رالف والډو ایمرسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
رالف والډو ایمرسن
(انګلیسي: Ralph Waldo Emerson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رالف والډو ایمرسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ مې ۱۸۰۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 27 اپرېل 1882 (79 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۱۲][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره ماساچوست  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
شاعر[۱۳]
ليکوال[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
پانګولي
ځانګړواله  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
اپلاتون
حافظ شېرازي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رالف والډو ایمرسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رالف والډو ایمرسن (۱۸۰۳ مې ۲۵مه – ۱۸۸۲ اپرېل ۲۷مه) (انګلیسي: Ralph Waldo Emerson)، چې پر خپل منځني نوم "والډو" مشهور دی، یو امریکایی لیکوال، د پوهنتون استاد، فیلسوف، د غلامۍ د سیستم لغوه کولو پلوی (abolitionist) او شاعر و، چې د ۱۹مې پېړۍ په منځ کې یې د ټرانسېنډېنټلېزم (transcendentalist) فلسفي غورځنګ رهبري کوله. هغه ته د انفرادیت یا فردپالنې (individualism) نظریې د اتل او د ټولنیزو فشارونو د یوه دوراندېش منتقد په سترګه کتل کېدل. د هغه افکار په متحده ایالاتو کې د لسګونو مقالو او تر ۱۵۰۰ زیاتو لیکچرونو له لارې خپاره شول.[۱۶]

ایمرسن په تدریجي توګه د خپلو هم‌دوره له مذهبي او ټولنیزو باورونو څخه لرې شو او په ۱۸۳۶م کال کې یې د "طبیعت" تر عنوان لاندې خپله مقاله کې د لوړتیاپالنې (transcendentalism) فلسفه جوړه او بیان کړه. وروسته یې بیا په ۱۸۳۷م کال کې د "امریکایي عالم" تر عنوان لاندې یوه وینا وکړه، چې اولیور وینډیل هولمز امریکایي عالم دا د امریکا "د فکري خپلواکۍ اعلامیه" وګڼله.[۱۷]

ایمرسن خپلې ډېری مهمې مقالې لومړی د لیکچرونو په توګه ولیکلې او بیا یې د چاپ لپاره تصحیح او چمتو کړې. د هغه د مقالو په لومړنیو دوو ټولګو، "مقالې: لومړۍ لړۍ" (۱۸۴۱) او "مقالې: دویمه لړۍ" (۱۸۴۴)، کې د هغه اصلي افکار بیان شوي دي. په دغو مقالو کې د "پر ځان باور"، "د روح لوړتابه"، "حلقې"، "شاعر"، او "تجربه" په څېر د هغه مشهورې مقالې شاملې دي. د "طبیعت" تر نوم لاندې مقالې او همدغو مقالو په ټوله کې د ۱۸۳۰مې لسیزې له نیمایي څخه د ۱۸۴۰مې لسیزې تر نیمایي پورې یوه لسیزه د ایمرسن په ترټولو ګټوره او ښېرازه دوره بدله کړه. ایمرسن د ګڼو موضوعاتو په اړه لیکل کړي، خو هېڅکله یې د ثابتو فلسفي اصولو ملاتړ نه دی کړی، بلکې ځانګړې نظریې یې مطرح کړې، د بېلګې په توګه ځانګړواله یا انفرادیت (individuality)، آزادي، د هر څه د درک کولو لپاره د انسان وړتیا او توانایي، او د روح او شاوخوا نړۍ ترمنځ اړیکه یې د یادولو وړ دي. د ایمرسن "طبیعت" د طبیعي‌والي په پرتله تر ډېره فلسفي وه: "له فلسفي نظره نړۍ له طبیعت او روح څخه جوړه ده." ایمرسن یو له هغو څو شخصیتونو څخه دی چې "له نړۍ څخه د خدای (ج) د جلا ګڼلو د نظریو په ردولو سره یې تر ډېره وحدت الوجودي (pantheist) او پانډیسټ (pandeist) چلند غوره کړ."[۱۸][۱۹][۲۰]

نوموړی د امریکا د رومانتيک غورځنګ یو له محوري څېرو بلل کېږي، او د هغه اثارو د هغه پر پیروانو مفکرینو، لیکوالانو او شاعرانو خورا زیات نفوذ او اغېز کړی. هغه لیکي: "زما په خپلو ټولو لیکچرونو کې ما د یوې عقیدې لارښوونه کړې، او هغه د ځانګړي سړي ابدیت دی." ایمرسن د هنري ډېوېډ تورو د یوه ښوونکي او ملګري په توګه، چې هغه هم یو ټرانسېنډېنټلیست و، هم پېژندل شوی.[۲۱][۲۲][۲۳]

د ژوند لومړني وختونه، کورنۍ او زده‌کړې[سمول]

ایمرسن د ماساچویسټ ایالت په بوسټن ښار کې د ۱۸۰۳م کال د مې پر ۲۵مه زیږېدلی. مور یې روت هسکنز (Ruth Haskins) نومېده او پلار یې ویلیم ایمرسن (Rev. William Emerson) و، چې یو یونیټرینسټ یا توحیدي مسیحي کشیش (Unitarian minister) و. د هغه لومړنی نوم (رالف) د نوموړي د ماما له نوم "رالف" څخه او منځنی نوم (والډو) یې د پلار د نیا له نامه "ربیکا والډو" څخه اخیستل شوی و. رالف والډو د دغې کورنۍ د هغو پنځو ماشومانو دویم هغه و، چې تر لویوالي پورې ژوندي پاتې شوي. د نورو نومونه یې ویلیام، اډوارډ، رابرټ بلکلي، او چارلس وو. درې نور ماشومان –فیبي، جان کلارک، او ماري کارولي – یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو. ایمرسن په بشپړ ډول په خټه انګرېز و او د هغه کورنۍ د استعماري دورې له پیله د امریکا د نیوانګلنډ ایالتونو په سیمه کې وه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ایمرسن پلار د هغه له اتمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د ۱۸۱۱م کال د مې پر ۱۲مه د معدې د سرطان له امله مړ شو او ایمرسن د خپلې مور او د کورنۍ د نورو مېرمنو په مرسته لوی شو. د هغه ترور ماري موډي ایمرسن په ځانګړې توګه پر هغه ژوره اغېزه لرله. هغې له خپلې کورنۍ سره په مقطعي توګه ژوند کاوه او په ۱۸۶۳م کال کې د هغې تر مړینې پورې یې له ایمرسن سره دوامداره اړیکه ساتله.[۲۸][۲۹][۳۰]

د ایمرسن رسمي زده‌کړې د هغه د نهه کلنۍ پر مهال په ۱۸۱۲م کال کې په بوسټن لاتین ښوونځي کې پیل شوې. د ۱۸۱۷م کال په اکتوبر کې، چې نوموړی ۱۴ کلن و، هاروارډ پوهنتون ته ورغی او هلته د پوهنتون د رئیس د لومړي کال پیغام رسوونکي محصل په توګه وټاکل شو، ترڅو متخلف محصلین په نښه او راولي او هم د پوهنځي د علمي پلاوي غړو ته پیغامونه واستوي. د پوهنتون د درېیم کال په منځ کې ایمرسن د هغو کتابونو نوملړ جوړ کړ، چې لوستي یې وو او د "پراخه نړۍ" تر نوم لاندې یوه ژورنال په بڼه یې د هغو لنډیزونه لیکل او خپرول. هغه د خپلو زده‌کړو د لګښتونو برابرولو لپاره بیرونۍ دندې واخیستې. په دغو دندو کې ګارسوني او د ماساچویست ایالت په والتم ښار کې له خپل تره سامویل او ترور سارا ریپلي سره د ښوونکي په توګه کار کول شامل وو. د پوهنتون پر څلورم کال ایمرسن پرېکړه وکړه چې خپل منځنی نوم والډو وټاکي. ایمرسن د ټولګي د شاعر په توګه ټاکل شوی و او له رواج سره سم یې د هاروارډ د ټولګي پر ورځ یو اصلي شعر وړاندې کړ او دا هغه وخت و چې نوموړی ۱۸ کلن و او د ۱۸۲۱م کال د اګست پر ۲۹مه د هغه د رسمي فراغت ورځې ته یوه میاشت پاتې وه. هغه مخکښ محصل هم نه و او د ۵۹ تنو لرونکي ټولګي په دقیقا وسطي مرتبه کې فارغ شو. د ۱۸۲۰مې لسیزې په لومړیو کې ایمرسن د ځوانو مېرمنو په ښوونځي کې (چې د هغه ورور ویلیم یې مدیر و) د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه بیا دوه کاله د ماساچوسټ ایالت د روکسبري په کانټربري برخه کې په یوه کوچني اطاق کې ژوند کاوه، چېرې چې هغه د طبیعت په اړه لیکل او مطالعه وکړه. دا سیمه اوس د بوسټن په فرانکلین پارک کې د هغه په ویاړ د "سکول ماسټر هیل" په نوم یادېږي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

وروستي کلونه او مړینه[سمول]

په ۱۸۶۷م کال کې د ایمرسن روغتیايي وضعیت په خرابېدو شو. هغه په خپلو ژورنالونو کې ډېر لږ لیکل کول. د ۱۸۷۱م کال د دوبي په پیل کې یا د ۱۸۷۲م کال په پسرلي کې، هغه د حافظې له ستونزې سره مخ شو او د ژبې غلطېدو (aphasia) له ستونزې کړېده. د دغې لسیزې په پای کې، هغه کله ناکله ان خپل نوم هم هېراوه او کله به چې چا ترې وپوښتل چې څنګه یې، هغه به ځواب ورکړ: "بیخي ښه یم؛ ما خپلې ذهني وړتیاوې له لاسه ورکړې دي، مګر نور په بشپړه توګه ښه یم".[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د ۱۸۸۲ کال د اپریل پر ۲۱مه ایمرسن په سینه بغل ناروغۍ اخته شو او شپږ ورځې وروسته مړ شو. ایمرسن د ماساچوسټ ایالت د کنکورډ ښارګوټي په سلیپي هولو هدیره کې ښخ شوی دی. نوموړی په تابوت کې په هغو سپینو جامو یا چپنه کې پوښل شوی کېښودل شو، چې د امریکایي مجسمه جوړوونکي ډانیل چیسټر فرېنچ له لوري ورکړل شوې وه.[۴۳]

میراث[سمول]

هارولډ بلوم په خپل کتاب "امریکايي دین" کې په مکرر ډول ایمرسن ته د "امریکایي دین د پیغمبر" په توګه اشاره کړې. نوموړی د کتاب په متن کې د امریکا بومي یا ځایي ادیانو یا مذاهبو لکه مورمونېزم او مسیحي علم ته اشاره کوي، چې تر ډېره د ایمرسن د ژوند پر مهال رامنځته شوي، خو همدارنګه د اصلي کرښې پروتستانت کلیساګانو ته هم اشارې لري، چې د بلوم په وینا په متحده ایالاتو کې د اروپایي هغو په پرتله خورا ګنوسیستي (gnostic) شوې دي. په ویسټرن کانون (The Western Canon) کې بلوم، ایمرسن له میشل ډي مونټاینګ (Michel de Montaigne) سره پرتله کوي: "د لوستلو یوازینۍ معادله تجربه چې زه پوهیږم دا ده چې د رالف والډو ایمرسن په کتابچو او ژورنالونو کې، د مونټاین امریکايي نسخه، په نه ختمېدونکې توګه بیا بیا ولوستل شي." د ایمرسن څو شعرونه د بلوم "د انګلیسي ژبې غوره شعرونه" اثر کې شامل شوي، که څه هم هغه لیکلي چې هېڅ یو شعر د ایمرسن د غوره مقالو په څېر غوره نه دی، چې بلوم د "پر ځان باور"، "حلقو"، "تجربې"، او "د ژوند نږدې ټول چلند" په توګه لیست کړې دي. د هغه په ​​​​باور د کرښو اوږدوالی، وزن او جملې یې په ساه سره ټاکل کېږي، د ایمرسن شعرونه د چارلس اولسن نظریې وړاندې کوي.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118530127  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d799gc — named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/320 — named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ named as: Ralph Waldo Emerson — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Emerson,_Ralph_Waldo — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: http://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?25216 — named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/emerson-ralph-waldo — named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023914.xml — named as: Ralph Waldo Emerson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=ralphwaldoemersonr — named as: Ralph Waldo Emerson
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2965 — named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19620 — named as: Ralph Waldo Emerson — سرليک: Proleksis enciklopedija
  12. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — named as: Ralph Waldo Emerson — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  13. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/ralph-waldo-emerson — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. کينډۍ:Britannica
  17. Richardson, p. 263.
  18. Emerson, Ralph Waldo (1841). "Self-Reliance". In Charles William Eliot (المحرر). Essays and English Traits. (په انګلیسي ژبه کي). Volume 5, with introduction and notes. (الطبعة 56th printing, 1965). New York: P.F.Collier & Son Corporation. د کتاب پاڼي 59–69. It is for want of self-culture that the idol of Travelling, the idol of Italy, of England, of Egypt, remains for all educated Americans. They who made England, Italy, or Greece venerable in the imagination, did so not by rambling round creation as a moth round a lamp, but by sticking fast where they were, like an axis of the earth. ... The soul is no traveller: the wise man stays at home with the soul, and when his necessities, his duties, on any occasion call him from his house, or into foreign lands, he is at home still and is not gadding abroad from himself. p. 78 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lewis, Jone Johnson. "Ralph Waldo Emerson – Essays". www.transcendentalists.com. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lachs, John; Talisse, Robert (2007). American Philosophy: An Encyclopedia. د کتاب پاڼې 310. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415939263. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gregory Garvey, T. (January 2001). The Emerson Dilemma. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780820322414. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Journal, April 7, 1840.
  23. "Emerson & Thoreau". Wisdomportal.com. June 6, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر February 3, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Richardson, p. 18.
  25. Baker, p. 3.
  26. Cooke, George Willis. Ralph Waldo Emerson. pp. 1, 2.
  27. Allen, p. 5.
  28. McAleer, p. 40.
  29. Richardson, pp. 22–23.
  30. Baker, p. 35.
  31. McAleer, p. 44.
  32. McAleer, p. 52.
  33. Richardson, p. 11.
  34. McAleer, p. 53.
  35. Richardson, p. 6.
  36. McAleer, p. 61.
  37. Buell, p. 13.
  38. https://www.franklinparkcoalition.org/wp-content/uploads/2018/01/Ralph-Waldo-Emerson-The-Schoolmaster-of-Franklin-Park.pdf
  39. Gougeon, p. 325.
  40. Baker, p. 502.
  41. Richardson, p. 569.
  42. McAleer, p. 629.
  43. Thayer, James Bradley (1884). A Western Journey with Mr. Emerson. Boston: Little, Brown, and Company. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Buell, p. 34.
  45. Bosco and Myerson. Emerson in His Own Time. p. 54
  46. Sullivan, p. 123.
  47. Baker, p. 201.