منځپانگې ته ورتلل

جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


  
جرمني
جرمني
جرمني
بیرغ
جرمني
جرمني
نښان

Location of  جرمني  () – on the European continent  (green & ) – in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]
Location of  جرمني  ()

– on the European continent  (green & )
– in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]

Location of  جرمني  ()

– on the European continent  (green & )
– in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]


شعار
[[language|]]: Einigkeit und Recht und Freiheit،  [[language|]]: Unity and Justice and Freedom،  [[language|]]: Единство и справедливост, и свобода،  [[language|]]: Deutschland – Das Reiseland[۱]،  [[language|]]: Undod a Chyfiawnder a Rhyddid  ويکيډاټا کې (P1451) ځانګړنې بدلې کړئ
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵۱°شمال ۱۰°ختیځ / 51°شمال 10°ختيځ / 51; 10 [۲]،  ۵۱°۳۰′شمال ۱۰°۳۰′ختیځ / 51.5°شمال 10.5°ختيځ / 51.5; 10.5 [۳][۴]  ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۵]
پراخوالی 357587.77 کیلومتره مربع [۶]  ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه برلين [۷][۸][۹]  ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې جرمني ژبه [۱۰][۱۱][۱۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسمشريزه [۱۳]،  فدراسيون [۱۴][۱۵]  ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۳ می ۱۹۴۹[۱۶][۱۷][۱۲]  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن [۱۸]  ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 6.1 سلنه (۳۱ جنوري ۲۰۲۴)[۱۹]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
43750 ېورو (۲۰۲۴)[۲۰]  ويکيډاټا کې (P3529) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې ېورو [۲۱][۲۲][۲۳]  ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ [۲۴][۲۵]  ويکيډاټا کې (P2852) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۲۶][۲۷]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ DE  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +49  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map


جرمني (په جرمني ژبه کې دویچلند) چې په رسمي توګه د جرمني فدرالي جمهوریت نومېږي، په مرکزي اروپا کې یو هېواد دی. نوموړی هېواد په اروپا کې له روسیې نه وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او په اروپایی اتحادیه ترټولو ډېر نفوس لرونکی غړی هېواد ګڼل کېږي. جرمني په شمال کې د بالتیک او شمالي سمندرګیو او په سویل کې د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی. دا هېواد ۳۵۶۰۲۲ کلیومتره مربع (۱۳۷۸۴۷ مایل مربع) مساحت لري او په ۱۶ ایالاتونو کې له ۸۳ میلیونه وګړو نه ډېر نفوس لري. دا هېواد له ډنمارک سره په شمال کې، له پولنډ او چک جمهوریت سره په ختیځ کې، له اطریش او سویس سره په سویل کې او له فرانسې، لوګزامبورګ، بلجیم او هالنډ سره په لویدیځ کې ګډه پوله لري. د دې هېواد پلازمېنه او لوی ښار برلین دی او مالي مرکز یې فرانکفورت دی او رور(Ruhr ) یې تر ټولو لویه ښاري سیمه ده.  

بېلابېل جرمن قومونه له کلاسیکې لرغونې دورې راهیسې د اوسني جرمني په شمالي برخو کې مېشت دي. د جرمنیه په نوم یوه سیمه له ۱۰۰ کاله مخکې له میلاد نه مستنده شوې ده. د دې هېواد سیمو په ۱۰ پېړۍ کې د سپېڅلي  روم د سترواکۍ مرکزي برخې جوړولې. د ۱۶ مې پېړۍ په ترڅ کې، د دې هېواد سیمې د پروتستانت سمونونو مرکز شو. په ۱۸۰۶ ز کال کې د ناپلیوني جګړو په ترڅ کې د مقدس روم سترواکي نسکوره شوه چې په پایله کې یې په ۱۸۱۵ ز کال کې، د جرمني کنفدراسیون رامنځ ته شو. جرمني هغه وخت یو میلتي دولت شو، چې ډېر جرمن ایالتونه په ۱۸۷۱ ز کال کې، د پروشیا په واکمنۍ کې د جرمني په سترواکۍ کې سره یوځای شول.  لومړۍ نړیوالې جګړې او له ۱۹۱۸ نه تر ۱۹۱۹ ز پورې د جرمني له انقلاب نه وروسته، نوموړې سترواکۍ د نیمه ولسمشریز ویمار جمهوریت په بڼه بدلون وکړ. په ۱۹۳۳ ز کال کې واک ته د نازي ګوند رسېدل،  د دیکتاتورۍ د رامنځته کېدو، د دویمې نړیوالې جګړې او د هولوکاست د عامې وژنې لامل شو. په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته او د متحدینو د اشغال په دوره کې، دا هېواد د جرمني د فدرالي جمهوریت په نامه، چې په لوېدیځ کې په عمومي توګه د لویدیځ جرمني په نوم پیژندل کېده او د جرمني په دیموکراتیک جمهوریت، یا ختیځ جرمني تجزیه شو. د جرمني فدرالي جمهوریت، د اروپا د اقتصادي ټولنې او اروپايي اتحادیې بنسټ ایښودونکی غړی و، په داسې حال کې چې، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت د کمونیست ختیځ بلاک دولت او د وارسا تړون غړی و. کله چې کمونیزم  نسکور شو، د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۳ مه نېټه،  د ختیځ جرمني پخواني ایالتونه، د جرمني له فدرالي جمهوریت سره یوځای شول، چې یو فدرالي پارلماني جمهوریت یې را منځ ته کړ.  

دا هېوا د ځواکمن اقتصاد په درلودلو سره یو لوی ځواک ګڼل کېږي، چې په اروپا کې ترټولو لوی اقتصاد له ځانه سره لري. د GDP پر بنسټ د نړۍ څلورم لوی اقتصاد دی  او د پېرودلو  د وړتیا د تساوي یا PPP پر بنسټ پنځم لوی اقتصاد ګڼل کېږي. په ډول ډول صنایعو، علمي او تکنالوژيکې برخو کې د نړۍ د مخکښ هېواد په توګه، دا هېواد د نړۍ د لویو صادرونکو او واردونکو هېوادنو په منځ کې درېم ځای لري. د یوه پرمختللی هېواد په توګه، چې د بشري پراختیا په شاخص یا HDI کې خورا لوړ ځای لري، دا هېواد خپلو وکړو ته د ټولنیز خوندیتوب امتیازات  او د روغتیا پاملرنې بشپړ نظام، د چاپېریال ساتنه، او د زده کړې لپاره وړیا پوهنتونونه وړاندې کوي. جرمني د ملګرو ملتونو، ناټو، G7، G20 او OECD هېوادنو غړی دی. دا هېواد د یونسکو نړیوال میراث ځایونو په لړۍ کې درېم لوی هېواد دی.

رېښه

د جرمني (Germany)انګلیسي کلیمه، د لاتیني کلیمې له جرمنیا( Germania) نه اخیستل شوې ده او دې کلیمې هغه وخت کاروونکې بڼه و موندله، چې جولیوس سیزار دا کلیمه د راین سیند ختیځو اوسېدونکو ته وټاکله. د جرمني ژبې اصطلاح Deutschland، په اصل کې diutisciu land  ده چې، د جرمنیانو د خاورې په معنا ده، له deutsch نه اخیستل شوې، چې د پخوانۍ عالي جرمني له diutisc چې 'د خلکو په معنا' ده اخیستل شوې او دا په خپل وار سره، د (diot or diota ' خلکو' نه)، اخیستل شوې ده، چې په اصل کې له لاتیني او د هغې له رومي رېښې نه د عامه وګړو د ژبې د توپیر لپاره کارول کېږي. دا په خپل وار سره ،د پروتو-جرمنیک له  þiudiskaz چې 'د خلکو' په معنا ده ،اخیستل شوې ده (لاتیني شوې بڼه Theodiscus وګورئ) چې په خپل وار سره، د þeudō نه اخیستل شوې ده چې، دا کلیمه له پورتو-هندو-اروپایي tewtéh₂ نه مشتق شوې  ده چې، د 'خلکو' په معنا ده چې له دې نه، دا شان Teutons کلیمه هم سرچینه اخلي.[۲۸][۲۹]

دینونه

ددغه هيواد زياتره اوسيدونكي مسيحيان دي. او ژوند ته هيله پكې په ښځو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلونو پورې ده. د جرمني فدرال جمهوريت ۱۶ فدراسونه لري. دغه فدراسونونه كولاى شي چې په ځينو مـسایلو كې خپلواك عمل وكړي.

ښارونه

بادن وورتمبرګ، بایرن، برلين، فرانکفورټ، برمن، هامبورگ، هسن، ملنبورګ-فورپومرن، نيدرزاكسن، نوردراين-وستفالن، راينلاند-فالټز، زارلاند، زاكسن-آنهالت، اشلسويگ-هولشتاين او تورينگن ددغه هيواد ۱۶ فدراسینونه دي. د المان پلازمينه او د حكومت مركز برلين دى. دغه هيواد د ملگرو ملتونو ، ناټو، جي اته هیوادونه، اروپایي ټولنه او 5+1هیوادونه په څير سازمانونو کې غړى دى. له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته چې جرمني يې پرانستونكى وو دغه هيواد په دوه برخو لويديځ او ختيځ وويشل شو او د برلين ديوال د برلين ښار په دوه برخو يعني ختيځ او لويديځ وويشلو.

بیا رغونه

د ختيځ جرمني خلكو چې د شوروي اتحاد تر څارنې لاندې يې ژوند كاوه ښه اقتصادي وضعيت نه درلود. د برلين ديوال له منځه تللو سره د المان اقتصاد وغوړېد او د څو كلونو په اوږدو كې دغه هيواد د امريكا او جاپان ترڅنګ د اقتصاد له نظره د نړۍ په لومړيو هيوادونو كې راغى.[۳۰]

تاریخ

د برلین دیوال د المان هیواد په تاریخ کې یو مشهور دیوال وو چې ترننه یې یوه برخه ولاړه ده.

جغرافیه

Topografik harita.
سیمه آلمان هیواد
نقشه

اقتصاد

المان د داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ دريم هيواد دى او د عايد له نظره د كاليو ستر صادروونكى او په نړۍ كې د كاليو د ورادوونكو هيوادونو په دوهمه درجه كې راځي. د نړيوالې سوداگرۍ د سازمان د احصائې په اساس په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د آلمان د صادراتو كچه ۱.۱۳۳ تريليونه ډالره وو. لدې سره سره د المان په لويديځه نيمايي كې ژوند د هغه د ختيځې نيمايي برخې په نسبت ډير ښه كيفيت لري.

په آلمان كې زيات صنايع فعال دي. لكه د الكترونيكي ، ميخانيكي ، كيمياوي موادو ، منسوجاتو خوراكي او نقليه وسايطو په څير صنايع. د بنز ، بي ام او فالكس واگون په څير د موټر جوړونې كارخانې يې هم خپل محصولات ټولې نړۍ ته وړاندې كوي. ددغه هيواد مهم صادرات د ليږد راليږد وسيلې او الكترونيكي وسايل جوړوي. په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې آلمان په نړۍ كې د انرژۍ پنځم مصرفوونكى هيواد وو او دغه هيواد ته د لومړنۍ انرژۍ د دريو برخو څخه دوه برخې واردېدلې. په همدې كال آلمان په اروپايي هيوادونو كې د بريښنا تر ټولو ستر مصرفوونكى هيواد هم وو. په همدې كال كې د المان واكوالانو د خپل هيواد له تجديدونكې انرژۍ څخه د مصرفي انرژۍ د نيمايي برخې تامين د خپل كار په اجنډا كې راووست. آلمان په زياتو ډبرو سكرو سربېره د اوسپنې ، بوكيسټ ، مسو ، نېكل ، قلعي ، سپينو زرو ، پټاسو او مالگې په څير نسبتاً كوچنۍ طبيعي زيرمې هم لري. بانكوالي او مالي چارې د بهرنيو اسعارو د عايد مهمې سرچينې دي او فرانكفورت په نړۍ كې د مالي او سوداگريزو چارو يو اصلي مركز گڼل كيږي. په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۷.۱ سلنه ده چې همدا چاره ددغه هيواد د سياستوالانو په وړاندې يوه مهمه ستونزه ده.

سياست

په المان كې د تصميم نيونې مبنا ددغه هيواد اساسي قانون دى چې پكې ددغه هيواد په ډيموكراټيك اوسېدو ټينگار شوى دى. د دغه هيواد د حكومت په مشرتابه كې ولسمشر دى چې زياتره سمبوليك رول لري او مهم تصميمونه زياتره د حكومت د مشر په غاړه دي چې هغه لومړى وزير يا صدر اعظم دى. په آلمان كې لوى او واړه گوندونه هم فعاليت لري چې پكې مسیحی ډيموكراټيك (CDU)، سوسیال ‌مسیحي (CSU)، سوشيل‌ دموکراټ (SPD)، لیبرال (FDP)، د شنو ۹۰ فيصدي اتحاد (Bündnis 90/Die Grünen) او چپ گوند (Die Linke) زيات قدرت لري. آلمان او فرانسه له ډېر پخوا څخه سياسي نږدېوالى لري چې دغه موضوع په آلمان كې د هلموت كهل او په فرانسه كې د فرانسيس ميتيران د لومړيو وزارتونو په مهال لازياتوالى وموند.

اړيكتيايي چارې

په دغه هيواد كې ۳۷۳ ټلويزیوني چينلونه پروگرامونه خپروي او ۳۸ ميليونه او شپږ لكه انټرنيټي كاروونكي لري. دغه هيواد له اړيكتيايي نظره په پرمختللو هيوادونو كې راځي. په دغه هيواد كې ۵۴ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او څه دپاسه ۸۴ ميليونه مبايل كرښې هم پكې په فعاليت بوختې دي. ۱۶ ميليونه او څلور لكه او ۹۴ زره اينټرنيټي كوربانه لري او انټرنيټي كود يې هم de دى.

ایداري وېش

'د المان هیواد د آیالاتونو نوملړالمان هیواد د ولایتونو نوملړ/د المان ایداري وېش)

د المان نقشه
نښان بیرغ نوم مرکز مساحت نفوس بنسټ
بادن وورتمبرګ شتوتګارت ۳۵،۷۵۲ ۱۰،۷۵۵،۰۰۰ ۱۹۴۹
بایرن مونیخ ۷۰،۵۵۲ ۱۲،۵۴۲،۰۰۰ ۱۹۴۹
براندنبورگ پوتسدام ۲۹،۴۷۹ ۲،۵۰۰،۰۰۰ ۱۹۹۰
برلین برلین ۸۹۲ ۳،۴۶۹،۰۰۰ ۱۹۹۰
برمن برمن ۴۱۹ ۶۶۱،۰۰۰ ۱۹۴۹
تورینګن ارفورت ۱۶،۱۷۲ ۲،۲۳۱،۰۰۰ ۱۹۹۰
راینلند پالڅ ماینڅ ۱۹،۸۵۳ ۴،۰۵۲،۸۰۳ ۱۹۴۹
زارلاند زاربروکن ۲،۵۶۹ ۱،۰۱۸،۰۰۰ ۱۹۵۷
زاخسن درسدن ۱۸،۴۱۶ ۴،۱۴۳،۰۰۰ ۱۹۹۰
زاخسن-انهالت ماګدبورګ ۲۰،۴۴۶ ۲،۳۳۱،۰۰۰ ۱۹۹۰
شلسویګ-هولشتاین کیل ۱۵،۷۹۹ ۲،۸۳۳،۰۰۰ ۱۹۴۹
مکلنبورګ-فورپومرن شورین ۲۳،۱۸۰ ۱،۶۳۹،۰۰۰ ۱۹۹۰
نوردراین-وستفالن دوسلدورف ۳۴،۰۸۵ ۱۷،۸۳۷،۰۰۰ ۱۹۴۹
نیدرزاخسن هانوفر ۴۷،۶۰۹ ۷،۹۱۴،۰۰۰ ۱۹۴۹
هامبورگ هامبورگ ۷۵۵ ۱،۷۸۸،۰۰۰ ۱۹۴۹
هسن ویسبادن ۲۱،۱۱۵ ۶،۰۶۶،۰۰۰ ۱۹۴۹

سرچینې

  1. So gut (oder schlecht) werben Länder um Touristen — خپرېدونېټه: ۲۲ می ۲۰۲۳ — خپور کړی: Die Welt — خپرولونېټه: ۲۶ نومبر ۲۰۱۳
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ museum-digital place ID: https://term.museum-digital.de/md-de/place/209 — خپرېدونېټه: ۷ اپريل ۲۰۲۵
  3. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/4011882-4 — خپرېدونېټه: ۲۴ جنوري ۲۰۲۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ځمکنومونو پېژند: https://www.geonames.org/2921044 — خپرېدونېټه: ۷ اپريل ۲۰۲۵ — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  6. Kritische Flächenfragen - Flächenveränderungenund Flächendruck in Deutschland im Untersuchungszeitraum 2016-2020 — خپرېدونېټه: ۲۰ جون ۲۰۲۳ — سمونګر: Social Science Open Access Repository — پاڼه: 7 — خپرولونېټه: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۲۲ — وينا: Deutschland misst eine Gesamtfläche von 357.587,77 km²;
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bundestag.de/gg — ليکوال: Adolf Süsterhenn ، Theodor Heuss او Carlo Schmid — سرليک: Grundgesetz für die Bundesrepublik Deutschland — موضوع: Artikel 20 (1) — خپور کړی: Federal Law Gazette — وينا: Die Hauptstadt der Bundesrepublik Deutschland ist Berlin. Die Repräsentation des Gesamtstaates in der Hauptstadt ist Aufgabe des Bundes. Das Nähere wird durch Bundesgesetz geregelt.
  8. Unsere Hauptstadt — خپرېدونېټه: ۱ جولای ۲۰۲۳ — سمونګر: Federal Ministry of the Interior
  9. https://www.workwithdata.com/place/germany — خپرېدونېټه: ۱۹ جنوري ۲۰۲۵
  10. سرليک: Verwaltungsverfahrensgesetz — موضوع: § 23 Amtssprache (1) — وينا: Die Amtssprache ist deutsch.
  11. Welche Sprachen werden in Deutschland gesprochen? — خپرېدونېټه: ۱ جولای ۲۰۲۳ — پاڼه: 1 — خپور کړی: Sprachreport: Informationen und Meinungen zur deutschen Sprache — خپرولونېټه: ۲۰۲۱ — وينا: Die nationale Amtssprache in Deutschland ist Deutsch [...].
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Politiklexikon ID: https://www.bpb.de/nachschlagen/lexika/politiklexikon/17244 — خپرېدونېټه: ۲۳ فېبروري ۲۰۲۵
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bundestag.de/gg — ليکوال: Adolf Süsterhenn ، Theodor Heuss او Carlo Schmid — سرليک: Grundgesetz für die Bundesrepublik Deutschland — موضوع: Artikel 20 (2) — خپور کړی: Federal Law Gazette — وينا: Alle Staatsgewalt geht vom Volke aus. Sie wird vom Volke in Wahlen und Abstimmungen und durch besondere Organe der Gesetzgebung, der vollziehenden Gewalt und der Rechtsprechung ausgeübt.
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bundestag.de/gg — ليکوال: Adolf Süsterhenn ، Theodor Heuss او Carlo Schmid — سرليک: Grundgesetz für die Bundesrepublik Deutschland — موضوع: Artikel 20 (1) — خپور کړی: Federal Law Gazette — وينا: Die Bundesrepublik Deutschland ist ein demokratischer und sozialer Bundesstaat.
  15. https://www.bpb.de/kurz-knapp/lexika/lexikon-in-einfacher-sprache/250138/bundesstaat/ — خپرېدونېټه: ۲۱ می ۲۰۲۳ — سمونګر: Bundeszentrale für politische Bildung
  16. https://www.hdg.de/lemo/kapitel/nachkriegsjahre/doppelte-staatsgruendung/entstehung-der-bundesrepublik-parlamentarischer-rat-und-grundgesetz.html — خپرېدونېټه: ۲۱ می ۲۰۲۳ — خپور کړی: Lebendiges virtuelles Museum Online
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bundestag.de/gg — ليکوال: Adolf Süsterhenn ، Theodor Heuss او Carlo Schmid — سرليک: Grundgesetz für die Bundesrepublik Deutschland — خپور کړی: Federal Law Gazette
  18. https://soziales.niedersachsen.de/startseite/kinder_jugend_amp_familie/landesjugendamt/newsletter_jin/newsletter_03_2017/gesetz-zur-bekaempfung-von-kinderehen-157585.html — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴ — سمونګر: Lower Saxony State Office for Social Affairs, Youth and Family — وينا: Das Alter der sogenannten Ehemündigkeit wird im Interesse des Kindeswohls auf 18 Jahre festgelegt.
  19. https://www.arbeitsagentur.de/news/arbeitsmarkt — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴ — سمونګر: Bundesagentur für Arbeit — وينا: Die Arbeitslosenquote lag im Februar 2024 wie im Januar bei 6,1 Prozent.
  20. https://www.finanz.de/gehalt/ — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴ — وينا: Das Durchschnittsgehalt in Deutschland beträgt 2024 50.250 Euro brutto pro Jahr, das Median-Einkommen liegt bei 43.750 Euro Jahresbrutto.
  21. https://web.archive.org/web/20110111043412/http://ec.europa.eu/economy_finance/euro/countries/germany_en.htm — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴ — خونديځ اصل په ۱۱ جنوري ۲۰۱۱ — سمونګر: اروپايي کمېسیون — وينا: Germany is a founding member of the European Union and one of the first-wave countries to adopt the euro on 1 January 1999. [.] Adoption of the euro: The euro banknotes and coins were introduced in Germany on 1 January 2002, after a transitional period of three years when the euro was the official currency but only existed as 'book money'.
  22. سمونګر: Bundeszentrale für politische Bildung
  23. https://web.archive.org/web/20120819190852/http://www.bundesfinanzministerium.de/Web/DE/Themen/Europa/Euro_auf_einen_Blick/Europaeische_Wirtschafts_und_Waehrungsunion/europaeische_wirtschafts_und_waehrungsunion.html — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴ — خونديځ اصل په ۱۹ اگست ۲۰۱۲ — سمونګر: Federal Ministry of Finance — وينا: Mit Beginn der dritten Stufe der WWU wurde der Euro in elf Mitgliedstaaten eingeführt: Deutschland, Frankreich, Italien, Belgien, die Niederlande, Luxemburg, Spanien, Portugal, Irland, Österreich und Finnland. Zwei Jahre später kam Griechenland hinzu. In diesen 12 Mitgliedstaaten wurde das Euro-Bargeld am 1. Januar 2002 eingeführt.
  24. 25 Jah­re Not­ruf in Eu­ro­pa — خپرېدونېټه: ۲ جون ۲۰۱۶ — خونديځ اصل په ۲ جون ۲۰۱۶ — سمونګر: Federal Ministry of the Interior — خپرولونېټه: ۱۱ فېبروري ۲۰۱۶
  25. سمونګر: مخابراتو نړيواله ټولنه
  26. http://rammb.cira.colostate.edu/dev/hillger/driving-customs.htm — خپرېدونېټه: ۲۲ مارچ ۲۰۲۴
  27. د ټولټال کار کتنه په: https://www.gesetze-im-internet.de/stvo_2013/index.html — سرليک: Straßenverkehrs-Ordnung — موضوع: § 3 Abs. 1
  28. Schulze, Hagen (1998). Germany: A New History. Harvard University Press. p. 4. ISBN 978-0-674-80688-7.
  29. Lloyd, Albert L.; Lühr, Rosemarie; Springer, Otto (1998). Etymologisches Wörterbuch des Althochdeutschen, Band II (in German). Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 699–704. ISBN 978-3-525-20768-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 September 2015.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link) (for diutisc). Lloyd, Albert L.; Lühr, Rosemarie; Springer, Otto (1998). Etymologisches Wörterbuch des Althochdeutschen, Band II (in German). Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 685–686. ISBN 978-3-525-20768-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 September 2015.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link) (for diot).
  30. http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41592/[مړه لينکونه] د المان فدارلي جمهوریت سره اشنایي، روهي ویب پاڼه