عيسوي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا



عیسوي/مسیحي فلسفه کې ټولې هغه فلسفې شتون لري چې د مسیحیانو له‌لورې، یا د مسیحیت دین سره په تړاو کې ترسره کېږي. مسیحي فلسفه د ساینس او ایمان د پخلاینې په موخه وپنځېدله او د مسیحي مکاشفې په مرسته له طبیعي عقلي بیانونو څخه پیلېږي. د اَوګوستین په څېر، یو شمېر متفکران پر دې باور وو چې د ساینس او ایمان ترمنځ یوه همغږه اړیکه شتون لري؛ د ترتلیانو په څېر، ځینو نورو ادعا وکړه چې یو تناقض شتون لري او نورو بیا د توپير ورکولو لپاره یې هڅه کوله. [۱]

ځیني مَدرسیان شته چې په‌خپله مسیحي فلسفه تر پوښتنې لاندې راولي. هغوی ادعا کوي چې مسیحي تفکر کې هېڅ کوم اصالت او نوښتګري نشته او واړه جاجونه او نظریې ورته له یوناني فلسفې څخه په میراث پاتې دي. نو له‌دې امله، مسیحي فلسفه له یوې داسې فلسفي تفکر څخه ساتنه کوي، چې په ټاکلې او دقیقه توګه، لا پخوا د یوناني فلسفې له‌لورې بیان شوې ده.[۲]

سره له‌دې، بېنر او ګیلسون ادعا کوي چې مسیحي فلسفه د لرغونې فلسفې یوه ساده بیاوینه نه‌ده، که څه هم هغوی د یوناني ساینس – هغه پوهه چې د افلاطون، ارسطو او نوي افلاطوني فیلسوفانو له‌خوا وپنځول شوه – پوروړي پاتې دي. هغوی ان ادعا کوي چې یوناني هڅوب په مسیحي فلسفه کې، په ټوله معنی، ژوندی ساتل کېږي.[۳]

تاریخي اړخونه

مسیحي فلسفه د دوه‌یمې زیږدیزې پېړۍ په شاوخوا کې پیلېږي. دغه فلسفه د مسیحي ټولنې د هغه غورځنګ په ترڅ راولاړه شوه، چې د «کلیسایي مشرپېژندنې (Patristics)» په نوم پېژندل کېږي او اصلي موخه له مسیحیت څخه ننګه وه. وروسته له یوولسمې پېړۍ، مسیحي فلسفه د ښوونیزې فلسفې له لارې لا غوړېږي. دا نو د منځنیو پېړیو فلسفې پېر ؤ چې تر پنځلسمې پېړۍ پورې غځېږي، څرنګه چې «T. Adão Lara» هم ورته اشاره لري. له شپاړلسمې پېړۍ را په‌دې خوا، مسیحي فلسفه له خپلو تیوري‌ګانو سره، د خپلواکو ساینسي او فلسفي تیوري‌ګانو ترڅنګ په ګډه اوسېږي.[۴]

دغه ټکي ته په کتو سره چې د مسیحي فلسفې پیل د مسیحي دین پيغام دی، د مسیحي مفکورو پراختیا په پایله کې، دغه فلسفه د یونانیانو له فلسفې څخه راجلا کوي.

لارا مسیحي فلسفه په درې مهالي پېرونو باندې وېشي:

  • لومړنۍ فلسفه: کلیسایي مشرپېژندنه یا Patristics (له ۲مې تر ۷مې ز پېړۍ)؛
  • د منځنیو پېړیو فلسفه: ښوونیزه فلسفه (۹مې تر ۱۳مې ز پېړۍ)؛
  • لومړنۍ-نومهاله فلسفه: (۱۴مې تر ۱۵مې زېږ پېړۍ).[۵]

ځانګړې ځانګړنې

طبیعي څرګندونه

د مسیحي فلسفې، فلسفي پیل ټکی منطق دی، خو مسیحي الهیات‌پوهنه هم باید له پامه ونه‌غورځوو. که څه هم د الهیات‌پوهنې عقیدتي اصولو او مسیحي فلسفه کې د فلسفي انګازې ترمنځ یوه اړیکې شانې شتون لري، خو دغه انګازې ډېرې عقلاني راڅرګندېږي. د دوو څانګو په پام کې نیولو له اړخه، که چېرې د یوه استدلال لږ تر لږه یو اړخ له مکاشفې څخه استنباط شوی وي، نو استدلال د الهیات‌پوهنې ډګر پورې اړوند ګرځي؛ پرته له‌دې، فلسفې څانګې پورې اړوند دی.[۶][۷][۸]

د ایمان د حقیقتونو توجېه

د مسیحي فلسفې سترې هیلې او ارمانونه، د طبیعي عقل له لارې د دیني اعتقادونو عقلاني جوتَونې دي. د مسیحي فیلسوف کړه‌وړه، ورځني ژوند کیهان‌پوهنې او ورځني ژوند پورې اړوند مسایلو باندې د ایمان له لارې ټاکل کېږي. سیکولر فیلسوف ته په ناورته ډول، مسیحي فیلسوف د ابدي تلپاتې حقیقت د پېژندنې لپاره، د دیندارۍ له لارې ټاکل شویو شرایطو په لټه کې دی.[۹]

څرنګه چې مسیحي دین اوس‌مهال برلاسه دی او د ټولو ارزښتونو پر دقیق بیانولو باندې تمرکز لري، پر مسیحي فلسفه باندې نیوکې کېږي. څرنګه چې فلسفه په‌خپله نیوکګره ده او دین د مکاشفې/وحیې او بنسټیزو جزمي عقیدو پر ستنو ولاړ دی، نو د فلسفې او دین ګډشتون ته د شک په سترګه کتل کېږي. لارا پر دې باور دی چې، په منځنیو پېړیو کې، که څه هم دین او الهیات‌پوهنه برلاسه وو، ځینې ګروېږنې او لیکنې وې چې فلسفي ځانګړتیاوې یې درلودې. په دغه ترتیب سره، مسیحي فلسفه د عقیدو پر بنسټ رامنځ‌ته شوه، خو په ځینو اړخونو کې، د ځینو فلسفي اغېزمنو جوړښتونو څخه مخنیوی ونه‌شو.[۱۰]

دود دستور

یوه مسیحي فلسفه له یوشمېر پخوانیو فلسفو څخه پنځېدلې ده. ژَوستین د یوناني فلسفې پر بنسټ ولاړه ده چې په اَوګوستین او کلیسایي مشرپېژندنه (Patristics) څانګو کې یوه اکاډمي ده. دا د مسیحي یا یهودي د فلسفي تفکر په دود کې دی، چې له «لرغوني پېر» او په تېره بیا د انجیل په پیغام کې ورته په میراث رسېدلی دی، چې د پيغام په اصلي برخه کې ثبت او د مسیحیت تر ملاتړ لاندې دی.

ښوونیزه فلسفه، هم له اسلامي او هم له یهودي فلسفې څخه اغېزمنه ده. دا مسیحي اروپا، په ټوله معنی، تر خپلې اغېزې لاندې پاتې نه‌شوه، بلکې له نورو هڅوبونو او دودونو څخه ژورې او پياوړې اغېزې یې وزغملې. [۱۱]

د اصولي کولو الواک

په یوې بشپړه همغږه بڼه واقعیت ته د اړوند مسایلو، په هراړخیز او منظم ډول، اصولي کولو لپاره هڅې روانې دي. د یوې نوښتګرې روحیې تشه لیدل کېږي، چې له یوه ټولیز الواک سره جبرانېدلای شي. مسیحي مکاشفه په‌خپله مسیحي ته یو ټولیز الواک وړاندې کوي.[۱۲]

سرچینې

  1. Murray, Michael J.; Rea, Michael (2016). Zalta, Edward N. (المحرر). Philosophy and Christian Theology. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Existe uma filosofia cristã. 1978. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Boehner, Philoteus. Gilson, Etienne. História da filosofia cristã: desde às origens até Nicolau de Cusa, 8a edição, Petrópolis, Vozes, 2003, pág. 571
  4. "What are the Patristics, and why should we study them?". www.monergism.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lara, pág. 13.
  6. Boehner, pág. 10
  7. Peter van Inwagen (May 2018). Metaphysics (4th ed.), Taylor and Francis, ISBN 9780429963575. metaphysics must be distinguished from sacred or revealed theology. Theology is, by definition, the science or study of God. Theology partly overlaps metaphysics. What is common to theology and metaphysics is usually called philosophical, or natural, theology. It is the remaining part of theology that is called sacred, or revealed, theology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  8. "Murray, Michael J. and Michael Rea, "Philosophy and Christian Theology", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2020 Edition), Edward N. Zalta (ed.)". On this way of seeing the two disciplines, if at least one of the premises of an argument is derived from revelation, the argument falls in the domain of theology; otherwise it falls into philosophy's domain. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boehner, pág. 10-11
  10. Lara, pág. 11
  11. Lara, pág. 13
  12. Boehner, pág. 12