شينګن سيمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شینګین سیمه چې په انګليسي کې ورته Schengen Area وايي د 26 اروپایي هېوادونو یوه سیمه ده چې په رسمي ډول یې په خپلمنځي پولو کې يې ټول پاسپورتي،د پولې کنټرولي او نور ټول ډولونه لغوه کړي دي. دا سیمه د ډېرو نړیوالو سفري موخو لپاره د واحد واک په توګه کار کوي، چې د ګډ ویزې پالیسۍ سره پرمخ وړل کيږي يانې دا دې سيمه سياحت لپاره بايد يو شخص ګډه ويزه ترلاسه کړي چې ياد هېوادونه يې ورکوي وروسته له هغې بيا دا شخص کولای شي يادو ټولو هېوادونو ته په ازادانه ډول پرته له کوم ممانعته سفر وکړي، دا سیمه د 1985 شینګین تړون وروستهچې په شینګین، لوګزامبورګ کې لاسلیک شوي وو د شينګن په نوم ونومول ه.

د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه ۲۲ یې د شینګین په سیمه کې برخه اخلي. د اروپایي اتحادیې د پنځو غړو څخه چې د شینګین سیمې برخه نه ده، څلور - بلغاریا ، کروشیا ، قبرس او رومانیا - په قانوني توګه په راتلونکي کې د سیمې سره یوځای کېدو ته پابند دي. د آیرلینډ جمهوریت بيا د غوراوي سياست له مخې د خپلې ويزې پالیسي پرمخ وړي. د اروپا د آزادې سوداګرۍ ټولنې ( EFTA ) څلور غړي هیوادونه، آیسلنډ ، لیختنسټاین، ناروې او سویس ، د اروپایي اتحادیې غړي نه دي، خو د شینګین تړون سره په ګډه یې تړونونه لاسلیک کړي دي. برسېره پردې، درې اروپایی مایکروسټیټونه (کوچني ايالاتونه)- موناکو ، سان مارینو ، او واتیکان ښار - د خپلو ګاونډیو سره د مسافرینو د تګ راتګ لپاره خلاص سرحدونه ساتي، او له همدې امله د شینګین اصلي غړي ګڼل کیږي. لږ تر لږه د شینګین غړي هېواد څخه تېرېدو پرته دوی ته د سفر کول ناشونی کار دی. [۱]

د شینګین سیمه نږدې 420 ملیونه نفوس لري او مساحت یې 4,312,099 مربع کیلومتره (1,664,911 مربع میل) دی. [۲] شاوخوا 1.7 ملیونه خلک هره ورځ د کار لپاره د اروپا داخلي پولې ته سفر کوي، او په ځینو سیمو کې دا خلک د کاري ځواک درېیمه برخه جوړوي. هر کال د شینګین په پولو کې ټولټال 1.3 ملیارده خلک تېرېږي. د سړک له لارې د مالونو د لېږد له امله 57 ميلیونه ځله تګ راتګ کيږي چې په کال کې د 2.8 ټریلیون یورو ارزښت لري. [۳] [۴] [۵]د شینګین له امله د سوداګرۍ لګښت کمول له 0.42٪ څخه تر 1.59٪ پورې د جغرافیې، سوداګریزو شریکانو او نورو فکتورونو پورې اړه لري. شینګین سیمې څخه بهر هېوادونه هم له دې تړونه ګټه پورته کوي.۔

د شینګین سیمې هېوادونو د غیر شینګین هېوادونو سره د پولې کنټرول پیاوړی کړی دی. [۶]

غړیتوب[سمول]

اوسني غړي[سمول]

د شینګین سیمه د 26 هېوادونو څخه جوړه ده، د څلورو هېوادونو په شمول چې د اروپایي ټولنې غړي نه دي. دوه غیر اروپايي ټولنې غړي - آیسلینډ او ناروې - دي چې د نورډیک پاسپورټ اتحادیې برخه دي او په رسمي ډول د اروپایی ټولنې د شینګین فعالیتونو پورې اړوند دولتونو په توګه طبقه بندي شوي. سویس ته په 2008 مېلادي کال کې د ګډون اجازه ورکړل شوه. لیختنسټاین د 2011 کال د دسمبر په 19 د شینګین سیمې سره یوځای شو. [۷] په حقیقت کې د شینګین سیمه کې درې اروپایی کوچني هېوادونه هم شامل دي - موناکو ، سان مارینو او واتیکان ښار - چې د شینګین نورو غړو هېوادونو سره خلاص یا نیمه خلاص سرحدونه ساتي. [۱]

د اروپايي ټولنې یو غړي هېواد - د آیرلینډ جمهوریت - د شینګین څخه د وتلو په اړه خبرې اترې وکړې او د اروپایي ټولنې نورو غړو هېوادونو سره د پولو کنټرول ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې پخوانیو غړو هېوادونو سره خلاص سرحدونه شریکوي. دا د سیمې برخه ده. د اروپايي اتحادیې پاتې څلور غړي هېوادونه - بلغاریا ، کروشیا ، قبرس او رومانیا - د دوی د يوځای کېدل د تړونونو سره تړلي دي چې بالاخره د شینګین سیمې سره یوځای شي. په هرصورت، مخکې له دې چې د شینګین قوانین په بشپړه توګه پلي کړي، هر دولت باید په څلورو برخو کې خپل چمتووالی و ارزوي: هوایي سرحدونه، ویزې ، د پولیسو همکاري او د شخصي مالوماتو ساتنه. د ارزونې په بهیر کې پوښتنلیک او په هېواد کې د ارزونې لاندې ادارو او کاري ځایونو ته د اروپايي اتحادیې د متخصصینو لیدنه شامله ده. [۸]

هغه هېوادونه چې د شینګین سیمې غړي نه دي خو بیا هم له سیمې سره خلاصې پولې لري
هېواد سيمه



</br> (کیلومتره 2 )
نفوس [12]



( 2016 )
موناکو ۲٫۱ 38,499
سان مارينو ۶۱٫۲ 33,203
واتيکان ښار ۰٫۴۹ 801

نور وګوره[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Tourist, Student and Work visa to Europe". Swift Tourism. 2010. د اصلي آرشيف څخه پر 5 ستمبر 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 14 ستمبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |archive-date= (مساعدة)
  2. European Commission (12 دسمبر 2008). The Schengen Area (PDF). European Commission. doi:10.2758/45874. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-79-15835-3. د لاسرسي‌نېټه 13 اپریل 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. European Council on Foreign Relations (2016). "The Future of Schengen". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. European Council on Foreign Relations (2016). "The Future of Schengen". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2016-02-06 باندې). Schengen's economic impact: Putting up barriers.
  6. "The refugee crisis: Fixing Schengen is not enough". د لاسرسي‌نېټه 14 دسمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Liechtenstein to join Schengen". Council of the European Union. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر 16 اپریل 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 دسمبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Schengen Area and cooperation". europa.eu. 2009-08-03. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)