فدراسيون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فدراسيون (چې د فدرالي دولت په نوم هم پېژندل کېږي) يوه سياسي هسته ده چې د يوه مرکزي فدرالي حکومت لاندې د نيمه  خپلواکو ولايتونو، دولتونو او نورو سيمو د اتحاديې په ځانګګړتیا سره پېژندل کېږي. په يوه فدراسيون کې، د دې فدراسيونو د اجزاوو د خپلې حکومتولۍ حيثيت او د مرکزي حکومت او د دوی تر منځ د واک وېش په عمومي توګه پر اساسي قانون ولاړ وي او شونې ده چې د هېڅ اړخ، فدرالي سياسي هستې يا ايالتونو له خوا د يوې هراړخیزې پریکړې پر بنسټ بدلون نه مومي. له بلې خوا، فدراسيون د حکومت هغه ډول دی، په کوم کې چې واکمن ځواک په رسمي ډول د يوه مرکزي مقام او د دې فدراسيون د جوړوونکو سيمو تر منځ وېشل شوی وي، نو په همدې توګه هره سيمه په خپلو داخلي چارو تر يو بريده واک لري.

ډېر ځله استدلال کېږي، هغه فدرالي  ايالتونه چې له مرکزي حکومت سره يې واکونه زيات وي، په رېښتيني معنا د فدرالي ايالتونو په توګه نه پېژندل کېږي. د بېلګې په ډول: په داسې مهمو واکونو کې دا برخې شاملېدای شي: د اساسي قانون له مخې د بشپړ ناسم مديريت يا مدني نا ارامۍ په پيدا کولو سره د يوه قانوني ايالتي حکومت ځنډول، يا«د سولې او ښې حکومتولۍ» د ډاډمنتيا لپاره، يا له کوم نړيوال تړون سره سم د مسئوليتونو د تر سره کولو په دليل، د مرکزي حکومت د اساسي واکونو په استناد، داسې ملي قانون جوړول چې د قانوني ايالت د واکونو مخنیوی کوي يا ورنه سرغړونه کوي.

په يوه فدراسيون کې جوړ شوی حکومتي يا د اساسي قانون جوړښت فدرالست بلل کېږي، يا به د فدراليزم يوه نمونه وي. دا د يو بل نظام مخالف بلل کېدای شي، چې هغه اتحادي دولت دی. د بېلګې په توګه: فرانسه د ډېرو پېړيو لپاره اتحادي دولت و. اطريش او د هغه نور ايالتونه يو اتحادي دولت و چې بېلا بېل اداري وېش يې درلود، کوم چې په ۱۹۱۸ز کال کې د اطريش-هنګري تر ړنګېدو وروسته، د اطريشي اساسي قانون د عملي کېدو په مټ سره يوځای شول. المان له خپلو شپاړسو ايالتونو يا « Länder» سره د فدراسيون يوه بېلګه ده. فدراسيون د ګڼو توکمونو او پراخو ځمکني قلمرو لرونکی و، (لکه: روسيه، متحده ايالات، کاناډا، هندوستان او برازيل)، خو دا دواړه يې لازمي شرطونه نه دي (لکه: سنت کيتس او نيويس يا د ميکرونزی فدرالي ايالتونه).

ګڼې لرغونې پاچايۍ او مشرواکۍ، لکه له زېږد مخکې د څلورمې پېړۍ د کورينات اتحاد، په منځنۍ اسيا کې نوريکوم، له کولمبس مخکې په شمالي امريکا کې د ايروکويي کانفدريشن، د فدراسيون يا کانفډريشن په نوم پېژندل کېدای شي. د سويس لرغونی کانفډريشن د نااتحادي رسمي دولت يوه لومړۍ بېلګه وه.

په نوې نړۍ کې ډېرې مستعمرې او سيمې له خپلواکو ولايتونو نه جوړې شوې وې، چې د خپلواکۍ سره په فدرالي ايالتونو بدلې شوې، لکه متحده ايالات او په لاتيني امريکا کې دې ته ورته نور ډېر هېوادونه. د نوې نړۍ ځينې فدراسيونونه، له ناکامۍ سره مخامخ شول: د مرکزي امريکا فدرالي جمهوريت له جوړېدو شل کاله وروسته، د هېوادونو په خپلواکۍ سره تجزيه شو. د ارجنټاين په څېر هېواد مخکې تر دې چې فدراليزم په کې دوام پيدا کړي، د فدرالي، کانفدرالي او اتحادي نظامونو تر منځ بيا بيا بدلون وموند. برازيل د پاچايۍ له ړنګېدو وروسته په فدراسيون بدل شو او وينزويلا له فدرالي جګړې وروسته، په فدراسيون بدل شو. استراليا او کاناډا هم فدرالي دولتونه دي.

المان يو بل هغه ملي دولت دی، چې په ۱۸۱۵ز کال کې د الماني فدراسيون له رامنځ ته کېدو وروسته بيا بيا په کانفدرالي، فدرالي او اتحادي واکمنيو بدل شوی دی. د شمالي المان کانفډريشن، له هغې وروسته د المان سترواکي او وايمار جمهوريت ټول فدراسيونونه وو.

په ۱۹۲۲ز کال کې جوړ شوی شوروي اتحاد، په رسمي ډول د شوروي اتحاد، خپلواکو جمهوريتونو او نورو فدرالي سيمو فدراسيون و، خو د شوروي اتحاد په حکومت کې واک په عملي ډول مرکزي وو. فدراتيفې روسيې ته همدا نظام په ميراث پاتې دی. نايجيريا، پاکستان، هندوستان او ماليزيا (هغه مهال د مالايا فدراسيون و) د بریتانوي سترواکۍ نه تر خپلواکې ډېر ژر وروسته په فدراسيونونو بدل شول.

په ځینو وروستيو پېښو کې فدراسيونونه د دې لپاره جوړ شوي دي چې، په يوه هېواد کې د توکميزو ټکرونو مخه ونيول شي، لکه: په بوسنيا هرزګوينا او له ۲۰۰۵ ز راهيسې په عراق کې.

د متحده ايالاتو په اساسي قانون کې، چې د ۱۷۸۹ز کال د مارچ له څلورمې نېټې نافذ العمل شو، متحده ايالات تر ټولو پخوانی فدراسيون دی، په داسې حال کې چې نوی فدراسيون نيپال دی، کله چې دې هېواد د ۲۰۱۵ز کال د سپتمبر مياشتې په شلمه نېټه خپل اساسي قانون عملي کړ.

فدراسيون او د دولت نورې بڼې[سمول]

فدراسيون[سمول]

د فدراسيون جوړوونکي ايالتونه، له يو ډول واکمنۍ نه برخمن وي، په دې ډول چې دوی ته ځينې ټاکلي واکونه ورکول شوي دي، کوم چې شونې ده، مرکزي حکومت يې عملي نه کړای شي. په هر حال، يو فدراسيون د خپلواکو هېوادونو له يوه نرم اتحاد پرته بل څه نه دی. د يوه فدراسيون جوړوونکي اجزاوې، په عمومي توګه د بهرنۍ تګلارې په اړوند هېڅ راز اختيارات نه لري او په دې توګه د نړيوالو قوانينو له مخې، له خپلواک حيثيت نه برخمن نه دي، خو الماني سيمې (Länder) دا واک لري او د اروپا په کچه له دې واکونو کار اخیستلای شي.[۱]

ځينې فدراسيونونه بې انډوله بلل کېږي؛ ځکه چې ځينې ايالتونه يې د نورو په پرتله زيات واکونه لري. د داسې فدراسيون مثال ماليزيا ده، چېرې چې سارواک او سباح موافقه وکړه ،چې د ماليزيا د ټاپووزمې له  ايالتونو نه په جلا شرایطو او ضوابطو فدراسيون جوړ کړي.

په لومړي سر کې د ګڼو بېلا بېلو دولتونو د توافق پربنسټ، يو فدراسيون رامنځ ته کېږي. شونې ده، موخه يې دا هيله وي، چې دوه اړخيزې ستونزې حل کړي او دوه اړخيزه دفاع رامنځ ته کړي، يا هم په جلا جلا ايالتونو خپور توکم ته یو ملي دولت جوړ کړي. متحده ايالات او سويس د فدراسيون رامنځ ته کېدو موخه لومړۍ وه، خو له دې امله چې د ملتونو او هېوادونو تاریخ سره توپير لري، شونې ده چې د يوه ايالت فدرالي نظام له دې نمونو نه په بشپړ ډول توپير ولري. د بېلګې په ډول: استراليا په دې برخه کې بې سارې ده، دا هېواد له ديموکراتيکې لارې د هر ايالت د اتباعو په رايې ورکولو سره منځ ته راغلی دی، کومو چې د استراليايي اساسي قانون د منلو لپاره په ټولپوښتنه کې د «هو» په توګه رايه ورکړه. له بله اړخه، برازيل د تاريخ په اوږدو کې هم فدرالي او هم اتحادي دولت تجربه کړی دی. د برازيل د فدراسيون ځينو اوسنيو ايالتونو، د پرتګال د نېواک پر مهال (د برازيل د دولت له رامنځ ته کېدو مخکې) ټاکل شوې پولې اوس هم منلې دي، په داسې حال کې چې تر ټولو وروستي ايالت، «توکانتينز» تر ډېره بريده د اداري لاملونو پر بنسټ، د ۱۹۸۸ز کال د اساسي قانون په رڼا کې جوړ شو.

د مساحت له پلوه، د نړۍ اته مخکښ هېوادونه د فدراسيون په مټ اداره کېږي.

اتحادي هېوادونه[سمول]

اتحادي دولت کله ناکله هغه دولت وي چې يو مرکزي او د ملي کچې حکومت لرونکی دولت وي، خو په اتحادي هېوادونو کې ډېر ځله يو يا له يو نه زيات په خپلواکه توګه اداره کېدونکې سيمې هم لري. د فدراسيون او د دې ډول اتحادي دولت تر منځ توپير دا دی چې، په اتحادي هېوادونو کې د خپلواکو سيمو خپلواک حيثيت د مرکزي حکومت په زغم موجود وي او شونې ده چې، په يو اړخيز ډول لغوه شي. په داسې حال کې چې د فدراسيون لپاره دا عامه ده چې د يو شمېر رسمي خپلواکو ايالتونو تر منځ د تړون په پايله کې منځ ته راځي، په اتحادي هېوادونو کې خپلواکې سيمې ډېر ځله د واک د لېږد پر مټ منځ ته راځي، په داسې حال کې چې، له پخوا نه مرکزي دولت موافقه کوي، چې په بشپړ ډول يوې تابع سيمې ته خپلواکي ورکړي. په همدې بنسټ، فدراسيون له ښکته نه په خپله خوښه ( په داوطلب ډول) رامنځ ته کېږي، خو د خپلواک حکومت لپاره واک له پورته نه ورکول کېږي.[۲]

سرچینې[سمول]

  1. Leonardy, U. (1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Federation and Länder in German foreign relations: Power‐sharing in treaty‐making and European affairs"]. German Politics 1 (3): 119–135. doi:10.1080/09644009208404305. 
  2. "confederation", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)