اروپايي اتحاديه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
اروپايي اتحادیه

اروپایی اتحادیه یوه اقتصادی ،سیاسی او تولنیزه اتحادیه ده چی په اروپا کی شتون لری او اوسمهال ۲۷ هیوادونه غړی لري.

د اروپايي اتحاد (ټولنې)دجوړيدو موخی

ددغه کار بنسټيزه موخه په اروپا کی په ګډه سره دګډو ستونزو حلول دی چی اقتصادی او ټولنيزه پرمختيا، په نړۍ کی د اروپا درول جګول، د اروپايی او ولسونو دحقوقو او ګټو ساتل او همدا رنګه د دوی د ازاديو، امنيت او ټولنيز عدالت تامينول يی په سرکی راځی. ددغو موخو د باوری ترلاسه کولو په هيله اتحاديی يو لړ موسسی يا انستيتوتونه هم منځته راوستې دی.

د اروپايي ټولنې لنډه تاريخچه

دويم نړيوال جنګ په اروپا کی پراخه ويرانی منځ ته راوستل او خير غوښتونکې سياستوال يی پدی سوچ کی واچول چی څنګه وکولای شی دداسی ناورين دبيا پيښيدو مخنيوۍ او دتير شوی جنګ نه د راپاتو ناخوالو او ورانيو بيا رغاونه وکړی . هغه مهال په اروپايي نقشه کی ډير بدلون راغلې وو او اروپا نوره دنړۍ دپيښو مرکز نه ګڼل کيدله ځکه امريکا او شوروی اتحاد د داسي سترو زبر ځواکونو په توګه راڅرکند شول چی نړۍ يی پر دوو لويوسياسی قطبونو وويشل .

دا ډول توکو لکه د ډبرو سکرو اوفولادو د دويم جنګ په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . ددی پخاطر چی ددغو موادو څخه دبل جنګ دپاره کار وانه خيستل شی، شپږو هيوادونو لکه فرانسی، المان، ایټاليا، بلجيم، هاليند او لوکزامبورګ پخپلو کی پدی اړه په ١٩٥٢ کال يو تړون لاسليک کړ .

څو کاله وروسته په ١٩٥٨ کی دغو ٦ هيوادنو يو ګام مخته واخيست چی اروپی اقتصادی ګډه ټولنه او داروپايی اټمی انرژۍ ګډه ټولنه يی جوړه کړه . دی کار ديوه پراخ ګډ بازار د رامنځته کولو دپاره لاره پرانيستل . ورو ورو د٦ هيوادونو سره يو په بل پسی نور اروپايی هيوادونه هم ملګری شول . په اتيايمو کلونو کی دی ګډ بازار دومره وده وکړه چی هلته توکو ( اجناسو ) ٫ خدماتی چارو ٫ اشخاصو او پانګی ازاد دوران او تګ راتګ کولای شو .

په ٩٠ - يمو کلونو کی د ماستريخت Maastricht تړون منځته راغی چی له مخی يی بايد ګډ پولې واحد ټاکل شوې وای. پر همدی بنسټ په ٢٠٠٢ کال داروپا دوولسو ١٢ هيوادونو ( ايورو ) دګډو پيسو په توګه ومنل . وروسته يی دخارجی او امنيتې سياست ٫ دپناه ورکولو او مهاجرت سياست ګډ اړخونه هم دځان دپاره وټاکل . دنوموړی تړون له مخې داروپايي ګډ بازار نوم و اروپايی اتحاديی اروپايي اتحاد ته واوښت .

په ٢٠٠١ کال د Nice تړون سره سم اتحاديی ته نوره هم دپراختيا لاره خلاصه او په ٢٠٠٤ کال لس نورهيوادونه ورننوتل . دی کار پخپل وار ديوه ګډ اساسی قانون اړتيا منځته راوستل . خو په ٢٠٠٥ کال دفرانسی او هاليند خلګو په ټولپوښتنو کی دی قانون ته منفی رايی ورکړی چی ورسم يی لړۍ وځنډول شوه او لاتر اوسه يی هم برخليک پوره روښانه ندی .

دا مهال په اروپايي اتحاد کی ټولټال ٢٧ هيوادونه غړيتوب لری او په لاندی کلونو کی ورګډ شويدی :

اروپايی اتحاديه دغړو هيوادونو دپاره په هغو برخو کي چی تړون ښودلې دی ٫ قوانين تصويبوی . په اتحاديه کی د غړو هيوادونو تر منځ دګډ کار دغه شکل له دوديز نړيوال ګډ کار نه لوړ او فرامليتی دی . ددی خبری مانا داده چی په دوديز شکل کی نړيوال تړونونه هغه وخت اجرائيوی واک ترلاسه کوی چی دتړون په اړوندو هيوادونوکی يی پارلمانونه تائيد کړی . مګر په اروپايي اتحاد کی دی کار ته ضرورت ځکه نشته چی غړو هيواونو دخپلو پارلمانو يوه برخه تقنينی واک نوموړی اتحاديی ته سپارلې دی . په اتحاديه کی که يو غړۍ هيواد ديوه قانون په اړوند منفی رايه هم ورکړی او قانون داکثريت په رايو تصويب شی ٫ ټول غړې هيوادونه يی داجراکولو مکلفيت لری .

يو بل شی چی اروپايي اتحاد ته د دوديزو نړيوالو همکاريو نه توپير ورکوی ٫ هغه ديو لړ موسسو شتون دی چی مستقل کار کوی لکه : اروپای کميسيون ٫ اروپايي پارلمان او اروپايی محکمه .

ددی دپاره چی داتحاديی په کړو وړو باندی لږ غوندی خبر شو پکار ده جوړښت ته يی سر ور دننه او له نژدی نه يی وګورو :

غړي

اوسمهال اروپایي اتحادیه ۲۷ غړی لري چی له دې ډلې څخ ۶ هیوادونه په 1958 کال یی بنسټ ایښودونکي وو:

نور ۲۱ هیوادونه چی وروسته پرله پسی غړي شول:

اروپايی شورا ( لوړه غونډه )

=دا شورا چی په عادی توګه په کال کی دوه ځله غونډی کوی ٫ دغړو هيوادونو مشران او د اروپايی کميسيون رئيس ورپکښی ګډون لری . ځينی وختونه دخارجی چارو وزيران هم ورته رابلل کيږی . دا په اتحاديه کی ترټولو لوړ ارګان دی او مهمی سياسی پريکړی لکه د اروپايي اتحاد پراخول ٫ د اروپايي اتحاد تړونونه څيړل يا په نړيواله کچه د اروپايي اتحاد سياست ټاکل ددی شورا په دندو کی راځی . پدی شورا کی پريکړی يوازی دټولوغړو په همږغۍ او درايو په اتفاق ترسره کيدلای شی . دشورا رياست په نوبت سره د ٦ مياشتو دپاره ديوه غړی هيواد دمشر پرغاړه دی .

شورا

دا په واقعيت کی د اتحاديی ترټولو لوړ تقنينی ( قانون جوړولو ) ارګان دی چی يا پخپله اويا د اروپايي اتحاد پارلمان سره په ګډه قوانين تصويبوی . شورا په قانون جوړولو کی دپارلمان مشوری اخلی اونظر يی اوری خو داخيرنيو پريکړو صلاحيت يی خپل دی . په اړوندو چارو کی د غړو هيوادو سکتوری وزيران ددی شورا غړيتوب لری ٫ مثلا ً که دچاپيريال په اړه دقانون تصويبولو ته اړتيا وی نو داړوندو هيوادونو دچاپيريال وزيران سره کښينی او شوراجوړوی . دلته هر وزير دخپل هيواد د وګړو په تناسب يو ټاکلۍ تعداد رايی لری . په شورا کی ځينی چاری په اکثريت سره غوڅيږی خو دځينو ټاکلو چارو دپاره بيا درايو اتفاق ته اړتيا په پام کی نيول شويده . که څه هم نوموړې شورا تقنينی واک لری خو دتقنين ابتکار بيا دکميسيون دنده ګڼل شويده .

اروپايی کميسيون

داکميسيون د اروپايي اتحاد دغړو په برابر ٢٧ تنه غړې لری . په کميسيون کی دبحث پروخت هريوغړۍ دخپل هيواد ګټی نه بلکه دټولې اروپا په کچه ګټې په نظر کی نيسی . دکميسيون رئيس داروپايی شورا په سپارښت او دپارلمان په تائيد ټاکل کيږی مګر غړی يی اړوند هيوادونه د پنځو کالو دپاره معرفی کوی .

کميسيون داروپايی شورا دپريکړو دعملې کولو په موخه تدابير نيسی او دقانون دابتکار صلاحيت لری . ددی خبری حقوقی مانا داده چی کميسيون دقانون جوړولو وړانديز کولای شی . په غړو هيوادونوکی د اروپايي اتحاد دتصويب شوو قوانينو دعملې کولو دکنترول چاری هم ددی کميسيون پرغاړه دی . که چيری کوم هيواد ديوه قانون څخه عدول ( تيرۍ ) کړی وی ٫ کميسيون کولای شی اروپايی محکمې ته يی راجع او د دعوی اقامه ورباندی وکړی

اروپايی محکمه

نوموړې محکمه هم ٢٧ غړی لری او دنده يی داروپايی قوانينو څخه دسر رغړونکو هيوادونو د دوسيو څيړل اوتعقيبول دی . دا محکمه د اتحاديی دغړو هيوادونو ترمنځ او همدارنګه د ځانګړو غړو هيوادو او اتحاديی ترمنځ کشالې څيړی او پريکړی کوی . دغړو هيوادونو محکمی کولای شی داړتيا سره سم ددی محکمی څخه مشوری اودابهام پروخت دقوانينو په هکله تفسير ترلاسه کړی .

اروپايی پارلمان

تر ١٩٧٩ کال پوری ددی پارلمان استازی دغړو هيوادونو دپارلمانولخوا معرفی کيدل ٫ خو لدی نه راپدی خوا په هرهيواد کی دمستقيمو ټاکنو دلاری ټاکل کيږی . په پارلمان کی د ٢٧ هيوادو څخه داستازو ټوليزتعداد ٧٨٥ تنو ته رسيږی چی دهرهيواد برخه دهغه د وګړو په تناسب ټاکل شويده . دبيلګی په توګه ډنمارک پدغو اخيرنيو ټاکنو کی ١٣ تنه ورته غوره کړه . پارلمانی ګروپونه دلته دهيوادو دتابعيت له مخی نه بلکه د ګډو سياسی نظرياتو پر بنسټ جوړيږی . مثلا ً دټولو غړو هيوادو سوسيال دموکراتان پخپلو کی يو پارلمانی ګروپ جوړوی چی ګډی سلامشوری او ګډ وړانديزونه کوی . پارلمان حق لری دشورا او کميسيون نه پوښتنی اويا له دوی نه دسياسی ابتکار غوښتنی وکړی . پارلمان همدارنګه کولای شی دکميسيون څخه دباور رايه واخلې . دقانون دوړانديز صلاحيت دپارلمان دنده نده ځکه دا کار کميسيون ته سپارل شويدی .

دا وو داروپايی اتحاديی دجوړښت او کړو وړو په اړه اړين معلومات چی په لنډ ډول وړاندی شو او هيله ده هغو وطنوالو ته چی لاتراوسه يی پدی باره کی معلومات کم وو ٫ په زړه پوری ګرځيدلې وی .