یان آموس کمېنسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یان آموس کمېنسکي

یان آموس کمېنسکي (په چېکي کې:Jan Amos Komenský په لاتیني کې:Iohannes Amos Comenius ) (زېږېدنه:۱۵۹۲ – مړینه: ۱۶۷۰ ) یو مشهور فیلسوف، ښوونكى، لیکوال، دین پوه او د ورورونو وحدت ( د چېک د پروټسټانټ مذهبي ډله) وروستی اسقف وو. یان آموس کمېنسکي فیلسوفی، مذهبې اثرونه ولیکه. دغه اثرونه په چېکی، لاتیني او الماني کې لیکل شول.

ژوند[سمول]

یان آموس کمېنسکي په ۱۵۹۲ کال کې د اوهېرسکي بروټ په ښار کې زېږېدلی ؤ. پلار یی د ورورونو وحدت د مذهبی ډلې غړی ؤ. یان آموس کمېنسکي د پلار او مور تر وفات وروسته د زده کړی لپاره د سټراژنیڅې ښار ته ولار. په ۱۶۰۸ کال کې هغه د زده کړی لپاره د پږېروف ښار ته ولاړ. په دی وخت کې یی یو مشهور قاموس ولیکه چې د چېکي ژبې خزانه په نوم یادېږي. په ۱۶۱۳ کال کې د امسټرډام ښار ته ولاړ. یان آموس کمېنسکي په ۱۶۱۶ کال کې د ورورونو وحدت کشیش شو خو د سپین غر تر جگړې وروسته مجبور شو چی د بوهیمیا څخه خارج ته ولار شی. یان آموس کمېنسکي په هالنډ کی مړ شو او مقبره یی د ناردېن په ښار کی پرته ده.