امانوئل سویډنبرګ (په پیل کې یې نوم امانوئل سویډبرګ و؛ زوکړه: د ۱۶۸۸ زکال د فبروري ۸ مه – مړینه: د ۱۷۷۲ زکال د مارچ ۲۹مه) سویډني کثرت پالونکی عیسوي الهیات پوه، ساینس پوه، فیلسوف او روحاني و. نوموړي له مړینې وروسته د ژوند (afterlife) او د جنت او دوزخ (Heaven and Hell) اړوند خپلو کتاب (۱۷۵۸ زکال) له امله شهرت وموند.
[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
سویډنبرګ د مخترع او ساینس پوه په توګه حرفوي ژوند ته مخه کړه. په ۱۷۴۱ زکال کې هغه مهال چې ۵۳ کلن و روحانیت ته یې مخه کړه او په دې سره یې خیالونه او اروايي موارد په ځانګړې توګه د ۱۷۴۴ زکال د اپرېل په ۶مه د ایستر د رخصتۍ پر مهال تجربه کړل. د «معنوي بیدارۍ» په برخه کې د هغه تجارب اوج ته اورسېدل او پر باور یې داسې مکاشفې ته لاسرسی وموند چې ګویا حضرت عیسی(ع) هغه د آسماني دوکتورینو د لیکنې په موخه ټاکلی. د آسماني دوکتورینو په نامه د هغه د اثر پر بنسټ، خدای د سویډنبرګ روحاني سترګې پرانیستې وې او له هغو وروسته یې کولای شول له کومې ستونزې پرته جنت او دوزخ وویني له ملایکو، شیطانانو او ارواه ګانو سره خبرې وکړي چې پر باور یې د حساب او کتاب ورځ په ۱۷۵۷ زکال کې په ۱۷۵۸ زکال کې د هغه د اثرDe Nova Hierosolyma et ejus doctrina coelesti (په پښتو: د نوي اورشلیم اړوند او د هغو نوي آسماني دوکتورین) له خپرېدو یو کال وړاندې تېره شوې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
سویډنبرګ د خپل ژوند په وروستیو ۲۸ کلونو کې ۱۸ الهیاتي اثار خپاره کړل – همدارنګه یې ګڼ شمېر نور اثار له خپرېدو پاتې شول. هغه د واقعي عیسویت په نامه خپل اثر کې چې خپله یې خپور کړ ځان یې د «عیسی مسیح خادم» بللی و. د آسماني دوکتورینو په نامه د هغه د اثر یو شمېر پلویان په دې باور دي چې د نوموړي الهیاتي آثار چې خپله یې خپاره کړي په بشپړه توګه د الهي الهام پر بنسټ دي. یو شمېر نور بیا د سویډنبرګ ټول آثار د الهام پر بنسټ بولي. د نیوچرچ په نامه مذهبي ډله چې همدارنګه د سویډنبرګنېزم په نوم هم پېژندل کېږي هغه نوی مذهبي خوځښت و چې په اصل کې یې بنسټ د ۱۷۸۷ زکال پر مهال اېښودل شوی و او له هغو اړوندو تاریخي عیسوي ډلو څخه جوړ و چې د سویډنبرګ لیکنو ته د وحی په توګه درناوی کوي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
لومړنی ژوند[سمول]
د سویډنبرګ پلار، جسپر سویډبرګ (۱۶۵۳- ۱۷۳۵ زکال) د کانونو له استخراج کوونکو شتمنې کورنۍ څخه و، د پلار له اړخه په اجدادو کې یې لومړنی پېژندل شوی کس له سنډبورن سیمې څخه اوت پرسون و چې ۱۵۷۱ زکال ته اړوند بلل کېږي. پلار یې له هېواده بهر سفر وکړ او الهیات یې ولوستل، له زده کړو وروسته هغه بېرته خپلې هېواد ته راوګرځېد؛ نوموړي ترې دې کچې ځان رسولی و چې په سټکهلم کې یې د خپل تبلیغ پر مټ د سویډن پاچا یوولسم چارلز تر اغېز لاندې راوست. د پاچا له نفوذ څخه په ګټنې هغه د اوپسالا په پوهنتون کې د الهیاتو ښوونکی او د سکارا کشیش شو. [۳۲][۳۳][۳۴]
جسپر د لوترېزم سره د مخالفت لرونکي دین پالونکي خوځښت له عقایدو سره لیوالتیا څرګنده کړه چې د مطلق باور (سولا فیدي) پر ځای یې له خدای سره د اړیکې پر فضایلو تکیه لرله. سولا فیدي د لوتري کلیسا اصول و او جسپر هم په بدعت کولو تورن و. په داسې حال کې چې دغه عقاید بحث پارونکي و، خو د هغه د زوی امانوئل پر معنیویت باندې یې زیات اغېز درلود. جسپر همدارنګه باوري و چې ملایکې او ارواګانې د هر انسان په ورځني ژوند کې شتون لري او دغه باور هم په پیاوړې توګه په امانوئل اغېز درلود.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
له ۱۷۰۳ زکال څخه تر ۱۷۰۹ زکال پورې هغه مهال چې امانوئل ۱۵- ۲۱ کلن و د ځوان اریک بنزلیوس په کور کې اوسېد. نوموړي د خپل پوهنتون دوره په اوپسالا کې د ۱۷۰۹ زکال پر مهال پای ته ورسوله او په ۱۷۱۰ زکال کې یې لندن ته د تلو په موخه خپل اوږد سفر د هالنډ، فرانسې او جرمني له لارې ترسره کړ او څلور کاله هلته پاتې شو. دغه ځای د نوموړي د علمي نظریاتو او کشفیاتو د ودې مرکز و. نوموړي دلته فزیک، میخانیک او فلسفه ولوستل، اشعار یې وویل او وه یې لیکل. د سویډني منتقد اولوف لاګرکرانتز د کتاب د مخکتنې پر بنسټ سویډنبرګ خپل با اخلاقه اوښي بنزلیوس ته لیکلي و چې باوری دی کېدای شي د هغه برخلیک د یو لوی عالم په توګه وي. [۳۹][۴۰]
علمي دوره[سمول]
سویډنبرګ په ۱۷۱۵ زکال کې د ۲۷ کلونو په عمر سویډن ته راوګرځېد او د راتلونکو دوه لسیزو لپاره یې ځان د طبیعي علومو او انجینرۍ په برخه کې پروژو ته وقف کړ. د هغه لومړنی ګام په ۱۷۱۶ زکال کې د سویډن له پاچا دوولسم چارلز سره په لوند ښار کې لیدنه وه. سویډني مخترع کریسټوفر پولهم چې د سویډنبرګ په نږدې ملګري وواښت هم په دغه لیدنه کې شته و. له دغې لیدنې څخه د سویډنبرګ موخه دا وه چې پاچا متقاعد کړي د سویډن په شمال کې د یوې رصدخانې لپاره بودیجه ورکړي. ورته مهال جنګیالي پاچا دغه پروژه چندان مهمه نه بلله خو سویډنبرګ یې د فوق العاده ارزیابي کوونکي په توګه په سټاکهولم کې د سویډن د کانونو په اداره (Bergskollegium) کې وګماره. [۴۱]
سویډنبرګ له ۱۷۱۶ زکال څخه تر ۱۷۱۸ زکال پورې هغه مهال چې دېرش کلن و د شمالي دیدالوس («Daedalus Hyperboreus») په نامه یوه علمي مهالیزه یې خپره کړه چې په هغو کې یې میخانیکي او ریاضیکي اختراعات او کشفیات ثبت کړي و. په دغه مهالیزه کې یو تر ټولو مهم توصیف د الوتونکي ماشین و ، چې نوموړي څو کاله وړاندې د هغو په طراحۍ کار پیل کړی و. [۴۲]
په ۱۷۱۸ زکال کې سویډنبرګ یوه مقاله خپره کړه چې هڅه یې په کې کړې وه اروايي او ذهني چارې د د دقیقو ارتعاشاتو یا «لړزې» پر بنسټ په کې تشرېح کړي.
د دولسم چارلز له مړینې وروسته ملکې اولریکا الئونورا، سویډنبرګ او د هغه خویندو وروڼو ته اشرافي القاب ورکړل. په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې په سویډن کې دا دود وه چې د کشیشانو اولادونه دغه افتخار د خپلو پلرونو د خدماتو په ویاړ ترلاسه کوي. په دې سره د هغوی د کورنی نوم له سویډبرګ څخه سویډنبرګ ته واوښت. [۴۳]
په ۱۷۲۴ زکال کې نوموړي ته په اوپسالا پوهنتون کې د ریاضیاتو د استادۍ وړاندیز وشو؛ هغه دغه وړاندیز وه نه مانه او څرګنده یې کړه چې د خپل حرفوي ژوند پر مهال یې تر ډېره پورې له هندسې، کیمیا او متالورژي سره سروکار لرلی. نوموړي همدانګه وویل چې د ژبې د بندښت له امله هماغه ډول چې د هغه ډېرو ملګرو هم تشخیص کړې وه په سمه توګه د خبرو کولو وړتیا نه لري. له همدې امله هغه اړو څو په کراره او په ډېر دقت خبرې وکړي له همدې امله په عامه ډګر کې د هغه د خبرو کولو هېڅ پیژندل شوی مورد شتون نه لري. سویډني منتقد اولوف لاګرکرانتز څرګنده کړې چې سویډنبرګ خپله دغه نیمګړتیا په لیکلې بڼه د پراخو استدلالونو په وړاندې کولو جبران کړې. [۴۴][۴۵]
د ژوندانه پر مهال د مطالعاتو نوی اړخ[سمول]
د ۱۷۳۰مې لسیزې پر مهال سویډنبرګ د اناتومي او فزیولوژي په برخو کې ګڼ شمېر څېړنې وکړې نوموړي د نیورون د مفهوم لومړنۍ وړاندوینه وکړه. یوه پېړۍ وروسته بیا د علومو پر بنسټ د عصبي حجراتو بشپړ اهمیت د درک وړ وګرځېد. نوموړي همدارنګه د مغزي قشر، د عصبي سیسټم د مراتبو د سلسلې لرونکي بنسټ، د مغزي نخاعي مایع د محلي سازۍ، د هیپوفیزغدې د فعالیت، د عروقي چاپېر د فضا، د مګیناید بطنونو، د سوماتوټاپیک سازمان نظریه او له عقل سره د مغز د مخکنۍ برخې د اړیکو اړوند نظریات وړاندې کړل. د هغه له خوا ترلاسه شوې پایلې په تجربي ډول په معاصر مهال کې تائید شوې دي. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
په ۱۷۳۰مه لسیزه کې سویډنبرګ په مخ پر زیاتېدونکي ډول له معنوي مسایلو سره لیوالتیا پیدا کړه او هوډ یې وکړ داسې نظریه جوړه کړي چې له ذهن سره د جسم اړیکه توضیح کړي. د خلقت د نظم او موخې سره د سویډنبرګ لیولتیا لامل وګرځېده هغه په پیل کې د جسم او د هغو د خلقت د بهیر اړوند څېړنو ته هدایت کړي. په اصل کې نوموړي خپله فلسفي کړنلار چې تجارب، هندسه (هغه وسایل چې د هغو پر مټ یې د نړۍ داخلي نظام کولای شو وپېژني) او د عقل قدرت یې په ځان کې نغاړه؛ ترسیم کړه. نوموړي همدارنګه کیهان پوهنې ته مخه کړه او پر بنسټ یې خپله لومړۍ نیبولاري فرضیه وړاندې کړه. (داسې شواهد شتون لري چې سویډنبرګ له کانټ څخه شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې دغې فرضیې ته پراختیا ورکړې وه). [۵۲]
|
---|
| لرغونی اپلاتونيزم | |
---|
| منځنی اپلاتونيزم | |
---|
| نوی اپلاتونيزم | |
---|
| اوسمهاله اپلاتونيزم | |
---|
|
|