تصوف (عام)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تصوف په عام ډول  تصوف خدای  سره یو کیدو یا مطلق خدای کېدو په توګه پېژندل کیږې، مګر  د هوښیارۍ  د را پاریدو هر هغه ډول یا بدل شوي حالت ته هم ویل کېدای شي چې یوه مذهبي یا روحاني معنی ورکړل شوې وي. دا د انسان په دننه کې د وروستیو او پټو رښتینو اکتساب  او د بشرهغه  بدلون ته ویل کیږي چې د ډول ډول عملیو او تجربوله خوا یې ملاتړ کیږي.  [۱][۲]

د میستیسیزم (تصوف) اصطلاح د پخواني یونان څخه راوتلې ده چې د تاریخ په اوږدو کې هغه ته د مختلفو معناوو په ورکولو توافق شوی. دا دیونانۍ کلمې  μύω múō چې معنی یې "نژدې کیدل" یا "پټول" دی، تصوف د منځنیو او لومړیو پېړیو د عیسویت، مقدس کتاب پورې اړوند، عباداتي، روحاني او تفکري ابعادو ته هم وایي. د اوسني عصر په لومړیو وختو کې د تصوف تعریف نور هم پراخ شو چې  په هغه کې د فکر فوق العاده تجربو او حالاتو پوړې اړونده پراخ عقاید اومفکورې هم شامل شول. [۳][۴]

په اوسنیو وختو کې، تصوف یو محدود تعریف چې پراخه کارونې لري تر لاسه کړچې د معنی موخه یې له خدای ، مطلق او لایتناهی سره  یوځای کیدل دي. دا محدود تعریف  په یو زیات شمیر مذهبي عرفونو او عملیو باندې د تعمیل وړ ده چې "تصوفي تجربو" ته د کلیدي عنصر په توګه ارزښت ورکوي.    

له ۱۹۶۰ لسیزو  څخه را په دې خوا، پوهانو د تصوفي تجربو په علمي څیړنه کې د تعبیروونکو او تلپاتې وړتیاوو په روشونو بحث کړی دی. د دتلپاتې روشونو دریځ اوس د پوهانو له خوا له منځه وړل شوی او ډیری پوهان اوس قرینه یي روش چې کلتوری او تاریخې قرینه په پام کې ساتي کاروي. [۵][۶][۷][۸][۹]

لغت څېړنه[سمول]

د میستییسزم کلمه له یوناني کلمې μύω‍ څخه اخیستل شوې چې معنی يې " پټول دي " او ددې کلمې مشتق μυστικός, mystikos ده چې د مبتدي/ دراز محرم په معنی ده.  دیونان په ژبه کې د  μύω فعل یوه خورا مختلفه معنی لرلې ده چې لا هم کارول کیږي. لومړنۍ معناوې چې دې کلمې درلودلي دي " نوي راوړل    " او "  پیل کول " دي اونورې معناوې یې " معرفي کول "     " له یو شي د چا خبرول "  "روزل "   "  آشنا کول "    " د کوم شي په اړه لومړۍ تجربه ښودل ".

د μυέω (mueó or myéō) د فعل اړونده بڼه  په New Testament  یا د نوي پېرانجیل د مسیحیانو د مقذس کتاب معتبرو اصولو دویمه برخه ( دا د انجیل هغه برخه ده چې د عیسی مسیح ژوند تشریح کوي) . لکه څنګه چې د انجیل د موضوعاتوپه فهرست Strong's Concordanceکې تشریح شوی، معنی یې د معما د تجربه کوولو لپاره د سترګو او خولې پټول دي. د دې مجازي معني د معما د کشفولو پیل دي. یاده معنی د کفري رمزونو د پیل له ادابو څخه سرچینه اخلي. هغه څه چې په New Testament  کې ښکاري هغه د μυστήριον (mustérion or mystḗrion) په نامه اسم دی چې  دهغه ریښه د انګلیسي ژبې د معما یا راز له کلمې څخه راوتلې ده. ددې اصطلاح معني " پټ شی " ده، یو رمز یا یو رازچې دهغه پرانستل اړین وي. د راپورونو له مخې، په New Testament کې یې معني د خداي سپارښتنه راغلی ده چې یو وخت پټه وه خو اوس دواقعیت په توګه د خدای په کتاب کې ، په عمومي ډول د عیسوي مکاشفې  او یا په ځانګړې توګه د مسیحي وحیې د حقایقو د جزیاتو په بڼه ښکاره شوې ده.  

د تایلر ديونانې ژبې د قاموس له مخې، د μυστήριον د اصطلاح معنی " یو پټ شی  "  " راز "ده. هغه ځانګړې معني چې دا کلمه یې د کلاسیک قدامت له مخې لري یو مذهبی راز یا مذهبي رازونه چې یوازې لومړیو خلکو ته محرم وه اونه باید د هغوی له خوا عادي انسانانو سره شریک شي. په Septuagint ( په یوناني ژبه د یهودیانو مقدس کتاپ ) او New Testament  کې د دې معني یوپټ منظور یا سپارښتنه، یوه پټه اراده راغلی دی. دا کله ناکله د انسانانو د پټو وصیتونو خو ډېری وخت د خدای د پټې ارادې په معنی راغلی. د انجیل په یوه بله برخه کې دا د شیانو د پټ یا رمز لرونکي  حس په معنی راغلی ده. دا د ویناوو، نومونو او هغو څېرو تر شا د رازونو په معنی راغلی چې په ویښه یا خوب کې لیدل کیږي. د مقدس کتاب لاتینه پخوانۍ نسخه یا Vulgate ډېری وخت د دې کلمې یوناني معنی د لاتینې ژبې په sacramentum  یا دیني رسم په نامه ژباړلی دی.

د μύστης اسم (مفرد یې mustis یا mystis دی) د تازه راغلی په معنی ده یا هغه شخص ته ویل کیږي چې رازونو ته ننوتی وي. په ګریکو رومان ژبو کې د انا جیمینز سان کرستوبل Ana Jiménez San Cristobal د څیړنې له مخې رازونه  او اورفیزم ، چې مفرد حالت یې μύστης او جمع حالت یې μύσται دی په زړو یوناني متنونو کې دهغه شخص یا اشخاصو د معنی لپاره کاریده چې مذهبې رازونو ته ننوتل. د رازونو د مذهبونو دا پیروان په یوې ټاکل شوي ډلې پورې اړوند وه دې ډلې ته  لاس رسی د یوې پېژندنې له لارې لاس ته راوړل کیده. هغه دا مومي چې دا اصطلاحات د βάκχος (Bacchus یا د شرابو رب النوع) له اصطلاح سره یو ځای وه چې زړه وړونکو رازونو د تازه راغلو د یوې خاصې ډلې لپاره کاریده. دا اصطلاحات د هیراکلیتس Heraclitus ( یو یونانی فیلسوف چې اور یې دهر شي مبدا باله) په لیکنو کې وموندل شول. دا ډول پېلونونکي د هغو افرادو له متنونو چې تطهیر شوي وه او خاص مناسک یې تر سره کړي وه پېژندل کیږي. داسې ښکاري چې د کریتانس ( دجزیرې نوم دی)  په باره کې ایوریپایدس Euripides ( د پخواني یونان یو نمایشنامه لیکونکي)  یو نقل قول ښیي چې پېلونکی هغه څوک دی چې ځان زاهدانه ژوند ته وقفوي، له جنسي فعالیتونو لاس اخلي او له مړو سره  له اړیکې نیولو پرهېز کوي د βάκχος په نامه یادیږي. دا ډول پېلوونکو Dionysus Bacchus ( روماني خدای، یوناني خدای ) باندې عقیده درلوده چې د خپل خدای نوم یې و ټاکه او د خپل خدای د پېژندلو په لټه کې و. [۱۰]

تر شپږمې پېړۍ هغه څه چې اوس د تصوف په نامه یادیږي د contemplatio, c.q. theoria په نامه وه. د جونسټون Johnston, د وېنا له مخې، تعمق او تصوف دواړه د مینې هغه سترګې په اړه خبرې کوي چې د الاهیت واقعیتونو ته ګوري او سترګې پرې خښوي. [۱۱]

تعریفونه[سمول]

د پيتر مور Peter Moore د وینا له مخې، د تصوف اصطلاح یوه پېچلې خو یو اړینه ده. دا  یوه ټولیزه اصطلاح ده چې په یوه مفهوم کې هغه عملیې او مفکوري سره یوځای کوي چې په جلا توګه یې پراختیا موندلې ده. د دوپرې Dupré د وېنا له مخې تصوف په مختلفو ډولونو تعریف شوی دي او مېرکور Merkur ليکي چې د تصوف معنی یا تعریف په زمانو کې بدلون موندلی دی. موري Moore وړاندې لیکي چې تصوف د " یو نامعلوم، رمزي، پت او فوق الطبیعت شی" لپاره یوه مشهوره نښه ده. [۱۲][۱۳]

کشیشان لیکي "  هغه څه چې ښایي یوه ساده ښکارنده معلومه شي او یو مشترک نا مبهم شی وښیي، کم له کمه د دیني څېړنو په مختلفو کچو کې ناڅرګند او بحث پارونکی کیږي. په مسیحیت کې د ځواکمتوب او په نورو کلتورونو کې د ورته اصطلاحاتو د نشت له امله، ځینې پوهان د تصوف اصطلاح یوه ناکافی تشریح کوونکې ګټوره اصطلاح بولي. ځينې نور پوهان تصوف نا معتبره جوړښت بولي چې له روښانفکرۍ څخه وروسته نړېوالپالنې تولید دی.  [۱۳][۱۴]

له الهي سره یو کیدل یا مطلق خدای کیدل او د تصوف تجربه[سمول]

د نوي افلاطونیزم او هینوسیس ( په یونان کې کلاسیک تصوف) څخه را وتلې کلمه ده چې له خدای سره دیو کیدو او مطلق خدای کیدو په معنی پېژندل شوې ده. په دیارلسمه پېړۍ کې د یونیو مستیکا unio mystica  اصطلاح د " معنوي واده "، وجد یا فکري خوشحالي ده چې هغه وخت تجربه شو د عبادت موخه د نړۍ په هر ځای کې او د ده په ماهیت کې د خدای د موجودیت په اړوند تعمق اوفکر کول وي.  په نولسمې پېړۍ کې، د رومانتیسیزم تر اغیزې لاندې دا یووالی د یوې ديني تجربې په توګه تعبیر شو چې د خدای او متعالي واقعیت په باره کې د یقین رامنځ ته کوي. [۲][۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Moore 2005.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ McGinn 2005.
  3. King 2002، ص. 15.
  4. King 2002، صص. 17–18.
  5. Moore 2005، ص. 6356–6357.
  6. McMahan 2008، ص. 269, note 9.
  7. Paden 2009، ص. 332.
  8. Forman 1997، ص. 197, note 3.
  9. Horne 1996، ص. 9.
  10. San Cristobal 2009، ص. 51-52.
  11. Johnston 1997، ص. 24.
  12. Dupré 2005.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Moore 2005، ص. 6355.
  14. Parsons 2011، ص. 3.