د بڼو تيوري
د اپلاتون ليکنې لړۍ يوه برخه: |
اپلاتونيزم |
---|
![]() اپلاتوني ښوونځی (1509–1511) |
جمهوريت |
کارونه |
|
اړوند ليکنې |
اړوند وېشنيزې |
|
د بڼو نظريه انګليسي ژبه: The Theory of Forms د فلسفې يو نظر دی، چې تر ډېره د يوناني فيلسوف اپلاتون سره تړاو لري. دا نظريه وايي چې هغه نړۍ چې مونږ يې وينو، لمس کولی شو او پکې ژوند کوو، ريښتينې نړۍ نه ده. بلکې، د دې فزيکي نړۍ نه پورته، مکملې او نه بدلېدونکې بڼې (Forms يا Ideas) شته، چې تل يو شان وي او بدل نهېږي.
د دې نظريې له مخې، هر شی چې مونږ وينو—لکه ونه، څوکۍ يا يو انسان—يواځې د خالصې بڼې نيمګړې نقلونه دي. اصلي بڼه هيڅکله نه بدلېږي، او نه د وخت او ځای تابع ده. اپلاتون دا نظريه په خپلو ليکنو کې تشريح کړې، چيرې چې سوکرات د دې نظريې وضاحت کوي.
له دې نظريې سره ورته يو فکر فيثاغورس هم وړاندې کړی و، چې عددونه يې د اصلي او نه بدلېدونکو بڼو په توګه ګڼل.
د اپلاتون د بڼو نظريه د اوږدې مودې راهيسې د فيلسوفانو ترمنځ بحث شوې. ځينې خلک يې مني، خو ځينې ورسره نه موافق دي. سره له دې چې اختلافات شته، دا نظريه لا هم په فلسفه کې مهمه ده، په ځانګړي ډول کله چې د عمومي مفاهيمو په اړه خبرې کېږي، لکه "ښايست" يا "ښه والی".
بڼې
[سمول]په اصل کې، د "Form" کلمه په يوناني ژبه کې "شکل" يا "بڼه" مانا درلوده. د اپلاتون نه مخکې، لومړنيو يوناني فيلسوفانو لکه تالیس دا مشاهده کړې وه چې د نړۍ ټول شیان همېشه بدلېږي. نو دوی دا پوښتنه وکړه: کله چې هر څه بدلېږي، څه شی همېشه ثابت پاتې کېږي؟
دوی چې کوم ځواب ورکړ، هغه جوهر و—يوه اصلي واقعي بڼه چې نه بدلېږي، حتی که فزيکي نړۍ بدلون هم وکړي. اپلاتون دا نظر لا پسې پراخ کړ او استدلال يې وکړ چې د مادي شيانو نه پورته، بڼې شته، چې د هر څه اصلي حقيقت دی.
اپلاتون عقيده لرله چې هر شی—لکه سپی، غر، رنګ، زړورتيا، يا ښکلا—يوه کامله او ابدي بڼه لري. مثلاً، په نړۍ کې ډېر مختلف ميزونه شته، خو دا ټول د "ميز" د اصلي بڼې نيمګړي کاپيګانې دي. همداراز، ډېر شیان ښکلي بلل کېږي، خو دا يواځې د "ښکلا" د بڼې انعکاسونه دي، ځکه اصلي "ښکلا" کاملة او نه بدلېدونکې ده.
دا اصل د رياضياتو لپاره هم همداسې دی. مثلاً، که يو مثلث د تختې پر مخ رسم کړو، دا به هېڅکله کاملاً سم مثلث نه وي، خو دا د مثلث د بڼې (Form) يوه نيمګړې کاپي ده. اصلي بڼه يا Form همېشه بې نقصه وي او هېڅکله نه بدلېږي.
اپلاتون وضاحت ورکړی و چې بڼې (Forms) د فزيکي نړۍ برخه نه دي. دا نه له مادې جوړې دي، او نه کوم ځای نيسي. بلکې، دا د يوې لوړې، غير مادي نړۍ برخه دي، چې يواځې د فکر او عقل له لارې درک کېدای شي، نه د حواسو په وسيله.
اپلاتون استدلال کاوه چې حقيقي پوهه يواځې د بڼو د نړۍ له درک کولو څخه راځي، په داسې حال کې چې فزيکي نړۍ يواځې نيمګړې کاپيګانې وړاندې کوي، چې پر هغوی بنسټ جوړ نظرونه د حقيقت ځای نه شي نيولی. دا نظر د اپلاتون له مشهور "د غار مثال" (Allegory of the Cave) سره تړاو لري، چيرې چې خلک د غار په دیوال د راوتلو سیوریو ته د حقيقت په سترګه ګوري، لکه څنګه چې انسانان د فزيکي شيانو سره اصلي بڼې ګډې وډې ګڼي.
د ښه والی بڼه
[سمول]د اپلاتون د نظريې تر ټولو مهمه بڼه "د ښه والی بڼه" (The Form of the Good) ده. اپلاتون دا تر ټولو لوړه او ارزښتناکه بڼه ګڼله، او د لمر سره يې پرتله کوله، لکه څنګه چې لمر رڼا ورکوي او مونږ ته د ليدلو توان راکوي. د ښه والی بڼه ټولو نورو بڼو ته مانا ورکوي او انسان ته دا وړتيا ورکوي چې حقيقت او ريښتينې پوهه درک کړي.
د اپلاتون له نظره، حقيقي حکمت يواځې هغه خلک ترلاسه کولی شي، چې د عقل او فلسفې له لارې "د ښه والی بڼه" وپېژني. د اپلاتون بڼو نظريه د عمومي مفاهيمو ستونزې ته هم يو ځواب وړاندې کوي. دا ستونزه دا پوښتنه کوي: څنګه يو واحد نظر په ډېرو بېلابېلو شيانو کې شتون لري؟
اپلاتون دا استدلال کاوه چې اصلي بڼه يوه کامله او واحده بڼه ده، خو ټول فزيکي شيان يې ناقصې کاپيګانې دي. مثلاً، په نړۍ کې ډېر مختلف ډولونه د ونو شته، خو دا ټول د "ونې" د بڼې نه جوړې شوي دي، او دا بڼه ده چې دوی ته د ونې ځانګړتيا ورکوي، نو ځکه يې مونږ د ونې په نوم پېژنو.
اپلاتون دا نظر په خپل "پارمينيدس" نومي کتاب کې څېړلی، چیرې چې سوکرات استدلال کوي چې يوه بڼه په يو وخت کې په ډېرو شيانو کې څرګندېدای شي.
د بڼو د يادولو نظريه
[سمول]اپلاتون دا باور درلود چې انسانان بڼې (Forms) نه زده کوي، بلکې يوازې يې يادوي. د هغه په وينا، د زېږېدو مخکې، روح د بڼو نړۍ سره مستقیمه رابطه درلوده او د هغوی واقعي پوهه يې درلوده. کله چې انسانان د فزيکي نړۍ شیان ويني، دا شیان د هغوی روح ته آشنا ښکاري، ځکه چې روح لا له وړاندې د بڼو پوهه لري.
دې نظر ته "انامنيسيس" (Anamnesis) يا د يادونې نظريه وايي، چې له مخې يې زده کړه يوازې د مخکېني علم بيرته رايادول دي، نه د نوي شيانو زده کول.
د بڼو حقيقت او د کامل والي نه شتون
[سمول]د بڼو نظريه دا هم وايي چې انسانان هېڅکله د يو شي د اصلي بڼې سره نه شي برابرېدلی. اپلاتون د کاملې دايرې (Perfect Circle) مثال ورکړی.
که څه هم انسانان دايره توصيف کولی شي، رسمولی شي، او د هغې په اړه فکر کولی شي، خو هېڅکله نه شي کولی چې يوه کامله دايره جوړه کړي. هر رسم شوی دايره لږ يا ډېر نيمګړې ده، خو د دايرې بڼه (Form of a Circle) همېشه کامله ده او نه بدلېدونکې ده.
دا اصل د ټولو بڼو لپاره صدق کوي—انسانان يوازې د بڼو نيمګړي انعکاسونه ويني، خو اصلي بڼې له انساني تخليق او کشف څخه پورته دي او تل يو شان، کامل، او ثابت پاتې کېږي.
د بڼو نظريېپر سر بحثونه
[سمول]د اپلاتون د بڼو نظريه د تاريخ په اوږدو کې ډېر بحثونه راپارولي دي. ځينو فيلسوفانو دا نظر منلی چې د فزيکي نړۍ نه پورته يوه لوړه، واقعي نړۍ شته، خو ځينو نورو استدلال کړی چې بڼې د حقيقت د پوهېدو لپاره ضروري نه دي.
سره له دې اختلافاتو، د بڼو نظريه لا هم د فلسفې له تر ټولو اغېزمنو نظريو څخه ده. دا نظريه د حقيقت، پوهې، او عمومي مفاهيمو (Universals) په اړه مهم بحثونه رامنځته کړي دي، او د فلسفې په پراختيا کې يې بنسټيز رول لوبولی دی.