Jump to content

سارلينډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له زارلاند نه مخ گرځېدلی)
سارلينډ
Saarland (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
Saar (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۹۸۶٬۸۸۷[۳] — ۹۹۵٬۵۹۷[۴][۳] — ۱٬۰۱۷٬۵۶۷[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
  لړۍ...
د حکومت مشر
غړی د
اداري سیمه
جرمني (۱۹۹۰ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۲٬۵۷۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
saarland.de (جرمني ژبه، فرانسوي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۴۹°۲۳′شمال ۶°۵۳′ختیځ / 49.38°شمال 6.88°ختيځ / 49.38; 6.88 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

سارلينډ (الماني: Saarland) د آلمان یو ايالت دی.[۷] دغه ايالت د آلمان په سهيل لويديځ لوري کې پروت دی او دآلمان د راينلاند فالتز له ايالت او د لوکزامبورګ او فرانسې له هيوادونو سره ګډې پولې لری. له فرانسې سره نژدې والي د زارلند تأريخ ډير تر اغيز لاندې راوستی دی.

معلوما ت

[سمول]
  • نفوس: ۱،۰۴ مليونه
  • مساحت: ۲.۵۶۸ کيلومتر مکعب
  • پلازمينه: زاربوکين
  • د تأسيس نيټه: ۱.۱.۱۹۵۷

پېښليک

[سمول]

زارلند لا ډير ځوان ايالت دئ. په ۱۹۲۰ زيږديز کال د فرسيلار د تړون له پايلو سره سم د زار خاوره د لومړي ځل لپاره د يوه سياسی يووالي په توگه (په ژنيوکې) د پرگنود يووالي تر نظر لاندې راوستل شوه.

په ۱۹۳۵ کال ددې ځای اوسيدونکود پرگنيزو رأيو اخيستنو له لارې د آلمان له هيواد سره د يو ځای کيدو پريکړه وکړه. له دوهمې نړيوالې جگړې وروسته تر ۱۹۴۹ زيږديز کاله پورې د فرانسې تر ساتنې لاندې (تحت الحمايه) وو چې حتی خپل د فوټبال ملی ټيم او خپل داليمپيا ملی ټيم يي درلود. بيا په ۱۹۵۷ زيږديز کال زارلند د لسم ايالت په توگه د آلمان له فدرالي جمهوريت سره يوځای کيږی.

د کانونو او اوسپنې صنعت

[سمول]

د سکرو کندې، د اوسپنو فابريکې، لوگی خپروونکی دودکشونه، له ايرو او لوگيو ډکه هوا. د اويايمو کلونو ترپايه د نوينکيرشين او فولکلينگين په شاوخوا صنعتی سيمو کې دکور ميرمنو جرأت نه کاوه چې مينځلي کالي د باندې په تنابونو وځړوی. لوگيو هرڅه تورول. په زارلند کې په ښو وختونو کې ۵۰۰۰۰ تنو په کانونو کې کار کاوه، اوس يواځې ۴۰۰۰ تنه په دغه کار لگيا دی. له مخکينيو دوولسو کانونو څخه تر اوسه يواځې د اينسدورف کان پاتې دئ. دلته هم د ۲۰۰۸ زيږديز کال د فبرورۍ د مياشتې د سختې زلزلې له امله چې د سکرو د رايستلو په وخت کې پيښه شوه دم گړۍ راايستنه نه کيږی.

داقتصاد اهمې څانگې

[سمول]

زارلند سُتره کيږی، دودکشونه نور لوگي نه باسی ـ د فولکلينگين او نوينکيرشين د اوسپنو له هټيو نه ورو ورو صنعتی يادگارونه او د هنری نندارتونونو او کلتوری غونډو لپاره مرکزونه جوړيږی. د اتيايمو کلونو په پای کې زارلند يو بل نوی والی هم راوست. د ماکس پلانک او فراونهوفر د ټولنې نوميالي څيړنيز انستيتوتونه دلته ځای نيسی. ترټولو وړاندې د کمپیوټر، سافت وير(کمپيوټری پروگرامونه) او هنری استعداد.

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: http://www.saarlandbilder.net/orte/nohfelden/dollberge.html.
  2. سرچينې تړی: https://www.fr.de/politik/gross-saarland-11053775.html.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "Das Saarland in Kürze". ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. نه اخيستل شوی 27 March 2022.
  4. سرچينې تړی: http://www.saarland.de/6772.htm.
  5. سرچينې تړی: http://www.zps-online.de/verbandsdaten/. Retrieved: ۱۲ جنوري ۲۰۲۱.
  6. ArchINFORM location ID: 2901. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  7. http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4330754,00.html