نوې اپلاتوني فلسفه
نوې اپلاتوني فلسفه (په انګلیسي: neoplatonism) داسې یوه فلسفي او دیني نظام ته ویل کېږي چې په ۲۴۵ز کال کې د فلوطین په هڅه پیل شو، چې د اپلاتون د فلسفې او الهیاتپوهنې درس ورکوي او تر د منځمهالو پېړیو (شاوخوا ۸۰ز تر ۲۴۵ز پورې) منځنۍ اپلاتونوالې پورې غځېږي. د «neoplatonism» یا «Neo-Platonism» انګلیسي ګړنه د اتلسمې او نولسمې پېړۍ آلماني پوهانو لهخوا رامنځ ته شوې ده (آلماني ګړنه په اتلسمې پېړۍ کې: «Neu-Platonische»؛ په نولسمې پېړۍ کې: «Neuplatoniker») چې غوښتل یې تاریخ د نوم لرونکو پېرونو لهلارې سره ترتیب کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] نوې اپلاتوني فلسفه شاوخوا ۲۴۵ز کې د مصري فیلسوف «فلوطین» لهخوا وروسته له هغو رامنځ شوه چې، نوموړی فیلسوف له سکندریې څخه روم ته لاړ، هلته یې یوه مدرسه پرانېسته او تر شاوخوا ۲۷۰ز کال پورې یې د اپلاتون د فلسفې تفسیر تدریس کړ. د لرغوني پېر نوې اپلاتوني فلسفه په ۵۲۹ز کې وروسته له هغو پای ته رسېږي چې د بیزانس ټولواکمن «لومړي ژوستینین» د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۷مه خپل ژوستینیني قوانین تصویب کړ او اجرا کوونکو، وروسته له هغو د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۱۶مه نېټه قانوني واک ترلاسه کوي، نوي قوانین اجرا کړل او په آتن کې یې د نوې اپلاتوني فلسفې وروستۍ مدرسه وتړله، چې هغه مهال د سوري فیلسوف «داماسکیوس» لهخوا اداره کېدله.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] تاریخ[سمول]نوې اپلاتوني فلسفې د اپلاتوني فلسفې، ارسطویي فلسفې او رواقیت په څېر، له پخوانیو فلسفي او دیني دودونه څخه یو لړ مفکورې ترکیب کړې او دغه ترکیب دی چې د د اپلاتوني او نوې اپلاتوني فلسفو ترمنځ ستر توپیر په ډاګه کوي. له هغه ځایه چې څېړونکي باور لري، چې نوې اپلاتوني فلسفه نېغ په نېغه د اپلاتوني فلسفې څخه زېږېدلې نهده، هغوی فرض کوي چې د منځنۍ اپلاتوني فلسفې (په آلماني: Vorneuplatonismus) په نامه یو لړ منځني پړاوونه شتون لري چې د اپلاتون اصول نویو اپلاتوني اصولو ته غځوي. منځنۍ اپلاتوني فلسفه هغه پېر دی چې مورخان یې د لومړیو اپلاتوني، ارسطویي او رواقیت دودونو ترکیب کېدلو پېر ګڼي. [۲۴][۲۵] «neoplatonism» یوه نومهالې ګړنه ده چې لهآره، د اتلسمې او نولسمې پېړیو کې په آلمان کې د ترسره شویو څېړنو او هغو هڅو په ترڅ کې رامنځته شوې ده چې غوښتل یې تاریخ د څرګندو پېرونو لهمخې ترتیب کړي. د یوویشتمي پېړۍ څېړنې په ډاګه کوي چې، پر نوې او منځني اپلاتوني فلسفو باندې د لرغونې اپلاتوني فلسفې د وېشلو مفهومي بنسټ د شپږ ټوکیز اثر پر مټ ټینګ شو چې هغه اثر «د فلسفې انتقادي تاریخ» (په لاتین: Historia critica philosophiae) دی چې د ۱۷۴۲ او ۱۷۶۷ز کلونو ترمنځ د اتلسمې پېړۍ آلماني مورخ «یوهان جاکوب بروکر» لهخوا خپور شو. له بده مرغه، په اتلسمې پېړۍ کې د «neoplatonism» د ګړنې کارونه ډېره کرکجنه وه.[۱۱][۲۶] د «neoplatonism» ګړنه، د یوې تاریخي مقولې په توګه، دوهګونې کارکړنه درلوده. نوې اپلاتوني فلسفه له یوې خوا، د فلوطین له عصر څخه راپهدې خوا د اپلاتوني اصولو پراختیا جلا کوي؛ له بلې خوا، د «نوی-neo» مختاړی بیانوي چې د فلوطین، پورفېري، یامبلیخوس او پروکلوس لهخوا د اپلاتوني فلسفې په تفسیرونو کې نوي څیزونه پراته دي. په رنسانس کې، اپلاتونوال «مارسیلیو فیچینو» فکر کاوه چې د اپلاتوني فلسفې نوی تفسیر، د اپلاتوني فلسفې یوه معتبره او دقیقه ښودنه ده. په ورته توګه، ځیني نومهال څېړونکي ادعا کوي چې فلوطین ښوونې له مخکېنیو اصولو څخه یوازې د یوشمېر حاشیوي توپیرونو په لړ کې جلا کېږي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰] د یوویشتمې پېړۍ څېړنیزه پوهه د نوې اپلاتوني فلسفې پیل څرګندوي، او دا هغه مهال دی چې فیلسوف فلوطین له سکندریې څخه روم ته لاړ او هلته یې په شاوخوا ۲۴۵ز کې یوه مدرسه پرانېسته. د یوویشتمې پېړۍ اېرلنډي پروفېسورې سارا کلیتنیک ویر، د یوه لیدلوري لهلارې ادعا کوي چې له فلوطین وروسته د نوې اپلاتوني فلسفې درې ستر پېرونه د نومېرلو وړ دي: د فلوطین شاګرد «پورفېري» د فعالیت پېر؛ په سوریه کې د یامبلیخوس د مدرسې د فعالیت پېر؛ او پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړې، چې په هغو کې اپلاتوني اکاډمۍ په آتن او سکندریه کې د سیریانوس، پروکلوس، داماسکیوس او اولمپیودوروس د هلوځلو په پایله کې وغوړېدې. [۳۱][۳۲] له لومړۍ څخه تر دوهیمې زېږدیزې پېړۍ پورې[سمول]د نوې اپلاتوني فلسفې مخکښان دا وو: د لومړۍ زېږدیزې پېړۍ یهودي-یوناني فیلسوف «سکندریهمېشتی فیلو»، چې کلیدي الهیاتي ښوونې یې د نوې اپلاتوني فلسفې اصول اټکلوي؛ د لومړۍ پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «پلوتارخوس»، چې له اپلاتون څخه یې الهام اخېستی، خو د رواقیت اصولو مخالف ؤ؛ د دوهیمې پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «اپامیایي نومنیوس»، چې پر نویو اپلاتوني فیلسوفانو «فلوطین، پورفېري او پروکلوس» باندې یې اغېزه درلوده او همدا راز د یو لړ سترو او نویو اپلاتوني اصولو په هکله غږېده.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] له درېیمې څخه تر څلورمې زېږدیزې پېړۍ پورې[سمول]په درېیمې او څلورمې زېږدیزې پېړۍ کې، په روم او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د درېیمې پېړۍ مصري فیلسوف «فلوطین»، چې د نوې اپلاتوني فلسفې بنسټګر دی؛ د درېیمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف «امونیوس ساکاس» چې په سکندریه کې د فلوطین استاد ؤ؛ د درېیمې پېړې اتروسکيالاصله رومي فیلسوف امېلیوس، چې کابو شل کاله یې له فلوطین سره یې یوځای زدهکړې کولې؛ د درېیمې پېړۍ صوري فیلسوف «پورفېري»، چې لومړي سر کې له د درېیمې پېړۍ له منځني اپلاتوني فیلسوف لونګینوس سره په آتن کې او بیا، له ۲۶۳ز کال وروسته له فلوطین سره په روم کې زدهکړې وکړې؛ د درېیمې پېړۍ سوري فیلسوف یامبلیخوس، چې له پورفېري سره یې په روم یا سیسیلیا کې زدهکړې وکړې؛ او د څلورمې پېړۍ رومي ټولواکمن «ژولیان»، چې یو فیلسوف ؤ او د فلوطین او یامبلیخوس د اصولو سادهشوې نسخې یې ولیکلې. [۲۲][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵] له څلورمې څخه تر پنځمې زېږدیزې پېړۍ پورې[سمول]په څلورمې او پنځمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې یوناني فیلسوف «آتني پلوتارخوس»، چې تر مړینې پورې (شاوخوا ۴۳۲ز) په آتن کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د پنځمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیریانوس»، چې تر ۴۳۷ز پورې، د آتني پلوتارخوس له مړینې وروسته، د پنځو کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر پاتې شو؛ او د پنځمې پېړۍ فیلسوف «پروکلوس»، چې تر ۴۸۵ز پورې، د سیریانوس له مړینې وروسته، د کابو ۵۰ کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ. په سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب یو ستر فیلسوف، د څلورمې پېړۍ وروستیو څخه د پنځمې پېړۍ تر لومړیو پورې مصري فیلسوف «هیپاتیا» ؤ، چې ریاضیات، ستورپوهنه او فلسفه یې تدریس کوله.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰] له پنځمې څخه تر شپږمې زېږدیزې پېړۍ پورې[سمول]په پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د پنځمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف «امونیوس»، چې د پروکلوس شاګرد او وروسته له هغه په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د شپږمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیسیلیایي سیمپلیکیوس»، چې د امونیوس شاګرد ؤ؛ د پنځمې پېړې له وروستیو څخه د شپږمې پېړۍ تر لومړیو پورې سوري فیلسوف «داماسکیوس»، چې تر ۵۲۹ز پورې، تر هغو پورې چې د لومړي ژوستینین لهخوا د تصویب شویو قوانینو لهلارې د نوې اپلاتوني فلسفې مدرسه وتړل شوه، د مدرسې مشر ؤ؛ او د شپږمې پېړۍ سکندریهمېشتی فیلسوف المپیودوروس، چې د امونیوس له مړینې وروسته، په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ، او د مدرسې له تړل کېدو وروسته یې هم تر ۵۶۵ز پورې نوموړې فلسفه تدریس کوله. [۵۱][۲۰][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵] سرچينې[سمول]
|
- ↑ "Definition of Neoplatonism". Lexico.com. Oxford University Press. د لاسرسينېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Remes, Pauliina; Slaveva-Griffin, Svetla, المحررون (2014). The Routledge Handbook of Neoplatonism (په انګرېزي ژبه کي). H. Tarrant, R. Sorabji, G. Reydams-Schils, F. Ferrari, J. D. Turner, V. Adluri, H. Baltussen, A. Smith, L. Brisson, M. Martijn, S. Ahbel-Rappe, J. Halfwassen, C. O’Brien, T. Arnold, T. Ratzsch, S. Slaveva-Griffin, R. Chiaradonna, J-M. Narbonne, R. M. Berg, L. P. Gerson, J. F. Finamore, F. M. Schroeder, G. Aubry, P. Lautner, A. Linguiti, J. Wilberding, K. Corrigan, S. Stern-Gillet, B. Collette-Dučić, P. Adamson, P. Remes, D. J. O’Meara, P. Vassilopoulou, D. Moran, D. Y. Dimitrov, S. Pessin. Oxford; New York: Routledge. د کتاب پاڼي i. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315744186. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Remes, Pauliina (2008). "Introduction". Neoplatonism (په انګرېزي ژبه کي). Stocksfield: Acumen Publishing Limited. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844651252. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Inge, William Ralph (1948a). The Philosophy of Plotinus. (په انګرېزي ژبه کي). 1. London; New York; Toronto: Longmans, Green and Co. د کتاب پاڼې 36. ark:/13960/t1qg41d4n. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Murray, James A. H.; Craigie, Sir William A.; Onions, C. T., المحررون (1908). A New English Dictionary (Oxford English Dictionary) (په انګرېزي ژبه کي). 6 part 2. Oxford: Clarendon Press at Oxford. د کتاب پاڼې 90. ark:/13960/t3125qj49. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Six Books of Proclus on the Theology of Plato (په انګرېزي ژبه کي). 1. تُرجم بواسطة Taylor, Thomas. London: A. J. Valpy. 1816. د کتاب پاڼي Cover page. ark:/13960/t8dg83t31. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Gerson, Lloyd P. (July 2005). "What is Platonism?". Journal of the History of Philosophy 43 (3): 254 (footnote 5). doi:10.1353/hph.2005.0136. https://muse.jhu.edu/article/184864/pdf.
- ↑ Whittaker, Thomas (1918). "Introduction". The Neo-Platonists (په انګرېزي ژبه کي). Cambridge: The University Press. د کتاب پاڼي xi. ark:/13960/t8bg3pj9v. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Nikulin, Dmitri (2019). Neoplatonism in Late Antiquity (په انګرېزي ژبه کي). United States of America: Oxford University Press. د کتاب پاڼي x. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190662363. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Dillon, John; Gerson, Lloyd P. (2004). Neoplatonic Philosophy (په انګرېزي ژبه کي). United States of America: Hackett Publishing Company, Inc. د کتاب پاڼي xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 0872207072. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Remes او Slaveva-Griffin 2014، ص. 3، Introduction.
- ↑ Remes 2008، ص. Cover page.
- ↑ Dodds 1928.
- ↑ Remes 2008، ص. 1، Introduction.
- ↑ Siorvanes, Lucas (2018). "Plotinus and Neoplatonism: The Creation of a New Synthesis". In Keyser, Paul T.; Scarborough, John (المحررون). Oxford Handbook of Science and Medicine in the Classical World. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 847–868. doi:10.1093/oxfordhb/9780199734146.013.78. LCCN 2017049555. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199734146. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Remes 2008، ص. 21، Introduction.
- ↑ Dodds 1923، ص. 7.
- ↑ Ahbel-Rappe 2010، ص. 424 (note 17)، Notes to Pages 4-7.
- ↑ Smith 1870a، ص. 667، Justinianus.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Remes 2008، ص. 30، Introduction.
- ↑ Lang، Macro او McGinnis 2001، ص. 4 (note 9).
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Remes 2008، ص. 19، Introduction.
- ↑ Dillon او Gerson 2004، ص. xiii، Introduction.
- ↑ Gersh, Stephen (1986). Middle Platonism and Neoplatonism the Latin Tradition. (په انګرېزي ژبه کي). I and II. Notre Dame, Indiana: University of Notre Dame Press. د کتاب پاڼي 29–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780268013639. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Gersh 1986، ص. 30، Introduction, Vol. 1.
- ↑ Catana, Leo (April 18, 2013). "The origin of the division between Middle Platonism and Neoplatonism". Apeiron: A Journal for Ancient Philosophy and Science: 2. doi:10.1515/apeiron-2012-0029. https://www.degruyter.com/document/doi/10.1515/apeiron-2012-0029/html.
- ↑ Dillon او Gerson 2004، صص. xiii-xiv، Introduction.
- ↑ Wildberg, Christian (2021), "Neoplatonism", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2021), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسينېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۱ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Allen, Michael J.B. (Summer 1977). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ficino's Lecture on the Good?"]. Renaissance Quarterly 30 (2): 160–171. doi:10.2307/2860654.
- ↑ Gersh 1986، ص. 5، Introduction, Vol. 1.
- ↑ Wear, Sarah Klitenic (16 October 2018) [26 August 2013]. "Neoplatonism". oxfordbibliographies.com. Oxford: Oxford University Press. doi:10.1093/obo/9780195389661-0201. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-538966-1. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مې ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Moore, Edward (n.d.). "Neoplatonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ d'Hoine او Martijn 2017، صص. 35, 36, 38, 39، Proclus in the Platonic Tradition by Tarrant.
- ↑ Whittaker 1918، ص. 33، Plotinus and his Nearest Predecessors.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، ص. 130.
- ↑ Goodman, Lenn E., المحرر (1992). Neoplatonism and Jewish Thought. (په انګرېزي ژبه کي). 7. New York: State University of New York Press, Albany. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 0791413403. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Sorabji, Richard (2005). The Philosophy of the Commentators, 200-600 AD (په انګرېزي ژبه کي). 1. Ithaca, New York: Cornell University Press. د کتاب پاڼې 419. د کتاب نړيواله کره شمېره 0801489873. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Elsee, Charles (1908). Neoplatonism in Relation to Christianity (په انګرېزي ژبه کي). London; Edinburgh; Leipzig; Berlin; New York; Bombay and Calcutta: Cambridge University Press Warehouse; A. Brockhaus; Asher and Co.; G. P. Putnam's Sons; Macmillan and Co., Ltd. د کتاب پاڼې 34. ark:/13960/t2x34rj11. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Remes او Slaveva-Griffin 2014، ص. 40، Middle Platonism and its relation to Stoicism and the Peripatetic tradition by Reydams-Schils & Ferrari.
- ↑ Elsee 1908، ص. 37، Earlier Systems of Greek Philosophy.
- ↑ Remes 2008، ص. 6.
- ↑ Remes 2008، ص. 22، Introduction.
- ↑ Elsee 1908، ص. 70-71، The History of Neoplatonism.
- ↑ Remes 2008، صص. 23-24، Introduction.
- ↑ Remes 2008، صص. 19-21، Introduction.
- ↑ Remes 2008، ص. 25، Introduction.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، ص. 19، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
- ↑ Remes 2008، ص. 27، Introduction.
- ↑ d'Hoine او Martijn 2017، ص. 10، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
- ↑ Remes 2008، ص. 26، Introduction.
- ↑ Olympiqdorus Commentary on Plato's Gorgias (په انګرېزي ژبه کي). تُرجم بواسطة Jackson, Robin; Lycos, Kimon; Tarrant, Harold. Boston; Koln: Brill. 1998. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004109722. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Remes 2008، ص. 28، Introduction.
- ↑ Ahbel-Rappe 2010، ص. 3، Introduction to the Life and Philosophy of Damascius.
- ↑ Remes او Slaveva-Griffin 2014، ص. 23، Platonist Curricula and their Influence by Tarrant.
- ↑ Remes 2008، ص. 31، Introduction.