Jump to content

لوېديځه فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوېديځه فلسفه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

لوېدېځه فلسفه، د لوېديځې نړۍ فلسفي اندونه او آثار په خپله لمن کې رانغاړي. له تاريخي پلوه دا اصطلاح د لوېديځ کلتور فلسفي افکارو ته کارول کېږي، کوم چې له سقراط څخه مخکې له لرغونې يوناني فلسفې څخه پيلېږي.د «فلسفې» ټکی، د لرغوني يوناني «فيلوسوفيا» ټکي څخه اخستل شوی، چې ټکی په ټکی معنا يې «له هوښيارتيا سره مينه»، «مينه کول» او «هوښيارتيا» ده.

تاريخ

[سمول]

لرغونی

[سمول]

د لوېديځې فلسفې په غېږ کې یې هغه فلسفي ستونزې رانغښتي ديې، کومې چې نن پېژندل شوې، خو ډېرې نورې برخې هم په کې شاملې دي، لکه: سوچه رياضيات او طبيعي علوم، فزيک، ستورپېژندنه او بيالوژي (د بېلګې په توګه: ارستو د دې ټولو موضوعاتو په اړه لیکل کړي).

له سقراط مخکې

[سمول]

له سقراط مخکې فيلسوفانو په اسمان پېژندنه کې لېوالتيا لرله، د کايناتو په طبيعيت او اصليت کې، په داسې حال کې چې په دې اړوند پوښتنو ته افسانوي ځوابونه ويل يې ردول. دوی په ځانګړي ډول، د نړۍ په ار «ارک» (لومړی لامل يا اصل) کې لېوالتيا لرله. لومړی پېژندل شوی فيلسوف، د «ميلټس تالس» (په لونيا کې له ميلاد مخکې ۶۲۵ کې زېږېدلی) اوبه د اصل په توګه پېژني (ادعا لري چې هر څه اوبه دي). دې پايلې ته د رسېدو په موخه، د څار او لټون څخه د ګټې اخستنې له امله، د لومړي فيلسوف په توګه، د هغه د پېژندل کېدو لپاره دليل دی. د تالس شاګرد اناکزيمانډر ادعا کړې، چې آر «اصل» غیر محدود او بې پايه و.د تالس او اناګزيمانډر په پيروي کولو سره ميلتوس اناګزيمنس ادعاکړې، چې د اصل لپاره هوا تر ټولو غوره نوماند دی. [۱][۲]

فيثاغورث (له ميلاد مخکې ۵۷۰ کې زېږېدلی) چې د ايونيا په سواحلو کې د ساموس د ټاپو اوسېدونکی دی او وروسته په سويلي ايټاليا کروټون (مګنا ګريشيا) کې اوسېدلی. فيثاغورثيان ادعا کوي چې، هر څه شمېر دی، دوی د پخوانيو لونيانو د موادو په خلاف، رسمي محاسبې وړاندې کوي. د يوې ډلې له خوا په موسيقۍ کې د چوپو واټنونوپه کشفولو سره يې، په فلسفه کې د همغاړي توب تصور ثبت کړ، کوم چې اټکل کوي، چې تضادات کولای شي، نوي شيان رامنځ ته کړي. دوی په متمپسيکوزيس باور درلود، چې هغه د روح لېږد يا په بل جسم کې د روح ننوتل «تناسخ» دی.[۳]

د نورو فلسفيانو په خلاف چې باور لري، اصل په نورو ګڼو شيانو کې لېږدېدلی دی، پارمينډيس یقین لري چې، نړۍ بايد مفرد او يوه، نه بدلېدونکې او تلپاتې وي، په داسې حال کې چې هر څه چې د دې په خلاف اټکل کوي، هغه يو وهم دی. د ايليا زينو د ډېروالي او بدلون (د خوځښت له نظره) د ویم په اړه د پارمينډيس د اندونو د ملاتړ په موخه د دې د ثابتولو لپاره ،چې هغه ناشوني دي، خپل مشهور تضادات جوړ کړي دي. هراکليتوس يوه بديله تشرېح وړاندې کړې، هغه ادعا کړې چې هر شي د تل لپاره په دوران کې دي او دې مشهور ليد ته اشاره کوي چې، هېڅوک دوه ځلې په يوه سمندر کې نه شي ښکته کېدای.  شونې ده چې، امپدوکلس د پارمينډيس او فيثاغورثيانو ملګری وي. هغه ادعا کړې چې، اصل په واقعيت کې له ګڼو سرچينو څخه جوړ شوی و او په دې ډول د څلورو کلاسليکو عناصرو نمونه وړاندې کوي. ده په خپل وار سره د مينې او لانجې د ځواک له لارې عمل وکړ او د عناصرو يوه ګډوله يې رامنځ ته کړه، چې له دې څخه نړۍ جوړه شوه. د هغه د پخواني هممهالي اناکساګوراس له خوا د بهرني ځواک د عملي کېدو د اغېز په اړه بله نظريه وړاندې شوه، چا چې ادعا کړې، چې عقل او ذهن د دې هر څه مسئول دی. ليوسيپوس او دموکريتوس د نړۍ د بنسټيز طبيعيت د تفسير لپاره د اټوميزم وړانديز کړی. جوناتن بارنز، اتوميزم «د لومړي يوناني فکر د اوج ټکی» بللی  دی. [۴][۵][۶][۷][۸]=

پر دې فيلسوفانو سربېره، سوفستايان د بلاغت ښوونکي هم وو، چا چې زده کوونکو ته ورزده کړل، چې د يوې موضوع د هر اړخ په اړه بحثونه وکړي. د يوې ډلې په توګه، دوی ځانګړي اندونه نه لرل، په عموم کې دوی ذهن پالنې او نسبت پالنې ته وده ورکړه. د سوفستايي فيلسوفانو له جملې نه، یوه اغېزناک فیلسوف پروتاګوراس ادعا کړې ده چې: «انسان د ټولو شیانو معيار دی» او وړانديز کوي چې، هېڅ عيني حقيقت نه شته. دا په اخلاقي موضوعاتو هم عملي شو، په دې ډول چې پروډيکوس استدلال کوي چې، له قوانينو سره بايد جدي چلند ونه شي، ځکه هر وخت بدلېږي، په داسې حال کې چې انتيفون ادعا کړې ده چې، په ټولنه کې بايد يوازې د عمومي اخلاقو پيروي وشي.[۹][۱۰]

کلاسيکي پړاو

[سمول]

د لرغوني يونان د فلسفې کلاسيکي پړاو، په سقراط او د زده کوونکو په هغو دوو نسلونو تمرکز کوي، چې له سقراط څخه پيروي کوي.

د سقراط په ژوند کې هغه مهال بدلون راغی، کله چې د هغه ملګري کريفون د اوراکل دلفيا څخه لېدنه وکړه، چېرې چې پاتيا هغه ته وويل چې: په اتنز کې له سقراط څخه هېڅوک پوه او هوښيار نه شته. کله چې سقراط له دې خبر شو، هغه به ډېر وخت په اتن کې له خلکو پوښتنه کوله چې، څوک به ورسره مرسته وکړي، تر څو د پيتيا د دې ادعا په اړه څېړنه وکړي. سقراط نيوکه کوونکې تګلاره رامنځ ته کړه چې، اوسمهال د سقراط په طريقه ياديږي، تر څو د خلکو نظريات وازمويي. هغه د انسان د ژوند پر مسائلو تمرکز وکړ: ژوند، عدالت، ښکلا، حقيقت او برتري. که څه هم سقراط خپله هېڅ نه دي ليکلي، د هغه شاګردانو اپلاتون او زنفون د سقراط د ځينو ويناوو په اړه ليکل کړي دي، سره له دې چې اپلاتون په خپلو ځينو بحثونو کې سقراط يو خيالي شخصيت بللی دی. دا سقراطي بحثونه، سقراطي تګلارې څرګندوي، چې د فلسفي ستونزو د ازمېښت لپاره عملي شوي دي.[۱۱]

د سقراط پوښتنو، هغه ته دښمنان پيدا کړل او په پايله کې په بې دينۍ او د ځوانانو په بې لارې کولو تورن شو. د اتن ديموکراسۍ، هغه محاکمه کړ، مجرم وبلل شو او په اعدام محکوم شو. که څه هم د هغه ملګرو، هغه ته له زندانه د تېښتې وړانديز وکړ، سقراط په اتن کې پاتې کېدل غوره کړل، تر څو خپل اصول ومني. د هغه په اعدام کې د شوکران زهرو څښتل و. هغه له ميلاد مخکې په ۳۹۹ کال کې مړ شو.[۱۲][۱۳]

د سقراط له مرګ وروسته، اپلاتون د اپلاتوني اکاډمۍ او اپلاتوني فلسفې بنست کېښود. د سقراط په څېر اپلاتون هم برتري او پوهه يو شان بلل. دې چارې، هغه د معرفت پېژندنې په اړه پوښتنو ته اړ کړ، په دې ډول چې پوهه څه ده او پوهه څه ډول تر لاسه کېدای شي.

سقراط يو شمېر نور زده کوونکي هم لرل، چې هغوی هم فلسفي مکاتب جوړ کړل. دوو يې لنډ عمر درلود: ارتريايي فکري مکتب، چې فايدن اليس يې بنسټ اېښی و او مګارايي مکتب ،چې د مګاريا اقليدس يې بنسټ اېښی و.  دوه نور يې تر اوږدې مودې پاتې شول: ساينيسيزم چې انتيستينيس يې بنسټ ايښي و، او سيرنايسيزم چې اريستيپوس يې بنسټ ايښي و. ساينيسيانو ، د ژوند موخه په ذهد کې، له طبيعيت سره په سمون کې تېرول بلل، د شتمنۍ، ځواک او شهرت هر ډول پېژندل شوي تمايلات يې ردول، چې د باورونو له هر ډول ملکيت څخه پاک او اسانه ژوند رامنځته کړي. سايرينيکيانو، د ساينيسيانو په وړاندې نږدې بيخي مخالفې فلسفې ته وده ورکړه، خوند پالنه يې تاييدوله او باور يې درلود چې، خوند او خوښي تر ټولو پياوړې، ښه او په ځانګړي ډول سملاسي خوشحالي ده او دا چې خلک بايد يوازې خپلې تجربې وپېژني، له دې حقيقت ورهاخوا هر څه د پېژندنې وړ نه دي.

په کلاسيک پړاو کې وروستی رامنځ ته شوی فلسفي مکتب (مشائي مکتب) و، چې د اپلاتون شاګرد ارستو رامنځ ته کړی و. ارستو تر ډېره بريده د فلسفي پر اړوندو موضوعاتو ليکل وکړل، چې په هغې کې فزيک، ژوند پېژندنه، حيوان پېژندنه، ماوراء الطبيعة، ښکلا پېژندنه، شاعري، سينما، موسيقي، بلاغت، سياست او منطق شامل دي. ارستويي منطق، د خپل ډول لومړی منطق و، چې د هر ډول معتبر قیاس د ډلبندي کولو هڅه يې وکړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Grayling 2019، م. 12.
  2. Grayling 2019، م. 11.
  3. Grayling 2019، م. 23.
  4. Grayling 2019، م. 28.
  5. Grayling 2019، م. 43–45.
  6. Grayling 2019، م. 50.
  7. Grayling 2019، م. 36–37.
  8. Grayling 2019، م. 32.
  9. Grayling 2019، م. 57.
  10. Grayling 2019، م. 53.
  11. West, Thomas G., and Platon. Plato's Apology of Socrates: an interpretation, with a new translation. Ithaca, NY: Cornell University Press, 1979.
  12. Grayling 2019, p. 68 Plato believed that the senses are illusionary and could not be trusted,Grayling 2019, p. 68 illustrating this point with the allegory of the cave. He thought that knowledge had to be sourced from eternal, unchanging, and perfect objects, which led to his theory of forms.Grayling 2019, p. 68 Alfred North Whitehead claimed that "Philosophy is footnotes to Plato".
  13. Evangeliou, Christos C. (2001). "European Philosophy: Simply a Series of Footnotes to Plato?". Mediterranean Studies. 10: 167–180. ISSN 1074-164X. JSTOR 41166929.
  14. Grayling 2019، م. 89.
  15. Grayling 2019، م. 94.
  16. Grayling 2019، م. 92.
  17. Grayling 2019، م. 88.