ټوماس آکوینس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټوماس آکوینس
(لاطینی: Thomas Aquinos د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټوماس آکوینس
ټوماس آکوینس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲۲۵[۱]
مړینه 7 مارچ 1274 (48–49 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد البرتوس مګنوس  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده دينپوهنه[۳][۴][۵]
فیلسوف[۵]
ليکوال[۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
دينپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ابن ميمون
سيسرو
يعقوب بن اسحق الکندي
ابن رشد[۷]
انسلم[۸]
البرتوس مګنوس
ابن سينا بلخي[۹]
د هیپو آګوستین
اپلاتون
ارستو
رسول پولس
محمد الغزالي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ټاميزم
ښوونیزه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټوماس آکوینس (په ایټالوي کې: Tommaso d'Aquino، د «آکوینو-مېشتی ټوماس» په معنی؛ له ۱۲۲۵ څخه تر ۷ د مارچ/ ۱۲۷۴ز پورې) یو ایټالوي دومینیکن راهب، فیلسوف، کاتولیک کاهن او د کلیسا لارښود ؤ. هغه د ښوونیزې فلسفې په دود-دستور کې یو اغېزمن فیلسوف، الهیات‌پوه او حقوقپوه تېر شوی، چې د «آنجلیکوس ډوکتور»، «کمونیس ډوکتور» او «یونیورسالیس ډوکتور» په نوم هم پېژندل کېږي. د «آکوینس» نوم د هغه پلرني ټاټوبي – آکوینو – اصل ښیي چې اوس‌مهال د ایټالیا په لاتزیو ښار کې پروت دی. د نورو پېژندګلویو ترڅنګ، هغه د طبیعي الهیات‌پوهنې یو وتلی ملاتړ کوونکی او د «تومیزم» په نامه د یوه فکري مکتب خاوند ؤ (چې دواړه الهیات‌پوهنه او فلسفه په‌کې شاملېږي). هغه استدلال کاوه چې خدای هم د طبیعي عقل او هم د ایمان د نور سرچینه ده. پر لوېدیځ تفکر باندې د پام‌وړ اغېزه لري او ګڼ‌شمېر نومهالو فلسفو، په ځانګړې توګه بیا په اخلاقو، طبیعي قانون، مېتافزیک او سیاسي تیوریو کې، په پراخه توګه د هغه له مفکوره څخه ګټه اخېستل کېږي.[۱۰]

د کاتولیک کلیساوو د هغه وخت ګڼ‌شمېر جریانونو پر خلاف، ټوماس د ارسطو له‌خوا – چې هغه یې «نامتو فیلسوف» نومولی ؤ – ډېرې وړاندې شوې نظریې ومنلې او هڅه یې وکړه ترڅو په ترکیبي توګه، ارسطویي فلسفه د مسیحیت له اصولو سره یوځای کړي.[۱۱]

د هغه تر ټولو ستر اثرونه، د حقیقت په اړه لانجمنې پوښتنې (۱۲۵۶ تر ۱۲۵۹ز)، د غیریهودیانو پر وړاندې رساله (۱۲۵۹ تر ۱۲۶۵ز) او د الهیات‌پوهنې رساله یا Summa Theologiae (۱۲۶۵ تر ۱۲۷۴ز) دي، چې وروستی اثر یې نیمګړی خو خورا اغېزمن پاتې شو. پر انجیل او ارسطو لیکنو باندې د هغه تفسیرونه هم د سترو اثرونو په کتار کې راځي. سربېره پر دې، ټوماس د افخارستیا کلیسایي سندرو له مخې هم ممتاز پېژندل کېږي، چې دغه کلیسایي سندرې د کلیسا د عبادت مراسمو یوه برخه ده. کاتولیکه کلیسا ټوماس آکوینس د یوه قدیس په توګه، په ویاړ سره یادوي او د هغو لپاره چې په کاهنتوب کې زده‌کړې کوي، د یوه بېلګه‌ییز ښوونکي او لارښود حیثیت لري او په حقیقت کې هغه هم طبیعي عقل او هم نظري الهیات‌پوهنه کې لاسبری دی. په نومهال پېر کې، د پاپ د لارښوونې له مخې، د هغه چا لپاره چې د کاهن یا شماس په توګه د دندې ترسره کولو غوښتونکي یا په مذهبي تشکیلاتو کې وو او یا هم د الهیات‌پوهنې څانګو کې (فلسفه، کاتولیکه الهیات‌پوهنه، د کلیسا تاریخ، عبادت او کلیسایي قانون) زده‌کړیالانو لپاره د هغه د اثرونو مطالعه تر ډېرو کلونو پورې د اړینو مطالعاتو یوه ستره برخه وه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړني کلونه (۱۲۲۵ تر ۱۲۴۴ز)[سمول]

ټوماس آکوینس په زیات احتمال سره د آکوینو نږدې، روکاسېکا کلا کې کابو ۱۲۲۵زېږدیز کال کې زېږېدلی، چې هغه مهال د سېسلي شاهي نظام له‌خوا اداره کېده (اوس‌مهال، د ایټالیا لاتزیو ښار). د ځینو لیکوالانو له انده، هغه د خپل پلار – د آکوینو اوسېدونکی لندولف (Landulf of Aquino) – په کلا کې زېږېدلی دی. ټوماس د کورنۍ تر ټولو پياوړې څانګې پورې اړه لري او د آکوینو اوسېدونکی لندولف یو بانفوذه او اشرافي شخصیت ؤ. د آکوینو اوسېدونکي لندولف د امپراتور دوه‌یم فرېدریک په خدمت کې د شهسوار په توګه پاتې شو او د «miles» لقب یې ترلاسه کړ. د ټوماس مور – تیودورا – د کاراکیولو ناپولي کورنۍ «روزي – Rossi» څانګې پورې اړه درلوده. د لندولف ورور «سیني‌بالد» مونت کاسینو – د بندیکتین تر ټولو لرغونې صومعه – کې ستر راهب تېر شوی. په داسې حال کې چې د کورنۍ نورو زامنو نظامي دندې درلودلې، کورنۍ یې غوښتل چې ټوماس د خپل تره سره د عبادت په کلیسا کې بوخت وي؛ دغه دنده د سویلي ایټالیا د اشرافي کورنۍ تر ټولو کوچني غړي لپاره یو عادي وظیفوي مسیر ؤ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ټوماس په پنځه کلنۍ کې خپلې لومړنۍ زده‌کړې په مونت کاسینو کې پيل کړې، خو وروسته له هغه چې د ۱۲۳۹ز کال په لومړیو کې د امپراتور دوه‌یم فرېدریک او نهم پاپ ګریګوري ترمنځ نظامي نښته صومعې ته ورسېدله، لندولف او تیودورا وغوښتل ترڅو ټوماس په عمومي پوهنتون (په لاتین کې: «Studium Generale») کې، چې په وروستیو کې د فرېدریک له‌خوا په ناپولي کې تاسیس شوی ؤ، شامل کړي. هلته د ټوماس د حساب، هندسې، نجوم او موسیقۍ استاد، پتروس دي‌ایبرنیا ؤ. همدلته وه چې ټوماس ګواکې د ارسطو، ابن‌رُشْد او ابن‌میمون (میمونیدېس) له لیکنو سره معرفي کېږي، چې ټولو یې د هغه پر الهیات‌پوهنې فلسفه باندې اغېزه پرېښوده. ناپولي کې د زده‌کړو پر مهال، ټوماس د جان سنت جولیان – د ناپولي یو دومینیکن واعظ – تر اغېزې لاندې راځي، چې دغه مُبَلغ د ژمن ارادتمندانو د ګومارلو لپاره د دومینیکن د نظم فعال غړی ؤ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ټوماس په نولس کلنۍ کې هوډ وکړ ترڅو له دېرش کلنو پخوا رامنځ‌ته شوې دومینیکن فرقې سره یوځای شي؛ خو د ټوماس له دغې پرېکړې سره یې کورنۍ موافقه نه‌وه. دومینیکن مُبَلغینو، د دې لپاره چې د ټوماس په دغه پرېکړه کې د تیودورا له لاسوهنې څخه مخنیو وکړای شي، هغه یې روم او بیا له روم څخه پاریس ته ولېږدوه. له‌دې سره، سره، روم ته د تللو پر وخت، ټوماس د تیودورا په دستور سره د وروڼو له‌خوا، د یوې چینې څخه د اوبو څښلو پر مهال، نیول کېږي او بېرته د مونت سان جیوواني کامپانو کلا ته، مور او پلار ته بېول کېږي. [۲۶][۲۷]

ټوماس کابو یو کال په مونت سان جیوواني او روکاسېکا کې په کورني بند کې پاتې شو ترڅو هغه دومینیکن سره له یوځای کېدو څخه پښېمانه او له خپل هوډ څخه واوړي. د سیاسي اندېښنو له امله پاپ ونه‌توانېدو چې د ټوماس د خوشې کېدلو امر صادر کړي، نو په‌دې سره د ټوماس د توقیف موده لا هم وغځېدله. ټوماس دغه ازمایښتي پېر د خویندو د روزنې او د دومینیکن فرقې له غړو سره د اړیکې ټینګونې لپاره تېر کړ.[۲۴][۲۸]

نور نو د کورنۍ غړي یې، له دومینیکن فرقې سره د هغه د یوځای کېدنې پرېکړې څخه په راګرځولو کې ناهیلي شوي وو. دوو وروڼو یې د هغه د اغوا کولو په موخه د یوې فاحشې پر ګومارلو لاس پورې کړ. څرنګه چې د هغه د سپېڅلتوب د روښانه کولو په هکله لیکنو کې راغلي دي، ټوماس هغه فاحشه په یوې دړې چې د سوځېدو په حال کې وه، له ځانه لېرې کوي – چې له هغې دړې سره یو صلیب پر دېوال کاږل شوی ؤ – او خپله په عرفاني وجد ډوبېږي؛ دوه پرښتې د خوب پر مهال راځي او ورته وایي: «دا دی د خدای په امر د عفت او سپېڅلتوب زُنار، چې وروسته له‌دې به هېڅ په خطر کې نه‌وي، تا ته لګوو. هغه څه چې د انساني ځواک پر مټ نه‌ترلاسه کېږي، اوس د آسماني ډالۍ په توګه تا ته درکړل شوی دی». وروسته له هغې شېبې، ټوماس د خدای له لورې د بشپړ عفت په فیض نازول شوی دی او د ژوند ترپایه یې دغه زُنار پر غاړه تاړه. دغه زُنار د وېرچیلي لرغونې صومعې ته ورکړل شو چې دم‌مهال تورین ښار ته نږدې، په کیه‌ري کې ساتل کېږي. [۲۹][۳۰]

په ۱۲۴۴ز کې، کله چې د ټوماس د راګرځولو په تړاو د تیودورا ټولې هڅې ناکامه شوې، د کورنۍ د حیثیت په ساتلو په موخه یې زمینه برابره کړه ترڅو ټوماس نیمه‌شپه د خپلې خونې د کړکۍ له لارې وتښتي. د هغه په اند، د ټوماس د نیمې‌شپې پټه تېښته تر هغو ښه وه چې په څرګند ډول یې د دومینیکن مُبَلغینو ته تسلیم کړي. په دې ترتیب سره، ټوماس لومړي سر کې ناپولي او وروسته بیا روم ته ځي او هلته له یواهنس فون وېلدشاوزن – د دومینیکن فرقې ټولمشر – سره ګوري. [۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  2. Encyclopædia Britannica — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  3. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500330859 — د نشر نېټه: ۱۴ مې ۲۰۱۹ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۱۲ جون ۲۰۱۳
  4. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/256/ — د نشر نېټه: ۵ فبروري ۲۰۲۱
  5. https://cs.isabart.org/person/60389 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7329891
  7. https://archive.org/details/misquotingmuhamm0000brow/page/12/mode/2up
  8. https://iep.utm.edu/anselm-of-centerbury/
  9. https://iep.utm.edu/avicenna-ibn-sina/#H3
  10. Thomas Aquinas, Commentary on the De Trinitate of Boethius, quest. 2, art. 3
  11. Blair, Peter. "Reason and Faith: The Thought of Thomas Aquinas". The Dartmouth Apologia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "St. Thomas Aquinas | Biography, Philosophy, & Facts". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Code of Canon Law, Can. 252, §3 "Code of Canon Law". vatican.va. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Benedict XV Encyclical Fausto appetente die 29 June 1921, AAS 13 (1921), 332; Pius XI Encyclical Studiorum Ducem §11, 29 June 1923, AAS 15 (1923), cf. AAS 17 (1925) 574; Paul VI, 7 March 1964 AAS 56 (1964), 302 (Bouscaren, vol. VI, pp. 786–88).
  15. Aquinas, Thomas (1993). Selected Philosophical Writings. Oxford University Press. د کتاب پاڼي Xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-283585-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Internet Encyclopedia of Philosophy August 17, 2019
  17. Norman Geisler, Thomas Aquinas: An Evangelical Appraisal, Wipf and Stock Publishers, 2003, p. 26.
  18. Schaff, Philip (1953). "Thomas Aquinas". The New Schaff-Herzog Encyclopedia of Religious Knowledge 126. Grand Rapids, Michigan: Baker Book House. 422–23. DOI:10.1038/126951c0. 
  19. Torrell 2005، ص. 3.
  20. Hampden 1848، ص. 14.
  21. Stump 2003، ص. 3.
  22. Davies 2004، صص. 1–2.
  23. Grabmann 1963، ص. 2.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Davies 2004، ص. 2.
  25. Hampden 1848، صص. 21–22.
  26. Collison, Diane, and Kathryn Plant. Fifty Major Philosophers. 2nd ed. New York: Routledge, 2006.
  27. Hampden 1848، ص. 23.
  28. Hampden 1848، ص. 24.
  29. Marshall, Dr Taylor (2011-01-26). "The Miraculous Cord of Saint Thomas Aquinas and the Angelic Warfare". Taylor Marshall (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Hampden 1848، ص. 25.
  31. Hampden 1848، صص. 27–28.