پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

علم هغه منظمه دستګاه ده چې د نړۍ په اړه د ازموېنې وړ څرګندونو او وړاندوېنو په بڼه پوهه رامنځته کوي او تنظيموي. [۱][۲][۳][۴]

د علم تر ټولو لومړۍ ريښې له ميلاد شاوخوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو مخکې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل شوي دي. د رياضياتو، ستورپېژندنې او طب په برخه کې د دوی کار د يونان د لرغونې زمانې په طبيعي فلسفه کې داخل او هغې ته يې بڼه ورکړه. چې په کايناتو کې د طبيعي لاملونو له مخې یې د پېښو په اړه د توضحياتو په ورکولو سره رسمي هڅې پیل شوې. د لويديځې رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، د منځني عصر د لومړيو پېړيو (۴۰۰ تر ۱۰۰۰)  په اوږدو کې په لويديځه اروپا کې د نړۍ په اړه د يوناني تصور پوهه له منځه لاړه؛ خو د اسلامي زرين عصر پر مهال په اسلامي نړۍ کې وساتل شوه. له لسمې پېړۍ تر ديارلسمې پېړۍ پورې په لوېديځه اروپا کې د يوناني کارونو او اسلامي څېړنو تر لاسه کېدو او جذب کېدو سره "طبيعي فلسفه" راژوندۍ کړه، چې وروسته په پوهنيز انقلاب سره بدله شوه او په شپاړسمه پېړۍ کې د پخواني يوناني تصور او رواياتو څخه په جلا کېدو د نويو نظرياتو او کشفياتو په ډول پیل شو. پوهنيزې طريقې ډېر ژر د پوهې د رامنځ ته کولو  په برخه کې ستر نقش اداء کړ او تر نولسمې پېړۍ پورې "طبيعي فلسفه" په "طبيعي پوهه" بدله شوه، تر څنګ يې د پوهې ډېرې مسلکي ځانګړتیاووې رامنځته شوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نوې پوهه په معمول ډول په درې سترو څانګو وېشل شوې چې هغه دا دي: طبيعي علوم (لکه بيالوژي، کيميا او فزيک)، چې طبيعيت په پراخ درک سره مطالعه کوي؛ ټولنيز علوم (لکه اقتصاد، روان پیژندنه او ټولنپوهنه)، چې وګړي او ټولنې تر مطالعې لاندې نيسي او رسمي علوم (لکه منطق، رياضيات او نظري کمپيوټري علوم)، هغه چې سروکار یې له نښو سره دی او په قوانينو اداره کيږي. ځينې مخالفتونه هم شته، چې ايا رسمي علوم په رښتیا هم يو علم دی؛ ځکه چې دا علوم د تجربوي شواهدو له مخې نه دي رامنځته شوي. هغه انتظامي لارې چارې چې علمي پوهه يې د عملي موخو له پاره کاروي، لکه انجنيري او طب، د تطبيقي علومو په توګه پېژندل شوي دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په علم کې نوې پوهه د ساينس پوهانو د څېړنو په مټ پرمختیا موندلې کوم چې د نړۍ په اړه د پلټنې او د ستونزو د هواري لپاره انګیزه لري. اوسنی علمي تحقيق تر ډېره بريده د ګډ کار له لارې کېدونکی دی او په عمومي توګه په اکاډميکو او څېړنيزو مرکزونو، حکومتي ادارو او شرکتونو کې د يوې ډلې له خوا تر سره کيږي. د دوی  د کار عملي اغېز د پوهنيزو تګلارو رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړه، کومې چې هڅه کوي د سوداګريزو توليداتو، وسلو، روغتيايي وسايلو، عامه زېربناوو او چاپېريال ساتنې پرمختګونو ته په لومړيتوب ورکولو سره په پوهنيزه دستګاه کې نفوذ وکړي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

تاريخچه

په پراخ مفهوم کې پوهه له اوسني عصر څخه مخکې او په ډېرو تاريخي تمدنونو کې موجوده وه. اوسنی علم په خپل مفهوم کې بدل او پايلو ته په کتنې سره بريالی دی، اوس د کلیمې په دقيقه معنی د علم تعريف کوي. په اصل مفهوم کې علم کلمه د پوهې يو ډول ته کارېده، نه د پوهې د يو مسلک لپاره د ځانګړي شوي لفظ په توګه. په مشخص ډول، لرغونې پوهه يو ډول پوهه وه چې خلکو کولای شول له يو بل سره پرې بحث وکړي او شريکه يې کړي. د بېلګې په ډول، د طبيعي شيانو د فعاليت په اړه پوهه له تاريخ څخه ډېر مخکې وخت کې ثبت شوې ده چې له همدې څخه پېچلي استنباطي فکر وده وکړه. دا پوهه د پېچلو تقويمونو، د خوراک لهپاره د زهري وښو د برابرولو طريقو، په ملي کچه عمومي کارونو، لکه هغه کارونه چې يانګتسه سيلابي دښتې يې د اوبو د زېرمې لپاره برابرې کړې، د اوبو بندونو او ډنډونو او لکه د اهرامونو د جوړولو په څېر کارونو په تر سره کولو ښودل شوې ده. خو بیا هم، د دا ډول شیانو د پوهو تر منځ کوم ثابت توپیر نه و، کوم چې په هره ټولنه کې رښتیا دي او لکه د ډله ییزې پوهې نور ډولونه لکه اسطورې او حقوقي نظامونه. د فلزاتو علم له تاريخ څخه وړاندې معلوم و او د وينکا کلتور لومړی هغه و چې ژېړو ته ورته مخلوط فلز به يې توليداوه. داسې فکر کيږي چې د مادو د ګرمولو او ګډولو لومړۍ تجربه د وخت په تېرېدو سره د کيميا په علم بدله شوه.   [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

لومړۍ رېښې

د پوهې تر ټولو لومړۍ رېښې له میلاد څخه شا خوا ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ کلونو وړاندې په پخواني مصر او بين النهرين کې موندل کېدای شي. که څه هم هغه مهال د «علم» او «طبيعيت» الفاظ او مفاهيم د خيالي ليد برخه نه وه، پخوانيو مصريانو او د بين النهرين خلکو په دې لړ کې کار وکړ چې وروسته يې بيا په يونان او د منځنيو پېړيو په علومو کې ځای پيدا کړ لکه رياضيات، ستورپېژندنه او طب. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې، لرغونو مصريانو د شمېر يو نظام رامنځته کړ چې په خاصيت کې اشارې وې او د دوی د هندسې د پوهې لاره يې پيدا کړه تر څو خپلې عملي ستونزې پرې هوارې کړي لکه د ناپ کوونکو او معمارانو ستونزې. ان دوی يوه رسمي جنتري هم رامنځته کړه چې دولس مياشتې، په هره مياشت کې دېرش ورځې او د کال په اخر کې يې پنځه ورځې درلودي. د طبي پاپيروس (يو ډول کاغذ دی) چې له میلاد څخه په ۲۵۰۰ -۱۲۰۰ مخکې کلونو کې ليکل شوي دي، لرغونو مصريانو باور درلود چې د ناروغيو اصلي لامل په بدن کې د شيطاني ځواک يا روحونو ننوتل دي. په همدې اساس، پر طبي درملنه سربېره، د روغولو په درملنه کې به دعاوې، جادو او مذهبي لارې چارې شاملې وې.[۴۳]

د بين النهرين لرغونو خلکو د بېلا بېلو طبيعي کيمياوي موادو د ځانګړتياو په اړه پوهه وکاروله تر څو خاورين لوښي، حلبي لوښي، ښېښه، صابون، فلزات، څرېښناک پلاستر او د اوبو ضد څيزونه جوړ کړي؛ دوی همدا راز د څارويو بدن پېژندنه، د بدن جوړښت او چلند د وړاندوينې د موخو لپاره مطالعه کړل. دوی همدا راز د ستورپېژندنې د مطالعې لپاره  د اسماني شيانو د خوځښت يو ډېر پراخ اسناد جوړ کړل. د بين النهرين اوسېدونکو په درملو کې ژوره لېوالتيا درلودله او د درملو لومړۍ نسخه د يور د درېيمې سلسلې پاچاهۍ پر مهال (۲۱۱۲ – ۲۰۰۴) په سومريانو کې راڅرګنده شوه. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې د بين النهرين خلکو د طبيعي نړۍ په اړه په معلوماتو راټولولو کې لږه لېوالتيا درلودله او عمدتاً يې علمي موضوعات مطالعه کول کوم به چې د دوی په مذهبي نظام کې د عملي کېدو وړ و يا به يې ورسره مستقيمه اړيکه درلودله. [۴۴][۴۵][۴۶]

پخوانۍ لرغونې زمانه

په پخوانۍ لرغونې زمانه کې، د اوسنيو عالمانو کوم حقيقي لرغونی سيال نه شته. د دې پر ځای، لوستي، عموماً د لوړې طبقې او په نړيواله کچه نارينه افرادو چې کله هم وخت موندلی په طبيعيت کې يې بېلا بېلې څېړنې کړي. له سقراط څخه د مخکېنيو فيلسوفانو له خوا د «طبيعيت» (لرغونې يوناني طبيعيت) د تصور د اختراع يا ايجاد څخه مخکې همدا الفاظ  د هغې طبيعي طريقې د تشریح له پاره کارول کېدل په کومه کې چې نباتات لوييږي، يا د مثال په ډول د هغې طرېقې لپاره په کومه چې يوه قبيله د خپل ځانګړي خدای عبادت کوي. له همدې امله، ادعا کيږي چې په دقيق مفهوم کې دا خلک لومړي فيلسوفان وو او همدا راز هغه لومړني خلک وو چا چې د طبيعيت او دود تر منځ څرګند توپير وکړ. له طبيعي پوهې څخه مخکې رامنځ ته شوې د طبيعيت فلسفه د طبيعت او شيانو د پوهې په توګه وپېژندل شوه، چې د هرې ټولنې له پاره سم دي. د دا ډول پوهې د ځانګړي مسلک نوم فلسفه و – د لومړي فيلسوف حوزه – فزيک پوهان. اصلاً دوی اټکل کوونکي او اند ورکوونکي و چې په ځانګړي ډول يې په علم نجوم کې ليوالتيا درلودله. په مقابل کې، لرغونو پوهانو، د طبعيت د تقليد لپاره په طبيعت د پوهېدو څخه د ګټې اخیستلو هڅه (مصنوعي يا تيکنالوژيکي) د ټيتې ټولنيزې طبقې د صنعتکارانو لپاره  زياته مناسبه بلله.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Наука
  1. کينډۍ:OEtymD
  2. Wilson, E.O. (1999). "The natural sciences". Consilience: The Unity of Knowledge (الطبعة Reprint). New York, New York: Vintage. د کتاب پاڼي 49–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-76867-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي vii–X. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511229-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي vii–X. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511229-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The historian ... requires a very broad definition of "science" – one that ... will help us to understand the modern scientific enterprise. We need to be broad and inclusive, rather than narrow and exclusive ... and we should expect that the farther back we go [in time] the broader we will need to be."  p.3—Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Grant, Edward (2007). "Ancient Egypt to Plato". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (الطبعة First). New York, New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-052-1-68957-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lindberg, David C. (2007). "The revival of learning in the West". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 193–224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lindberg, David C. (2007). "Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 163–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lindberg, David C. (2007). "The recovery and assimilation of Greek and Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة 2nd). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 225–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Principe, Lawrence M. (2011). "Introduction". Scientific Revolution: A Very Short Introduction (الطبعة First). New York, New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-199-56741-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lindberg, David C. (1990). "Conceptions of the Scientific Revolution from Baker to Butterfield: A preliminary sketch". In Lindberg, David C.; Westman, Robert S. (المحررون). Reappraisals of the Scientific Revolution (الطبعة First). Chicago, Illinois: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-34262-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lindberg, David C. (2007). "The legacy of ancient and medieval science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة 2nd). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 357–368. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Del Soldato, Eva (2016). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2016). Metaphysics Research Lab, Stanford University. مؤرشف من الأصل في December 11, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Grant, Edward (2007). "Transformation of medieval natural philosophy from the early period modern period to the end of the nineteenth century". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (الطبعة First). New York, New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 274–322. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-052-1-68957-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Oxford English Dictionary dates the origin of the word "scientist" to 1834.
  16. Cahan, David, المحرر (2003). From Natural Philosophy to the Sciences: Writing the History of Nineteenth-Century Science. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-08928-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lightman, Bernard (2011). "13. Science and the Public". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (المحررون). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 367. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-31783-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 164–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-18451-7. The changing character of those engaged in scientific endeavors was matched by a new nomenclature for their endeavors. The most conspicuous marker of this change was the replacement of "natural philosophy" by "natural science". In 1800 few had spoken of the "natural sciences" but by 1880, this expression had overtaken the traditional label "natural philosophy". The persistence of "natural philosophy" in the twentieth century is owing largely to historical references to a past practice (see figure 11). As should now be apparent, this was not simply the substitution of one term by another, but involved the jettisoning of a range of personal qualities relating to the conduct of philosophy and the living of the philosophical life. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Cohen, Eliel (2021). "The boundary lens: theorising academic actitity". The University and its Boundaries: Thriving or Surviving in the 21st Century 1st Edition. New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 14–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0367562984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Colander, David C.; Hunt, Elgin F. (2019). "Social science and its methods". Social Science: An Introduction to the Study of Society (الطبعة 17th). New York, NY: Routledge. د کتاب پاڼي 1–22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Social Science". Encyclopedia Britannica. (16 October 2020). Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  22. Löwe, Benedikt (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The formal sciences: their scope, their foundations, and their unity"]. Synthese 133 (1/2): 5–11. doi:10.1023/A:1020887832028. 
  23. Rucker, Rudy (2019). "Robots and souls". Infinity and the Mind: The Science and Philosophy of the Infinite (الطبعة Reprint). Princeton, New Jersey: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 157–188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691191386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bishop, Alan (1991). "Environmental activities and mathematical culture". Mathematical Enculturation: A Cultural Perspective on Mathematics Education. Norwell, Massachusetts: Kluwer Academic Publishers. د کتاب پاڼي 20–59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-792-31270-3. مؤرشف من الأصل في December 25, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Nickles, Thomas (2013). "The Problem of Demarcation". Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. Chicago: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bunge, Mario (1998). "The Scientific Approach". Philosophy of Science: Volume 1, From Problem to Theory. 1 (الطبعة revised). New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 3–50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-765-80413-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Fetzer, James H. (2013). "Computer reliability and public policy: Limits of knowledge of computer-based systems". Computers and Cognition: Why Minds are not Machines (الطبعة 1st). Newcastle, United Kingdom: Kluwer Academic Publishers. د کتاب پاڼي 271–308. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-443-81946-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Fischer, M.R.; Fabry, G (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Thinking and acting scientifically: Indispensable basis of medical education"]. GMS Zeitschrift für Medizinische Ausbildung 31 (2): Doc24. doi:10.3205/zma000916. PMID 24872859. 
  29. Abraham, Reem Rachel (2004). "Clinically oriented physiology teaching: strategy for developing critical-thinking skills in undergraduate medical students". Advances in Physiology Education 28 (3): 102–04. doi:10.1152/advan.00001.2004. PMID 15319191. https://semanticscholar.org/paper/3c0b0e54f94afbbcf003714f5ed8f8db1ecc72b0. Retrieved December 4, 2019. 
  30. Sinclair, Marius (1993). "On the Differences between the Engineering and Scientific Methods". The International Journal of Engineering Education. https://www.ijee.ie/contents/c090593.html. Retrieved September 7, 2018. 
  31. "About Engineering Technology". Purdue School of Engineering & Technology. د اصلي آرشيف څخه پر May 22, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Bunge, M (1966). "Technology as applied science". In Rapp, F. (المحرر). Contributions to a Philosophy of Technology. Theory and Decision Library (An International Series in the Philosophy and Methodology of the Social and Behavioral Sciences). Dordrecht, Netherlands: Springer. د کتاب پاڼي 19–39. doi:10.1007/978-94-010-2182-1_2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-010-2184-5. مؤرشف من الأصل في March 31, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. MacRitchie, Finlay (2011). "Introduction". Scientific Research as a Career (الطبعة 1st). New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 1–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781439869659. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. de Ridder, Jeroen (2020). "How many scientists does it take to have knowledge?". In McCain, Kevin; Kampourakis, Kostas (المحررون). What is Scientific Knowledge? An Introduction to Contemporary Epistemology of Science (الطبعة 1st). New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 3–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781138570160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lindberg, David C. (2007). "Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 163–192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Szycher, Michael (2016). "Establishing your dream team". Commercialization Secrets for Scientists and Engineers (الطبعة 1st). New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 159–176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138407411. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Marder, Michael P. (2011). "Curiosity and research". Research Methods for Science (الطبعة 1st). New York, New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521145848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Grant, Edward (1 January 1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "History of Science: When Did Modern Science Begin?"]. The American Scholar 66 (1): 105–113. 
  39. "... modern science is a discovery as well as an invention. It was a discovery that nature generally acts regularly enough to be described by laws and even by mathematics; and required invention to devise the techniques, abstractions, apparatus, and organization for exhibiting the regularities and securing their law-like descriptions."— p.vii Heilbron, J.L. (editor-in-chief) (2003). "Preface". The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي vii–X. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-511229-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "The historian ... requires a very broad definition of "science" – one that ... will help us to understand the modern scientific enterprise. We need to be broad and inclusive, rather than narrow and exclusive ... and we should expect that the farther back we go [in time] the broader we will need to be."  p.3—Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Pingree, David (December 1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Hellenophilia versus the History of Science"]. Isis 83 (4): 554–63. doi:10.1086/356288. Bibcode1992Isis...83..554P. 
  42. Sima Qian (司馬遷, d. 86 BCE) in his Records of the Grand Historian (太史公書) covering some 2500 years of Chinese history, records Sunshu Ao (孫叔敖, fl. c. 630–595 BCE – Zhou dynasty), the first known hydraulic engineer of China, cited in (Joseph Needham et al. (1971) Science and Civilisation in China 4.3 p. 271) as having built a reservoir which has lasted to this day.
  43. Rochberg, Francesca (2011). "Ch.1 Natural Knowledge in Ancient Mesopotamia". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (المحررون). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-31783-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. McIntosh, Jane R. (2005). Ancient Mesopotamia: New Perspectives. Santa Barbara, California, Denver, Colorado, and Oxford, England: ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 273–76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-966-9. مؤرشف من الأصل في February 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. A. Aaboe (2 May 1974). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Scientific Astronomy in Antiquity"]. Philosophical Transactions of the Royal Society 276 (1257): 21–42. doi:10.1098/rsta.1974.0007. Bibcode1974RSPTA.276...21A. 
  46. Biggs, R D. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Medicine, Surgery, and Public Health in Ancient Mesopotamia"]. Journal of Assyrian Academic Studies 19 (1): 7–18. 
  47. Lehoux, Daryn (2011). "2. Natural Knowledge in the Classical World". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (المحررون). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-31783-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. See the quotation in Homer (8th century BCE) Odyssey 10.302–03
  49. "Progress or Return" in An Introduction to Political Philosophy: Ten Essays by Leo Strauss (Expanded version of Political Philosophy: Six Essays by Leo Strauss, 1975.) Ed. Hilail Gilden. Detroit: Wayne State UP, 1989.
  50. Cropsey; Strauss (المحررون). History of Political Philosophy (الطبعة 3rd). د کتاب پاڼې 209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)