Jump to content

سولپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلسفه

تانبه   کتنه  خبرې اترې  سمول 

سولپوهنه (انگريزي: logic) (عربي: منطق) د اصولو د سم استنتاج او سم استدلال رسمي او منظمې زده کړې ته وایي. سولپوهنه تر ډیره پر اندیزو کړنو کې کارول کیږی. ډیر پخوا سولپوهنه یوازې د فلسفې د پوهنې یوه څانگه بلل کیده خو ۱۸۰۰ کلنو له نیمایی راوروسته له سولپوهنې په شمېرپوهنې او په راوروسته لسیزو کې ترې په سولگرپوهنې کې هم گټه واخیستل شوه.

منطق د مختلفو علمي څانګو اړونده برخه ده چې حقیقت او استدلال تر بحث لاندې نیسي. غیر رسمي منطق غواړي چې د باور وړ بحث په غیر رسمي بڼه وښیي؛ د بېلګې په توګه د غیر رسمي استدلال د بېلابېلو ډولونو په راوړلو سره. رسمي منطق د لومړۍ درجې لرونکي منطق په شان رسمي سیستمونه کاروي او په سمبولیکه بڼه د خبرو او بحثونو ځانګړنې وړاندې کوي. د رسمي منطق د ننه، ریاضیکي منطق د منطقي سیستم ریاضیکي ځانګړنې څېړي؛ په داسې حال کې چې فلسفي منطق بیا دغه ځانګړنې په فلسفي ستونزو؛ لکه معنی، پوهه او شته والي کې پلې کوي. د رسمي منطق سیستمونه د ژبپوهنې، ادراکي علم او کمپیوټر ساینس په ګډون په نورو برخو کې هم پلي شوي دي.[۱]

منطق له ډېر پخوا راهیسې مطالعه کېږي؛ د پخوانیو تګلارو په توګه د ارسطویي منطق، رواقي منطق، انویکسیکي linguistics او د موهیزم د پلویانو یادونه کولی شو. د اوسني رسمي منطق ریښې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د ګوټلوب فرګه Gottlob Frege په شان ریاضي پوهانو کارونو ته رسېږي.

رسمي او غیر رسمي منطق

[سمول]

منطق په دواړو، رسمي او غیررسمي بڼو مطالعه کېږي. رسمي تګلاره هغه ده چې له منځپانګې بېله وي. په غیر رسمي تګلاره کې د دغې ډلې استنباط باید د ځانګړو بیانونو په کارولو سره مشخص شي. غیر رسمي منطق ډېری وختونه د انتقادي فکر د کورسونو یوه برخه وي په داسې حال کې چې رسمي تګلارې لکه ډیالېکټي منطق او د بحث تیوري د څېړنې د برخو په توګه پاتې کېږي.[۲][۳][۴]

شالید

[سمول]

په پخوا وختونو کې منطق په بېلابېلو کلتورونو کې په خپلواکه توګه پرمختګ وکړ. یو پخوانی لوی لوری یې ارسطو و چې په خپلو کتابونو «ارغنون/ارګانون» او «قیاس» کې یې د منطق اصطلاح رامنځته کړه. د ارسطو ډېر لوی لید د هغه دا نظر و چې بحثونه او استدلالونه د شرایطو له مخې مشخص کېدای شي. د وروستیو وختونو منطق‌ پوه، لوکاسیویز دغه تصور «د ارسطو د تر ټولو لویې اختراع» په توګه توصیف کړ. د ارسطو د منطق سیستم همدا راز فرضي منطقي قیاس، زماني منطق، کیفیتي منطق او قیاسي منطق رامعرفي کړل؛ دغه راز یې با نفوذه کلیمې لکه شرایط، د اطلاق وړ، منطقي قیاس او قضیه را وپېژندل. ارسطویي منطق په کلاسیکو وختونو او منځنیو پېړیو کې هم په اروپا او هم په منځني ختیځ کې، ډېر د پام وړ و. په لویدیځ کې د ۱۹مې پېړۍ تر لومړیو پورې په پراخه توګه کارېدلو. اوس یې وروستیو کارونو ځای نیولی؛ خو بیا یې هم ډېری مهمې نظریې د منطق په معاصر سیستم کې شته.

ابن سینا (ابو علي سینا) (۹۸۰-۱۰۳۷ز) د ابن سینایي منطق بنسټ کېښود چې په اسلامي نړۍ کې یې د یوه غالب منطقي سیستم په توګه د ارسطویي منطق ځای ونیو. دغه راز یې په لوېدیځ کې د منځنیو پېړیو پر لیکوالو لکه البرټوس ماګنوس او ویلیم اکام (آکمي)، ژور اغېز وکړ. ابن سینا د فرضي منطقي قیاس او د قضیو د حساب په اړه لیکل وکړل. نوموړي د منطقي قیاس «زماني کیفي شوې» اصلي تیورۍ ته وده ورکړه چې زماني منطقي او کیفیتي منطق په کې شاملېږي. دغه راز یې د قیاسي منطق کارول رامنځته کړل لکه د توافق او اختلاف مېتودونه او مل اختلاف چې په علمي مېتود کې مهم دي. فخرالدین رازي (د زیږېدو کال ۱۱۴۹) د ارسطو «لومړنی شکل» نقد کړ او د قیاسي منطق یو پخوانی سیستم یې جوړ کړ چې د جان سټوارټ میل (۱۸۰۶-۱۸۷۳) له خوا قیاسي منطق د سیستم وړاندوینه کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په اروپا کې، د منځنیو پېړیو په وروستیو کې ډېرې هڅې وشوې چې د ارسطو فکر له مسیحیت سره سم وښودل شي. د منځنیو پېړیو په اوج کې، د منطق د فیلسوفانو د تمرکز اصلي ټکی و، دوی د فلسفي بحثونو په منطقي او انتقادي شننو کې ګډون کاوه او ډېری وخت به یې د منځنیو پېړیو د ښوونې او مذهبي فلسفې له مېتودولوژۍ سره اختلاف ښودلو. په لومړیو کې د منځنیو پېړیو مسیحي عالمانو پر هغو کلاسیکو موضوعاتو تکیه کوله چې په لاتین کې د بوئیتیوس Boethius په شان کسانو له خوا د تفسیرونو په واسطه ساتل شوي وي، وروسته بیا د مسلمانو فیلسوفانو لکه ابن سینا او ابن رشد کارونه ورته د تکیې وړ شول، دغې چارې د مسیحي علماوو د لاسرسي لپاره د پخوانیو کارونو دایره پراخه کړه، څنګه چې د مسلمانو علماوو لپاره یوناني کارونه د لاسرسي وړ وو چې په لاتین تفسیرونو کې ساتل شوي وو. په ۱۳۲۳ کې د ویلیم اکام کتاب، (Summa Logicea) خپور شو. په ۱۸مه پېړۍ کې د بحثونو لپاره جوړه شوې تګلاره د انحطاط خوا ته روانه شوه او له پامه ولوېده، لکه د هولبرګ په طنزي نمایشنامه، ایراسموس مونتانوس کې چې ښودل کېږي. چینایي منطقي فیلسوف، ګونګسون لونګ ( ۳۲۵-۲۵۰ ز) د «یو او یو تر هغه دوه نه کېږي څو چې هېڅ دوه نه شي» د پاراډاکس وړاندیز وکړ. په چین کې د منطق په برخه کې د پوهانو څېړنې که څه هم د چینګ پاچاهۍ سلسلې له خوا بندې وې، د هان في زي Han Feiziقانوني فلسفه تعقیبوي. [۱۳]

په هند کې د انویکسیکي Anviksiki منطق د مکتب بنسټ د میدهاتیتي (له میلاد مخکې ۶ مه پېړۍ) له خوا کېښودل شو. د پخواني مکتب نوي کولو، چې نیایا ورته وایي له پخوانیو وختونو د ۱۸مې پېړۍ تر لومړیو له نویا-نیایا مکتب سره دوام وموند. په ۱۶مه پېړۍ کې یې معاصر منطق ته ورته تیورۍ رامنځته کړې لکه د ګوټلوب فرګه « د عامو نومونو د مرجع او مفهوم تر منځ توپیر» او «د شمېرې تعریف» او همداراز د « نړیوالو لپاره محدودونکي شرایط» تیوري د اوسني نظم د تیورۍ وړاندوینه کوي. له ۱۸۲۴ راهیسې، هندي منطق د ګڼ شمېر لوېدیځو پوهانو پام ځانته اړولی او د ۱۹مې پېړۍ پر مهمو منطق‌پوهانو یې اغېز کړی لکه چارلز بابېج، اوګوستوس دې مورګان او جورج بول. په ۲۰مه پېړۍ کې لوېدیځو فیلسوفانو لکه سټنیسلا شایر او کلاوس ګلاشاف هندي منطق ډېر پراخ کړ.[۱۴]

د ارسطو له خوا رامنځته شوی سیلوژیکي syllogistic منطق د 19 پیړۍ تر نیمایي پورې په لویدیځ کې غالب ؤ، کله چې د ریاضیاتو بنسټونو سره لېوالتیا د سمبولیک منطق (اوس د ریاضیاتي منطق په نوم یادیږي) پراختیا وهڅوله. 

په ۱۸۵۴ ز کال کې جورج بول «د تفکر قانون» خپور کړ، په دې کې یې سمبولیک منطق او د هغه اصول معرفي کړل چې اوس د بول Boolean logic منطق ورته وایي. په ۱۸۷۹ کې ګوټلوب فرګه Gottlob Frege خپل کتاب (Begriffsschrift) خپور کړ، چې د کمیت د تصور له نوښت سره یې د معاصر منطق پیل وکړ. ارسطویي او رواقي منطق یې په یوه پراخ سیستم کې پلي کړل او داسې ستونزې یې حل کړې چې ارسطویي منطق نه شو حل کولی لکه د څوګوني عمومیت ستونزه. له ۱۹۱۰-۱۹۱۳ پورې، الفرېډ نارت وایټهېډ Alfred North Whitehead او بېرټرانډ رسل Bertrand Russell د ریاضیاتو د اساساتو په اړه (Principia Mathematica) کتاب خپور کړ نوموړي هڅه وکړه چې په سمبولیک منطق کې له حقیقي قضیې او د استنباط له قوانینو ریاضیکي حقایق را واخلي. په ۱۹۳۱ ز کال کې ګودل Gödel له بنسټ‌پاله پروګرام سره د ستونزو لړۍ راپورته کړه او منطق پر دغه ډولو موضوعاتو تمرکز وکړ.  [۱۵]

له فرګه Frege، رسل Russell و ویټګینشټاین Wittgenstein وروسته د منطق ودې د فلسفې پر تمرین او د فلسفي ستونزو پر درک شوي طبعیت او همداراز د ریاضایاتو پر فلسفه ژور اغېز درلود. منطق، په ځانګړي ډول جمله‌اي منطق د کمپیوټري منطق په حوزه کې پلی شوی او په کمپیوټر ساینس کې اساسي رول لري. منطق عموماً ډېری وخت د یوې اجباري علمي څانګې په توګه د پوهنتون د فلسفې، ټولنپوهنې، اعلانونو او ادبیاتو د ډیپارټمنټونو له خوا تدریس شوی.

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. from Greek: Lua error in Module:Unicode_data at line 293: attempt to index local 'data_module' (a boolean value)., related to λόγος (logos), "word, thought, idea, argument, account, reason, or principle." (Liddell and Scott, 1999).
  2. Rescher, Nicholas (1978). "Dialectics: A Controversy-Oriented Approach to the Theory of Knowledge". Informal Logic. 1 (#3). doi:10.22329/il.v1i3.2809.
  3. Hetherington, Stephen (2006). "Nicholas Rescher: Philosophical Dialectics". Notre Dame Philosophical Reviews (2006.07.16).
  4. Rescher, Nicholas (2009). Jacquette, Dale (ed.). Reason, Method, and Value: A Reader on the Philosophy of Nicholas Rescher. Ontos Verlag. ISBN 978-3-11-032905-6.
  5. Dag Nikolaus Hasse (19 September 2008). "Influence of Arabic and Islamic Philosophy on the Latin West". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  6. Richard F. Washell (1973), "Logic, Language, and Albert the Great", Journal of the History of Ideas 34 (3), pp. 445–450 [445].
  7. Kneale p. 229
  8. Kneale: p. 266; Ockham: Summa Logicae i. 14; Avicenna: Avicennae Opera Venice 1508 f87rb
  9. Goodman, Lenn Evan (2003), Islamic Humanism, p. 155, Oxford University Press, ISBN 0-19-513580-6.
  10. Goodman, Lenn Evan (1992); Avicenna, p. 188, Routledge, ISBN 0-415-01929-X.
  11. Muhammad Iqbal, The Reconstruction of Religious Thought in Islam, "The Spirit of Muslim Culture" (cf. [۱] and [۲])
  12. "History of logic: Arabic logic". Encyclopædia Britannica. خوندي شوی له the original on 12 October 2007.
  13. "Supplement #3: Notes on Logic | Logic | Argument | Free 30-day Trial". Scribd (in انګليسي). بياځلي په 27 May 2020.
  14. Vidyabhusana, S. C. 1971. A History of Indian Logic: Ancient, Mediaeval, and Modern Schools. pp. 17–21.
  15. Boole, George. 1854. An Investigation of the Laws of Thought on Which are Founded the Mathematical Theories of Logic and Probabilities.