البرتوس مګنوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
البرتوس مګنوس
(لاطینی: Albertus Magnus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
البرتوس مګنوس
البرتوس مګنوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Albrecht د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲۰۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 15 نومبر 1280 (79–80 کاله)[۶][۷][۲][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا [۸]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون [۹]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي ټوماس آکوینس [۱۰][۶]  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۶]
ليکوال [۶][۱۱][۱۲]
دينپوهنه [۶]
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۶][۱۱][۱۳]
آلماني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون [۱۴]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د واعظانو د ډلې غړی البرتوس مګنوس (نږدې ۱۲۰۰ – ۱۵ نومبر ۱۲۸۰ ز کال) چې د سنت لوی البرت (Saint Albert the Great ) او البرت کلون (Albert of Cologne) په نومونو پېژندل کېږي، جرمنی دومنیکن واعظ، فیلسوف، عالم او د کاتولیک کلیسا وزیر و. چې وروسته د یو سپېڅلي کاتولیک په توګه وپېژندل شو. هغه د خپل ژوند پر مهال د نړیوال ډاکټر او یا هم نړیوال متخصص په توګه پېژندل کېده، د ژوند په وروسیتو کې د مګنوس مستعار نوم د هغه په نوم کې زیات شو. یو شمېر پوهانو لکه جیمز اې ویسیپل (James A. Weisheipl) او یواخیم آر. سودر (Joachim R. Söder) هغه د منځنۍ دورې لوی جرمنی فیلسفوف او د الهیاتو عالم بولي. کاتولیک کلیسا هغه بیا د کلیسا له ۳۶ ډاکټرانو یو بولي.[۱۵][۱۶]

ژوند لیک[سمول]

هغو شواهدو ته په پام چې البرت په ۱۲۸۰ ز کال کې د خپلې مړینې پر مهال له ۸۰ کلونو زیات عمر درلود، داسې ښکاري چې کېدای شي له ۱۲۰۰ ز کال وړاندې زېږېدلی وي. وروستۍ دوه سرچینې څرګندوي چې البرت د خپلې مړینې پر مهال ۸۷ کلن و، له همدې امله ۱۱۹۳ ز کال په عام ډول د هغه د زوکړې کال یادېږي، خو د دغو معلوماتو اړوند کافي شواهد نشته. البرت شاید په لاونګین (Lauingen)(اوسني بایرن) کې زېږېدلی وي، ځکه هغه خپل ځان د 'البرت لاونګین' په نوم یاد کړی، خو کېدای شي دا به یې کورنی نوم و. په ډېر احتمال سره د هغه کورنۍ د وزیرانو طبقې (ministerial class) کورنۍ وه؛ ځکه له دې سره د نوموړي تړاو چې ګواکې (د کنټ زوی و) چې د بولشتاد (Bollstädt) اشرافي کورنۍ څخه و خو دا یوازې د ۱۵ مې پېړۍ د کلیسا د سپېڅلو غړو د ژوند لیک لیکونکو (hagiographers) یو اټکل دی.[۱۷]

په ډېر احتمال سره البرت په پادوا پوهنتون (University of Padua) کې زده کړې کړي، چېرې چې هغه د ارسطو د لیکنو اړوند زده کړې ترلاسه کړې. د البرت اړوند د رادولف ډي نوامژیا (Rudolph de Novamagia) وروسته روایت بیا له سپېڅلې مریمې سره د هغه مخ کېدو ته اشاره کوي، چې هغه یې اړ کړی د سپېڅلو مشرانو ډلې ته دننه شي.  په ۱۲۲۳ (یا ۱۲۲۹) کال کې هغه د ډومنیکن ډلې یا د واعظانو د ډلې (Dominican Order) غړی شو، او په بولوګانا (Bologna) او یو شمېر نورو ځایونو کې یې الهیات ولوستل. هغه د جرمني په کولن کې چېرې چې دومینکنانو هلته یوه خونه درلوده، د استاد په توګه وټاکل شو، چې ګڼ شمېر کلونه یې هلته، په رګسنبورګ، فرایبورګ، ستراسبورګ او هیلد سهایم کې درس ورکړ. په کولن کې د خپلې لومړۍ استادۍ پر مهال وروسته له هغه چې له لومړي وزیر فلیف سره یې ولیدل د هستۍ د بې حده ځانګړونو په اړه هغه (Summa de bono) په نوم لیکنه وکړه. په ۱۲۴۵ ز کال کې البرت د ګوریک سنت کوین (Gueric of Saint-Quentin) تر نظر لاندې لومړنی جرمن دومنیکن و چې د الهیاتو د استادۍ ویاړ یې خپل کړ. له دغه بدلون وروسته، البرت وکولای شول د پاریس په پوهنتون کې د الهیاتو په برخه کې د بشپړ مهال (full-time) فروفیسور په توګه درس ورکړي، همدارنګه یې په سنت جیمز کالج کې د الهیاتو څوکۍ هم په واک کې لرله. همدغه مهال توماس اکویناس د البرتس تر نظر لاندې په زده کړو پیل وکړ.[۱۸][۱۹][۲۰]

البرت لومړنی کس و چې د ارسطو د ټولو لیکنو اړوند یې نظر ورکړ، له همدې امله یې هغه د پراخو علمي بحثونو ته د لاسرسي وړ وګرځوه. د ارسطو مطالعې هغه د مسلمانو پوهانو لکه ابن سینا او اویروس (ابن الرشد) مطالعې او د هغو د ښوونو اړوند نظر ورکولو ته اړ کړ، چې دی یې د علمي بحثونو منځ ته د ننه کړ.

په ۱۲۴۵ ز کال کې البرت د دومنیکن فرقې د سیمه ییز مشر په توګه وټاکل شو او هغه د خپل دفتر دندې په ډېر پام او اغېزناکه ترسره کړې. هغه د خپلې دندې په پیل کې په ښکاره ډول په دومینکن ډلې د پاریس د پوهنتون د سیکولار او منظم علمي پلاوي د نیوکو پر وړاندې دفاع وکړه، د انجیلي یوحنا (John the Evangelist) په اړه یې نظر ورکړ او د هغه څه په اړه چې ده د مسلمان فیلسوف ابن الرشد تېروتنې بللې ځواب یې ورکړ.

په ۱۲۶۰ ز کال کې څلورم پاپ الکسندر هغه د ریګسنبورګ د کلیسا وزیر (bishop of Regensburg) وټاکه، چې درې کاله وروسته یې له هغه ځایه استعفا ورکړه. هغه د خپلې دندې پر مهال د تواضع له مخې په آس له سورلۍ ډډه وکړه، په داسې حال کې چې د مقرارتو له مخې باید په آس تللی وای خو هغه د لوی وزیر ځایګي ته په پښو لاړ. په ۱۲۶۳ ز کال کې څلورم پاپ اوربان هغه د کلیسا د وزارت له دندو لرې او له هغه یې وغوښتل چې د جرمني ژبې په هېوادونو کې د اتمې صلیي جګړې اړوند تبلیغ وکړي. وروسته له دې هغه په ځانګړې توګه د شخړو کوونکو ډلو ترمنځ د منځګړي په توګه پېژندل کېده. په کولن کې هغه نه یوازې له دې امله چې هغه د جرمني د تر ټولو پخواني پوهنتون بنسټ اېښی و بلکه هغه په ۱۲۵۸ ز کال کې د "لویې پرېکړې" (der Große Schied) د کولو له امله، چې د کولن د وګړو او د کلیسا د لوی وزیر ترمنځ یې شخړه پای ته ورسوله پېژندل کېږي. د هغه په وروستیو چارو کې له خپل پخواني ارتودکس زده کوونکي توماس اکویناس دفاع وه، چې په ۱۲۷۴ ز کال کې د هغه مړینې سخت خواشینی کړ (دغه قصه چې هغه پاریس ته سفر وکړ او د اکیوناس د زده کړو له ورکولو یې دفاع کړې نه ده تائید شوې).[۲۱]

البرت عالم، فیلسوف، ستوري پېژندونکی، الهیات پوه، روحاني لیکوال، نړۍ پېژندونکی او دیپلمات و. د رومي هامبورت تر نظر لاندې هغه ټولو دومینکن زده کوونکو ته درسي نصاب جوړ کړ، ارسطو پېژندنه یې په ټولګیو کې دود کړه او د نویو افلاطونانو لکه فلوطین چارې یې وارزولې. په واقعیت کې، دا د ده او اکیانوس ۳۰ کاله هڅه وه چې ارسطو پېژندنه یې د دومنیکن ښوونځیو په درسي نصاب کې شامله کړه.

په ۱۲۷۸ ز کال کې هغه ناروغ شو او د ۱۲۸۰ ز کال د نومبر په ۱۵ مه د جرمني د کولن په دومنیکن صومعه (خانقا) کې ومړ. د ۱۹۵۴ ز کال راهیسې د هغه پاتې شوني (د جسد پاتې شوني) په رومي تابوت کې د کولن د سنت اندریس کلیسا په تکهوي کې اېښودل شوي. په داسې حال کې چې له مړینې درې کاله وروسته په لومړي ځل د هغه د قبر په پرانیستو کې یې مړی خراب شوی و، خو په ۱۴۸۳ ز کال کې د بیاځلي کېنستلو پر مهال یې یوازې اسکلېټ (هډوکي) پاتې و. البرت په ۱۶۲۲ ز کال کې سپېڅلی او یا مبارک وبلل شو. د ۱۹۳۱ ز کال د ډسمبر په ۱۶ مه د یوولسم پاپ پیوس او په ۱۹۴۱ ز کال کې د طبیعي علومو د پوهانو د ملاتړي سپېڅلي کشیش له خوا ورته د کلیسا د ډاکټر لقب ورکړل شو. د نومبر ۱۵ د البرت د لمانځنې ورځ (feast day) ده.[۲۲][۲۳]

د البرتوس مګنوس لیکنې[سمول]

د البرت لیکنې چې په ۱۸۹۹ ز کال کې راغونډې شوې ۳۸ ټوکه شوې. چې په کې د هغه له مفهومه ډک عادات او د منطق، بوټو پېژندنې، جغرافیې، ستور پوهنې، طالع لوستنې، منرال پېژندنې، کیمیا، ژوو پېژندنې، ارواه پوهنې، فرنولوژي (جمجمه پېژندنې)، عدالت، قانون، ملګرتیا مینې او نورو موضوعاتو په اړه دایره المعارفي پوهه په کې شاملېږي. هغه د ارسطو ټول آثار چې له لاتین ژباړو او عربي مفسرینو له یاددښتونو لاسته راوړي و، د کلیسا د دکتورینو سره په همغږۍ هضم (درک)، تفسیر او منظم کړل. ارسطو ته اړوند ډېری معاصره پوهه د البرت په واسطه راغونډه او وړاندې شوې.

د الهیاتو په برخه کې د هغه مهم آثار د پیتر لومبارد د احکامو درې ټوکه شرحه ده چې یو یې (Magister Sententiarum) او بل په دوه ټوکو کې (Summa Theologiae) دی. دویم تر ډېره د لومړني په پرتله یو مشرح تکرار دی.[۲۴][۲۵]

د البرت ډېری آثار د الهیاتي آثارو پر ځای فلسفي دي. د هغه د فلسفي آثارو له ۲۱ ټوکو څخه شپږ لومړي او یو وروستی ټوک یې په عموم ډول د ارسطو د علومو د طرحې پر بنسټ وېشل کېږي، چې په کې د ارسطو اړوند آثارو تفسیر او توضیح شوې.[۲۶]

سرچینې[سمول]

  1. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500330855 — د نشر نېټه: ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Saint-Albertus-Magnus — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۲ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/albertus-magnus — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۲ — سرليک: Nationalencyklopedin
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/albert-great/ — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۲ — سرليک: Stanford Encyclopedia of Philosophy — خپرونکی: Stanford University او Center for the Study of Language & Information
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D012458.php — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۲ — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ دوتنه: Paul de Roux — سرليک: Nouveau Dictionnaire des œuvres de tous les temps et tous les pays — نسخهدوهم — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 41 — خپرونکی: Éditions Robert Laffont — ISBN 978-2-221-06888-5
  7. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bbollst.html
  8. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bbollst.html — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۰ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  9. https://resource.database.rag-online.org/ngQG2j971QY71fmokQJfa
  10. سرليک: Albert le Grand — نشرونه لخوا د: Infernal Dictionary, 6th ed.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ خپرونکی: SISMEL – Edizioni del Galluzzo
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/99076963
  14. https://database.rag-online.org/viewer.p/1/4/object/46-2204129
  15. Weisheipl, James A. (1980), "The Life and Works of St. Albert the Great", in Weisheipl, James A. (المحرر), Albertus Magnus and the Sciences: Commemorative Essays, 49, Toronto: Pontifical Institute of Mediaeval Studies, د کتاب پاڼې 46, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88844-049-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Joachim R. Söder, "Albert der Grosse – ein staunen- erregendes Wunder," Wort und Antwort 41 (2000): 145; J.A. Weisheipl, "Albertus Magnus," Joseph Strayer ed., Dictionary of the Middle Ages 1 (New York: Scribner, 1982) 129.
  17. Tugwell, Simon. Albert and Thomas, New York Paulist Press, 1988, p. 3, 96–7
  18. Kovach, Francs, and Rober Shahan. Albert the Great: Commemorative Essays . Norman, Oklahoma: University of Oklahoma Press, 1980, p. x.
  19. Kennedy, Daniel. "St. Albertus Magnus." The Catholic Encyclopedia. Vol. 1. New York: Robert Appleton Company, 1907. 10 Sept. 2014
  20. Tugwell 1988، صص. 4–5.
  21. Führer, Markus, "Albert the Great", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2014 Edition), Edward N. Zalta (ed.),
  22. "Zeittafel". Gemeinden.erzbistum-koeln.de. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Carroll Cruz, Joan (1977). The Incorruptibles: A Study of the Incorruption of the Bodies of Various Catholic Saints and Beati. Charlotte, NC: TAN Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89555-066-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kennedy, Daniel. "St. Albertus Magnus." The Catholic Encyclopedia. Vol. 1. New York: Robert Appleton Company, 1907. 10 Sept. 2014
  25. Führer, Markus, "Albert the Great", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2014 Edition), Edward N. Zalta (ed.),
  26. Führer, Markus, "Albert the Great", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2014 Edition), Edward N. Zalta (ed.),