بليز پاسکال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بليز پاسکال
(فرانسیسی: Blaise Pascal)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بليز پاسکال
بليز پاسکال

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جون ۱۶۲۳[۲][۳][۴][۱][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 19 اگسټ 1662 (39 کاله)[۲][۳][۶][۷][۹][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۱۶][۱۷][۱۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای پاريس (۱۶۳۱–۱۶۳۹)[۱۹]
پاريس (۱۶۴۸–۱۶۶۲)[۱۹]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۲۰][۱][۱۳][۱۴]
دينپوهنه [۲۰][۱]
فزيک پوه [۲۰][۱][۱۴]
ليکوال [۲۰][۱][۱۴][۲۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي [۱]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۱]
فرانسوي [۲۲][۱][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه [۲۴]
ادبيات [۲۴]
پنځپوهنه [۲۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر د هیپو آګوستین
رنه دیکارت [۲۵]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بليز پاسکال
بليز پاسکال

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بلیز پاسکال (د ۱۶۲۳ د جون ۱۹- د۱۶۶۲ د اګسټ ۱۹) يو فرانسوی رياضي پوه، فزيک پوه، مخترع، فيلسوف، ليکوال او د کاتوليکې مسيحي الهياتو متخصص و.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په کوچنيوالي کې روی ماشوم و چې د پلار له خوا یې روزنه تر لاسه کړې وه. پلار يې په روين کې د ماليې راټولوونکی و. په ریاضي کې د پاسکال لومړنی کار د  مخروطي مقاطعو په اړه و؛ هغه په شپاړس کلنۍ کې د تصویري هندسې په اړه مهمه علمي مقاله وليکله. پاسکال وروسته له «پير دو فرما» سره د شونتيا د نظريې په اړه ليکنې تبادله کړې چې په معاصر اقتصاد او ټولنيزو علومو يې پياوړی اغېز درلود. په ۱۶۴۲ ز کال کې  چې لا زلمی و، د محاسبې پر ماشينونو یې کار پيل کړل (چې د پاسکال د محاسبې ماشين او وروسته د پاسکالين په نوم ونومول شو). په دغه کال کې هغه د محاسبې د ميخانيکي ماشينونو له دوو مخترعينو څخه لومړی کس وپېژندل شو.[۳۱][۳۲]

پاسکال د خپل همعصره «رنی دکارت» په څېر د طبيعي او تطبيقي علومو له مخکښانو څخه ؤ. پاسکال د علمي تګلارې په ملاتړ لیکنې وکړي او څو لانجمنې پايلې يې رامنځ ته کړې. هغه د مایعاتو د مطالعې په برخه کې مهمې مرستې وکړې د «اوانګليسټا توهيچلي» د کار په عامولو سره يې د  فشار او تشې تصورات روښانه کړل. هغه د توهيچلي او ګالیلو ګالیله په پيروۍ سره په ۱۶۴۷ ز کال کې د ارسطو او دکارت په څېر طرحې رد کړې، چا چې ټينګار کولو چې په طبيعت کې تشه نه شته.

په ۱۶۴۶ ز کال کې نوموړي او د هغه خور ژاکلین په کاتوليک مسيحيت کې له يو مذهبي خوځښت سره وپېژندل چې مخالفينو يې جانسنيزم باله. له مذهبي تجربې وروسته په ۱۶۵۴ ز کال کې، هغه د فلسفې او الهياتو په اړه په اغېزناکو لېکنو پیل وکړ. د هغه دوه مهم کتابونه په همدې وخت کې لیکل شوي، چې هغه دا دي: Lettres provincials يعنې اقليمي مقالې او Pensées يعنې افکار چې لومړی کتاب يې د جانسونيانو او يسوعيانو د شخړو په اړه و. دویم يې د پاسکال د شرط په اړه دی چې د ماشين په اړه د بحث په نوم پېژندل کيږي او د خدای د وجود په اړه يو احتمالي باوري بحث دی. په همدې کال کې هغه د حسابي مثلث په اړه يوه مهمه مقاله ولیکله. د ۱۶۵۸ او ۱۶۵۹ ز کلونو ترمنځ هغه سايکلايډ (داېرې ته ورته شکل/دايروي) او د جامدو شيانو د حجم په معلومولو کې د هغو د کارولو په اړه لیکنه وکړه. [۳۳]

په ټول ژوند کې د پاسکال روغتيايي حالت ښه نه و، په ځانګړي ډول له اتلس کلنۍ وروسته؛ هغه د خپلې نهه دېرشمې کليزې څخه دوه مياشتې وروسته مړ شو.[۳۴]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

پاسکال په «کليرمو فيرها» کې زېږېدلی و، دغه سيمه د فرانسې په «اوويرني» کې له «ماسيف سانترل» سره نژدې ده. د درې کلنۍ په عمر يې مور انتوانت بګون مړه شوه. پلار يې ايتين پاسکال ۱۵۸۸-۱۶۵۱ز  چې  په ساينس او رياضي کې یې لېوالتیا لرله،  سيمه یيز قاضي او د «نوبليس دو روب» غړی و. پاسکال دوه خوېندې لرلې کشره يې ژاکلین او مشره يې ګيلبريت وه. [۳۵]

په ۱۶۳۱ ز کال کې د هغه له مړینې پینځه کاله وروسته، ايتين پاسکال له خپلو اولادونو سره پاريس ته کډه شو. پاريس ته نوې رسېدلې کورنۍ «لويس دلفالت» وګومارلو، هغه خدمتګار چې ډېر ژر د کورنۍ اصلي غړی شو. ايتين چې دویم واده يې ونه کړ پرېکړه وکړه چې په يوازې ځان به اولادونه روزي، ځکه هغوی ټولو فوق العاده فکري وړتيا ښودلې وه، په ځانګړي ډول د هغه زوی بلیز. ځوان پاسکال د رياضياتو او ساينس په برخه کې هېښوونکې وړتیا وښووله.[۳۶]

د « مخروطونو په اړه د پاسکال مقاله»[سمول]

د مخروطي مقاطعو په اړه د «دوسارګ» په اثارو کې پاسکال ځانګړې لېوالتيا نه لرله. د دوسارګ د فکر کولو په پيروۍ شپاړس کلن پاسکال د اثبات د وسيلې په توګه يوه لنډه مقاله وليکله چې «عرفاني هګزاګرام» يې باله، يعنی د مخروط په اړه  مقاله  او د رياضياتو په برخه کې خپل لومړی جدي کار يې په پاريس کې «پری مرسن» ته ولېږلو چې تر اوسه د پاسکال په قاعده پېژندل کېږي. هغه دا روښانه کوي که چېرې يو مسدس يا شپږ ضلعي په يوه دايره (مخروطي) کې ايسار کړای شي، نو د مقابل ضلعې درې نقطې به يې په يوه لېکه راشي (دې ته پاسکال نوم ورکړل شوی).

د پاسکال لیکل دومره پاخه او رسېدلي و چې رني دکارت فکر کولو چې د پاسکال پلار لیکلی دي. کله چې مرسني دکارت ته ډاډ ورکړ چې هغه یې اصلاً د زوی کار دی نه د پلار، دکارت په ډېرې بې پروايۍ سره رد کړ او ويې ويل: «دا ماته عجيبه نه ده چې هغه د مخروطي په اړه د لرغونو نمونو څخه زيات مناسب وړانديزونه کړي دي» هغه زياته کړه، «بلکې د دې موضوع په اړه نور موارد وړاندې کېدای شي چې شونې ده ډېر لږ دې د يو شپاړس کلن ماشوم مخې ته راشي». [۳۷]

له پاریس نه وتل[سمول]

په فرانسه کې هغه مهال دولتي منصبونه او دفترونه اخیستل کېدل او خرڅېدل. اتين په ۱۶۳۱ ز کال کې د کور ډی ايد د دویم رئيس په توګه خپله دنده په ۶۵۶۶۵ ليور وپلورلو. دغه پيسې د دولتي پاڼو د پور په برخه کې ورباندې پانګونه شوې وه.  دې کار که څه هم هغوی ته سوکاله ژوند نشو ورکولای، خو دوی ته يې د ارام ژوند زمینه برابره کړه چې د پاسکال کورنۍ ته يې پاريس ته د تلو او ښه  ژوند موکه ورکړه. خو په ۱۶۳۸ ز کال کې ريشيليو د دېرش کلنې جګړې دوام لپاره د پيسو په لټه کې و، و نه کړای شول چې د حکومت پورونه ورکړي ناڅاپه د اتين پاسکال شتمني له ۶۶۰۰۰ ليور څخه له ۷۳۰۰ ليورو ته راټیټه شوه.[۳۸]

د ډېرو نورو په څېر اتین هم اړ شو چې له پاريس څخه وتښتي، ځکه هغه د کاردينال ريشليو د مالي سياستونو سره مخالف و، خپل درې اولادونه يې د خپلې ګاونډۍ مادام سينکتوت ته پرېښودل. هغه ډېره ښکلې ښځه چې بدنامه ماضي يې لرله. چا چې په ټوله فرانسه کې تر ټولو ښايسته او فکري صالون درلود. هغه وخت اتین وبښل شو چې د هغه لور ژاکلین د کوچنيانو په يوه ننداره کې د ريشليو په حضور کې ښه ننداره وړاندې کړه. په داسې حال کې چې اتین د کاردينال د مهربانۍ له مخې بېرته راستون شوی و په ۱۶۳۹ زکال کې په روين کې د پادشاه د مالياتو کميسار وټاکل شو، هغه ښار چې د پاڅونونو له امله يې مالياتي مخينې له بشپړې بې نظمۍ سره مخ وې.

پاسکاليان[سمول]

په ۱۶۴۲ ز کال کې، د خپل پلار له له خوا د تاديه شويو او پور مالياتو د بې پايه او ستړي کوونکو شمېرلو او بيا شمېرلو (چې ځوان پاسکال هم دې کار ته ګومارل شوی و) د اسانولو په هڅه کې، پاسکال چې نولس کلنۍ ته هم نه وو رسېدلی د حساب يو ميخانيکي ماشين جوړ کړ چې د جمع او منفي کولو وړتيا يې لرله، دې ماشين ته يې د پاسکال د حساب ماشين يا پاسکالين ويل. له اتو پاسکالين ماشينونو څخه چې اوس پاتې دي څلور يې د پاريس د هنرونو او صنایعو په موزيم کې ساتل کيږي، يو يې د المان د درسدن د زوينګر په موزيم کې دی. د هغه دوه د حساب ميخانيکي اصلي ماشينونه نندارې ته ښودل کېږي. [۳۹]

که څه هم دغه ماشينونه د راتلونکو څلور سوه کلونو لپاره د حساب د ميخانيکي ماشينونو د پرمختګونو د لارو چارو او په يو ډول د کمپيوټر انجینيرۍ د برخې لپاره مخکښ دي خو بيا هم د حساب دغه ماشينونه ونه توانېدل چې ستره سوداګريزه بريا تر لاسه کړي. تر يو حده له دې امله چې دغه ماشين د کارولو پر مهال کلک و، خو شونې ده چې په لومړي سر کې له دې امله چې دا ماشين ډېر ګران و، نو په فرانسه او د اروپا په نورو سيمو کې د ډېرو شتمنو خلکو لپاره پاسکالين د لوبو يو شي او د حيثيت يوه نښه وګرځېده. پاسکال په راتلونکې لسيزه کې په خپله طرحه کې  پرمختګونو ته دوام ورکړ او هغه د پینځوسو ماشينونو يادونه کوي چې د ده د طرحې له مخې جوړ شوي وو. هغه په راتلونکو لسو کلونو کې شل نور بشپړ شوي ماشينونه جوړ کړل.[۴۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ https://www.biography.com/people/blaise-pascal-9434176 — د نشر نېټه: ۲۹ اگسټ ۲۰۱۸
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918679x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69p382v — subject named as: Blaise Pascal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3241 — subject named as: Blaise Pascal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3683 — subject named as: Blaise Pascal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/826598 — subject named as: Blaise Pascal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/pascal-blaise — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0049254.xml — subject named as: Blaise Pascal — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Blaise Pascal — Ökumenisches Heiligenlexikon ID: https://www.heiligenlexikon.de/BiographienB/Blaise_Pascal.html — سرليک: Ökumenisches Heiligenlexikon
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=pascalb — subject named as: Blaise Pascal
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=blaise;n=pascal — subject named as: Blaise Pascal
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/6054 — subject named as: Blaise Pascal
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1385/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/41924 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. https://www.archivesdepartementales.puy-de-dome.fr/ark:/72847/vta3ab949b4267c0522/daogrp/0#id:81977296?gallery=true&center=1463.385,-577.414&zoom=9&rotation=0.000&brightness=100.00&contrast=100.00 — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۱
  16. پیوستون : 118591843  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. پیوستون : 118591843  — سرليک: Паскаль Блез — نشرونه لخوا د: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978)
  18. پیوستون : 118591843  — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۱۷ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Паскаль Блез — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. https://gallica.bnf.fr/essentiels/pascal/propos-auteur
  20. پیوستون : 118591843  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  21. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918679x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/5951331
  24. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990006387 — د نشر نېټه: ۷ فبروري ۲۰۲۴
  25. https://www.biography.com/people/blaise-pascal-9434176
  26. Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Pearson Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Pascal". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  28. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  29. "Pascal". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  31. See Schickard versus Pascal: An Empty Debate? Archived 2014-04-08 at the Wayback Machine. and Marguin, Jean (1994). Histoire des instruments et machines à calculer, trois siècles de mécanique pensante 1642–1942 (په فرانسیسی ژبه کي). Hermann. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7056-6166-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. d'Ocagne, Maurice (1893). Le calcul simplifié (په فرانسیسی ژبه کي). Gauthier-Villars et fils. د کتاب پاڼې 245. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Blaise Pascal". Catholic Encyclopedia. 
  34. Hald, Anders A History of Probability and Statistics and Its Applications before 1750, (Wiley Publications, 1990) pp.44
  35. Devlin، ص. 20.
  36. O'Connor, J.J.; Robertson, E.F. (August 2006). "Étienne Pascal". University of St. Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. The Story of Civilization: Volume 8, "The Age of Louis XIV" by Will & Ariel Durant; chapter II, subsection 4.1 p.56)
  38. Connor, James A., Pascal's wager: the man who played dice with God (HarperCollins, NY, 2006) کينډۍ:Isbn p. 42
  39. A complete list of known Pascalines and also a review of contemporary replicas can be found at Surviving Pascalines Archived 2021-11-05 at the Wayback Machine. and Replica Pascalines Archived 2021-11-05 at the Wayback Machine. at http://things-that-count.net
  40. (fr) La Machine d'arithmétique, Blaise Pascal, Wikisource