ختيځه فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ختيځه فلسفه د آسيا د بېلابېلو فلسفي مکتبونو له ډلې يو ځانگړی مکتب دی چې په ځان کې چينايي فلسفه، ايراني فلسفه، افغاني فلسفه، جاپاني فلسفه، هندي او کوريايي فلسفي څانگې رانغاړي. دا اصطلاح کله نا کله د بابل فلسفې او اسلامي فلسفې لپاره هم کارېږي، که څه هم چې دا وروستۍ نومېدلې فلسفي څانگې د غربي فلسفې له ډلې هم شمېرل کېږي.