براندنبورگ
اوږده ليکنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
براندنبورګ په الماني: Brandenburg) د المان یو ايالت دی.[۱] د براندنبورگ ايالت، د المان په شمال ختيځ کې پروت دی. دغه ايالت د جرمني پر پايتخت برلين باندی راگرځيدلی دی، او د ۲۹،۴۷۷ کيلومتره مکعبه مساحت په درلودلو سره د المان د ډيرو هوارو مځکو درلودونکو، ايالتونو څخه بلل کيږي . د دغه ايالت مرکز پوتسدام، پخوا د پرويس د پاچا هانو دربار ؤ. په دغه ځای کی بې شمېره ماڼۍ او شاهي پارکونه، د هغه وخت د طلايی وختونو شهادت ورکوي. د ښايسته معماريو په درلودلو، د ښه زيربنا له کبله او همدارنگه برلين ته د نژديوالی په خاطر، په دغه ايالت کی د ژوند کيفيت ډېر لوړ دی.
لنډ معلومات
د هواری مځکی يو پر دريمه برخه تر حفاظې اوساتنی لاندی ده.د دې کبله چی براندنبورگ لاس نه خوړلی او د پوره اوبو درلودونکی طبيعت لری، نو دغه ايالت ورځ په ورځ د ټوريستانو د علاقې وړ هم گرځي . ددغه ايالت يو پر دريمه هواره مځکه، د لاس نه خوړلی طبيعت په حيث ساتل کيږي . بې حسابه سيندونه، د درو زرو په شاوخواکی بحيرې،د زړودرختو کُندې او لوی ځنگلونه ، د چکر او تفريح دپاره سيلانیان او سياحان ځانته راجذبوي . دجرمني د پايتخت برلين پر شاوخوا، د دغه کمربند مهمه اقتصادی څانگه، د اوسپنی عنعنوي صنعت، دهوايی ترانسپورت تخنيک او کيمياوی صنعت دی .په اوس وخت کی نوې تکنالوژی لکه د چاپيریال ساتنی تخنيک او بيوـ تکنالوژی ، د نورو تر څنگ د ماکس پلانک او فراونهوفر بې حسابه انستيتونه په براندنبورگ کی موجود دي . د پرويسانو تاريخد براندنبورگ نوم په هافل کی د برينابورگ څخه چی پاچا،هاينریش اول په۹۲۹ کی د سلاويانو څخه تصرف کی، اخيستل سوی دی . تر څوارلسمی پیړۍ پوری دغه ځای د جرمنی د پاچاهانو سيمه وه. په نولسمه او شلمه پيړۍ کی براندنبورگ د برلين سره یو ځای د آلمان او د پرويسيانو په سیاسی مرکز واوښتۍ . بلاخره په ۱۹۴۷کال کی پرويسيان د متحدينو د کنترول د شورا لخوا منحل سوه .براندنبورگ پر ناحيو باندی وويشل سو،يوه برخه يې ( ډي ـ ډي ـ آر) يا شرقی آلمان ته ولاړه. د جرمني تر بيايوځای کېدو وروسته ،براندنبورگ د جرمنی د ايالت په حيث نوی تأسيس سو، يعنی د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر دريمه د جرمني د بيا اتحاد په ورځ . سرچينې
|
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- جغرافيه ويکي ډېټا
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- صيانة CS1: لغة غير مدعومة
- د خاصيت کارولو پاڼې P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- د انځور خرابه اندازه
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P571
- د خاصيت کارولو پاڼې P2044
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- جيو کوډونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- د المان ايالتونه
- المان
- نخشه لرونکي مخونه