لرغونې يوناني فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لرغوني یونان فلسفه تر میلاد وړاندې په شپږمه پېړۍ کې رامنځته شوه او دا د یونان د تیاره دورې پای و. د یونان فلسفې د ټولې هلنیستي او هغې دورې تر پایه دوام وکړ چې یونان او ډېری یوناني‌مېشتې سیمې د روم د امپراتورۍ برخه وه. فلسفه نړۍ ته د عقل په کارولو سره د معنا ورکولو لپاره وکارېده. دې فلسفې له بېلابېلو موضوعاتو لکه؛ ستور پوهنې، علمي پوهې، ریاضیاتو، سیاسي فلسفې، اخلاقو، متافزیک، د موجوداتو پېژندنې، منطق، بیولوژۍ، فصاحت، بلاغت او ښکلا پېژندنې سره سروکار درلود.[۱]

د یونان فلسفې د خپل پیدایښت له وخته پر ډېریو لوېديځو کلتورونو اغېز کړی. الفرډ نورث وایټ‌هېډ یو وخت ویلي وو: «د اروپايي فلسفې د لړۍ عمومي ځانګړنه دا ده چې د اپلاتون د لیکنو لمن‌لیکونه له ځان سره لري». د لرغوني یونان او هلنیستي فیلسوفانو د نفوذ څرګند او نه ماتېدونکي خطونه د روم فلسفې، لومړنۍ اسلامي فلسفې، د منځنیو پېړیو سکولاسیتک، اروپايي رنسانس او د روښانوالي دورې ته ورګرځي.[۲][۳]

د یونان فلسفه تر یوې اندازې د پخوانۍ پوهې او حکمت د ادبیاتو او د لرغونې نږدې منځنۍ دورې د کایناتو د پیدایښت د اسطورو تر اغېز لاندې ده، که څه هم د دغه اغېز اندازه د بحث وړ ده. لیکوال مارټین لېچفیلډ وېسټ وايي: «له ختیځې کاینات‌پېژندنې او دین‌پوهنې سره اړیکې د لومړنیو یوناني فیلسوفانو د فکر له خلاصون سره مرسته وکړه؛ له شک پرته چې هغوی ته یې ډېرې وړاندیز شوې نظریې ورکړې. خو هغوی خپل ځانته دا ور زده‌کړل چې استدلال وکړي. لکه څرنګه چې پوهېږو، فلسفه په یونان کې رامنځته شوې.»[۴]

د بلې فلسفې سنت او دودونه په داسې ډول د سقراط تر اغېز لاندې وو کوم چې د اپلاتون له‌خوا وړاندې شوي وو، دا څرګنده ده چې تر سقراط وړاندې پرمختللې فلسفه «تر سقراط مخکې فلسفه» بلل کېږي. تر دې وروسته دورې د مقدوني سکندر تر جګړو او تر هغه وروسته په ترتیب سره «کلاسیکې یوناني» او «د هلنیستي فلسفې» دورې دي.

تر سقراط وړاندې فلسفه[سمول]

کوم فیلسوفان چې د سقراط تر مړینې مخکې فعال وو، هغوی هله «تر سقراط مخکې فیلسوفان» وبلل شول چې په 1903 کال کې د هرمان ډیلز (Fragmente der Vorsokratiker) کتاب خپور شو، که څه هم دغه اصطلاح له هغه څخه نه وه اخیستل شوې. دغه اصطلاح ځکه مناسبه بلل کېږي چې د «آتن مکتب» (چې له سقراط، اپلاتون او ارسطو څخه جوړ و) په فلسفه کې د نوې تګلارې د را څرګندېدو نښانه وه. د فریدریش نیچې دا نظریه چې یاد بدلون د سقراط پر ځای له اپلاتون سره پیل شو (که څه هم د هغه د «اپلاتون څخه مخکې فلسفې» او «مخکې سقراطي»  دورې څخه د غوره‌توب د برلاسي مخنیوی یې نه دی کړی. [۵][۶]

له سقراطي فیلسوفانو څخه مخکېنيو فیلسوفانو تر ډېره د کایناتو د پيدايښت، د موجوداتو د پېژندنې او ریاضیاتو په برخه کې کار کاوه. دوی له «غیر فیلسوفانو» بېل وو، ان تر دې چې اسطوره‌يي څرګندونې یې د منطقي خبرو په مرسته ردولې.[۷]

میلیزي مکتب[سمول]

تالس میلتوس چې ارسطو لومړنی فیلسوف بللی، پر دې باور و چې ټول شیان د یوې مادې له ذات څخه چې اوبه دي پيدا کېږي. جان برنټ هغه «تر ټولو مخکښ عالم» بللی، دا په دې دلیل نه چې هغه د کایناتو پېژندنه بیان کړې، بلکې په دې دلیل چې کاینات یې په طبیعت‌پال ډول تشرېح کړي او څرګندونې یې پر دلایلو ولاړې دي. د دود له مخې تالس وکولای شول چې د خسوف او کسوف وړاندوېینه وکړي او مصریانو ته یې ور زده کړل چې د اهرامونو لوړوالی څرنګه اندازه کړي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

تالس د میلیزي فلسفي مکتب بنسټګر و او اناکسیمانډر یې هم لاره تعقیب کړه، ده استدلال وکړ چې بنسټ یا پیلامه اوبه یا کوم بل کلاسیک عنصر نه‌شي کېدای، بلکې یو «نامحدود» یا «بې‌نهایت» شی دي. ده له دې تجربې پيل وکړ چې نړۍ له اضدادو جوړه شوې (لکه ګرم او ساړه) خو یو شی ښايي د خپل ځان متضاد شي (لکه ګرم شی چې سوړ وي). ځکه نو واقعاً دا د یو بل ضد نه‌شي کېدای، بلکې د یوه داسې پټ او ژور اتحاد تظاهر یا ښکارېدونکې بڼه ده چې له دغو دواړو یو هم نه دی. دغه بنسټیز اتحاد (بنسټ، پیلامه) هېڅ کلاسیک عناصر نه‌شي کېدای، ځکه د یو بل وروستی حد ضد دی. مثلاً اوبه لمدې دي، ضد یې د وچ‌والي ضد، اور وچ دی، د لمدوالي ضد. دغه لومړی حالت نه زړېدونکی او نه له منځه تلونکی دی او هر څه د اړتیا پر اساس هغه ته بېرته ور ګرځي. اناکسیمن په دې باور و چې پیلامه هوا وه، که څه هم جان برنټ استدلال کوي چې د هغه موخه دا وه چې دا یوه رڼه تشه وه. له بېلابېلو ځوابونو سره سره د میلزي مکتب د طبیعي مادې په لټه کې و چې په بېلابېلو شکلونو کې پر ښکاره کېدو سربېره له بدلون پرته باقي پاتې شي، ځکه نو دې پوښتنې ته د ځواب لپاره لومړۍ علمي هڅه ده چې د معاصرې اتومي نظریې د پراختیا سبب کېږي. برنټ وايي: د میلزي نظریې پلویان وايي چې «میلزيان د هر څه په طبیعت یا څه‌والي پسې ګرځېدل». [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

زنوفنز[سمول]

زنوفنز په ایونیا کې زیږېدلی چې هلته میلزي مکتب په تر ټولو ځواکمن حالت کې و او ښايي له دې امله زنوفنز د میلزيانو د کایناتو پېژندنې ځینې نظریې حاصل کړې وي. ده استدلال کاوه چې «هره پدیده الهي توجیه نه‌لري بلکې طبیعي توجیه لري. ده د اناکسمانډر د نظریو یادونه کړې چې یوازې یو خدای موجود دی او په ټولیز ډول نړۍ د یوه کُل حیثیت لري. ده د یوناني دین پر انسان‌پالنه ملنډې وهلې. ده ویل: غوایان ادعا کوي چې خدایان غواوو ته ورته دي، اسونه ادعا کوي چې خدایان اسونو ته ورته دي او زمریان ادعا کوي چې خدایان زمریانو ته ورته دي؛ لکه څرنګه چې ایتوپیایانو ادعا کوله چې خدایان لنډ پوزي او تور دي او تراسیایانو ادعا کوله چې خدایان بې‌رنګه او سره وېښتان لري.[۱۶][۱۷]

د زنوفېنز نفوذ په وروستیو فلسفي مکتبونو کې ډېر جوت و. دی د فلسفې د داسې یوې کرښې بنسټګر یادېږي چې په پیرونیسم کې مدغمه شوه، ښايي دغه ادغام به د الیاټیک فلسفې نفوذ و او د ساینس او دین تر منځ به اپیکورس د بشپړ جلا والي لومړنۍ نښانې وې. [۱۸][۱۹]

فیثاغورثیت[سمول]

فیثاغورت نږدې هغه وخت ژوند کاوه چې د زنوفنز د ژوند دوره وه. هغه مکتب چې ده جوړ کړ، د دیني باور او عقل تر منځ د روغې جوړې په لټه کې و. له باوري لاسوند پرته يې د ژوند په اړه لږ معلومات هم موجود نه دي او هېڅ کوم لیکلی اثر هم نه دی ترې پاتې. پر دې بنسټ ویلی شو چې ښايي دی یوازې یو عرفاني شخصیت وي چې ځای‌ناستو یې عقل‌ګرايي په فیثاغورثبت کې ور ګډه کړې وي، یا ښايي یوازې یو عقل‌ګرا شخصیت وي او ځای‌ناستي یې د فیثاغورثي عرفان مسؤل وي، او یا هم ښايي دی د دغه مکتب لیکوال وي. له دې سره سره بیا هم په دې اړه د باوري پوهېدنې لپاره هېڅ لاره نه‌شته.[۲۰]

ویل کېږي چې فیثاغورث د اناکسیمانډر پیرو و او له لونیایانو څخه یې د کاینات پېژندنې لېوالتیاوې جذب کړې وې؛ لکه دا چې کاینات کره وي شکل لري، د لایتناهي اهمیت او یا دا چې هوا یا ایثر [یو ډول ګاز دی] د هر څه سرچینه ده. همدا راز په فیثاغورثیت کې زُهد لرونکي ارمانونه موجود وو او پر پاک‌والي، تناسخ [له یوه جسد څخه بل جسد ته روح ننوتلو] او بلاخره ټولو حیواناتو ته په درناوي یې ټينګار کاوه. د ریاضیاتو او کایناتو تر منځ ډېری مکاتبه د موسیقۍ په همغږۍ جوړه شوې، فیثاغورت په دې باور و چې د شیانو د څرګندېدو تر څنګ د ریاضیاتو دایمي اصل پروت دی او دغه شکلونه په مافوق ریاضيکي  اړیکه ولاړ دي. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Ancient Greek philosophy, Herodotus, famous ancient Greek philosophers. Ancient Greek philosophy at Hellenism.Net". www.hellenism.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Alfred North Whitehead (1929), Process and Reality, Part II, Chap. I, Sect. I.
  3. Kevin Scharp (Department of Philosophy, Ohio State University) – Diagrams Archived 2014-10-31 at the Wayback Machine..
  4. Griffin, Jasper; Boardman, John; Murray, Oswyn (2001). The Oxford history of Greece and the Hellenistic world. Oxford [Oxfordshire]: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280137-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Greg Whitlock, preface to The Pre-Platonic Philosophers, by Friedrich Nietzsche (Urbana: University of Illinois Press, 2001), xiv–xvi.
  6. Greg Whitlock, preface to The Pre-Platonic Philosophers, by Friedrich Nietzsche (Urbana: University of Illinois Press, 2001), xiii–xix.
  7. John Burnet, Greek Philosophy: Thales to Plato, 3rd ed. (London: A & C Black Ltd., 1920), 3–16. Scanned version from Internet Archive
  8. Aristotle, Metaphysics Alpha, 983b18.
  9. Aristotle, Metaphysics Alpha, 983 b6 8–11.
  10. Burnet, Greek Philosophy, 3–4, 18.
  11. Burnet, Greek Philosophy, 18–20; Herodotus, Histories, I.74.
  12. Burnet, Greek Philosophy, 22–24.
  13. Guthrie, W. K. C.; Guthrie, William Keith Chambers (May 14, 1978). A History of Greek Philosophy: Volume 1, The Earlier Presocratics and the Pythagoreans. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521294201 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Burnet, Greek Philosophy, 21.
  15. Burnet, Greek Philosophy, 27.
  16. Burnet, Greek Philosophy, 35.
  17. Burnet, Greek Philosophy, 35; Diels-Kranz, Die Fragmente der Vorsokratiker, Xenophanes frs. 15–16.
  18. Burnet, Greek Philosophy, 33, 36.
  19. Burnet, Greek Philosophy, 33, 36.
  20. Burnet, Greek Philosophy, 37–38.
  21. Burnet, Greek Philosophy, 38–39.
  22. Burnet, Greek Philosophy, 40–49.
  23. C.M. Bowra 1957 The Greek experience p. 166"