فلسفي وگړپوهنه
فلسفي وگړپوهنه د فیلسفوفانو، په ځانگړي توگه سیاسي فیلسوفانو ترمنځ یوه گرمه موضوع گڼل کېږي. په دې موضوع کې څلور مهمې پوښتنې دي چې لا تر دې دمه سمې نه دي ځواب شوې: خو که اسلام ته توجو وکړي اسلام حل کړي دي د اسلام له نظره: د انسان بنسټیز فطرت ثابت دی لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایي: «كل مولود يولد على الفطرة» (هر ماشوم پر فطرت زېږي) خو اخلاق، عادتونه او عمل بدلېدای شي د روزنې، تعلیم او تقوا له لارې. نو: فطرت ثابت دی
کردار او اخلاق بدلېدونکي دي
(۲) تر کوم حده بشري فطرت د هغه له بدني او فېزیکي وضیعیت څځه دی او تر کوم حده د هغه له ټولنیزو او فرهنگي تاثیراتو څخه!؟ ددې پوښتنې ځواب به تر کوم حده د سیاسي فلسفې تدوین لپاره څه پایلې ولري؟
شریعت وايي: انسان د بدن او روح مجموعه ده فطرت یې الهي دی خو ټولنه، کورنۍ او فرهنګ یې پر اخلاقو اغېز کوي قرآن کریم فرمایي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ ما بِقَوْمٍ حَتّى يُغَيِّرُوا ما بِأَنْفُسِهِمْ﴾ نو پایله: اخلاق او عمل د ټولنې او تربیې تر اغېز لاندې راځي او دا خبره د سیاسي فلسفې لپاره مهمه ده، ځکه چې: اسلامي سیاست د اخلاقو اصلاح ته لومړیتوب ورکوي، نه یوازې قوانینو ته.
(۳) ایا د انسان فطرت او انگېزې د هغه تر واقعي شرایطو تر اغیز لاندې دي یا برعکس هغه پرتلنه (مقایسه) چې شخص یې له خپلو اطرافیانو سره ترسره کوي، مهمتره ده؟
اسلام دواړه مني: انسان له ستونزو او آسانیو اغېزمنېږي خو تر ټولو مهمه خبره تقوا او باطني کنټرول دی قرآن: ﴿إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ﴾ نو:
واقعي شرایط اغېز لري خو تقوا تر ټولو قوي عامل دی
(۴) ایا کولای شو سیاسي فلسفه داسې جوړه او بیان کړو چې د انساني فطرت په اړه له هر ډول جدلي کړنو ترسره کولو څخه پاکه وي؟ شریعت له نظره: ❌ نه ځکه چې: اسلام سیاست د اخلاقو، عدالت او فطرت پر بنسټ ولاړ ګڼي بې له دې، سیاست ظلم او فساد ته ځي رسول الله ﷺ فرمایي: «كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته» که څه هم فیلسوفان تردې دمه ددې څلورو پوښتنو ځوابولو باندې نه دي برلاسي شوي، مګر اسلام هر څه رااخيستي دي
د انسان د فطرت بدلون د شریعت له نظره
اسلام وايي: فطرت نه بدلېږي خو انسان تزکیه کولی شي قرآن: ﴿قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا﴾ یعنې: نفس اصلاح کېږي
اخلاق لوړېږي خو فطرت هماغه الهي پاتې کېږي.[۱]
د انساني فطرت بدلون موندنه
[سمول]؛ د انسان د کمال معتقد فیلسوفان د ارسطو په گومان دا داخلي بدلون د اخلاقپوهنې په وسیله کېدای شي ترسره شي.[۱]
هغه ډله فیلسوفان چې د انسان د کمال گروهمن دي په دوه ډلو وېشل شوي: طبیعت-پال او د هغې ضد (طبیعت نه پالونکي).[۱]
؛ د انسان فطرت او طبیعت بدلون نه موندونکي نظریې فلاسفه. ټول فیلسوفان په دې گروهه دي چې د طبیعتپاله انسان فطرت تغیر نه منونکی گڼي.[۱]
تړلې لیکنې
[سمول]لمنلیکونه
[سمول]سرچینې
[سمول]
| ||||||||||||||||||||||||||