فرانسیسکو سوارز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
فرانسیسکو سوارز
فرانسیسکو سوارز

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ جنوري ۱۵۴۸[۱][۲][۳]
مړینه 25 سپټمبر 1617 (69 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اسپانیا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده دينپوهنه[۴]
فیلسوف[۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني
لاتين ژبه[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسیسکو سوارز (په انګلیسي: Francisco Suárez؛ پیدایښت: ۵-جنوري-۱۵۴۸؛ مړینه: ۲۵-سپټمبر-۱۶۱۷ز)، یو سپانیایي یسوعي، کاهن، فیلسوف او الهیات‌پوه، د سالامانکا د مکتب او غورځنګ یوه مطرحه څېره او په ټولیزه توګه، وروسته له ټوماس آکوینس څخه، د سترو مدرسیانو له ډلې څخه ګڼل کېږي. د هغه کار او فعالیت د دوه‌یمې مدرسي فلسفې په تاریخ کې د عطف ټکي په توګه انګېرل کېږي چې رنسانس او باروک پېرونه سره نښلوي. د کریستوفر شیلدز او دانیل شوارتز په وینا، «لایبنېتس، ګروتیوس، پوفندورف، شوپنهاور او هایدېګر په څېر واړه شخصیتونه چې د مکان، مهال او فلسفي تمایل له اړخه سره توپیر لري، له سوارز څخه اغېزمن شوي او هغه د الهام د سرچیني په توګه یادوي».[۶]

ژوند او کاري یون[سمول]

فرانسیسکو سوارز، چې نیکونه یې (اوښتي) یهود وو، پر ۵-جنوري-۱۵۴۸ز نېټه، د اندلوسیا په ګراناډا (سویلي سپانیا) کې زېږېدلی دی.[۷][۸]

سوارز په لس کلنۍ کې د لومړیو درې کلنو زده‌کړو وروسته، په ۱۵۶۱ز کې، د سالامانکا په پوهنتون کې شامل شو او د حقوقو په څانګه کې یې زده‌کړې وکړې. په ۱۵۶۴ز کې، کله چې شپاړلس کلن ؤ، د سالامانکا یسوعیانو (د عیسی ټولنه) سره یوځای شو او دوه کاله د الونسو رودریګز تر څارنې لاندې یې شدیده معنوي روزنه ولېده. د ۱۵۶۶ز په اګوست کې د یسوعي په توګه خپلې لومړۍ لوړې ترسره کړې؛ وروسته، د ۱۵۶۶ز په اکټوبر کې یې په سالامانکا کې الهیات‌پوهنې زده‌کړې پیل کړې. داسې برېښي چې هغه لومړی سر کې ژمن زده‌کوونکی نه‌ؤ؛ په واقعیت کې، هغه دوه ځلي په شمولیت ازموینه کې له ناکامۍ وروسته خپله زده‌کړه پرېښوده. خو په درېیمې ازموینه کې له بریالي کېدو وروسته، هرڅه بدل شول.

په ۱۵۷۰ز کې، د تحصیلي دورې په پای ته رسولو سره، سوارز د فلسفې په ښوونې پیل وکړ چې په لومړیو کې په سالامانکا کې، د مدرسي ښوونکي په توګه او وروسته د ۱۵۷۲ز کال په مارچ میاشت کې، د سېګوویا په یسوعي کالج کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د استاد په توګه وګومارل شو. هغه په سېګوویا کې د فلسفې په تدریس بوخت ؤ، تر هغو چې د ۱۵۷۴ز کال په سپټمبر میاشت کې د والادولید یسوعي کالج ته تبدیل شو او وروسته له هغه یې د ژوند تر پایه الهیات‌پوهنه تدریس کړه. هغه په بېلابېلو ځایونو کې تدریس وکړ: اویلا (۱۵۷۵ز)، سېګوویا (۱۵۷۵ز)، والادولید (۱۵۷۶ز)، روم (۱۵۸۰ تر ۱۵۸۵ز)، الکالا (۱۵۸۵ تر ۱۵۹۲ز) او سالامانکا (۱۵۹۲ تر ۱۵۹۷ز). په ۱۵۹۷ز کې، کلونه وروسته له هغو چې د سپانیا هابسبورګ ماڼۍ ولکه پرتګالي پاچاهانو په لاس کې ونیوه، سوارز کویمبرا ته لاړ ترڅو د کویمبرا په پوهنتون کې الهیات‌پوهنه تدریس کړي. هغه تر ۱۶۱۷ز پورې، د ژوند تر پایه هلته پاتې شو او یوازې د یوې لنډې مودې لپاره روم کې یې درس ورکړ.

هغه د بېلابېلو سکالوګانو په هکله لیکنې لري او ګڼ‌شمېر آثار یې له ځانه پرېښودل (په لاتین ژبه یې بشپړ اثر شپږ ویشتو ته رسېږي). د سوارز ډېري لیکنې او رسالې د حقوقو، د کلیسا او دولت ترمنځ اړیکو، مېتافزیک او الهیات‌پوهنې په هکله دي. هغه د نړیوالو حقوقو د پلار په توګه پېژندل کېږي. د هغه Disputationes metaphysicae (مېتافزیکي مناظرې) اثر په اوولسمې پېړۍ کې، په پراخه توګه په اروپا کې لوستل کېده او ځیني څېړونکي دغه کتاب د هغه تر ټولو ژور او ستر اثر ګڼي.

سوارز د ژوند په اوږدو کې تر ټولو ستر فیلسوف او الهیات‌پوه په توګه پېژندل کېده او هغه ته Doctor Eximius et Pius («بې‌ساری او متدین ډوکتور») لقب ورکړل شوی دی؛ دیارلسم پاپ ګرېګوري په روم کې د هغه په لومړي درس کې ونډه واخېسته. پنځم پاپ پاول هغه ته بلنه ورکړه ترڅو د انګلستان لومړي جېمز استدلالونه رد کړي او هیله‌من ؤ ترڅو هغه په څنګ کې وساتي او له پوهې څخه یې مستفید شي. د سپانیا دوه‌یم فیلیپ، هغه د کویمبرا پوهنتون ته استوي ترڅو یاد پوهنتون اعتبار وروبخښي او کله چې سوارز د بارسلونا له پوهنتون څخه لیدنه کوي، د پوهنتون ټول استادان یې هرکلي ته ځي.

په پرتګال کې یې له مړینې وروسته، (هم په لیسبون او هم په کویمبرا کې) د هغه شهرت لا هم زیات شو او د هوګو ګروتیوس، رِنِه ډیکارت، جان نوریس او ګوتفرید لایبنېتس په څېر ستر فیلسوفان په مستقیمه توګه ورڅخه اغېزمن شوي دي.[۹]

فلسفي اند[سمول]

د سوارز سترې فلسفي لاس‌ته راوړنې په مېتافزیک او حقوقي فلسفه کې وې. هغه د مدرسي فلسفې تر ټولو وروستی ستر استازی پېژندلای شو. سوارز پر تومیزم ولاړ منځلاری ؤ او مېتافزیک ته یې د یوې منظمې څېړنې په توګه پراختیا ورکړه.

مېتافزیک[سمول]

د سوارز په اند، مېتافزیک د واقعي جوهر (او وجود) علم دی؛ موخه یې تر ډېره واقعي وجود دی، نه مفهومي وجود او غیرمادي خلقت بیانوي، نه مادي خلقت. هغه (د مخکېنیو فلسفي مکتونه په څېر) پر دې باور ؤ چې د خدای په هکله جوهر او وجود یوشان دی، خو له آکوینس او نورو سره موافق نه‌ؤ چې د بې‌پایه موجوداتو ذات او وجود سره توپیر لري. هغه استدلال وکړ چې دغه دوه یوازې له مفهومي پلوه سره توپیر لري: د دې په ځای چې د تفکیک وړ وي، یوازې په منطقي ډول جلا ګڼل کېدلای شي.

د کلیاتو لانجمنې سکالو په هکله، هغه هڅه وکړه ترڅو د دانس سکاتوس واقعیت‌پالنې او د اوکامي ویلیام نومپالنې (نومینالیزم) ترمنځ یوه منځنۍ لاره غوره کړي. نومپالنې ته د هغه دریځ د ټوماس آکوینس په پرتله نږدې دی. کله، ناکله سوارز د منځلارو نومپالو په کتار کې پېژندل کېږي، خو عیني دقت (praecisio obiectiva) ته د هغه قایل کېدل، هغه د منځلارو واقعیت‌پالو په ډله کې راولي. د وجود په نړۍ کې یوازېنی حقیقي او واقعي یووالی، وګړی دی؛ دغه ادعا چې کلیات په جلا توګه شتون لري، په‌دې معنی ده چې وګړي په ناڅیزو او فرعي توپیرونو سره، په نه‌وېشل کېدونکې بڼه شتون لري. سوارز پر دې باور چې، که څه هم د بشریت په هکله د سقراط او اپلاتون لیدلوري سره توپیر نه‌لري، خو سره ورته او واقعي بشریت نه‌بیانوي؛ د وګړو د شمېر په اندازه «صوري یووالي» (په دغه بېلګه کې: بشریتونه) شتون لري، او دغه وګړي واقعي یووالي نه، بلکې بنسټیز یا اېډيال یووالی رامنځ‌ته کوي («څرنګه چې ویل کېږي، ډېري وګړي د ماهیت او طبیعت له‌پلوه یوشان دي، په‌دې معنی ده چې یوازې د هوښ د عمل له‌لارې سره ورته دي، نه د هغو څیزونو د ذات یا جوهر له‌لارې چې هغوی سره یوځای کوي»). خو صوري یووالی، اختیاري ذهني خلقت نه‌دی، بلکې «[د خلقت‌پېژندنې له اړخه] د خلقت په ذات کې د هوښ د هر عمل څخه مخکې» شتون لري.[۱۰][۱۱][۱۲]

کره کتنه[سمول]

د سوارز په اثر «پاتریارکا یا د پاچاهانو طبیعي ځواک» کې، په سیاسي نظم کې د انسان د آر په هکله د هغه لیدلوري او له استبداد څخه د دفاع چې د خلکو له مخالفتونو څخه سرچینه نیسي، د انګلیسي فیلسوف رابرټ فېلمر له‌خوا په کلکه تر نیوکې لاندې راغلي دي. فېلمر پر دې باور ؤ د چې سوارز په څېر کالوینیستان او پاپیستان د سلطنت د الهي حقونو (چې پر زامنو باندې د پلرونو د استیلا پر مټ مشروعیت ورکړل شوی دی) خطرناکه مخالفان دي او فېلمر ادعا کوي چې کېدای شي د دغو مشروع ګڼل شویو حقونو ریښه بېرته حضرت آدم (ع) ته ورسېږي.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65x2fd6 — subject named as: Francisco Suárez — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/8415/francisco-suarez — subject named as: Francisco Suárez — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Francisco-Suarez — subject named as: Francisco Suarez — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ https://cs.isabart.org/person/148818 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11930010s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Shields, Christopher and Daniel Schwartz, "Francisco Suárez" in The Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  7. Américo Castro, The Spaniards: An Introduction to Their History, University of California Press (1985), p. 572
  8. Daniel D. Novotný, Ens rationis from Su : A Study in Scholasticism of the Baroque Era, Fordham University Press (2013), p. 17
  9. Kelly, J.N.D., The Oxford History of the Popes, Oxford University Press, 1986. کينډۍ:ISBN
  10. See the translation of Suárez's De Unitate Formali et Universali James Francis Ross (Translator) On Formal and Universal Unity: De Unitate Formali et Universali by Francis Suarez,(Milwaukee: Marquette University Press, 1964)
  11. Original Latin: "ita ut plura individua, quae dicuntur esse ejusdem naturae, non sint unum quid vera entitate quae sit in rebus, sed solum fundamentaliter vel per intellectum"
  12. Original Latin: "in natura rei ante omnem operationem intellectus."
  13. Johann P. Sommerville, Raymond Geuss, "Filmer: Patriarcha and Other Writings (Cambridge Texts in the History of Political Thought)" Cambridge University Press, 1991. کينډۍ:ISBN