سټاکهولم
سټاکهولم | |
---|---|
د سټاکهولم انځور
| |
کورډېناټونه: ۵۹°۱۹′۴۶″شمال ۱۸°۰۴′۰۷″ختیځ / 59.329444444444°شمال 18.068611111111°ختيځ | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۱۸۷ |
نومول شوی په | |
هېواد | سويډن (۱ مې ۱۴۳۶–) |
پلازمینه د: | سويډن (۱ مې ۱۴۳۶–)
|
پراخوالی | |
• پراخوالی | 187.16 کیلومتره مربع |
نفوس شمېرنه | 984748 (۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۲)[۱][۲] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (معياري وخت )، یوټیسی ۲:۰۰+ (د اوړي وخت ) |
رسمي ژبه | سویډني ژبه |
پوستخونې شمېره | 100 00–200 00 |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 08 |
جيو کوډ | 2673730[۳] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
سټاکهولم د سویډن پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی همداشان په سکاندیناوي کې تر ټولو ستره ښاري سیمه ده. د سټاکهولم په ښاروالۍ کې د اټکل له مخې ۹۸۰۰۰۰ خلک ژوند کوي، چې ۱.۶ میلیونه یې په ښاري سیمه او ۲.۴ میلیونه یې په میتروپولیټن سیمه کې اوسیږي. دغه ښار په څوارلس جزیرو کې پروت دی چې د مالارن جهیل یې د بالټیک سمندر ته بهیږي. له ښار نه بهر ختیځې خوا ته او د سمندر د څنډو په امتداد، د سټاکهولم د مجمع الجزایرو کړۍ پرته ده. په دغه سیمه کې له میلاد نه وړاندې شپږمې زریزې راهیسې یعنې د ډبرو له زمانې نه خلک اوسېدلې دي او په ۱۲۵۲ ز کال کې د یوه سویډني حاکم، بیرګر جارل له خوا د یوه ښار په توګه جوړ شو. دا ښار همداشان د سټاکهولم ولایت مرکز دی. د څو سوه کلونو لپاره، سټاکهولم د فنلنډ پلازمینه هم وه، چې هغه مهال د فنلنډ یوه برخه وه. تمه کېږي چې د سټاکهولم د اوسېدونکو شمېر به په ۲۰۲۲ ز کال کې یو میلیون وګړو ته ورسیږي.[۴][۵][۶]
سټاکهولم د سویډن کلتوري، رسنیز، سیاسي او اقتصادي مرکز دی. د سټاکهولم ولایت په یوازې سر د دې هېواد د GDP درېیمه برخه جوړوي، چې د سړي سر کلني ناخالص تولید له مخې په اروپا کې یو له لسو غوره سیمو څخه ګڼل کېږي. دغه ښار چې د نړی د الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی، په سکاندیناوي کې تر ټولو ستر ښار او د ناردیک په سیمه کې د شرکتونو د مرکزي دفترونو اصلي مرکز دی. دغه ښار کې د اروپا د ځینو غوره پوهنتونونو کور هم دی لکه د کارولینسکا انستیتوت، د سټاکهولم د اقتصاد پوهنتون، د KTH د تکنالوژۍ شاهي انستیتوت او سټاکهولم پوهنتون. دا ښار همداشان هر کال د نوبل جایزې او د سټاکهولم د کنسټر په سالون او د سټاکهولم د ښار په تالار کې کوربه توب کوي. د دې ښار یو له تر ټولو ارزښتناکو موزیمونو څخه، د واسا موزیم دی، چې په سکاندیناوي کې یو له تر ټولو د ډېرو لیدونکو لرونکی غیرهنري موزیم دی. د سټاکهولم میترو چې په ۱۹۵۰ ز کال کې پرانیستل شوه، د خپلو تمځایونو د ښه دیکوریشن له امله مشهور دی، چې په نړۍ کې یوه له تر ټولو اوږده هنري ګالري هم ورته ویل کېږي. د سویډن د فوټبال ملي لوبغالی د ښار په شمالي برخه یعنې سولنا کې جوړ شوی دی. د Avicii Arena سرپوټی ملي سالون بیا د ښار په سویلي برخه کې جوړ شوی دی. دا ښار په ۱۹۱۲ ز کال کې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه و. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په سټاکهولم کې د سویډن د دولت دفتر او نورې ادارې، له هغې ډلې د قضائیه ځواک سترې محکمې او د سویډن د پاچا او لومړي وزیر د اوسېدو ځایونه هم شامل دي. د سویډن د حکومت ادارې په روزینباډ ودانۍ کې دي، ریکسډاګ (سویډن پارلمان) د پارلمان په کور کې ده او د لومړي وزیر د اوسېدو ځای بیا د ساګر کور تر څنګ موقعیت لري. د سټاکهولم ماڼۍ د سویډن د پاچا اصولي کارځای او رسمي کار ځای دی، په داسې حال کې چې د Drottningholm ماڼۍ کوم چې د نړۍ یو کلتوری میراث هم دی د سټاکهولم په څنډه کې پرته ده، چې د شاهي کورنۍ د شخصي اقامتګاه په توګه کارول کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
تاریخ او نوم
[سمول]له میلاد نه ۸۰۰۰ کاله وړاندې د کنګل له عصر نه وروسته، په ننني سټاکهولم سیمه کې زیات شمېر خلکو ژوند کاوه، خو دا چې د حرارت درجه را ولویده، نو د دې سیمې خلکو سویل لور ته وکوچېدل. زرګونه کلونه وروسته، د ځمکې په اوبه کېدو سره، اقلیم د ژوند کولو وړ وګرځېد او ځمکې هم حاصلخیزې شوي او خلکو بیرته شمال ته کډه وکړه. د بالتیک سمندر او ملارین جهیل په تقاطع کې یو مجمع الجزایر پروت دی، چې د وایکنګانو له خوا په ۱۰۰۰ میلادي کال کې د سټاکهولم لومړی ښار جوړ شو. د هغوی له خوا د سوداګریزو جوړو شوو لارو له امله هغوی وکولای شول چې په سیمه کې پر سوداګرۍ باندې مثبته اغېزه وشیندي.
د سټاکهولم موقعیت په سکاندیناوي حماسو کې د اګنافیت او په Heimskringla کې د اګنه د افسانوي پاچا په اړه را ښکاره کېږي. د سټاکهولم لومړنی مکتوب ذکر ۱۲۵۲ ز کال ته ورګرځي، هغه وخت په برګسلاژن کې کانونه هغه د اوسپنې د سوداګرۍ په اړه په یوه مهم مکان باندې بدل کړی و. د دې ښار د نوم لومړۍ برخه (سټاک) په سویډني ژبه کې سیستم ته د ور ننوتو په معنی ده، که څه هم ښايي د لرغونې جرمني له یوې کلیمې (سټاک) سره تړاو ولري چې د استحکاماتو معنی ورکوي. د دې ښار د نوم دویمه برخه (هولم) بیا د جزیرې په معنی ده او ګومان کېږي چې د سټاکهولم په مرکز کې د هلګهاندشولمن جزیرې ته اشاره لري. د اریک کرونیکلز خبرو ته په کتو سره ویل کېږي، چې دغه ښار د بیرګر جارل له خوا په دې خاطر جوړ شوی و چې د ۱۱۸۷ ز کال په دوبي کې د مالارن په جهیل کې د کاریلاینانو له خوا د سیګتونا د چور کېدو وروسته د سمندري بریدونو پر وړاندې سویډن خوندي وساتي.[۲۶]
د سټاکهولم د ښار اصلي برخه، نننۍ هغه زوړ ښار (ګاملا سټان) ده چې په مرکزي جزیره کې Helgeandsholmen ته نږدې د ۱۳مې پېړۍ له نیمایي را وروسته جوړ شوی ده. دغه ښار په لومړیو کې د هانسي لیګ د بالټیک سوداګرۍ په پایله کې ښهرت ته ورسېد. سټاکهولم په دغه وخت کې له لوبک، هامبورګ، ګډانسک، ویسبي، ریوال او ریګا سره غښتلې اقتصادي او کلتوري اړیکې درلودي. د ۱۲۹۶ او ۱۴۷۸ ز کلونو تر منځ، د سټاکهولم د ښار شورا له ۲۴ غړو څخه جوړه شوې وه، چې نیمايي غړیي د دې ښار له الماني ژبې ویونکو څخه ټاکل شوي وو. [۲۷]
د همدې ښار ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت سټاکهولم د کالمار ټولنې د ډنمارکي پاچاهانو او د ۱۵مې پېړۍ د ملي خپلواکو خوځښتونو تر منځ په اړیکو کې یو مهم عامل وګرځاوه. د ډنمارک پاچا، دویم کریسټین وکولای شول چې په ۱۵۲۰ ز کال کې دې ښار ته ننوځي. د ۱۵۲۰ ز کال د نومبر په ۸مه نېټه، د سټاکهولم د وینو د حمام په نوم د مخالفو شخصیتونو عامه وژنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې پاڅونونو لا زور واخیست او بالاخره د کالمار ټولنې د پاشل کېدو لامل شو. په ۱۵۲۳ ز کال کې واک ته د ګوسټاو واسا په رسېدو او د سلطنتي ځواک په ټینګېدو سره، د سټاکهولم د وګړو شمېر وده وکړه او تر ۱۶۰۰ ز کال پورې ۱۰۰۰۰ کسانو ته ورسېد.
په ۱۷مه پېړۍ کې سویډن د اروپا یو تر ټولو مهم ځواک وګرځېد، چې د سټاکهولم د ښار په پراختیا کې له ورایه ښکاریده. له ۱۶۱۰ کال نه تر ۱۶۸۰ ز کال پورې د دې ښار د وګړو شمېر شپږ ځله زیاتوالی وموند. په ۱۶۳۴ ز کال کې، سټاکهولم د سویډني سترواکۍ رسمي پلازمینه شوه. سوداګریز قوانین رامنځته شول، چې د بهرنیو سوداګرو او نورو سویډني او سکاندیناوي قلمرونو تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې یې سټاکهولم ته حتمي انحصار ورکړی و. په ۱۶۹۷ ز کال کې، ټري کرونور (کلا) وسوځېده او ځای یې د سټاکهولم ماڼۍ ونیوه.
د سویډن په ټول تاریخ کې، په سټاکهولم کې دیوالونه د دې په خاطر جوړیدل تر څو له ښار نه د بریدونو پر وړاندې وساتي. دغه دفاعي دیواله له ۱۳مې تر ۱۶مې پېړۍ پورې ساتل کېدل. په ۱۶۲۵ ز کال کې، د سټاکهولم سترې اورلګېدنې د Stadsholmen سویل لویدیځه برخه ویجاړه کړه، هغه جزیره کوم چې د سټاکهولم په مرکز کې پرته ده. د دې ویجاړتیا اندازه دومره وه چې له امله یې د سټاکهلوم دیوالونه را ونړیدل. نن ورځ، د دې ښار دیوالونه نور د ځمکې پر سر نشته. خو بیا هم، د شمالي ښار د دیوالونو ځینې برخې د میډیوال سټاکهلوم په موزیم کې ساتل کېږي. [۲۸]
په ۱۷۱۰ ز کال کې، طاعون اوبا د دې ښار د وګړو ۲۰۰۰۰ کسان (۳۶ سلنه وګړي) ووژل. د شمال د سترې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته، دا ښار په ټپه ودرید. د وګړو شمېر ودرید او اقتصادي وده هم پڅه شوه. د یوه ستر ځواک د پلازمینې په توګه د خپل حیثیت له لاسه ورکولو په خاطر دا ښار په شوک کې و. خو بیا هم، دې ښار د سویډن د سیاسي مرکز به توګه خپل نقش ولوباهو او د درېیم ګوسټاو د واکمنۍ پر مهال یې کلتوري پراختیا ته ادامه ورکړه. [۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://www.scb.se/hitta-statistik/statistik-efter-amne/befolkning/befolkningens-sammansattning/befolkningsstatistik/pong/tabell-och-diagram/folkmangd-och-befolkningsforandringar---helarsstatistik/folkmangd-topp-50/
- ↑ https://www.citypopulation.de/en/sweden/cities/mun/
- ↑ پیوستون : 2673730 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ Hedelin, Per (1997). Norstedts svenska uttalslexikon. Stockholm: Norstedts.
- ↑ "Folkmängden per månad efter region, ålder och kön. År 2000M01 - 2021M12". SCB.
- ↑ https://international.stockholm.se/
- ↑ "Finansiella sektorn bär frukt — Analys av den finansiella sektorn ur ett svenskt perspektiv" (PDF). Government of Sweden. خوندي شوی له the original (PDF) on 28 July 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Regional GDP per capita in the EU in 20 10 : eight capital regions in the ten first places" (PDF). Eurostat. 2013. خوندي شوی له the original (PDF) on 3 April 2013. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2020. بياځلي په 31 August 2020.
- ↑ Olshov, Anders (2010). The location of nordic and global headquarters 2010. Malmö: Øresundsinstituttet. p. 197. OCLC 706436140.
Stockholm is the main centre of headquarters in the Nordic region
- ↑ "Stockholm School of Economics". www.hhs.se. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2017. بياځلي په 11 December 2017.
- ↑ "World University Rankings 2011–12: Europe". TSL Education Ltd. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 August 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Top 5 non-art museums". Chicago Tribune. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 July 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Who visits Vasa". Vasamuseet. خوندي شوی له the original on 27 July 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Stockholm's underground subway art". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 April 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Stockholm's Subway System is the World's Largest Underground Art Museum". Inhabitat. 13 November 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 July 2014. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Magic in the Metro". Businessweek. بياځلي په 19 July 2014.
- ↑ "Allt fler myndigheter hamnar i Stockholm" (in سویډنی). Riksdag & Departement. 27 April 2012. خوندي شوی له the original on 1 May 2012. بياځلي په 1 February 2014.
- ↑ "Kammarrättens hus" (in سویډنی). National Property Board of Sweden. خوندي شوی له the original on 4 February 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "Bondeska palatset" (in سویډنی). National Property Board of Sweden. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 February 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "The Swedish Government Offices — a historical perspective". The Government Offices of Sweden. خوندي شوی له the original on 18 February 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "How the Riksdag works". The Riksdag. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 January 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "Sagerska huset" (in سویډنی). National Property Board of Sweden. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 March 2019. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "The Royal Palace of Stockholm". The Royal Court of Sweden. خوندي شوی له the original on 8 February 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ "Drottningholm Palace". The Royal Court of Sweden. خوندي شوی له the original on 8 February 2014. بياځلي په 2 February 2014.
- ↑ Carlquist, Erik; Hogg, Peter C.; Österberg, Eva (1 December 2011). The Chronicle of Duke Erik: A Verse Epic from Medieval Sweden. Nordic Academic Press. ISBN 9789185509577. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2021. بياځلي په 19 June 2016.
- ↑ "Retrieved from". خوندي شوی له the original on 16 September 2012.
- ↑ "Archived copy". خوندي شوی له اصلي څخه په 31 March 2021. بياځلي په 22 February 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ Stockholm: A Cultural History Archived 19 August 2020 at the Wayback Machine.. Tony Griffiths (2009). Oxford University Press the US. p.9. ISBN 0-19-538638-8
- Pages using the JsonConfig extension
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P17
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1376
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1082
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P421
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P281
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P473
- جيو کوډونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1 سویډنی-language sources (sv)
- CS1 maint: archived copy as title
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- نخشه لرونکي مخونه