د هیپو آګوستین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هیپو آګوستین (په لاتیني: Aurelius Augustinus Hipponensis؛ زوکړه: د ۳۵۴ زکال د نومبر ۱۳ مه – مړینه: د ۴۳۰ زکال د اګست ۲۸مه) چې د سپېڅلي آګوستین په نوم هم پېژندل کېږي د رومي شمالي افریقا په نومیدیا سیمه کې د هیپورګیوس لرغوني ښار بربر اصله فیلسوف او د الهیاتو عالم و. د هغه لیکنو په لویدیځې فلسفې او لویدیځ عیسویت پام وړ اغېز درلود او په پاتریستیکي (پلار پېژندنې) دوره کې د لاتینې کلیسا له مهمو پام وړ کلیسايي پلارانو ګڼل کېږي. د هغه په مهمو آثارو کې د خدای ښار (The City of God)، د عیسویت دکتورین (On Christian Doctrine) او اعترافات (Confessions) شاملېږي. [۱][۲]

د هغه د هم مهاله الهیات پوه او کشیش جروم په خبره آګوستین «لرغوني باورونه له سره را ژوندي کړل». په ځوانۍ کې نوموړي ماني آئین ته مخه کړه او ورپسې یې په نوې افلاطوني هېلنېستي فلسفې باور وموند. په ۳۸۶ زکال کې د عیسویت له منلو او د تعمید غسل له کولو وروسته آګوستین د فلسفې او الهیاتو په برخه کې مطالعات زیات کړل او بېلابېل لیدلوري او لارې چارې یې وړاندې کړې. هغه په دې باور چې د خدای رحمت د انسان د آزادۍ لپاره اړین دی، د لومړنۍ ګناه نظریه (دا چې انسان په طبیعت کې له ګناه سره لېوالتیا لري او په میراثي توګه ورته له آدم(ع) او بي بي حوا څخه دغه طبیعت پاتې شوی) یې رامنځته کړه او د مشروع جګړې د نظریې په پراختیا کې یې پام وړ مرسته وکړه. هغه مهال چې لویدیځه رومي سترواکي مخ پر زوال شوه، آګوستین کلیسا له مادي ځمکني جوړښت جلا د خدای معنوي ښار (د خدای کور) وګڼله. د تثلیث د مفهوم سره مطابق د کلیسا هغه جوړښت چې د نیقیه او قسطنطنیې د شورا له خوا تعریف شوی و تر ډېره پورې یې د On the Trinity په نامه د آګوستین له اثر سره مطابقت درلود. [۳][۴][۵]

آګوستین په کاتولیک کلیسا، ختیځې ارتدکس کلیسا، لوتري کلیسا ګانو او انګلیکن ټولنه کې د یو سپېڅلي په توګه ګڼل کېږي. نوموړی همدارنګه مخکښ کلیسايي لارښود او د آګوستینیانو د مذهبي فرقې رامنځته کوونکی ګڼل کېږي. د نوموړي د یادونې مراسم د اګست په ۲۸مه، د هغه د مړینې په ورځ ترسره کېږي. آګوستین د وربشو د اوبو د جوړونکو، نقاشانو، الهیات پوهانو او د یو شمېر ښارونو او سقف نشینه قلمرونو ملاتړی بلل کېږي. د هغه افکارو په پام وړ توګه د منځنۍ پېړۍ په نړیوال لرلید اغېز درلود. ډېری پروتستانتان په ځانګړې توګه کالوینېستان او لوتریان نوموړی د ژغورنې او الهي رحمت په برخه کې د خپلو لارښوونو له امله د پروتستانتي اصلاحاتو د الهیاتو پلار بولي. په ټولیزه توګه پروتستانت اصلاح غوښتونکي او په ځانګړې توګه مارتین لوتر نوموړی د کلیسا له لومړنیو غوره پلارانو بولي. لوتر خپله له ۱۵۰۵ زکال څخه تر ۱۵۲۱ زکال پورې د آګوستین سنتونو ته د اړوندو محافلو غړی و. [۶][۷][۸][۹]

په ختیځ کې د نوموړي لارښوونې تر ډېره د بحثونو موضوع ګرځېدلې، په ځانګړې توګه د جان رومانیدس له نیوکو سره مخ شوې، خو د ختیځې ارتدکس کلیسا نورو الهیات پوهانو او مخکښانو تر ډېره ګئورګیس فلوروفسکي په پام وړ توګه د هغه لیکنې تائید کړې دي. د فیلیوکه مفهوم (لاتیني: filioque؛ د «زوی څخه» په معنی) ته اړوند د هغه تر ټولو جنجالي دوکتورین د ختیځې ارتدکس کلیسا له خوا رد شوي. د هغه له نورو جنجالي لارښوونو له ډلې څخه د لومړنۍ ګناه، الهي رحم او جبر اړوند د هغه لیدلورو ته نغوته کولای شو. په داسې حال کې چې څرګندېږي په یو شمېر مواردو کې ترې تېروتنه شوې، خو له دې سره هم د یو سپېڅلي (قدیس) په توګه ګڼل کېږي او د ختیځې کلیسا په ګڼ شمېر مخکښانو په ځانګړې توګه یې په ګریګوري پالاماس پام وړ اغېز لرلی. د یونان او روسیې په ارتدکس کلیسا کې نوموړی د جون میاشتې په ۱۵مه نېټه لمانځل کېږي. تاریخ لیکونکی دیارمید ماکولوش لیکلي: «په لویدیځ عیسوي تفکر باندې د آګوستین اغېز په سختۍ سره د اغراق تر کچې رسول شوی؛ یوازې د هغه د خوښې وړ کس، پولس رسول و چې ډېر اغېز یې درلود او لویدیځوال هم تر ډېره نوموړي ته د آګوستین له سترګې ګوري». [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ژوند[سمول]

مخینه[سمول]

د هیپو آګوستین چې د سپېڅلي آګوستین یا سېنټ آستین په نومونو هم پېژندل کېږي په نړۍ کې د عیسویت په بېلابېلو فرقو کې خپل ځانګړی ځایګی لري او له همدې امله یې سپېڅلی آګوستین او د فیوضاتو لارښود ګڼي. [۱۹][۲۰]

آګوستین د نن ورځې د الجزایر هېواد د عنابه ښار بشپ یا لوړ ځایګی لرونکی پادري و. [۲۱][۲۲]

ماشومتوب او زده کړې[سمول]

آګوستین په ۳۵۴ زکال کې د نومیدیا رومي ایالت په طاغاست ښارګوټي (اوس مهال د الجزایر هېواد سوق اهراس ښار دی) کې وزېږېد. د هغه مور مونیکا بت پرسته وه او هغه مهال چې د مرګ په بستر کې وه عیسویت یې ومانه. هغه د ناویګیوس په نوم ورور او یوه خور لرله چې اصلي نوم یې اوس ورک دی، خو تر ډېره پورې د پرېپېتوا (Perpetua) په نوم یادېږي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

څېړونکي په دې اړوند یوه خوله دي چې آګوستین او د هغه کورنۍ په شمالي افریقا کې د بربریانو بومي قومي قبیلې ته اړوند و، خو هغوی په شدیده بڼه رومیان شوي و او په کور کې یې هم په ویاړ سره په لاتیني ژبه خبرې کولې. نوموړي په خپلو لیکنو کې د خپل افریقايي میراث، لږ تر لږه د خپلې اصلي جغرافیا او یا هم قوم اړوند یو شمېر اطلاعات وړاندې کړي. د بېلګې په توګه هغه آپولئیوس «زموږ افریقایانو تر ټولو بدنامه»، پونتیسیانوس «زموږ د کلي سړی، چې څرګند دی افریقايي دی» او د مایلو فاوستوس «د افریقايي جنټلمن یا هوښیار» په توګه یاد کړی. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۰][۳۰][۳۳][۳۰][۳۴][۳۰][۳۵]

آګوستین هغه مهال چې یوولس کلن و د مادوروس (اوس مهال ماداوروس) په نامه نومیدیا ته اړوند ښارګوټي کې ښوونځي ته ولاړ چې د طاغاست سویل لوري ته په ۳۱ کیلومترۍ (۱۹ مایله) کې پروت دی. همدلته نوموړی له لاتیني ادبیاتو او همدارنګه د مشرکانو له باورونو او اعمالو سره بلد شو. د ګناه د ماهیت اړوند د نوموړي لیدلوري له همدغه ځایه سرچینه واخیسته؛ هغه مهال چې هغه او ملګرو یې له یوه باغه میوه غلا کړه په داسې حال کې چې نه یې غوښتل دغه کار ترسره کړي. هغه د اعترافاتو تر نامه لاندې خپل ژوند لیک کې دغه کیسه یاده کړې. هغه څرګنده کړې چې دوی د لوږې له امله دا چاره ترسره نه کړه بلکې له دې امله وه چې «هلته یې اجازه یې نه لرله». هغه څرګندوي چې زموږ ذات ناقص و. «دا یوه غلطه چاره وه، خو زما خوښه وه چې ترسره یې کړم. ما له خپلې دغې تېروتنې سره مینه لرله – نه د هغه څه لپاره چې ما یې په خاطر دغه تېروتنه کړې وه؛ بلکې خپله دغه تېروتنه مې خوښه وه». هغه له دغې واقعې څخه دې پایلې ته ورسېد چې انسان په طبیعي بڼه ګناه ته لیوالتیا لري او له همدې امله د خدای رحم ته اړ دی. [۳۶][۳۷][۳۷][۳۸][۳۸]

د اوولس کلنۍ په عمر هغه د خپل ښاري رومانیانوس په مرسته قرطاج ښار ته ولاړ څو د بلاغت په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ په داسې حال کې چې د هغه کورنۍ دا مالي وړتیا نه لرله په دغه برخه کې د هغه د زده کړو لګښت ورکړای شي. له دې سره چې مور یې ورته نصیحت کاوه، خو هغه په ځوانۍ کې د یوې مودې لپاره د ژوندانه لذت پالونکی سبک درلود او له ځوانو نارینه و سره یې جنسي اړیکې ساتلې او پر هغو یې ویاړ هم کاوه. د دغې چارې د منلو اړتیا د آګوستین په څېر بې تجربه هلکان هڅول څو د خپلو جنسي تجربو د کیسو د جوړولو یا نور دغه ډول کیسو په لټه کې واوسي. د دغه ډول ګڼ شمېر ادعاوو په خوا کې ادعا کېږي چې د آګوستین واقعي جنسي اړیکې یوازې له مخالف جنس یا ښځینه و سره وې. [۳۹][۴۰]

د اوولس کلنۍ په عمر آګوستین په کارتاژ کې له یوې ځوانې ښځې سره اړیکې جوړې کړې. له دې امله چې مور یې غوښتل هغه له خپلې هم سویه نجلۍ سره واده وکړي، په دې سره دغه ښځه د هغه معشوقه پاتې شوه. مور یې هغه ته خبرداری ورکړی و چې له زنا څخه ځان لرې وساتي، خو آګوستین دغې اړیکې ته ۱۵ کاله دوام ورکړ او له هغې څخه یې زوی، آدئوداتوس (۳۷۲- ۳۸۸ زکال) وزېږېد چې د نوم معنی یې «د خدای ډالۍ» ده؛ هغه د خپلو معاصرینو له خوا د پام وړ ځیرک ماشوم په توګه توصیف شوی. په ۳۸۵ زکال کې آګوستین له ځوانې نجلۍ سره د واده په موخه له خپلې معشوقې سره اړیکې ته پای ټکی کېښود. په داسې حال کې چې هغه کولای شو واده وکړي، خو هوډ یې کړی و چې له ځانه څخه به کشیش جوړوي او له همدغه امله یې هېڅکله واده وه نه کړ. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Augustine".. Oxford University Press.  Archived 10 January 2022 at the Wayback Machine.
  2. Wells 2000، ص. 54.
  3. Wilken 2003، ص. 291.
  4. Durant 1992.
  5. TeSelle 2002، ص. 343.
  6. Know Your Patron Saint. catholicapologetics.info
  7. St. Augustine of Hippo. "On Rebuke and Grace". In Philip Schaff (المحرر). Nicene and Post-Nicene Fathers, First Series, Vol. 5. Translated by Peter Holmes and Robert Ernest Wallis, and revised by Benjamin B. Warfield (revised and edited for New Advent by Kevin Knight) (الطبعة 1887). Buffalo, New York: Christian Literature Publishing Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. González 1987.
  9. Hägglund 2007، صص. 139–140.
  10. "Some Underlying Positions of This Website". www.romanity.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Limits of Church". www.fatheralexander.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Papademetriou, George C. "Saint Augustine in the Greek Orthodox Tradition". goarch.org Archived 5 November 2010 at the Wayback Machine.
  13. Papademetriou, George C. "Saint Augustine in the Greek Orthodox Tradition". goarch.org Archived 5 November 2010 at the Wayback Machine.
  14. Kappes, Christian (2017). "Gregorios Palamas' Reception of Augustine's Doctrine of the Original Sin and Nicholas Kabasilas' Rejection of Aquinas' Maculism as the Background to Scholarios' Immaculism". In Denis Searby (المحرر). Never the Twain Shall Meet?. De Gruyter. د کتاب پاڼي 207–258. doi:10.1515/9783110561074-219. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-056107-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Papademetriou, George C. "Saint Augustine in the Greek Orthodox Tradition". goarch.org Archived 5 November 2010 at the Wayback Machine.
  16. Archimandrite. "Book Review: The Place of Blessed Augustine in the Orthodox Church". Orthodox Tradition. II (3&4): 40–43. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. MacCulloch 2010، ص. 319.
  18. Siecienski 2010، صص. 53–67.
  19. The American Heritage College Dictionary. Boston: Houghton Mifflin Company. 1997. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-395-66917-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Portalié 1907a.
  21. Oakes 2008، ص. 183.
  22. Chadwick 2001، ص. 26.
  23. "Saint Augustine – Biography, Philosophy, & Major Works". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Magill 2003، ص. 172.
  25. Saint Augustine (Bishop of Hippo.) (1999). On Christian Teaching. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-283928-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jones 2017، ص. 39.
  27. Vesey, Mark, trans. (2007) "Confessions Saint Augustine", introduction, کينډۍ:ISBN.
  28. Bonner 1986.
  29. Jayapalan 2001، ص. 51.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ ۳۰٫۳ ۳۰٫۴ Hollingworth 2013، صص. 50–51.
  31. Leith 1990، ص. 24.
  32. Catholic World, Volumes 175–176. Paulist Fathers. 1952. د کتاب پاڼې 376. The whole of North Africa was a glory of Christendom with St. Augustine, himself a Berber, its chief ornament. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Ep., CXXXIII, 19. English version, Latin version
  34. Confess., VIII, 6, 14. English version, Latin version
  35. Contra Faustum, I, 1. English version, Latin version
  36. Lancel 2002، ص. 5.
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Power 1999، صص. 353–354.
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Brett او Fentress 1996، صص. 71, 293.
  39. Augustine of Hippo, Confessions, 2:4
  40. Knowles او Penkett 2004، Ch. 2.
  41. Encyclopedia Americana, v. 2, p. 685. Danbury, Connecticut: Grolier, 1997. کينډۍ:ISBN.
  42. Augustine of Hippo, Confessions, 2:3.5
  43. Augustine of Hippo, Confessions, 2:3.7
  44. Soble, Alan G. (2002). "Correcting Some Misconceptions about St. Augustine's Sex Life". Journal of the History of Sexuality. 11 (4): 545–569. doi:10.1353/sex.2003.0045. JSTOR 3704726. S2CID 142659448 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)