لاتويا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


لتويا په رسمي ډول د لتويا جمهوريت او د شمالي اروپا په بالتيک سيمه کې پروت هېواد دی. دا يو له بالتيک دولتونو څخه دی، چې په شمال کې له استونيا، سويل کې له ليتوانيا، ختيځ کې له روسيې، سويل ختيځ کې له بيلاروس او لويديځ کې له سويډن سره سمندري ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی ۶۴۵۸۹ کېلو متر مربع (۲۴۹۳۸ ميل مربع)، نفوس يې ۱،۹ ميليونه او موسمي برابر يا معتدل اقليم لري. پلازمېنه او تر ټولو پراخه ښار يې رېګا “Riga” دی. د هېواد اوسېدونکي د د بالتس “Balts” په توکميزې او ژبنۍ ډلې پورې اړه لري او په لتويايي ژبه خبرې کوي، چې د بالتيک له يوازينيو دوه ژونديو ژبو څخه ده. روسان د هېواد تر ټولو مهم لږه کي دي، چې د ټول نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي. [۱][۲]

له پېړيو تيوتونيک، سويډني، د پولينډ او ليتوانيا له ګډې او روسي واکمنۍ څخه وروسته، چې په اصل کې د بالتيک المان د سيمه ييز اشرافيت په واسطه له مخې لرې شوې، د لتويا خپلواک جمهوريت د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۸ نېټه هغه وخت رامېنځته شو، چې له الماني سترواکۍ څخه بېل شو او او د لومړۍ نړيوالۍ جګړې په پايله کې يې خپلواکي اعلان کړه. که څه هم دا هېواد د ۱۹۳۰ زلسيزې په ۱۹۳۴ز کال کې له کودتا څخه وروسته په زياتېدونکي ډول استبدادي شو او د کارلېس اولمانېس “Karlis Ulmanis” په مشرۍ يې استبدادي نظام رامېنځته کړ. د هېواد رښتينې خپلواکي د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې له خنډ سره مخامخ شوه، چې پيل يې شوروي اتحاد کې په زور سره د لتويا په يو ځای کېدلو سره وشو او وروسته په ۱۹۴۱ز کال کې د نازي المان له لورې تر بريد او نيواک لاندې راغله، چې له دې وروسته د راتلونکو ۴۵ کالونو لپاره د لتويا د شوروي سوسياليست جمهوريت د جوړولو په موخه په ۱۹۴۴ ز کال کې يو ځل بيا د شورويانو له لورې ونيول شوه. د شوروي نيواک پر مهال د پراخه کډوالۍ په پای کې توکميز روسان د هېواد خورا څرګند لږه کي شول، چې اوس د نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي. د سندرې ويلو سوله ييز اوښتون “Singing Revolution” په ۱۹۸۷ز کال کې پيل شو او د ۱۹۹۱ ز کال د اګسټ په ۲۱ د رښتينې خپلواکۍ په بيرته ترلاسه کولو سره پای ته ورسېد. له هغه وخت راهيسې لتويا ديموکراتيک يو ګونديز پارلماني جمهوريت دی. [۳][۴][۵]

لتويا د لوړ عايد پرمختللي اقتصاد په درلودلو سره يو پرمختللی هېواد دی، چې د انساني پرمختګ لړيال کې خورا لوړ ځای لري. دا هېواد د مدني ازاديو، د مطبوعاتو د خپلواکۍ، د انټرنيټ د خپلواکۍ، ديموکراتيک حکومتولۍ، د ژوند معيارونو او د سوله ييزتوب معيارونو په برخو کې د پام وړ کړنې تر سره کوي. لتويا د اروپايي ټولنې، يوروزون، ناټو، اروپايي شورا، ملګرو ملتونو، د بالتيک سمندرګي د هېوادونو د شورا، د پيسو نړيوال صندوق، د شمالي اروپا او بالتيک اته هېوادونو “Nordic-Baltic Eight”، د شمالي اروپا د پانګونې بانک، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ اقتصادي سازمان، د اروپا د خونديتوب او همکارۍ سازمان او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړې ده.

ارپوهنه[سمول]

د لتويا نوم “Litvija” د لرغونو لتګاليانو “Latgalians” له نوم څخه اخېستل شوی دی، چې د کيورونيانو “Curonians”، سيلونيانو “Selonians” او سيميګاليانو “Semigallians” تر څنګ د انګليستان او اروپايي بالتيک څلورمه قبيله وه، چې له فينيک ليفونيانو “Finnic Livonians” سره يې په ګډه د معاصرو لتويانو توکميزه هسته جوړه کړه. د لتويا هنري “Henry of Latvia” د هېواد د نوم لاتيني بڼې ليتيګاليا “Littigallia” او ليتيا “Lithia” رامينځته کړې، چې دواړه له لاتګاليايي نومونو څخه اخېستل شوي دي. يادو ګړنو د هېواد نوم په اړه روماني ژبو کې له ليتونيا “Litonia” او بېلابېلو جرمنيک ژبو کې له ليتلېنډ “Lettland” څخه د بدلونونو انګېزه واخېستله.  [۶][۷]

تاريخچه[سمول]

له ميلاد څخه نږدې ۳۰۰۰ کالونه پخوا د ليتويايي وګړو د بالتيک لومړني نيکونه د بالتيک سمندرګي په ختيځ ساحل کې استوګن شول. بالتانو روم او بيزانس ته سوداګريز لارې پرانېستې او د قيمتې فلزاتو په بدل کې يې د ځايي عنبرو سوداګري پيل کړه. په ۹۰۰ زکال کې د کيورونيانو “Curonians”، سيلونيانو “Selonians”، سيميګاليانو “Semigallians” او لاتګاليانو “Latgallians” بېلابېلو بالتيک قبيلو تر څنګ د ليفونيانو “Livonians” فينيک قبيله (چې په فينيک ژبه يې خبرې کولې) هم لتويا کې استوګن شوه. [۸][۹]

په ۱۲ پېړۍ کې د لتويا په خاوره کې وانيما “Vanema”، وينتاوا “Ventava”، بانداوا “Bandava”، پيماري “Piemare”، دوفزاري “Duvzare”، سيلېجا “Sēlija”، کوکنيسي “Koknese”، جيرسيکا “Jersika”، تالاوا “Tālava ” او ادزيلي “Adzele” په نومونو بېلې سيمې وې، چې هرې يوې يې خپل واکمنان درلودل.  [۱۰]

منځنۍ دوره[سمول]

که څه هم ځايي خلکو د پېړيو لپاره له بهرنۍ نړۍ سره اړيکه درلوده، مګر په ۱۲ ز پېړۍ کې د اروپا ټولنيز او سياسي ګډ نظام کې په بشپړ ډول يو ځای شوه. د پاپ له لورې استول شوي مذهبي بلونکي (مبلغان) د ۱۲ پېړۍ په وروستيو کې له عقيدې څخه د خلکو اړولو په لټه له داوګاوا سيند “Daugava River” څخه تېر شول. سيمه ييزو خلک که څه هم هغومره په اسانۍ سره عيسويان نه شول، چې کليسا يې هيله درلوده. [۱۱][۱۲]

الماني صليبيان سيمې ته واستول شول، يا د خورا شونتيا له مخې يې په خپله د تګ پرېکړه وکړه. د سيګيبيرګ سينټ مينهارد “Saint Meinhard” په ۱۱۸۴ز کال کې اکسکايل “Ikskile” ته ورسېد، چې سوداګر هم ورسره وو او د يو کاتوليک ماموريت له مخې يې له اصلي کفري باورونو څخه د خلکو د اړولو په موخه ليونيا “Livonia” ته سفر کاوه. درېيم پاپ سيليتاين “Pope Celestine III” په ۱۱۹۳ز کال شمالي اروپا کې د کافرانو پر وړاندې د صليبي جګړې غوښتنه کړې وه. کله چې له عقيدې څخه د اړولو سوله ييزې لارې چارې بې پايلې شوې، مېنهارد د وسلو په زور د ليونيانو د عقيدې بدلولو پلان جوړ کړ. [۱۳]

د ۱۳ پېړۍ په پيل کې المانيانو د اوسنۍ لتويا پر پراخه برخو باندې واکمني وکړه. دې نيول شویو سيمو له سويلي استونيا سره په ګډه صليبي ايالت جوړ کړ، چې د تيرا ماريانا “Terra Mariana” يا ليونيا په توګه وپېژندل شو. په ۱۲۸۲ زکال کې رېګا “Riga” او وروسته سيسيس “Cesis”، ليمبازي “Limbazi”، کوکنيسي “Koknese” او والمېرا “Valmiera” ښارونه د هانسيټيک اتحاد “Hanseatic League” برخه شول. ريګا د ختيځ او لويدیځ تر منځ يوه مهمه سيمه شوه او له لويديځې اروپا سره يې نږدې کلتوري اړيکې جوړې کړې. لومړني الماني اوسېدونکي د شمالي المان اشراف او د شمالي المان د ښارګوټو اوسېدونکي وو، چې سيمې ته يې خپله “Low German” ژبه راوړله او يادې ژبې په لتويايي ژبه کې ګڼ پردي [الماني] ويوکي دننه کړل. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د سمون دوره او د پولينډ او سويډن واکمني[سمول]

د ليونيا له جګړې “Levonian War” (۱۵۵۸ – ۱۵۸۳زکال) څخه وروسته، ليونيا (شمالي لتويا او سويلي استونيا) تر پولينډي او ليتوانيايي واکمنۍ لاندې راغله. د استونيا سويلي برخه او د لتويا شمالي برخه د لتوانيا ستر ديوک حکومت “Grand Duchy of Lithuania” ته پرېښودل شوې وې او د ليونيا ډچيز [د ديوک تر واک لاندې سيمه] يې جوړ کړ. د ليونيا د ترتيب “Order of Livonia” وروستي ماهر ښوونکي ګوتهارد کيټلر “Gotthard Kettler” د کورلېنډ او سيميګاليا دیوکي حکومت “Duchy of Courland and Semigallia” جوړ کړ. که څه هم ياد ديوکي دولت د ليتوانيا د ستر ډچيز او وروسته د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو د دولت تر لاس لاندې دولت و، مګر ۱۶ پېړۍ کې يې د پام وړ کچه خپلواکي وساتله او يوه طلايي دوره يې تجربه کړه. د لتويا ختيځ سيمه لاتګاليا “Latgalia” د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت د “Infanty Voivodeship” برخه شوه. [۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۷ پېړۍ او د ۱۸ پېړۍ په لومړيو کې د پولينډ او لتوانيا د ګډو ګټو دولت، سويډن او روسيې ختيځ بالتيک کې د لوړوالي هڅه وکړه. د پولينډ او سويډن له جګړې “Polish-Swedish War” څخه وروسته شمالي ليونيا د وېدزيمي په ګډون د سويډن تر واکمنۍ لاندې راغله. رېګا د سويډني ليونيا پلازمېنه او د سويډن په ټوله سترواکۍ کې لوی ښار شو. د سويډن او پولينډ تر منځ جګړې په ۱۶۲۹ ز کال کې د التمارک د اختلافاتو د هوارولو ماموريت “Truce of Altmark” تر وخته پورې په مهالني ډول [کله کله] دوام وکړي. لتويا کې سويدني دوره په عمومي ډول د مثبتې دورې په توګه يادېږي، چې غلامي په اسانه شوه، د بزګر پوړ لپاره يو لړ ښوونځي جوړ شول او د ځايي بېرون اشرافو واک کم کړای شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "The Constitution of the Republic of Latvia (Latvijas Republikas Satversme)". Likumi.lv (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Weather information in Latvia". www.travelsignposts.com. 14 March 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ģērmanis, Uldis (2007). Ojārs Kalniņš (المحرر). The Latvian Saga (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 11th). Riga: Atēna. د کتاب پاڼې 268. OCLC 213385330. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789984342917. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "History of Latvia 1918-1940". [Latvia.eu] (په انګلیسي ژبه کي). 3 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. On 21 August 1991, after the Soviet coup d'état attempt, the Supreme Council adopted a Constitutional law, "On statehood of the Republic of Latvia", declaring Article 5 of the Declaration to be invalid, thus ending the transitional period and restoring de facto independence.
  6. "Latvia in Brief" (PDF). Latvian Institute. 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Baltic Online". The University of Texas at Austin. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. A History of Rome, M Cary and HH Scullard, p455-457, Macmillan Press, کينډۍ:ISBN
  9. "Data: 3000 BC to 1500 BC". The European Ethnohistory Database. The Ethnohistory Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جون ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Latvijas vēstures atlants, Jānis Turlajs, page 12, Karšu izdevniecība Jāņa sēta, کينډۍ:ISBN
  11. "Data: Latvia". Kingdoms of Northern Europe – Latvia. The History Files. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Latvian History, Lonely Planet". Lonelyplanet.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 22 March 2006 باندې). The Crusaders.
  14. Žemaitis, Augustinas. "German crusader states (until 1561)". OnLatvia.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Johann Sehwers (1918). Die deutschen Lehnwörter im Lettischen: Inaugural-Dissertation zur Erlangung der Doktorwürde der hohen philosophischen Fakultät I der Universität Zürich (په الماني ژبه کي). Berichthaus. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "History of Latvia - Lonely Planet Travel Information". www.lonelyplanet.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Terra Mariana. 1186 – 1888 (2015)". Manabiblioteka.lv. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Latvian History, Lonely Planet". Lonelyplanet.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ceaser, Ray A. (June 2001). "Duchy of Courland". University of Washington. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مارچ ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. O'Connor, Kevin (3 October 2006). Culture and Customs of the Baltic States. Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33125-1 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. H. Strods, "'Dobrye Shvedskie Vremena' v Istoriografii Latvii (Konets XVIII V. – 70-E Gg. XX V.). ["'The good Swedish times' in Latvian historiography: from the late 18th century to the 1970s"] Skandinavskiy Sbornik, 1985, Vol. 29, pp. 188–199
  22. J. T. Kotilaine (1999). "Riga's Trade With its Muscovite Hinterland in the Seventeenth Century". Journal of Baltic Studies. 30 (2): 129–161. doi:10.1080/01629779900000031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rickard, J. "Truce of Altmark, 12 September 1629". www.historyofwar.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kasekamp, p. 47