تېلېکلېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تېلېکلېس (يوناني: Greek Τηλεκλῆς) د فوسیس یا فوکایا [۱] شاګرد او د لېسیډېس ځای ناستی و، او د اېواندر سره یوځای په اتن کې د اپلاتوني ښوونځي ګډ مشر ( عالم ) و. د لېسیډېس د ژوند په وروستیو لسو کلونو کې (c. 215 - مخزېږديز. 205)، اېواندر او تېلېکلېس د اکاډمۍ په چلولو کې مرسته کړې وه ځکه چې لېسیډېس جدي ناروغه و. دوی د لېسیډېس له مړینې وروسته اکاډمۍ ته دوام ورکړ، پرته له دې چې په رسمي توګه سکالران (مشران) وټاکل شي. په 167/6 مخزېږديز کې د تېلېکلېس تر مړینې وروسته، اېواندر د څو نورو کلونو لپاره سکالر (مشر) پاتې شو. ایوندر پخپله د هغه شاګرد هیګیسینوس لخوا ځای پرځای شو. [۲] د دې فیلسوف د نظریاتو او لیکنو په اړه هیڅ مالومات نشته پرته له دې چې هغه د شکيانو د ښوونځي پيرو و.

یادښتونه[سمول]

  1. Diogenes Laërtius, iv. 60: Phocis in older texts, but emended to Phocaea in the Loeb Classical Library edition.
  2. Diogenes Laërtius, The Lives and Opinions of Eminent Philosophers, iv. 60; Cicero, Academica, ii. 6.

سرچينې[سمول]

  • K. Algra، J. Barnes، J. Mansfeld، M. Schofield، (2005)، د کیمبرج تاریخ د هیلینستیک فلسفې . ۳۲-۳۳ مخونه. د کیمبرج پوهنتون پریس.