المان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له آلمان نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د المان فدرالي جمهوریت د لویدیځي اروپا هیوادونو څخه یودی.

سیمه آلمان هیواد
نقشه

آلمان کينډۍ:په آلماني په رسمي نوم د آلمان فدرال جمهوریت کينډۍ:په المانی المان له ۱۹۸۹ كاله يعني د برلين ديوال له منځه تلو وروسته هڅه كوي چې د مخ په زياتېدونكي پرمختيايي اقتصاد په وسيله خپله پخوا جبران كړي. دا هېواد له شمال لور نه شمال سمندر، ډنمارک او د بالتیک له سمندر سره گډه پوله لري، له ختیځ لور نه له پولنډ او د د چېک جمهوریت سره، له سویل نه له اتریش او سویس سره او له لودیز لوري نه له فرانسه، بېلجيم، لوکزامبورک او هالنډ سره گډه پوله لري.

ددغه هيواد زياتره اوسيدونكي مسيحيان دي. او ژوند ته هيله پكې په ښځو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلونو پورې ده. د جرمني فدرال جمهوريت ۱۶ فدراسونه لري. دغه فدراسونونه كولاى شي چې په ځينو مـسایلو كې خپلواك عمل وكړي.

بادن وورتمبرگ، بايرن، برلين، فرانکفورټ، برمن، هامبورگ، هسن، ملنبورگ-فورپومرن، نيدرزاكسن، نوردراين-وستفالن، راينلاند-فالټز، زارلاند، زاكسن-آنهالت، اشلسويگ-هولشتاين او تورينگن ددغه هيواد ۱۶ فدراسینونه دي. د المان پلازمينه او د حكومت مركز برلين دى. دغه هيواد د ملگرو ملتونو ، ناټو، G8 هیوادونه ، اروپايي ټولنه او 5+1هیوادونه په څير سازمانونو کې غړى دى. له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته چې جرمني يې پرانستونكى وو دغه هيواد په دوه برخو لويديځ او ختيځ وويشل شو او د برلين ديوال د برلين ښار په دوه برخو يعني ختيځ او لويديځ وويشلو.

د ختيځ جرمني خلكو چې د شوروي اتحاد تر څارنې لاندې يې ژوند كاوه ښه اقتصادي وضعيت نه درلود. د برلين ديوال له منځه تللو سره د المان اقتصاد وغوړېد او د څو كلونو په اوږدو كې دغه هيواد د امريكا او جاپان ترڅنګ د اقتصاد له نظره د نړۍ په لومړيو هيوادونو كې راغى.[۱]

تاریخ

مشهوري سیمي

اقتصاد

المان د داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ دريم هيواد دى او د عايد له نظره د كاليو ستر صادروونكى او په نړۍ كې د كاليو د ورادوونكو هيوادونو په دوهمه درجه كې راځي. د نړيوالې سوداگرۍ د سازمان د احصائې په اساس په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د آلمان د صادراتو كچه ۱.۱۳۳ تريليونه ډالره وو. لدې سره سره د المان په لويديځه نيمايي كې ژوند د هغه د ختيځې نيمايي برخې په نسبت ډير ښه كيفيت لري.

په آلمان كې زيات صنايع فعال دي. لكه د الكترونيكي ، ميخانيكي ، كيمياوي موادو ، منسوجاتو خوراكي او نقليه وسايطو په څير صنايع. د بنز ، بي ام او فالكس واگون په څير د موټر جوړونې كارخانې يې هم خپل محصولات ټولې نړۍ ته وړاندې كوي. ددغه هيواد مهم صادرات د ليږد راليږد وسيلې او الكترونيكي وسايل جوړوي. په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې آلمان په نړۍ كې د انرژۍ پنځم مصرفوونكى هيواد وو او دغه هيواد ته د لومړنۍ انرژۍ د دريو برخو څخه دوه برخې واردېدلې. په همدې كال آلمان په اروپايي هيوادونو كې د بريښنا تر ټولو ستر مصرفوونكى هيواد هم وو. په همدې كال كې د المان واكوالانو د خپل هيواد له تجديدونكې انرژۍ څخه د مصرفي انرژۍ د نيمايي برخې تامين د خپل كار په اجنډا كې راووست. آلمان په زياتو ډبرو سكرو سربېره د اوسپنې ، بوكيسټ ، مسو ، نېكل ، قلعي ، سپينو زرو ، پټاسو او مالگې په څير نسبتاً كوچنۍ طبيعي زيرمې هم لري. بانكوالي او مالي چارې د بهرنيو اسعارو د عايد مهمې سرچينې دي او فرانكفورت په نړۍ كې د مالي او سوداگريزو چارو يو اصلي مركز گڼل كيږي. په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۷.۱ سلنه ده چې همدا چاره ددغه هيواد د سياستوالانو په وړاندې يوه مهمه ستونزه ده.

سياست

په المان كې د تصميم نيونې مبنا ددغه هيواد اساسي قانون دى چې پكې ددغه هيواد په ډيموكراټيك اوسېدو ټينگار شوى دى. د دغه هيواد د حكومت په مشرتابه كې ولسمشر دى چې زياتره سمبوليك رول لري او مهم تصميمونه زياتره د حكومت د مشر په غاړه دي چې هغه لومړى وزير يا صدر اعظم دى. په آلمان كې لوى او واړه گوندونه هم فعاليت لري چې پكې مسیحی ډيموكراټيك (CDU)، سوسیال ‌مسیحي (CSU)، سوشيل‌ دموکراټ (SPD)، لیبرال (FDP)، د شنو ۹۰ فيصدي اتحاد (Bündnis 90/Die Grünen) او چپ گوند (Die Linke) زيات قدرت لري. آلمان او فرانسه له ډېر پخوا څخه سياسي نږدېوالى لري چې دغه موضوع په آلمان كې د هلموت كهل او په فرانسه كې د فرانسيس ميتيران د لومړيو وزارتونو په مهال لازياتوالى وموند.

اړيكتيايي چارې

په دغه هيواد كې ۳۷۳ ټلويزیوني چينلونه پروگرامونه خپروي او ۳۸ ميليونه او شپږ لكه انټرنيټي كاروونكي لري. دغه هيواد له اړيكتيايي نظره په پرمختللو هيوادونو كې راځي. په دغه هيواد كې ۵۴ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او څه دپاسه ۸۴ ميليونه مبايل كرښې هم پكې په فعاليت بوختې دي. ۱۶ ميليونه او څلور لكه او ۹۴ زره اينټرنيټي كوربانه لري او انټرنيټي كود يې هم de دى.

آيالاتونه

Karte Bundesrepublik Deutschland.svg

المان ۱۶ ايالته لري:

  1. باډن ورټم بېرگ (Baden-Württemberg)
  2. بايرن مونیخ (Bayern)
  3. برلین (Berlin)
  4. براندنبورگ (Brandenburg)
  5. برېمن (ايالت) (Bremen)
  6. هامبورگ (Hamburg)
  7. هسن (Hessen)
  8. مکلنبوگ-فورپومرن (Mecklenburg-Vorpommern)
  9. نيدرزاکسن (Niedersachsen) (زاکسن سفلی)
  10. نوردراين-وستفالن (Nordrhein-Westfalen)
  11. راينلاند-فالتز (Rheinland-Pfalz)
  12. زارلاند (Saarland)
  13. زاکسن (Sachsen)
  14. زاکسن-آنهالت (Sachsen-Anhalt)
  15. اشلسويگ-هولشتاين (Schleswig-Holstein)
  16. تورينگن (Thüringen)

سرچینې

  1. http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41592/ د المان فدارلي جمهوریت سره اشنایي، روهي ویب پاڼه