سولپالنه
سولپالنه، په فلسفه کې، یو پوهنپوهنیز لیدلوری دی چې په کې «عقل، د پوهې د ازمایښت او اصلي سرچینې په توګه پېژندل کېږي»، یا «هر هغه لیدلوری دی چې عقل ته په توسل کې، هغه د پوهې یا توجېه سرچینه وګڼي». په لا جوت ډول، سولپالنه د داسې میتودپېژندنې یا تیوري په توګه پېژندل کېږي «چې په هغو کې د یوه حقیقت معیار، حسي نه، بلکې فکري او استنتاجي دی».[۱][۲][۳]
سولپالنه، په یوه پخواني لانجمن بحث کې، د تجربهپالنې پر وړاندې راڅرګندېږي، چېرې چې سولپالونکي پر دې باور وو چې واقعیت، په ذاتي توګه، منطقي جوړښت لري. له همدې امله، سولپالونکو ادعا وکړه چې ځیني یقیني حقیقتونه شتون لري او عقل کولای شي په مستقیمه توګه، پر دغو حقیقتونو باندې پوه شي. په بله وینا، سولپالونکو څرګنده کړه چې په منطق، ریاضیاتو، اخلاقو او مېتافزیک کې داسې باوري سولیز اصول شتون لري، چې په بنسټیزه توګه، سم دي او له هغو څخه د سرغړونې په پایله کې تناقص رامنځته کېږي. سولپالونکي پر عقل باندې هومره ډاډمن وو چې د یقیني حقیقتونو د سپيناوي لپاره یې تجربي اثبات او فزیکي شواهد نااړین ګڼل – په بله وینا، «داسې باوري لارې شتون لري چې د هغو په ترڅ کې زموږ جاجونه او پوهه، له حسي تجربې څخه په خپلواکه توګه، ترلاسه کېږي».[۴]
پر دغه میتود یا تیوري باندې د ټینګار بېلابېلې کچې، د سولپالونکو د دریځونو یوه لړۍ رامنځته کوي؛ د منځني دریځ له مخې، «د پوهې د ترلاسه کولو لارو په کتار کې، عقل لومړیتوب لري» او په خورا کلک دریځ کې، «عقل، د پوهې په لور، ځانتنی یون انګېرل کېږي». د عقل نومهال پوهاوي ته په کتو سره، سولپالنه له فلسفې، د څېړنې سقراطي ژوند، یا د ځواک له هغې ژباړې سره یوشان دی چې د څېړنې ته اړو (شکمنو) بهیرونو له لارې روښانه کېږي (لامل یې هغه د څیزونو په هکله هغه بنسټیز یا جوت حالت دی چې د یقین له لارې مو تر سترګو کېږي). په وروستیو لسیزو کې، لیو ستراوس، د داسې یو لړ اصولو په توګه، د «کلاسیکې سیاسي سولپالنې» د بیا راژوندي کولو په لټه کې ؤ، چې د استدلال دنده په بنسټیزه توګه نه، بلکې د مایوتیک (سقراطي استدلال او زدهکړې ته اړونده تګلاره) په توګه ونومېري.[۵]
په هالنډ جمهوریت کې، په اوولسمې پېړۍ کې، د لومړنۍ نومهالې سولپالنې راولاړېدنه – په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوازېتوب سره، د یوه خورا منظم (سیسټماتیک) فلسفي مکتب په توګه – د «کارتیزینزم» او «سپینوزیزم» تر نامه لاندې د ډیکارت او سپینوزوا د دوو غښتلو سولپاله فلسفي نظامونو په پنځولو سره، په ټولیز ډول، پر لوېدیځ نومهاله تفکر باندې خورا ژوره او پراخه اغېزه وکړه (ډیکارت خپل د زړښت ټول ژوند د هالنډ په متحده ایالتونو کې تېر کړ او خپل ټول ستر اثرونه یې هلته لیکلي دي). د ډیکارت، سپینوزوا او لایبنېتس په څېر نامتو سولپالونکې څېرې، اوولسمې پېړۍ ته د «عقل/منطق پېر» نوم او مقام ورکړی دی. [۶][۷][۸][۹]
مخینه
[سمول]سولپالنه – د پوهې ترلاسه کولو په موخه بشري عقل ته د توسل په توګه – یو فلسفي تاریخ لري چې د لرغوني پیر راهیسې پیل شوی دی. د ګڼشمېر فلسفي څېړنو شننهییز ماهیت، د ریاضیاتو په څېر د پوهې بدیهي ډګرونو په هکله پوهاوی او عقلاني ځواک (په ټولیز ډول، ردَونه؛ لکه: د مستقیم الهام ردول) پر مټ د پوهې پر ترلاسه کولو باندې ټینګار، ټولو په ګډه سره د فلسفې په تاریخ کې د سولپالونکو سکالوګانو بهیر روان ساتلی دی. دغه ته په ټولیزه توګه، قارهیی سولپالنه ویل کېږي، ځکه چې د اروپا په قارهای مکتبونو کې لاسبرې وه، حال دا چې په برېټانیا کې تجربهپالنه پیاوړې وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
تاریخ
[سمول]سولپالونکې فلسفه په لوېدیځ لرغوني پېر کې
[سمول]که څه هم د سولپالنې ريښه، خپل په اوسنۍ نومهاله بڼه کې، پخواني لرغوني پېر ته رسېږي، فیلسوفانو په لاندې وختونو کې د سولپالنې د بنسټ ستنې ایښې دي. په ځانګړې توګه، د یادونې وړ ده، چې موږ ګواکې یوازې د عقلاني تفکر د کارَونې له لارې د لاسرسۍوړ پوهې په هکله پوهاوی ولرو.
فیثاغورث (۵۷۰ تر ۴۹۵ مز)
[سمول]فیثاغورث د لومړیو لویدېځو فیلسوفانو له ډلې څخه ؤ چې پر سولپالونکي الواک باندې یې ټینګار درلود. هغه د یوه ستر ریاضيپوه او ساینسپوه په توګه، د درناوۍوړ دی، خو د هغه نوم ډېرو ته د فیثاغورث قضیې او هغې ریاضیکي اړیکې له لارې اشنا دی، چې هغه پهکې د عود تارونو د اوږدوالي او د زیر او بم پردو ترمنځ تړاو ښودلی دی. فیثاغورث «پر دې باور ؤ چې دغه هارمونیک جوړښت د واقعیت وروستی ماهیت پهډاګه کوي. هغه ضمني مېتافزیکي سولپالنه په یوه عبارت کې رالنډه کړه — واړه څیزونه، عدد دی. دا احتمال شتون لري چې ګنې هغه په ریاضیکي ډول د قوانینو فورمولیزه شوی نړۍشموله سولپالونکی لیدلوری موندلی وي، چې وروسته د ګالیلې لهخوا (۱۵۶۴ تر ۱۶۴۲ز) مشاهده شو». ویل کېږي چې هغه لومړی کس ؤ چې ځان باندې یې «پر حکمت مین» یا «د حکمت فیلسوف» نوم ایښی دی. [۱۷][۱۸][۱۹]
افلاطون (۴۲۷ تر ۳۴۷ مز)
[سمول]څرنګه چې د افلاطون په «مینو» او «جمهوریت» اثرونو کې لېدل کېږي، هغه سولپالونکی حکمت یو لوړ معیار ته ورساوه. هغه «د بڼو (جولو) تیوري (یا د مفکورو تیوري)» ښودله، چې ادعا کوي: د د واقعیت تر ټولو بنسټیزه او لوړه بڼه د بدلون مادي نړۍ نهده چې موږ یې د احساس له لارې پېژنو، بلکې د بڼو (یا مفکورو) د نړۍ غیرمادي (خو جوهري) اقتباس دی. د افلاطون په اند، دغه بڼې یوازې د عقل لپاره د موندلو وړ وې، نه د حس لپاره. په حقیقت کې، ویل کېږي چې افلاطون عقل ته، په ځانګړې توګه هندسه کې، تر هغه بریده په درنه سترګه کتل، چې ان د خپلې مدرسې پر ور باندې یې لیکلي وو: «له هندسې بېخبره ته د ننوتلو اجازه نشته». [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ارسطو (۳۸۴ تر ۳۲۲ مز)
[سمول]په سولپالونکي تفکر کې د ارسطو ستره ونډه، په استدلال کې د قیاسي منطق کارونه وه. ارسطو د قیاسپالنې په تعریف کې لیکي چې، «هغه خبرې اترې، چې پهکې یقیني (ځانګړي) څیزونه مفروض شوي دي، له مفروض شویو څیزونو سره په توپیر کې یو څیز د اړتیا په پایله کې راڅرګندېږي، ځکه چې دغه څیزونه داسې دي». له دغه خورا ټولیز تعریف سره، سره، ارسطو ځان په به درې ډلبندي شویو قیاسونو کې تحدیدوي چې د هغه په اثر – ړومبنۍ شننې (Prior Analytics) – کې له درې ډلبندي شویو قضیو څخه رامنځته کېږي. دغو قضیو کې د موجهاتو ډلبندي شوي قیاسونه شامل دي.[۲۶][۲۷][۲۸]
منځني پېرونه
[سمول]که څه هم د یونان درو سترو فیلسوفانو د ځینو ځانګړو ټکو په په هکله سره د نظر اختلاف درلود، خو واړه پر دې موافق وو چې عقلاني تفکر جوته پوهه راڅرګندولای شي – هغه معلومات چې انسانانو ته پرته د عقل له کارونې څخه، د نومېرلو وړ نهدي. څرنګه چې د اګوستین، اسلامي فیلسوف-ابنسینا، ابنرُشد، او یهودي فیلسوف او الهیاتپوه- موسی بنمیمون په اثرونو کې لېدل کېږي، د ارسطو له مړینې څخه وروسته، لوېدیځي سولپالونکی تفکر، په ټولیزه توګه، په الهیاتپوهنه کې پلي کېده. د لوېدیځ د تاریخ په اوږدو کې، د پاموړ یوه پېښه، د ټوماس آکوینس فلسفه وه، چې په دیارلسمه پېړۍ کې یې د یوناني سولپالنې او مسیحي مکاشفې سره ګډولو هڅه وکړه. [۲۹][۳۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lacey, A.R. (1996), A Dictionary of Philosophy, 1st edition, Routledge and Kegan Paul, 1976. 2nd edition, 1986. 3rd edition, Routledge, London, UK, 1996. p. 286
- ↑ Bourke, Vernon J., "Rationalism," p. 263 in Runes (1962).
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy, Rationalism vs. Empiricism First published August 19, 2004; substantive revision March 31, 2013 cited on May 20, 2013.
- ↑ Audi, Robert, The Cambridge Dictionary of Philosophy, Cambridge University Press, Cambridge, UK, 1995. 2nd edition, 1999, p. 771.
- ↑ Gottlieb, Anthony: The Dream of Enlightenment: The Rise of Modern Philosophy. (London: Liveright Publishing [W. W. Norton & Company], 2016)
- ↑ Lavaert, Sonja; Schröder, Winfried (eds.): The Dutch Legacy: Radical Thinkers of the 17th Century and the Enlightenment. (Leiden: Brill, 2016)
- ↑ Hampshire, Stuart: The Age of Reason: The 17th Century Philosophers. Selected, with Introduction and Commentary. (New York: Mentor Books [New American Library], 1956)
- ↑ Russell, Bertrand: A History of Western Philosophy. (London: George Allen & Unwin, 1946). Bertrand Russell: "He [Descartes] lived in Holland for twenty years (1629–49), except for a few brief visits to France and one to England, all on business. It is impossible to exaggerate the importance of Holland in the seventeenth century, as the one country where there was freedom of speculation."
- ↑ Bourke, Vernon J., "Rationalism," p. 263 in Runes (1962).
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy, Rationalism vs. Empiricism First published August 19, 2004; substantive revision March 31, 2013 cited on May 20, 2013.
- ↑ Audi, Robert, The Cambridge Dictionary of Philosophy, Cambridge University Press, Cambridge, UK, 1995. 2nd edition, 1999, p. 771.
- ↑ کينډۍ:Cite speech
- ↑ Oakeshott, Michael,"Rationalism in Politics," The Cambridge Journal 1947, vol. 1 Archived 2018-09-13 at the Wayback Machine. Retrieved 2013-01-13.
- ↑ Boyd, Richard, "The Value of Civility?," Urban Studies Journal, May 2006, vol. 43 (no. 5–6), pp. 863–78 Retrieved 2013-01-13.
- ↑ FactCheck.org Mission Statement, January 2020 Retrieved 2020-01-01.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Cicero, Tusculan Disputations, 5.3.8–9 = Heraclides Ponticus fr. 88 Wehrli, Diogenes Laërtius 1.12, 8.8, Iamblichus VP 58. Burkert attempted to discredit this ancient tradition, but it has been defended by C.J. De Vogel, Pythagoras and Early Pythagoreanism (1966), pp. 97–102, and C. Riedweg, Pythagoras: His Life, Teaching, And Influence (2005), p. 92.
- ↑ Modern English textbooks and translations prefer "theory of Form" to "theory of Ideas," but the latter has a long and respected tradition starting with Cicero and continuing in German philosophy until present, and some English philosophers prefer this in English too. See W D Ross, Plato's Theory of Ideas (1951) and this Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine. reference site.
- ↑ The name of this aspect of Plato's thought is not modern and has not been extracted from certain dialogues by modern scholars. The term was used at least as early as Diogenes Laërtius, who called it (Plato's) "Theory of Forms:" Script error: The function "Lang" does not exist....., "Plato". Lives of Eminent Philosophers Book III. Paragraph 15.
- ↑ Plato uses many different words for what is traditionally called form in English translations and idea in German and Latin translations (Cicero). These include idéa, morphē, eîdos, and parádeigma, but also génos, phýsis, and ousía. He also uses expressions such as to x auto, "the x itself" or kath' auto "in itself." See Christian Schäfer: Idee/Form/Gestalt/Wesen, in Platon-Lexikon, Darmstadt 2007, p. 157.
- ↑ Forms (usually given a capital F) were properties or essences of things, treated as non-material abstract, but substantial, entities. They were eternal, changeless, supremely real, and independent of ordinary objects that had their being and properties by 'participating' in them. Plato's theory of forms (or ideas) Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ [۱] Stanford Encyclopedia of Philosophy: Ancient Logic Aristotle Modal Logic
- ↑ [۲] Stanford Encyclopedia of Philosophy: Ancient Logic Aristotle Non-Modal Syllogistic
- ↑ Aristotle, Prior Analytics, 24b18–20
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).