاکل شوه؛ څېړونکي په دې باور دي چې نوموړې د اسکندریې د سنټ کاترین افسانې تر ټولو مهمه برخه جوړوله. د روڼ آندۍ په دوره کې هغه له کاتولیکېزم سره د مخالفت په سمبول واوښته. په نوولسمه پېړۍ کې اروپایي ادبیاتو په ځانګړې توګه په ۱۸۵۳ زکال کې د چارلز کینګزلي له خوا د هیپاتیا تر نامه لاندې لیکل شوي ناول هغه «د وروستیو خیال پالونکو یونانیانو» په توګه توصیف کړه. په شلمه پېړۍ هیپاتیا د ښځو د حقونو او د فیمینېستي خوځښت مخکښه وبلل شوه. له شلمې پېړۍ را وروسته یو شمېر انګېرنې د هیپاتیا مړینه د اسکندریې د کتابتون له ویجاړۍ سره اړونده بولي، په داسې حال کې چې د تاریخي واقعیتونو له مخې د هغې د ژوندانه پر مهال دغه کتابتون شتون نه درلود. [۸] ژوند[سمول]لویوالی[سمول]هیپاتیا د اسکندریې د ریاضي پوه، تئون (زیږون: شاوخوا ۳۵۵ زکال – مړینه: شاوخوا ۴۰۵ زکال) لور وه. د کلاسیک تاریخ پوه اډوارډ جی واټس په خبره، تئون د «موسئون» په نامه مکتب مشر و چې د هلنیستي موسئون (موزیم) څخه یې نوم اخیستل شوی او په ۲۶۰ زکال کې نور په هغو کې غړیتوب پای ته رسېدلی و. د تئون مکتب ځانګړی، ډېر معتبر او له اعتقادي پلوه محافظه کاره و. تئون د ایامبلیخوس لارښوونې رد کړې او کېدای شي په خالص افلاطوني او نوي افلاطوني تدریس باندې یې ویاړ کاوه. په داسې حال کې چې نوموړی هغه مهال د یو مخکښ ریاضي پوه په توګه پېژندل کېده خو د تئون ریاضیکي چارې د معاصرو معیارونو له مخې اساسا «فرعي»، «بې اهمیته» او په «بشپړه توګه غیر اصلي» په پام کې نیول کېږي. د هغه اصلي لاسته راوړنه د اقلیدوس د عناصرو د نوې نسخې تولید و چې په هغو کې نوموړي ټولې هغه کتبي تېروتنې چې د ۷۰۰ کلونو راهیسې یې شتون درلود تصحیح کړې. د تئون له خوا د اقلیدوس د عناصرو تصحیح شوې بڼه د پېړیو په اوږدو کې په تر ټولو کارېدونکي درسي کتاب واوښته او نږدې په بشپړه توګه یې د پخوانیو نسخو ځای ونیو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸] د هیپاتیا د مور اړوند مالومات په هېڅ یوه شته منبع کې نه دي ذکر شوي. تئون د بطلیموس د المجستي په څلورم کتاب باندې خپله شرح د اپیفانیوس په نامه کس ته ډالۍ کړې او هغه ته یې د «خپل ګران زوی» خطاب کړی، چې ښيي کېدای شي د هیپاتیا ورور وي، خو تئون چې کومه یوناني کلمه (تکنون) هغه ته کارولې د بیولوژیکي معنا له مخې د «زوی» معنی نه ورکوي او تر ډېره پورې یوازې د پلارګلوۍ د قوي احساساتو د څرګندونې په موخه ترې ګټنه کېږي. د هیپاتیا د زیږون کره نېټه تر اوسه د بحث وړ موضوع ده او وړاندوینه کېږي چې د ۳۵۰ زکال او ۳۷۰ زکال ترمنځ زیږېدلې ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶] ډېری څېړونکي په دې اړوند د هوچه له اټکل څخه پیروي کوي چې پر باور یې هیپاتیا د ۳۷۰ زکال په شاوخوا کې زېږېدلې. نوي افلاطوني تاریخ پوه داماسکیوس (زوکړه: شاوخوا ۴۵۸ زکال – مړینه: شاوخوا ۵۳۸ زکال) د ایزیدور د ژوند تر نامه لاندې ورک شوي اثر کې د هیپاتیا توصیف کړی چې د دغه مورد اړوند د سودا په نامه د لسمې پېړۍ په بیزانسي پوهنغونډ کې یې یادونه شوې او څرګندوي چې هیپاتیا د ارکادیوس د سلطنت پر مهال وده کړې. هوچه استدلال کړی چې د هغې له ظاهري ښکلا څخه د داماسکیوس توصیف په دې معنی دی چی نوموړې دغه مهال شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود او ۳۷۰ زکال د ارکادیوس له سلطنت څخه ۳۰ کاله وړاندې و. مقابل اړخ د دې اړوند نظریات چې هغه د ۳۵۰ زکال په لومړیو کې زېږېدلې د وقایع لیکونکي جان ملالاس (زوکړه: شاوخوا ۴۹۱ زکال – مړینه: ۵۷۸ زکال) د عبارت پر بنسټ بولي چې هغه یې په ۴۱۵ زکال کې د مړینې پر مهال د عمر له مخې زړه بللې وه. رابرټ پنلا استدلال کوي چې دواړې دغه نظریې کمزورې دي او د هغې د زیږون نېټه ناڅرګنده پاتې ده. [۲۷][۲۸] مسلک[سمول]هیپاتیا یوه نوې افلاطوني وه، اما د خپل پلار په څېر یې د ایامبلیکوس لارښوونې رد کولې او پر ځای یې لومړنی نوی افلاطونیت مانه چې د فلوطین له خوا فرمول بندي شوی و. د اسکندریې مکتب دغه مهال د خپلې فلسفې له مخې شهرت درلود او اسکندریه له آتن وروسته د یوناني – رومي نړۍ د فلسفي پلازمینې په توګه دویم ځایګی درلود. هیپاتیا له ټولې مدیترانې څخه اړوندو زده کوونکو ته زده کړې ورکولې. د داماسکیوس په خبره هغې د افلاطون او ارسطو د لیکنو اړوند ویناوې کولې، نوموړې همدارنګه څرګنده کړې چې هغې به تل په اسکندریه کې د وینا کولو تریبیون/سټېج ته ورتله، د فیلسوفانو په څېر کالي به یې اغوستل او له چمتووالي پرته به یې عامه ویناوې کولې. [۱۶][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۲۱][۳۴][۳۵] د واټس په خبره د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې په اسکندریه کې دوه ډوله نوي افلاطوني نظریات تدریس کېدل. لومړی ډول یې مذهبي نوی افلاطونیت و چې په سراپئوم کې تدریس کېده او د ښکاره بت پرستۍ اړوند د ایامبلیکوس د لارښوونو تر اغېز لاندې و. دویم ډول یې هم معتدل او ډېر لږ بحث پارونکی و چې هیپاتیا او پلار یې، تئون ترې ملاتړ کاوه او د فلوطین د لارښوونو پر بنسټ و. په داسې حال کې چې هیپاتیا خپله بت پرسته وه، خو د عیسویانو پر وړاندې یې د زغم سپارښتنه کوله. په واقعیت کې د هغه مخکښ زده کوونکي ټول عیسویان و. د هغه یو له مخکښو زده کوونکو څخه د سیرین سینیسیوس و، چې بیا وروسته په ۴۱۰ زکال کې د بطلیموس ښار (اوس مهال په ختیځه لیبیا کې موقعیت لري) کشیش شو. له دې وروسته هم هغه له هیپاتیا سره د لیکونو تبادلې ته دوام ورکړ چې د هغه پاتې شوي لیکونه د نوموړې د مسلک اړوند د اطلاعاتو اصلي منبع جوړوي. [۲۱][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳] سرچينې[سمول] |
- ↑ کينډۍ:MacTutor
- ↑ Benedetto, Canio; Isola, Stefano; Russo, Lucio (2017-01-31). "Dating Hypatia's birth : a probabilistic model". Mathematics and Mechanics of Complex Systems 5 (1): 19–40. doi:10.2140/memocs.2017.5.19. ISSN 2325-3444. https://msp.org/memocs/2017/5-1/p02.xhtml.
- ↑ Krebs, Groundbreaking Scientific Experiments, Inventions, and Discoveries; The Cambridge Dictionary of Philosophy, 2nd edition, Cambridge University Press, 1999: "Greek Neoplatonist philosopher who lived and taught in Alexandria."
- ↑ کينډۍ:MacTutor
- ↑ Deakin 2012.
- ↑ Edward Jay Watts, (2006), City and School in Late Antique Athens and Alexandria. "Hypatia and pagan philosophical culture in the later fourth century", pp. 197–198. University of California Press
- ↑ Deakin 1994، ص. 147.
- ↑ Theodore 2016، صص. 182–183.
- ↑ Deakin, Michael (3 August 1997), Ockham's Razor: Hypatia of Alexandria, ABC Radio, د لاسرسينېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۴ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Watts 2008، صص. 191–192.
- ↑ Deakin 2007، ص. 107.
- ↑ Booth 2017، ص. 112.
- ↑ Bradley 2006، ص. 60.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، ص. 47.
- ↑ Cameron 2016، ص. 194.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Watts 2008، ص. 192.
- ↑ Watts 2008، ص. 150.
- ↑ Dzielska 1996، صص. 66–70.
- ↑ Booth 2017.
- ↑ Watts 2017، ص. 21.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Castner 2010، ص. 49.
- ↑ Deakin 2007، صص. 51–52.
- ↑ Dzielska 1996، ص. 68.
- ↑ Dzielska 1996، ص. 70.
- ↑ Deakin 2007، ص. 53.
- ↑ Deakin 2007، ص. 52.
- ↑ Hoche 1860، صص. 435–474.
- ↑ Penella 1984، صص. 126–128.
- ↑ Oakes 2007، ص. 364.
- ↑ Dzielska 1996، ص. 56.
- ↑ Socrates of Constantinople, Ecclesiastical History الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Suda online, Upsilon 166", www.stoa.org الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bregman 1982، ص. 55.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، صص. 49–50.
- ↑ Haas 1997، ص. 311.
- ↑ Watts 2017، صص. 67–70.
- ↑ Waithe 1987، ص. 173.
- ↑ Bregman 1982، صص. 38–39.
- ↑ Watts 2008، صص. 200–201.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، صص. 58–59.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، ص. 58.
- ↑ Curta او Holt 2017، ص. 283.
- ↑ Watts 2008، ص. 200.
- ليکنې په کومو کې چي د پخوانۍ يوناني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P18
- د خاصيت کارولو پاڼې P2096
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 415م وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P1066
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135