اتريش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اتريش ( په الماني Österreich ) رسمي نوم يې د اتريش جمهوريت ( Republik Österreich ) د اروپا د لويې وچې په منځنۍ برخه كې يو هیواد دى.

د اتریش هیواد ولسمشریزه
Republik Österreich
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
وین
 -  ولسمشر الکساندر فن در بلن  

ددغه هېواد نوم د لرغوني جرمنۍ ژبهې له ( Ostarrichi ) څخه اخيستل شوى ، چې (( د ختيځ هېواد )) په مانا دى . اوسېدونکی ئې تقریباً اته نیم ملیونه کېږی. د دې هېواد پلازمېنی وین نومېږی. د اتریش یو څو نور ښارونه ګراڅ، سالڅبورګ (Salzburg)، لینڅ او اینسبروک دی. دغه هېواد د شمال له لوري له چک جمهوریت ، د شمال ختيځ له لوري له سلواکيا او ایټالیا ، د لوېديځ له لوري له لیختن اشتاین ، سویس او جرمني سره پوله لري.

اطریش، چې په رسمي بڼه د اطریش جمهوریت دی، د مرکزي اروپا په سویلي برخه کې په وچه کې را ایسارهېواد دی چې د ختیځ الپ په غرونو کې پروت دی. دا هېواد په نهو فدرالي ایالتونو وېشل شوی چې له ډلې یې یو ویانا، د اطریش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. اطریش له شمال لوېدیځ لوري له آلمان، له شمال لوري د چک له جمهوریت، له شمال ختیځ لوري له سلواکیا، له ختیځ لوري له هنګري، له سویل لوري له سلوانیا او ایټالیا او له لوېدیځ لوري له سویس او لیختنشټاین سره ګډه پوله لري. اطریش ۸۳،۸۹۷ کیلومتر مربع (۳۲۳۸۶ مایل مربع) مساحت لري او نږدې ۹ میلیونه وګړي لري. لکه څرنګه چې استریان-جرمن (استریشي-جرمن) ژبه د هېواد رسمي ژبه ده، زیاطریشه اطریشیان په بېلا بېلو باوریایي لهجو په غیر رسمي توګه هم خبرې کوي.

په پیل کې اطریش د ۹۷۶ ز کلونو په شاوخوا کې د مارګراو (پوله ساتونکي) د قلمرو په بڼه راڅرګند شو او وروسته د ډوک د قلمرو او لوی ډوک د قلمرو په بڼه پراخ شو. اطریش په ۱۶ مه ز پېړۍ کې د هابسبورګ سلطنت د زړه او د هابسبورګ د کورنۍ – چې په تاریخ کې یو له خورا اغېزمنو شاهي کورنیو څخه ده، د کوچنۍ څانګې په بڼه را څرګند شو. دا سیمه د لوی ډوک د قلمرو په توګه، د مقدس روم د سترواکۍ یوه لویه برخه او اداري مرکز و. اطریش د نولسمې پېړۍ په پیل کې د خپلې سترواکۍ بنسټ کېښود، چې یو لوی ځواک او د جرمن همتړونو غړو مخکښ ځواک شو، خو په ۱۸۶۶ ز کال کې د اطریش-پروشیا په جګړه کې له ماتې وروسته، د نورو جرمني دولتونو څخه یې په خپلواکه توګه خپلې چارې پر مخ یووړې. په ۱۸۶۷ ز کال کې د هنګري سره په هوکړه کې، د اطریش – هنګري د دوه ګوني سلطنت بنسټ کېښودل شو.  

اطریش د سترواک فرانز جوزف د واکمنۍ پر مهال د لوی ډوک فردیناند له وژنې وروسته، چې د آستریش - هنګري تخت احتمالي ځاینساتی و، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل و.  د شاهي نظام له ماتې او نسکورېدو وروسته، د جرمن- اطریش جمهوریت له آلمان سره د اتحاد په موخه اعلان شو، خو متحدینو د نوي دولت ملاتړ ونه کړ او په رسمیت نه پېژندل شوی پاتې شو. په ۱۹۱۹ ز کال کې د اطریش لومړی جمهوریت د اطریش قانوني واکمن شو. په ۱۹۳۸ ز کال کې، اطریش اصله اډولف هټلر، چې د آلمان د رایش دولت صدراعظم شو، د انشلوس له لارې یې اطریش له آلمان سره یوځای کړ. په ۱۹۴۵ ز کال کې د نازي آلمان له ماتې او د متحدینو د اشغال له یوې اوږدې مودې وروسته، اطریش د یو خپلواک او خپل-اختیاره دیموکرات هېواد په توګه د دویم جمهوریت په نوم تاسیس شو.  

د اطریش سیاسي نظام یو پارلماني استازندویه ولسواکي ده چې په کې مستقیم ټاکل شوي فدرالي ولسمشر، د دولت مشر او لومړی وزیر د فدرالي حکومت مشر دی. ویانا، ګرز، لینز، سالزبرګ او انزبروک د اطریش لویې ښاري سیمې دي. د سرانه GDP پر بنسټ: اطریش په پر له پسې توګه د نړۍ په ۲۰ شتمنو هېوادونو کې ځای لري. نوموړی هېواد د ژوند لوړو معیارونو ته رسېدلی او په ۲۰۱۸ ز کال یې د بشري پراختیا په شاخص کې په نړۍ کې ۲۰ ځای درلود. په نړیواله کچه ویانا په پر له پسې توګه د ژوند د کیفیت د شاخصونو په سر کې ځای لري.

په ۱۹۵۵ ز کال کې دویم جمهوریت په بهرنیو سیاسي چارو کې خپله تلپاتې بې طرفي اعلان کړه. له ۱۹۵۵ ز کال راهیسې، اطریش د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او په ۱۹۹۵ ز کې له اروپايي ټولنې سره یو ځای شو.همدارنګه نوموړی هېواد د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان ( OSCE ) او د تیلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (OPEC )کوربه پاتې شوی دی او د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان ( OECD )او انټرپول (نړیوالو پولیس) بنسټ ایښودونکی غړی دی. په ۱۹۹۵ ز کال کې اطریش د شینګین تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۹۹ ز کال کې د یورو اسعار ومنل.   [۱][۲][۳][۴][۵]

رېښه

د اطریش جرمن نوم، Österreich، د زړې لوړې جرمني ژبې له Ostarrîchi څخه اخیستل شوی، چې معنا یې "د ختیځ سیمه" ده او د ۹۹۶ ز کال په "اوستاریشي سند" کې په لومړي ځل را څرګنده شوه. ښایي دا کلیمه د منځنۍ پېړۍ د لاتین Marchia orientalis کلیمې ژباړه یوه محلي (باوېري) ژبې ته وي. [۶][۷]

اطریش د باوېریا یوه اداری برخه وه، چې په ۹۷۶ ز کال کې رامنځته شوه. د Austria کلیمه له جرمني ژبې څخه لاتیني شوی نوم دی او په ۱۲مه پېړۍ کې په لومړي ځل ثبت شو. هغه مهال د اطریش دانیو سیند حوزه (پورته او ښکته اطریش) د باوېریا وړاندې ختیځه برخه وه. [۸]

دین

د اتریش هیواد کابو ۹'۵۹% وګړي کاتولیک ۷% مسلمان ۶% د ختیځ ارتدکس برخی پیروان ۴'۳% ایونجلیست ۲'۰% بودایان او ۴'۲۳ بی دینان دي.

جغرافیه

اتریش ۸۷۸'۸۳ مساحت لري او له ۹ آیالاتونو جوړ شوی دی. د یاد هیواد ۶۰% خاوره غرنیزه په ځانګړی توګه د آلپ غرونو نیولې ده.

اقتصاد

تاریخ

سیاسی جوړښت

اداري ویش

The States of Austria Numbered.png

چپه

په وین ښار کې د دانوب سیند.

آیالات د آیالات مرکز
The States of Austria Numbered.png
۱ بورګن لاند آیزن شتادت
۲ کرنتن کلاګن‌ فورټ
۳ نیدراسترایش زانکت پولټن
۴ اوبراسترایش لینڅ
۵ زالتسبورګ سالڅبورګ
۶ اشتایرمارک ګراڅ
۷ تیرول اینسبروک
۸ فورارلبرګ برګنتس
۹ وین وین

کلتور

ژبه

د اتریش هیواد رسمي ژبه الماني ده.


  1. Jelavich 267
  2. "Austria". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 14 May 2009. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Austria About". OECD. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Austria joins Schengen". Migration News. مې 1995. مؤرشف من الأصل في 7 جولای 2009. د لاسرسي‌نېټه 30 مې 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Austria and the euro". European Commission - European Commission. مؤرشف من الأصل في 8 جنوري 2018. د لاسرسي‌نېټه 7 جنوري 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "University of Klagenfurt". مؤرشف من الأصل في 13 مې 2011. د لاسرسي‌نېټه 2 اکتوبر 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bischof, Günter; Pelinka, Anton, المحررون (1997). Austrian Historical Memory and National Identity. New Brunswick: Transaction Publishers. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56000-902-3. مؤرشف من الأصل في 14 جون 2018. د لاسرسي‌نېټه 14 جون 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Brauneder, Wilhelm (2009). Österreichische Verfassungsgeschichte (الطبعة 11th). Vienna: Manzsche Verlags- und Universitätsbuchhandlung. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-214-14876-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)