ناټو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search
Flag of NATO.svg
North Atlantic Treaty Organization (orthographic projection).svg

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو (په فرانسوي ژبه: Organization du Traité de l'Atlantique Nord) چې په لنډيز يې NATO کېږي. د ١٩٤٩م کال د اپرېل په څلورمه د ټوليزې دفاع په خاطر په واشنگټن کې جوړه شوه او اوس مهال يې ٢٨ هېوادونه غړيتوب لري. د ناټو تړون زړه د دې تړون پنځمه ماده ده، هغو هېوادونو چې لاسليک کړى، منلې يې ده که په اروپا د ناټو د تړون پر کوم غړي هېواد يا هم شمالي امريکا بريد کېږي، معنى به يې دا وي چې پر ټولو غړو هېوادونو بريد شوى دى او په گډه به يې مقابلې ته دانگي.

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو (په فرانسوي ژبه: Organization du Traité de l'Atlantique Nord) چې په لنډيز يې NATO کېږي. د ١٩٤٩م کال د اپرېل په څلورمه د ټوليزې دفاع په خاطر په واشنگټن کې جوړه شوه او اوس مهال يې ٢٨ هېوادونه غړيتوب لري. د ناټو تړون زړه د دې تړون پنځمه ماده ده، هغو هېوادونو چې لاسليک کړى، منلې يې ده که په اروپا د ناټو د تړون پر کوم غړي هېواد يا هم شمالي امريکابريد کېږي، معنى به يې دا وي چې پر ټولو غړو هېوادونو بريد شوى دى او په گډه به يې مقابلې ته دانگي.

دپخوانی شوروي اتحاد دړنګیدوسره سم دوارسا (ورشو) نظامی تړون هم دمنځه ولاړ،اوناټوخپل اصلی کړنی چې په مخ کې یې درلودل هغه یې دلاسه ورکړ. ددغه دلیل پربنسټ داتیاومی (۸۰ ومی ) لسیزی په پای کې دنهویومی(۹۰ومی ) لسیزی په لومړیوکې ،دسیاسی اوامنیتی چاروډېرکارپوهان داهسی سترګې په لاره اومنتظر وو چې ګواکی دناټودنظامی تړون په منحلولو اوپه دمنځه وړلوسره ،یونوی امنیتی چوکاټ داروپا اوامریکا دپاره به جوړ اورامنځته به سی . په هغه وخت کې په دی اړه ، دناټودراتلونکی دپاره دوه ډوله لړلیدامریکایی اواروپایي لړلیدونه رامنځته اوانځورسول .اودواشینګتن دجګپوړوچارواکو لخوا دناټوپرژوندی پاته کیدلوباندی،اوددی نظامی تړون دپخوانیوکړنوپه ترسره کولو کې په یولږبدلونوسره دامریکا ترلارښودنی لاندی پری ټینګار وسول .

دبله خوانه یو بل لړلیدخصوصآ داروپایي دولتی واکدارانواوچارواکوپه منخ کې وروسته دماستریخت دتړون نه چې په (۱۹۹۲) میلادی کال کې جوړ اورامنځته سو او ددی تړون پربنسټ باندی دغه بحث وړاندی او رامنځته سوچې اروپايی هیوادونه دیوی دفاعی او امنیتی جوړښت په غښتلی کولو اوملاتړسره ،دناټوڅخه جلااو ځانګړی امنیتی جوړښت په اروپا کې راجوړ کړی اودغه جوړښت وکولای سی چې داروپا داتحادیی امنیت په خپله په یوازی توګه سره ونیسی اوامنیت یې تامین کړی . د(۱۹۹۱) میلادی کال دجنوری په میاشت کې دیوی اعلامی په تصویبول سره ، دغه دلړلیدونوتوپيرونه دامریکی دلړلیدپه ګټه دیولږبدلون سره پای ته ورسیدی . په همدی ډول سره پریکړه وسوه چې ناټودی څه ناڅه دیوسرلیک لاندی داروپایی اصلی امنیتی فعال ارګان په توګه دی پاته سی اودهغه ترڅنګه اروپائیان وکولای سی خپل امنیتی اودفاعی سیاست (EPSP) پرمخ بوزی . ټول نهویمه (۹۰ومه )لسیزه ددی بحث سره مل وو چې ایاناټو کولای سی نوي امنیتی بدلونونه اوهغه خنډونه چې په راتلونکی پیړی کې په مخ کې لری وهغه ته دی ځواب ورکړی ؟ ځکه چې دناټو جوړښت ددفاعی محورپه توګه سره رامنځته اوجوړسویدی اودهمدی بنسټ له مخی بیله کوم جوړونکی کړنواواړین اوګټور کاره څخه دنویوګواښونود مخنیوی اودمنځه وړلودپاره لکه ټروریزم ،دهسټوي اواټومی وسلیود خپریدواودهغه دپراختیا څخه مخه نیوی،دقانون ماتوونکودولتونو دخطرپه وړاندی دریدل ، دکورنېو ناآرامیواوناامنیو دمنځه وړل اوپه همدی ډول سره دیوشمیرنورواړینو مسائلو..... څخه عبارت وو. په دی لړکې، دناټودپاره دکړکیچ مدیریت کول دیونوي کاره ونکی سرلیک په توګه تعریف سو.دغه نظامی سازمان د(۱۹۹۰) بیا د(۲۰۰۱) میلادی کال په ترځ کې بل ځل دناټو درول په تعریفولوسره په نړی کې ترسړې جګړی راوروسته څرنګه وکولای سی چې ددغه نویوپيچلی ګواښونوپه وړاندی،چې په ټينګه سره دلویدیزی نړی امنیت یې دخطر سره مخامخ کړی،بریالی ځینی راووځې ،نوددی سرلیک په تعریفولو یې لاس پوری کړ. په همدی ډول سره ناټودنویو ادبیاتواوکاره ونکو نویو نوښتونوپه رامنځته کولوسره زیار یې وایست نه یوازی داچې خپل دشتون دلږرنګه کیدلو دفلسفی څخه یې مخنیوی وکړ،بلکی په دی وتوانیدی چې په همدی ډول سره دیوی امنیتی نظامی لوړمقام لرونکی سازمان ترسرلیک لاندی دنړی په سطح کښې په رول لوبه ولوسره لاس پوری کړي . «دسولی دپاره دګډون»،طرحه اووړاندیز (Partnership For peace)چې د(۱۹۹۴)م کال کې دشمالی اتلانتیک دنظامی شورا(دناټوداصلی رکن )په توګه سره په تصویب رسیدلی وو ،په رښتیا سره ودی اړتیا ته یو ځواب وو .په اروپا کې دیوګسلاویا دکړکیچ رامنځته کیدل دوه مهم پرله پسی اړخونه یې درلودل چې د دواړوپرله پسی اړخونو نتیجه دامریکا اودناټوترمنځ خبراتری یې غښتلی کړاوددی نظامی سازمان کارکول یې وروسته تر سړې جګړی په نړی کې دامریکا ترلارښودنی اومشرتابه لاندی ګټورثابت کړ. دامریکا ترمشری لاندی دناټولومړنی کړنه مداخله اولاسوهنه په کوزوکې د صربستان پرضد وو چې دغه ځوانه اروپایي اتحادیه اودهغه دفاعی اوامنیتی ځوان جوړښت لاپوره ومړانې اوپوخوالی ته نه وورسیدلی له همدی کبله دناټوولارښودنی ته اودامریکا وملاتړ ته یې اړتیا لرله . اودناټودوهمه کړنه دنویو کاره ونکی مهارتونوثبوته ول دناټوپه اړه د نړیوال کړکیچ په مدیرت کولوکې څرګنده سوه . ناټوپه رښتیاسره دکوزوپه کړکیچ کې وکولای سوچې دا ټکی په ثبوت ورسوی اووی کولای سوای چې دملګروملتونودسازمان دامنیتی شورا ترڅنګ دیوی اجرائیوی مرستندویه په توګه اووسی اوداړتیا په وخت کې دندی ترسره کړی . که څه هم دناټو دغه رول اونوی کاره ونی دکړکیچ په مدیریت کولوسره دغیرلویدیزواکمنوهیوادونولخواپه اسیا اوروسیی کې دنوروهیوادونوپه کورنۍ چاروکې یوبل ډول لاسوهنی وبلل سول اودامریکا ډېری غوښتنی تفسیرسولي ،مګردغه انګیرنی اومخالفتونه دونی ګټوروثابت نه سول اوناټوپه عمل کې وکولای سو دمدیریت په کولوسره دنړیوالوکړکیچونوپه منځ کې ،دخپل ځان په تعریفولواورول لوبه ولوسره بل ځل په نړی کې وروسته دسړی جګړی نه،په بریاسره عمل وکړي . تفلیس دناټو دپراختیا اډه دختیځ پرلور: د(۲۰۰۸) کال داګوست د(۱۸می ) اتلسمی نیټی نه مخکې ،کوم وخت چې دګرجستان ددفاع دوزارت قوماندانانودروسیی په سویل کې دقفقاز په غرنیوسیموکښې ځای پرځای سول ،اوپریکړه یې وکړل چې دسویلی اوستیای په نوم پرخپلواکه سیمه باندی یرغل وکړي ، اوواشینګتن هم دنظامی پلوه په ګرجستان کې ډېرپه ښه توګه سره یې شتون درلود. دګرجستان دډېر ښه سازمان ورکول سوي یرغل په ترځ کې یې تسخينوالى،دسویلی اوستياى پلازمینه یې دډېروساعتونودپاره په اورکې وسوزل او ددی ښار ډیر جوړښتونه ،تعمیرونه اوبیلډینګونه لکه پارلمان،پوهنتون،اوروغتونونه یې وران کړ.داسوشيتدپرس دیورپوټ پربنسټ چې دخلکوسره یې مصاحبی ترسره کړی وه لیکی : ډېرلږ ساختمانونه اوجوړښتونه په دی ښارکې روغ پاته سویدی . ادوارد كوكويتى دسویلی اوستیای دولتی مشر وایی ډېرتره تردووزرو(۲۰۰۰)ددی ځای اوسیدونکی په دی تیری کوونکی جګړه کې ووژل سول . همدارنګه رویترزهم د۲۰۰۸ میلادی کال داګوست پر(مه ۱۸) اتلسمه نیته باندی ولیکل : روسیی ځواکونه وروسته ددی تیر ی نه دګرجستان دځواکونونظامی اډي ،هوایی ډګراوپه تورسند کې د«پوتى» پر بندریې یرغل وکړ،که څه هم دامریکی ډېری خبری رسنی دخبرونوپه تعریفول سره غوښتل چې ووایی : روسیه دګرجستان سره یې جګړه پیل کړی دی . اوپه سل ګونی مقالی په مفصل ډول سره دګرجستان داهمیت په هکله دیوی استراتیژیکی هیواد اوځای په توګه اودخزردسیندڅخه دتیلواوګازو دانتقالودپاره څو ورځې په پرله پسی ډول سره خپریدل اولیکل کیدل اودګرجستان د هیوادنه خبری کیدل ،مګرهغه لړلید چې دغه مښته اوجګړه دامریکا داسترتیژی دپاره په دی استراتیژیک سیمه کښې اړیکی ورکوی ،ډېرلږ مطرحه سویدی . په داهسی حال کې چې روسیه دیوه داهسی جګړی څارونکی دی چې دهغه په پلو(سرحداتو) کښې دغه جګړه جریان لری اودنړی توجویې هم ځان ته را جلب کړی دی . دلویدیزسره دګډاردودځواکونودجوړه ولواودرامنځته کولوطرحه : دهغه وخت څخه چې دلویدیز ایډیا په کیف اوتفلیس کې دلیبرالو دولتونودجوړه ولو اودرامنځته کول موخی وي اوپينتاګون دنظامی اډی دجوړه ولو په سوچ کې دپخوانی شوروی په دی مهمو سیموکښې ولویدی .ځکه دسپينی ماڼۍ هوښیار اوزیرک کارپوهان په دی پوهه سوی وه چې په دی سیمه کښې یوازی دیوی لیبرال دولت رامنځته کول دروسیي دپاره بلکی ګواښ نه وي او کیدی سی چې یوازی دمسکو دپاره یودسر درد وي اوبس ،اوهغه دیو ی غښتلی ګډاردو دځواکونوجوړه ول اورامنځته کول ترخپل واک اونفوذ لاندی به وي ،چې دغه طرحه په ګرجستان کې عملی سو. په دی ډول سره واشینګتن دګرجستان دیرغل څخه پرسویلی اوستیای باندی چې دګرجستان دجمهور رئیس ميخائيل ساكاشويلى په فرمان ترسره سواودغه یرغل صورت وموندکومه ګټه اوامتیازیې ترلاسه نکړاودګرجستان ځواکونه مخ ته تردی چې وخپلوموخوته ورسیږی ډېره ټينګه ماته یې وخوړله اوکوم وخت چې ګرجستانی سربازان بیرته دګرجستان پلازمینی تفلیس ته راوګرځیدل ډېر زرهدارټانکونه ،موټران اونظامی وسایل دتفلیس دپلازمینی پر شااوخواراګرځیدلی وه اوسربازان یې ټول وخپلوکورنوته تللی وه اوتښتیدلی وه اوټول نوموړی وسايط بیله سربازانوتش ولاړ وه . بی بی سی نیوزولیکل : دګرجستان یرغل پراوستیای باندی داهسی یووخت رامنځته سو چې اطلاعاتی سرچینیو ډېرمخکې دقفقاز په سیمه کې دامریکا اودهغه دملګرو دنظامی لمسون څخه ډېر دقیق رپوټونه یې خپاره کړی وه . اودامریکا متحده ایالاتونه اوناټو،دګرجستان دولت یې په ډېرو زیاتووسلیوسمبال کړي وه اوهمدا ډول دګرجستان ونظامی ځواکونوته یې هم نظامی زده کړې ورکړي وه . دجګړی دمخه امریکایی نظامی مشاورین په ګرجستان کې ځای پرځای سوي وه او دامریکا ددریم نمبر قول اردو د(۲۵) پنځه ویشتمی فرقی (۱۰۰۰) زرتنه توپک لرونکی افسرانواوسربازن په ګرجستان کې ګډنظامی مانور یې دګرجی سربازانواوافسرانوسره یوځای «دګړنډی عکس العمل دعملیاتو» په نوم د دریو(۳) اونیوپه موده کښې دغه ګډمانور یې پای ته ورسول،اوپه دی دوره کې چې دګرجستان لخواپراوستیای باندی یرغل رامنځته سو،پينتاګون سل ګونی ټانکونه اوزرهپوښونه ،توپونه ،راکټ لنچرونه،لس ګونی هیلکوپترونه او هوایې ضد راکټونه یې وګرجستان ته ور ولیږل .اوهمدارنګه په دغه موده کښې ډېرنور وسلی اومهمات دناټودغړیوهیوادونواوداسرائیل ددولت لخوا وګرجستان ته ور واستول سول ، انټرفاکس ولیکل : وقفقازته ددغه نظامی انتقالاتو ،استول اولیږل په داهسی یووخت کې ترسره کیږی چې ګرجستان په عراق کې دامریکا ترښکیلاک لاندی دریم هیواد دی چې ډېرسربازان لری او شمیریې و(۲۰۰۰) دووزروتنوته رسیږی کله چې امریکا په دی پوهه سواوپه دی پوهیدی چې دروسیی دبری خطرپیل سوی دی سمدلاسه یې ګرجستانی سربازان دعراق څخه وایستل اوخپل دهوایی امکاناتوپه وسیله یې په چټکی سره دګرجستان په هغوسیمو کښې یې ځای پرځای کړ چې هلته جګړه پیل سوی وه . ډېره په زړه پوری خودا دی چې لویدیز ی رسنی په خپل رپوټونوکې وویل چې موږدامریکا دنظامی ځواکونواونظامی مستشارانوترڅنګ دګرجستان و هیوادته لیږل سوی یو،اونورډېر امریکای نظامی اوامنیتی قطعات اوجزوتامونه دامریکایی خصوصی شرکتونواونورو ارګانونوپه چوکات کې ګرجستان ته په کارګمارل سوی وه ،دهمدی رپوټ پربنسټ اوسمهال څوزره نظامی مامورین ،دنړیوال مشاور،سیاسی کارپوهه اوتخنیکی مرستوترسرلیک لاندی په اوکراین اوګرجستان کې په کاربوخت دي . اودا به دواقعیت څخه لیری وی چې دروسیی استخباراتی او اطلاعاتی شبکی ددی مسئلی څخه بی خبره وي ،کرملین هرډول دغسی تړونونه اونظامی مرستی دپخوانی شوروی دجمهوریتونوسره په خپل ګاونډیتوب کې دناټودغړی هیوادونوسره دخپل هیواد وملی امنیت ته یولوی ګواښ بولی ،اودا دروسیی یورښتینی اومسلم حق دی اوخپل دملی ګټودخوندی ساتلوپه خاطر هیڅکله هم دداهسی ډول لمسونکی نظامی سنارییوتربارلاندی نه ځې . /