ځانگړواله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځانگړواله يا فردگرايي (انگريزي: individualism) دغه لغت د فرانسوي ژبې له Andivida څخه چې د فرد معنا لري، اخيستل شوى دى. په ډيرو اروپايي ژبو كې د فرد يا شخص په معنا استعماليږي. په سياسي او اجتماعي مباحثو كې انډيويډواليزم(فردي اصالت) معنا وركوي. ددې نظريې پلويان د جمعي اصالت په ځاى فردي اصالت ته ترجيح وركوي او وايي چې اول فرد او بيا جمع. په عمومي توگه انډيويډواليزم د شخصي گټو خوښونه او شخصيت طلبی ده مگر بر عکس دجمعی اصالت تیوری هغه تیوری ده چی دټولنی گتی پر شخصی گتو لوړی گڼی. انډيويډواليستان د فرد نيكمرغي د ټولنيز ژوند غايه گڼي او بنياد يې په دې ولاړ دى چې د فرد گټه لزوماً د ټولنې په گټه بدليږي. دغه نظريه د فردي ملكيت هر رنگه آزادي تائيدوي. په شخصي چارو كې د دولت مداخله ردوي. دغه مداخله په هغه صورت كې مني چې د فرد د ازادو عملياتو د تأمين له پاره وي. ددې نظريې پر بناء فرد په خپله غايه دى. بايد په ټولو اجتماعي او اقتصادي چارو كې ازاد پريښودل شي. زموږ ملي مترقي گوند فردي اصالت ردوي. جمعي اصالت غايه او هدف گڼي، په دې شرط چې فردي حقوق او آزادي هم په كې محفوظ وساتل شي.

ځانګړواله

ځانګړواله (ځانګړپالنه یا فردپالنه؛ په انګلیسي: Individualism) یو اخلاقي دریځ، سیاسي فلسفه، اېډیولوجي او ټولنیز الواک دی چې د وګړي پر ‌ذاتي ارزښت باندې ټینګار لري. ځانګړپال د یوه وګړي د موخو او غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او پر ځان ډاډمنتیا او خپلواکۍ ورته ارزښت لري؛ د هغو د دریځ پر بنسټ، د وګړي ګټې باید د دولت یا یوې ټولنیزې ډلې پر ګټو لومړۍ وګڼل شي او همدا راز، د دولت په څېر ټولنو او بنسټونو له‌لورې د وګړي ګټو په اړه د بهرنۍ مداخلې پر خلاف دي. ځانګړواله ډېري وخت د زورواکۍ (یا بشپړتیاپالنې)، ډله‌ییزوالې او ډېري مشارکتي ټولنیزو بڼو سره په توپير کې تعریفېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

ځانګړواله کې ټول پام پر وګړي باندې راغونډېږي او له دغه اصل څخه پیلېږي چې، «د خلاصون او ازادۍ لپاره په مبارزه کې، یو ځانګړی وګړی تر ټولو لومړی او ستر اهمیت لري». انارشیزم، وجودپالنه، ازادي‌پالنه (لېبرالیزم) او د ازادي‌پالنې پلویتوب د هغو غورځنګونو بېلګې دي چې یو ځانګړی وګړی د شننې او ارزونې مرکزي واحد ګڼي. ځانګړواله «د یوه وګړي د ازادۍ او د ځاني وړتیاوو د بشپړې ودې ورکولو پر حقوقو» باندې دلالت کوي.[۶][۷]

ځانګړواله، «د یوه وګړي ځانګړنې؛ ځانګړي طبیعي جوړښت» درلودلو ته اړوند «د یوه وګړي په توګه د پاتې کېدلو څرنګوالي؛ ځانګړتوب» ته هم ویل کېږي. ځانګړواله له هنري او بوهمي ګټو او ژواکونو سره تړاو لري، چې په هغو کې، د بشرپال فلسفي دریځونو او اخلاقو په څېر د دود دستور او د خلکو عمومي اندونو ته د پام‌اړونې پر خلاف، ډېره لېوالتیا ځان‌جوړونې او ځان‌ازمایښت ته اړول کېږي.[۸][۹][۱۰]

آرپوهنه

«individualism» ګړنه په انګلیسي کې لومړی ځل د اووېن‌پال تخیلي سوسیالیستانو له‌خوا، د یوې سپکې ګړنې په توګه د ۱۸۳۰ ز لسیزې په وروستیو کې وکارول شوه؛ که څه هم څرګنده نه‌ده چې د سېنت-سیمون‌پالنې له‌لارې دغې ګړنې ته رسېدلي وو او که په خپله یې رامنځ‌ته کړې وه. د دغې ګړنې یوه لا څرګنده کارونه په بریتانیا کې د یوه زرګون‌پال او مسیحي اسراییلي «جېمز اېلیشما سمېت» په لیکنو کې کارول شوې ده. سره له‌دې چې هغه د رابرټ اووېن لاروی ؤ، خو په پای کې یې د شتمنیو ډله‌ییزه مفکوره رد کړه او په ځانګړواله کې یې داسې یوه «نړۍشموله عام‌پالنه» ومونده چې د «اصلي نبوغ» د پرمختیا لپاره یې زمینه برابروله. پرته له ځانګړوالې، سمېت استدلال وکړ چې وګړي د شتمنیو په راټولو سره خوشحالي ترلاسه کړي. د وحدت‌پالنې یو بل مُبلغ او (ګواکې) د سمېت اشنا «ویلیام مککال» ( سره له‌دې چې د جان ستیوارت مېل، ټوماس کارلایل او آلماني رومانتسیزم تر اغېزې لاندې راغلی ؤ)، د خپل کتاب «د ځانګړوالې اساسات» (۱۸۴۷ ز) په ترڅ کې ورته څرګندو پایلو ته ورسېده.[۱۱][۱۲]

فرد (وګړی)

فرد په یوې ټولګه کې یو شخص یا ځانګړی څيز ته ویل کېږي. په ۱۵مې پېړۍ کې او مخکې تر هغو، او همدا راز نن په احصائیه او مېتافزیک کې، فرد د یوه «وېش نه‌منونکي» څیز معنی ورکوي، چې په ټولیزه توګه له عددي پلوه یو مفرد څیز بیانوي، خو ځیني وخت، د «ځانګړو نومونو د مسألې په څېر»، د یوه «شخص» په معنی دی. له ۱۷مې پېړۍ راهیسې، «فرد» جلاوالی (ځانته‌والی/بېلوالی) ښیي، لکه په ځانګړواله کې. فردیت، په ځانګړواله کیفیت یا حالت کې د پروت وګړي شتون بیانوي؛ داسې یو وګړی چې ځان‌ته بېلې اړتیاوې، موخې او غوښتنې لري او د هغو پر بنسټ، له نورو وګړو سره د پرتله کېدلو پر مهال، له هر چا څخه جلا ګڼل کېږي او ځانتنی شخصیت لري.[۱۳][۱۴]

د ځانګړوالي اصل

د ځانګړوالي یا جلاوالي اصل (principium individuationis) داسې یوه چلندلاره بیانوي چې د هغې له‌مخې، یو څیز له نورو څیزونو څخه په توپیر کې پېژندل کېږي. د کارل یونګ په اند، فردیت د بدلون یا اوښتون بهیر دی، چې په هغه کې شخصي او ټولنیز غیرارادي شعور (د خوب لېدلو، تخیل یا ازاد بلون له‌لارې) ارادي شعور ته لېږدول کېږي تر څو په ټول شخصیت کې مدغم کړل شي. دا د سا (اروا) د مدغم کولو لپاره، په بشپړه توګه یو طبیعي اړین بهیر دی. یونګ، فردیت د انسان د ودې او تکامل مرکزي او ستر بهیر وګڼه. ګېلبرت سیموندون په خپل کتاب «رواني او جمعي فردیت» کې د فردي او جمعي فردیت په اړه یوه تیوري وپنځوله، چې په ترڅ کې یې «فرد» د فردیت بهیر پایله ګڼل کېږي، نه لامل. نو، د فرد اټوم د فردیت د یوه بې‌پایه خلقت‌پوهنیز بهیر پر مټ ځای په ځای کېږي. فردیت تل یو نابشپړه بهیر دی او تل یو «مخکېنی فرد» په نیمه‌لار پرېږدي او په‌خپله د راتلونکو فردیتونو جوړېدلو ته لار اواروي. د برنارد ستیګلر فلسفه، د فردیت په هکله د ګیلبرت سیموندون او همد راز د فرېدریک نېتشي او سیګموند فروید له مفکورو څخه ګټه اخلي او هغه اصلاح کوي. د ستیګلر په اند، «د یوه روحي وګړي په توګه، د ‹زه› په هکله فکر کول یوازې له ‹موږ› سره (چې یو ټولیز فرد ښکار کوي) په اړیکه کې شوني دي. ‹زه› د یوه ټولیز دود په خپلولو کې بڼه نیسي، دغه ‹زه› له نوموړي دود څخه د میراث په توګه پاتې دی او په هغو کې د ‹زه›ګانو یوه ټولګه، د یو بل شتون مني».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ځانګړواله او ټولنه

د ځانګړوالې له‌مخې، هغه وګړی چې په ټولنه کې ګډون لري، پرته له دې چې د یوه ټولنیز جوړښت د لېوالتیا یوه فرض شوې لار تعقیب کړي، هڅه کوي ترڅو د خپل شخصیت پر بنسټ خپلو لېوالتیاوو باندې پوه شي او هغه ومومي (یو ځانګړوال باید ځانمن نه‌وي). ځانګړوال اړ نه‌دی ترڅو یوه ځانګړې او ټاکلې فلسفه تعقیب کړي. کېدای شي د خپلو شخصي غوښتنو او لېوالتیاوو پر بنسټ او د خپلو اړتیاوو سره سم، ګڼ‌شمېر فلسفې سره یوځای کړی او. د یوې ټولنې په کچه، ځانګړوال د سیاسي او اخلاقي ډګر په یوه شخصي جوړښت کې ونډه اخلي. خپلواک تفکر او اند د یوه ځانګړوال اړینه ځانګړنه ده. ژان ژاک روسو ادعا کوي چې په «ټولنیز تړون» کتاب کې عمومي هوډ د یوه وګړي د غوښتنو او ارادو ساده ټولګه نه‌ده او د وګړي لېوالتیاوې پر مخ وړي (کېدای شي د قانون محدودیت په‌خپله، د یوه وګړي لپاره ګټور تمام شي، ځکه چې د روسو په اند، قانون ته غاړه کېښودل د جهل او تسلیم یوه بڼه ده چې یو کس یې د عقل پر غورې خپلواکۍ باندې لومړی ګڼي). [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سیالي ځانګړواله

د آکسفورډ قاموس له‌مخې، په یوې ټولنه کې «سیالي ځانګړواله، هغه لیدلوری دی چې بریالیتوب او نابریالیتوب دې د وړتیا له‌مخې وټاکل شي». هلې‌ځلې او وړتیا د بریا اړین شرط په توګه پېژندل کېږي. سیالۍ، د کوچنیو ډالیو او محدود امتیازاتو په وېشلو کې د منلو وړ یوې وسیلې په توګه انګېرل کېږي.

مېتودولوجیکي ځانګړواله

مېتودولوجیکي ځانګړواله هغه لیدلوری دی چې ښکارندې یوازې د ځانګړو وګړو د هڅېدنو او کړنو د پایلې څرنګوالي په ازمایلو سره د نومېرلو وړ دي. په اقتصاد کې، د وګړو چلند د داسې منطقي غوراینو له‌مخې بیانېږي چې په بیو او عایداتو کې محدودې شوې دي. یو اقتصادپوه د وګړو لومړیتوبونو ته د یوه پېژندل شوي واقعیت په سترګه ګوري. بېکر او ستیګلر د دغه لیدلوري په هکله یوه غښتلې څرګندنه وړاندې کوي:[۲۹]

د دودیز لیدلوري له پلوه، د داسې اقتصادي ښکارندې بیان چې پایله یې د وګړو یا مهالونو ترمنځ د سلیقو توپیر ته رسي، د استدلال پای دی: په دغه پړاو کې مسأله داسې یو چا ته وړاندې کېږي چې د سلیقو په مطالعه او شننه بوخت وي (ساپوهان؟ وګړپوهان؟ د انسان د دماغي پیاوړتیا لپاره کپړۍپوهان؟ ټولنیزه بیولوجي‌پوهان؟). زموږ د خوښې وړ تفسیر پر بنسټ، هېڅ‌کله هم دغې معضلې ته نه‌رسېږو: اقتصادپوه، د چلند هر ډول توپیر یا بدلون د بیانولو په موخه، د بیو یا قیمتونو توپیرونو لټون ته دوام ورکوي.[۳۰]

پیژندنه

دغه فلسفه چې هر وگړى په ځانځانۍ سره د ټولو شیانو محور او مركز گڼي، او د نورو سره د ټكر او تصادم پر مهال هم فردي مصلحت او گټه معیار بولي، د سیكولريزم او عقل پالنې طبیعي پايله وه، چې په ټوله كې د اوسنۍ لويديځې نړۍ ټول نظامونه پرهمدې بنسټ ولاړ دي، كوم چې د لیبرالیزم (فردي آزادۍ) د فلسفې ترنامه لاندې رانغښتي دي. ښځینه پلوه خوځښت هم چې كله د ښځې د حقوقو 9خبره كوي، موخه يې د ښځې همدا ډول آزادي ده چې د هر ډ ول كورنیو ، خاوند او نورو ټولنیزو قید او بند څخه خلالصه وي، او په يوازې ځان د خپل ځان په اړه فكر او پريكړه وكړي.

سرچینې

  • د محمد نعيم جليلي لیکنه
  • انگریزی ویکی
  1. "individualism | Definition, History, Philosophy, Examples, & Facts | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ellen Meiksins Wood. Mind and Politics: An Approach to the Meaning of Liberal and Socialist Individualism. University of California Press. 1972. کينډۍ:ISBN. p. 6
  3. ""individualism" on The Free Dictionary". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Biddle, Craig (20 February 2012). "Individualism vs. Collectivism: Our Future, Our Choice". The Objective Standard 7 (1). https://www.theobjectivestandard.com/issues/2012-spring/individualism-collectivism/. 
  5. Hayek, F.A. (1994). The Road to Serfdom. United States of America: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 17, 37–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-32061-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. L. Susan Brown. The Politics of Individualism: Liberalism, Liberal Feminism, and Anarchism. Black Rose Books Ltd. 1993
  7. Ellen Meiksins Wood. Mind and Politics: An Approach to the Meaning of Liberal and Socialist Individualism. University of California Press. 1972. کينډۍ:ISBN pp. 6–7
  8. Snyderman, George S.; Josephs, William (1939). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bohemia: The Underworld of Art"]. Social Forces 18 (2): 187–199. doi:10.2307/2570771. ISSN 0037-7732. 
  9. "The leading intellectual trait of the era was the recovery, to a certain degree, of the secular and humane philosophy of Greece and Rome. Another humanist trend which cannot be ignored was the rebirth of individualism, which, developed by Greece and Rome to a remarkable degree, had been suppressed by the rise of a caste system in the later Roman Empire, by the Church and by feudalism in the Middle Ages."The history guide: Lectures on Modern European Intellectual History"
  10. "Anthropocentricity and individualism...Humanism and Italian art were similar in giving paramount attention to human experience, both in its everyday immediacy and in its positive or negative extremes...The human-centredness of Renaissance art, moreover, was not just a generalized endorsement of earthly experience. Like the humanists, Italian artists stressed the autonomy and dignity of the individual.""Humanism" on Encyclopædia Britannica
  11. Claeys, Gregory (1986). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""Individualism," "Socialism," and "Social Science": Further Notes on a Process of Conceptual Formation, 1800–1850"]. Journal of the History of Ideas (University of Pennsylvania Press) 47 (1): 81–93. doi:10.2307/2709596. 
  12. Swart, Koenraad W. (1962). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""Individualism" in the Mid-Nineteenth Century (1826–1860)"]. Journal of the History of Ideas (University of Pennsylvania Press) 23 (1): 77–90. doi:10.2307/2708058. 
  13. Abbs 1986, cited in Klein 2005, pp. 26–27
  14. Gerald N. Izenberg (3 June 1992). Impossible Individuality: Romanticism, Revolution, and the Origins of Modern Selfhood, 1787-1802. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 18+. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4008-2066-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Reese, William L. (1980). Dictionary of Philosophy and Religion (الطبعة 1st). Atlantic Highlands, New Jersey: Humanities Press. د کتاب پاڼې 251. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-391-00688-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Audi, Robert, المحرر (1999). The Cambridge Dictionary of Philosophy (الطبعة 2nd). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 424. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-63136-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jung, C. G. (1962). Symbols of Transformation: An analysis of the prelude to a case of schizophrenia (Vol. 2, R. F. C. Hull, Trans.). New York: Harper & Brothers.
  18. Jung's Individuation process Archived 2018-02-23 at the Wayback Machine. Retrieved on 2009-2-20
  19. Gilbert Simondon. L'individuation psychique et collective (Paris, Aubier, 1989; reprinted in 2007 with a preface by Bernard Stiegler)
  20. Stiegler, Bernard (13 May 2004). "Bernard Stiegler: Culture and Technology". Tate Modern. Archived 15 October 2015 at the Wayback Machine.. Retrieved 26 September 2020.
  21. Minkov, Michael; Dutt, Pinaki; Schachner, Michael; Morales, Oswaldo; Sanchez, Carlos; Jandosova, Janar; Khassenbekov, Yerlan; Mudd, Ben (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A revision of Hofstede's individualism-collectivism dimension"]. Cross Cultural & Strategic Management 24 (3): 3. doi:10.1108/ccsm-11-2016-0197. ISSN 2059-5794. 
  22. Takano, Yohtaro; Osaka, Eiko (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "An unsupported common view: Comparing Japan and the U.S. on individualism/collectivism"]. Asian Journal of Social Psychology 2 (3): 311–341. doi:10.1111/1467-839x.00043. ISSN 1367-2223. 
  23. Takano, Yohtaro; Sogon, Shunya (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Are Japanese More Collectivistic Than Americans?"]. Journal of Cross-Cultural Psychology 39 (3): 237–250. doi:10.1177/0022022107313902. ISSN 0022-0221. 
  24. Takano, Yohtaro; Osaka, Eiko (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Comparing Japan and the United States on individualism/collectivism: A follow-up review"]. Asian Journal of Social Psychology 21 (4): 301–316. doi:10.1111/ajsp.12322. ISSN 1367-2223. 
  25. Minkov, Michael; Dutt, Pinaki; Schachner, Michael; Morales, Oswaldo; Sanchez, Carlos; Jandosova, Janar; Khassenbekov, Yerlan; Mudd, Ben (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A revision of Hofstede's individualism-collectivism dimension"]. Cross Cultural & Strategic Management 24 (3): 29. doi:10.1108/ccsm-11-2016-0197. ISSN 2059-5794. 
  26. Welzel, Christian (2013). "Chapter 2. Mapping Differences". Freedom Rising. New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 87. doi:10.1017/cbo9781139540919. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-54091-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Beugelsdijk, Sjoerd; Welzel, Chris (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Dimensions and Dynamics of National Culture: Synthesizing Hofstede With Inglehart"]. Journal of Cross-Cultural Psychology 49 (10): 1485. doi:10.1177/0022022118798505. ISSN 0022-0221. PMID 30369633. 
  28. Inglehart, Ronald F. (2018). "Chapter 3. Global Cultural Patterns". Cultural Evolution. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 40. doi:10.1017/9781108613880. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-61388-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Heath, Joseph (1 January 2015). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Stigler, George; Gary Becker (Mar 1977). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "De gustibus non est disputandum"]. American Economic Review 67 (2): 76.