Jump to content

اروپايي ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اروپایي ټولنه نه مخ گرځېدلی)
اروپايي ټولنه

اروپايي ټولنه (EU)  د اوه ویشت غړو هېوادونو يوه سياسي او اقتصادي ټولنه ده، چې تر ډېره بريده اروپا کې پراته دي. دا ټولنه په ۴،۲۳۳،۳۵۵.۳ کيلو متر مربع (۱،۶۳۴،۴۶۹،۰ ميل مربع) سيمه خپره ده او د اټکل له مخې ۴۴۷ ميليونه نفوس لري. د قوانينو د معياري نظام له مخې يو واحد داخلي بازار جوړ شوی او همدا قانون په موضوع کې پر ښکېلو ټولو هېوادونو عملي کېږي او يوازې په هغو موضوعاتو کې چې هېوادونو موافقه کړې، په اړه به يې په يو ډول عمل کوي. د اروپايي ټولنې د تګلارو موخه دا ده چې د کورني بازار په داخل کې د خلکو، توکو، خدماتو او پانګې خوځښت ډاډمن کړي، د عدالت او داخلي چارو په اړه قوانين جوړ کړي او د سوداګرۍ، کرنې، کبانو د ښکار او سيمه یيزې ودې په برخه کې شريکې تګلارې جاري وساتي. د شينګن سیمې په داخل کې د سفر لپاره د پاسپورټ لرل نشته. په ۱۹۹۹ز کال کې د پيسو ټولنه جوړه شوه، په ۲۰۰۲ز کال کې بشپړه عملي شوه او له نولسو غړو هېوادونو څخه جوړه ده چې د يورو پيسه کاروي. اروپايي ټولنه ډېر ځله د فدراسيون يا کانفدراسيون په ځانګړتياوو سره يو ځانته سياسي جوړښت بلل کېږې (چې نه په تېر کې بېلګه لري او نه له کوم سره پرتله کېږي).  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ټولنه او د اروپايي ټولنې تابعيت هغه مهال منځ ته راغلل کله چې په ۱۹۹۳ز کال کې د ماستريخت تړون نافذ شو. اروپايي ټولنه خپلې رېښې د  اروپا د ډبرو سکرو او پولادو ټولنې (ECSC) او د اروپا اقتصادي ټولنې (EEC) ته ورګرځوي چې په ترتيب سره لومړۍ يې په ۱۹۵۱ز کال کې د پاريس د تړون په مټ او دويمه يې په ۱۹۵۷ز کال کې د روم د تړون په مټ منځ ته راغلې وې. د دې ټولنې اصلي غړي هېوادونه چې د اروپايي ټولنو په نوم وپېژندل شول دا شپږ داخلي وو: بلجيم، فرانسه، ايټاليا، لکزمبورګ، هالند او لويديځ المان. دا ټولنې او د دوی ځای ناستي د يوويشتو نويو غړو هېوادنو په يو ځای کېدو سره د سيمې له اړخه پراخه شوه او په نورو سياستي برخو کې  د دوی د دندو په زياتولو سره يې واکونه زيات شول. د اروپايي ټولنې د اساسي قانون په بنسټ کې وروستی ستر بدلون چې د لزبن تړون دی، په ۲۰۰۹ز کال کې نافذ شو. برتانيه يواځينی هغه هېواد دی چې په ۲۰۲۰ز کال کې له اروپايي ټولنې ووت. له دې مخکې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو اړوند څلورو نورو سيمو اروپايي ټولنه، يا له ټولنې څخه مخکې هسته پرېښې وه.  [۹] [۱۰]

به ۲۰۲۰ز کال کې اروپايي ټولنې د ټولې نړۍ پنځه اعشاريه اته سلنه نفوس درلود، په ۲۰۲۱ز کال کې دې ټولنې نږدې اولس اعشاريه يو تريليون امریکايي ډالره ناخالص کورنی اسمي توليد (GDP) پيدا کړی و چې دا د ټولې نړۍ د اسمي (GDP) نږدې اتلس سلنه کېږي. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام له مخې د اروپايي ټولنې ټول هېوادونه د انساني ودې ډېره لوړه اندازه (شاخص) لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، اروپايي ټولنې ته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوې وه. د شريکې بهرنۍ او امنيتي تګلارې په مټ، دې ټولنې په بهرنيو اړيکو او دفاع کې خپل ځای موندلی. دا ټولنه په ټوله نړۍ کې دايمي ديپلوماتيک ماموريتونه او په ملګرو ملتونو، نړيوال سوداګريز سازمان، جي۷ او جي۲۰ ډلو کې استازولي لري. د خپل نړیوال اغېز پر بنسټ، ځينې پوهان اروپايي ټولنه د راپورته کېدونکي زبرځواک په توګه بولي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تاريخ

شاليد

په ۴۷۶ کې د روم له سقوط وروسته پېړيو کې، ډېريو اروپايي هېوادونو خپل ځان د له منځه تللي رومي سترواکۍ انتقالي حکومتونه بلل: فرانک سترواکي (۸۴۳-۴۸۱) او سپيڅلي رومي سترواکي (۱۸۰۶-۹۶۲) په لويديځ کې د روم د بيا راژوندي کولو هڅې وې. په دې لويه وچه د ملي واکمنۍ دا سياسي فلسفه د لرغوني رومي سترواکۍ بېلګې ته ورته ده، کومه چې په منځنيو پېړيو کې د سترواکۍ د بيا پر پښو درولو د تصور پنځونکې شوه، يا د سترواکۍ د اند يا له مذهب څخه په الهام اخستلو سره د مسيحي سترواکۍ په بڼه. د منځنيو پېړيو مسيحيت او د پاپ سياسي ځواک د اروپا د يووالي او يو ځای کېدو د مرستندويانو په توګه بلل شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د دې لويې وچې په ختيځو برخو کې، د روسيې تزار او په پايله کې سترواکې (۱۵۴۷-۱۹۱۷) په ۱۴۵۳ز کال کې د قسطنطنيې له سقوط وروسته ماسکو د درېيم روم او ختيځ روايت د وارث په توګه اعلان کړه. د يونان د ختيځ او لاتين د لويديځ تر منځ له پخوا څخه درزونه پراخه شوي وو، دا درزونه په ۴ پېړۍ کې د رومي سترواکۍ او د سياسي خليج او په ۱۰۵۴ز کال کې د ستر انشعاب له امله منځ ته راغلي وو او له ۲۰۰۴ز کال څخه راپدېخوا د ختيځې اروپا پر لور اروپايي ټولنې تر پراختيا مخکې، د اوسپنيزې پردې (۱۹۴۵-۱۹۹۱) په مټ يو ځل بيا پراخه شوه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۴][۲۷][۲۸][۲۹]

د پان اروپايي سياسي اندونو په نولسمه پېړۍ کې په رېښتيني ډول سر راپورته کړ، دې اندونو د ناپيليون د سترواکۍ (۱۸۰۴-۱۸۱۵) له ړنګېدو وروسته د فرانسې او امریکايي انقلابونو له ليبرال نظرياتو څخه الهام اخستی و. د ويانا له کانګريس څخه په وروسته لسيزو کې، د اروپايي يووالي اندونه په ټوله لويه وچه کې وغوړېدل، په ځانګړي ډول د «وايچی جاسټرزوبوسکي» (۱۷۹۹-۱۸۸۲) يا «جيسيپي مازيني« (۱۸۰۵-۱۸۷۲) په ليکنو کې. د اروپا متحده ايالات اصطلاح (فرانسوي: États-Unis d'Europe)  ويکتورو هوګو (۱۸۰۲-۱۸۸۵) په ۱۸۴۹ز کال کې په پاريس کې د سولې نړيوال کانګريس ته د وينا پر مهال وکاروله: [۳۰][۳۱][۳۲]

يوه ورځ به راشي چې زموږ په لويه وچه کې ټول ملتونه به يوه اروپايي ورورولي جوړه کړي... يوه ورځ به راشي چې موږ به ووينو...د امريکا متحده ايالات او د اروپا متحده ايالات به سره مخامخ وي، چې له سيندونو ورهاخوا به يو بل ته رسیږي. [۳۳]

د دوو جګړو تر منځ پړاو کې (دوه نړيوالې جګړې)، دې درک چې که څه هم يو د بل سره په ټکر کې دي، بیا هم په اروپا کې ملي بازارونه يو په بل پورې نښتي دي، په ورته وخت کې د سمندر بلې غاړې ته د متحده ايالاتو مخ پر وده او سترو بازارونو ته په کتنې سره، د دې لويې وچې د اقتصادي يووالي هڅونه پیاوړې کړه. په ۱۹۲۰ز کال کې، برتانوي اقتصاد پوه جان مينارډ کينز چې د اروپايي اقتصادي ټولنې څخه يې ملاتړ کاوه وليکل چې «يوه ازاده سوداګريزه ټولنه بايد جوړه شي... په دې ډول چې د ټولنې د بل غړي پر توليداتو هېڅ راز ملاتړې تعرفه ونه تپل شي». په همدې لسيزه کې، ريچارډ ون کودنهوو-کالرګي د پان-اروپا خوځښت تاسيس کړ، هغه يو له هغو کسانو و چې تر ټولو دمخه یې د اروپا د نوې سياسي اتحاد تصور وړاندې کړ. د هغه اندونو د هغه په نورو هممهالو هم اغېز پرېښود، يو يې د فرانسې د وخت لومړی وزير اريستيډ بريانډ و. په ۱۹۲۹ز کال کې، د فرانسې لومړي وزير د ملګرو ملتونو د سلف ملتونو د ټولنې په وړاندې د اروپايي ټولنې په پلوۍ کې وينا وکړه. د ۱۹۴۳ز کال د مارچ په مياشت کې په يوه راډيوي وينا کې، په داسې حال کې چې جګړه روانه وه، برتانوي مشر سر وينسټن چرچل په ډېرې ګرمۍ سره تر بريا وروسته د «اروپا د ريښتينې ستروالي د بېرته پر ځای کولو» په اړه وغږېد او له جګړې وروسته يې د «اروپا شورا» د جوړولو په اړه فکر وړاندې کړ، کوم به چې اروپايي ملتونه سره يو ځای کړي تر څو سوله منځ ته راولي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د اروپايي اتحاد (ټولنې)دجوړيدو موخی

ددغه کار بنسټيزه موخه په اروپا کی په گډه سره دگډو ستونزو حلول دی چی اقتصادی او ټولنيزه پرمختيا، په نړۍ کی د اروپا درول جگول، د اروپايی او ولسونو دحقوقو او گټو ساتل او همدا رنگه د دوی د ازاديو، امنيت او ټولنيز عدالت تامينول يی په سرکی راځی. ددغو موخو د باوری ترلاسه کولو په هيله اتحاديی يو لړ موسسی يا انستيتوتونه هم منځته راوستې دی.

د اروپايي ټولنې لنډه تاريخچه

دويم نړيوال جنگ په اروپا کی پراخه ويرانی منځ ته راوستل او خير غوښتونکې سياستوال يی پدی سوچ کی واچول چی څنگه وکولای شی دداسی ناورين دبيا پيښيدو مخنيوۍ او دتير شوی جنگ نه د راپاتو ناخوالو او ورانيو بيا رغاونه وکړی . هغه مهال په اروپايي نقشه کی ډير بدلون راغلې وو او اروپا نوره دنړۍ دپيښو مرکز نه گڼل کيدله ځکه امريکا او شوروی اتحاد د داسي سترو زبر ځواکونو په توگه راڅرکند شول چی نړۍ يی پر دوو لويوسياسی قطبونو وويشل .

دا ډول توکو لکه د ډبرو سکرو اوفولادو د دويم جنگ په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . ددی پخاطر چی ددغو موادو څخه دبل جنگ دپاره کار وانه خيستل شی، شپږو هيوادونو لکه فرانسی، المان، ایټاليا، بلجيم، هاليند او لوکزامبورگ پخپلو کی پدی اړه په ١٩٥٢ کال يو تړون لاسليک کړ .

څو کاله وروسته په ١٩٥٨ کی دغو ٦ هيوادنو يو گام مخته واخيست چی اروپی اقتصادی گډه ټولنه او داروپايی اټمی انرژۍ گډه ټولنه يی جوړه کړه . دی کار ديوه پراخ گډ بازار د رامنځته کولو دپاره لاره پرانيستل . ورو ورو د٦ هيوادونو سره يو په بل پسی نور اروپايی هيوادونه هم ملگری شول . په اتيايمو کلونو کی دی گډ بازار دومره وده وکړه چی هلته توکو ( اجناسو ) ٫ خدماتی چارو ٫ اشخاصو او پانگی ازاد دوران او تگ راتگ کولای شو .

په ٩٠ - يمو کلونو کی د ماستريخت Maastricht تړون منځته راغی چی له مخی يی بايد گډ پولې واحد ټاکل شوې وای. پر همدی بنسټ په ٢٠٠٢ کال داروپا دوولسو ١٢ هيوادونو ( ايورو ) دگډو پيسو په توگه ومنل . وروسته يی دخارجی او امنيتې سياست ٫ دپناه ورکولو او مهاجرت سياست گډ اړخونه هم دځان دپاره وټاکل . دنوموړی تړون له مخې داروپايي گډ بازار نوم و اروپايی اتحاديی اروپايي اتحاد ته واوښت .

په ٢٠٠١ کال د Nice تړون سره سم اتحاديی ته نوره هم دپراختيا لاره خلاصه او په ٢٠٠٤ کال لس نورهيوادونه ورننوتل . دی کار پخپل وار ديوه گډ اساسی قانون اړتيا منځته راوستل . خو په ٢٠٠٥ کال دفرانسی او هاليند خلگو په ټولپوښتنو کی دی قانون ته منفی رايی ورکړی چی ورسم يی لړۍ وځنډول شوه او لاتر اوسه يی هم برخليک پوره روښانه ندی .

دا مهال په اروپايي اتحاد کی ټولټال ٢٧ هيوادونه غړيتوب لری او په لاندی کلونو کی ورگډ شويدی :

اروپايی اتحاديه دغړو هيوادونو دپاره په هغو برخو کي چی تړون ښودلې دی ٫ قوانين تصويبوی . په اتحاديه کی د غړو هيوادونو تر منځ دگډ کار دغه شکل له دوديز نړيوال گډ کار نه لوړ او فرامليتی دی . ددی خبری مانا داده چی په دوديز شکل کی نړيوال تړونونه هغه وخت اجرائيوی واک ترلاسه کوی چی دتړون په اړوندو هيوادونوکی يی پارلمانونه تائيد کړی . مگر په اروپايي اتحاد کی دی کار ته ضرورت ځکه نشته چی غړو هيواونو دخپلو پارلمانو يوه برخه تقنينی واک نوموړی اتحاديی ته سپارلې دی . په اتحاديه کی که يو غړۍ هيواد ديوه قانون په اړوند منفی رايه هم ورکړی او قانون داکثريت په رايو تصويب شی ٫ ټول غړې هيوادونه يی داجراکولو مکلفيت لری .

يو بل شی چی اروپايي اتحاد ته د دوديزو نړيوالو همکاريو نه توپير ورکوی ٫ هغه ديو لړ موسسو شتون دی چی مستقل کار کوی لکه : اروپای کميسيون ٫ اروپايي پارلمان او اروپايی محکمه .

ددی دپاره چی داتحاديی په کړو وړو باندی لږ غوندی خبر شو پکار ده جوړښت ته يی سر ور دننه او له نژدی نه يی وگورو :

غړي

اوسمهال اروپایي اتحادیه ۲۷ غړی لري چی له دې ډلې څخ ۶ هیوادونه په 1958 کال یی بنسټ ایښودونکي وو:

نور ۲۱ هیوادونه چی وروسته پرله پسی غړي شول:

اروپايی شورا ( لوړه غونډه )

=دا شورا چی په عادی توگه په کال کی دوه ځله غونډی کوی ٫ دغړو هيوادونو مشران او د اروپايی کميسيون رئيس ورپکښی گډون لری . ځينی وختونه دخارجی چارو وزيران هم ورته رابلل کيږی . دا په اتحاديه کی ترټولو لوړ ارگان دی او مهمی سياسی پريکړی لکه د اروپايي اتحاد پراخول ٫ د اروپايي اتحاد تړونونه څيړل يا په نړيواله کچه د اروپايي اتحاد سياست ټاکل ددی شورا په دندو کی راځی . پدی شورا کی پريکړی يوازی دټولوغړو په همږغۍ او درايو په اتفاق ترسره کيدلای شی . دشورا رياست په نوبت سره د ٦ مياشتو دپاره ديوه غړی هيواد دمشر پرغاړه دی .

شورا

دا په واقعيت کی د اتحاديی ترټولو لوړ تقنينی ( قانون جوړولو ) ارگان دی چی يا پخپله اويا د اروپايي اتحاد پارلمان سره په گډه قوانين تصويبوی . شورا په قانون جوړولو کی دپارلمان مشوری اخلی اونظر يی اوری خو داخيرنيو پريکړو صلاحيت يی خپل دی . په اړوندو چارو کی د غړو هيوادو سکتوری وزيران ددی شورا غړيتوب لری ٫ مثلا ً که دچاپيريال په اړه دقانون تصويبولو ته اړتيا وی نو داړوندو هيوادونو دچاپيريال وزيران سره کښينی او شوراجوړوی . دلته هر وزير دخپل هيواد د وگړو په تناسب يو ټاکلۍ تعداد رايی لری . په شورا کی ځينی چاری په اکثريت سره غوڅيږی خو دځينو ټاکلو چارو دپاره بيا درايو اتفاق ته اړتيا په پام کی نيول شويده . که څه هم نوموړې شورا تقنينی واک لری خو دتقنين ابتکار بيا دکميسيون دنده گڼل شويده .

اروپايی کميسيون

داکميسيون د اروپايي اتحاد دغړو په برابر ٢٧ تنه غړې لری . په کميسيون کی دبحث پروخت هريوغړۍ دخپل هيواد گټی نه بلکه دټولې اروپا په کچه گټې په نظر کی نيسی . دکميسيون رئيس داروپايی شورا په سپارښت او دپارلمان په تائيد ټاکل کيږی مگر غړی يی اړوند هيوادونه د پنځو کالو دپاره معرفی کوی .

کميسيون داروپايی شورا دپريکړو دعملې کولو په موخه تدابير نيسی او دقانون دابتکار صلاحيت لری . ددی خبری حقوقی مانا داده چی کميسيون دقانون جوړولو وړانديز کولای شی . په غړو هيوادونوکی د اروپايي اتحاد دتصويب شوو قوانينو دعملې کولو دکنترول چاری هم ددی کميسيون پرغاړه دی . که چيری کوم هيواد ديوه قانون څخه عدول ( تيرۍ ) کړی وی ٫ کميسيون کولای شی اروپايی محکمې ته يی راجع او د دعوی اقامه ورباندی وکړی

اروپايی محکمه

نوموړې محکمه هم ٢٧ غړی لری او دنده يی داروپايی قوانينو څخه دسر رغړونکو هيوادونو د دوسيو څيړل اوتعقيبول دی . دا محکمه د اتحاديی دغړو هيوادونو ترمنځ او همدارنگه د ځانگړو غړو هيوادو او اتحاديی ترمنځ کشالې څيړی او پريکړی کوی . دغړو هيوادونو محکمی کولای شی داړتيا سره سم ددی محکمی څخه مشوری اودابهام پروخت دقوانينو په هکله تفسير ترلاسه کړی .

اروپايی پارلمان

تر ١٩٧٩ کال پوری ددی پارلمان استازی دغړو هيوادونو دپارلمانولخوا معرفی کيدل ٫ خو لدی نه راپدی خوا په هرهيواد کی دمستقيمو ټاکنو دلاری ټاکل کيږی . په پارلمان کی د ٢٧ هيوادو څخه داستازو ټوليزتعداد ٧٨٥ تنو ته رسيږی چی دهرهيواد برخه دهغه د وگړو په تناسب ټاکل شويده . دبيلگی په توگه ډنمارک پدغو اخيرنيو ټاکنو کی ١٣ تنه ورته غوره کړه . پارلمانی گروپونه دلته دهيوادو دتابعيت له مخی نه بلکه د گډو سياسی نظرياتو پر بنسټ جوړيږی . مثلا ً دټولو غړو هيوادو سوسيال دموکراتان پخپلو کی يو پارلمانی گروپ جوړوی چی گډی سلامشوری او گډ وړانديزونه کوی . پارلمان حق لری دشورا او کميسيون نه پوښتنی اويا له دوی نه دسياسی ابتکار غوښتنی وکړی . پارلمان همدارنگه کولای شی دکميسيون څخه دباور رايه واخلې . دقانون دوړانديز صلاحيت دپارلمان دنده نده ځکه دا کار کميسيون ته سپارل شويدی .

دا وو داروپايی اتحاديی دجوړښت او کړو وړو په اړه اړين معلومات چی په لنډ ډول وړاندی شو او هيله ده هغو وطنوالو ته چی لاتراوسه يی پدی باره کی معلومات کم وو ٫ په زړه پوری گرځيدلې وی .

سرچینې

  1. "The EU in brief". European Union. 16 June 2016.
  2. European Commission. "The EU Single Market: Fewer barriers, more opportunities". Europa web portal. Archived from the original on 1 October 2007. نه اخيستل شوی 27 September 2007."Activities of the European Union: Internal Market". Europa web portal. نه اخيستل شوی 29 June 2007.
  3. "Regional Policy Inforegio". Europa web portal. نه اخيستل شوی 3 June 2013.
  4. "Common commercial policy". Europa Glossary. Europa web portal. Archived from the original on 16 January 2009. نه اخيستل شوی 6 September 2008.
  5. "Agriculture and Fisheries Council". The Council of the European Union. Archived from the original on 11 March 2014. نه اخيستل شوی 3 June 2013. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  6. "Schengen area". Europa web portal. Archived from the original on 10 August 2011. نه اخيستل شوی 8 September 2010.
  7. Phelan, William (2012). "What Is Sui Generis About the European Union? Costly International Cooperation in a Self-Contained Regime". International Studies Review. 14 (3): 367–385. doi:10.1111/j.1468-2486.2012.01136.x.
  8. Hlavac, Marek (2010). "Less than a State, More than an International Organization: The Sui Generis Nature of the European Union" (PDF). Central European Labour Studies Institute. Rochester, N.Y. doi:10.2139/ssrn.1719308. S2CID 153480456.
  9. Rawlinson, Kevin; Topping, Alexandra; Murphy, Simon; Henley, Jon; Murray, Jessica; Freedland, Jonathan; Rawlinson, Kevin (1 February 2020). "Brexit day: end of an era as United Kingdom leaves EU – as it happened-GB". The Guardian. ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 8 June 2020.
  10. Craig او De Burca 2011، م. 15.
  11. "World Economic Outlook Database, April 2021". IMF.org. International Monetary Fund. نه اخيستل شوی 13 May 2021.
  12. "EU collects Nobel Peace Prize in Oslo". BBC News. 10 December 2012. نه اخيستل شوی 3 June 2013.
  13. McCormick 2007.
  14. Rifkin, Jeremy (2004). The European Dream. Polity Press. ISBN 1-58542-345-9.
  15. Moravcsik, Andrew (2009). "Europe: The quiet superpower". French Politics. 7 (3–4): 403–422. doi:10.1057/fp.2009.29. ISSN 1476-3419. S2CID 143049416.
  16. Corbet, Patrick (2002). "Renovatio imperii romanorum". Oxford Encyclopedia of the Middle Ages. Ed. Vauchez. James Clarke & Co.. ISBN 978-0-227-67931-9. 
  17. Schramm, Percy E. (1957). Kaiser, Rom und Renovatio; Studien zur Geschichte des römischen Erneuerungsgedankens vom Ende des karolingischen Reiches bis zum Investiturstreit (په جرمني). Darmstadt: Wissenschaftliche Buchgesellschaft. p. 143. OCLC 15021725.
  18. Folz, Robert (1969). The concept of empire in Western Europe from the fifth to the fourteenth century. London: Edward Arnold. p. 65. ISBN 978-0-7131-5451-1. OCLC 59622.
  19. Gorp, Bouke Van; Renes, Hans (2007). "A European Cultural Identity? Heritage and shared histories in the European Union" (PDF). Tijdschrift voor Economische en Sociale Geografie. 98 (3): 411. doi:10.1111/j.1467-9663.2007.00406.x. ISSN 1467-9663. For the last two thousand years, the Christian church has attempted to unify Europe in cultural terms. Christianity did not originate in Europe but, building upon the organisation of the Roman Empire, has tried throughout the Middle Ages to become a Europe-wide organisation.
  20. Pagden او Hamilton 2002، م. 89.
  21. Mather 2006، مم. 16–18.
  22. Nelsen, Brent F.; Guth, James L. (2015). Religion and the Struggle for European Union: Confessional Culture and the Limits of Integration. Georgetown University Press. pp. 48–49. ISBN 978-1-62616-070-5.
  23. Perkins, Mary Anne (2004). Christendom and European Identity: The Legacy of a Grand Narrative Since 1789. Walter de Gruyter. p. 341. ISBN 978-3-11-018244-6.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Pagden او Hamilton 2002، مم. 60, 75.
  25. Nelsen, Brent F.; Guth, James L. (2015). Religion and the Struggle for European Union: Confessional Culture and the Limits of Integration. Georgetown University Press. pp. 9–10. ISBN 978-1-62616-070-5.
  26. Semenenko, Irina (2013). "The Quest for Identity. Russian Public Opinion on Europe and the European Union and the National Identity Agenda". Perspectives on European Politics and Society. 14 (1): 102–122. doi:10.1080/15705854.2012.732396. ISSN 1570-5854. S2CID 143894553.
  27. Skolimowska, Anna (2018). Perceptions of the European Union's Identity in International Relations. Routledge. ISBN 978-1-351-00560-9.
  28. O'Brennan 2006، مم. 1–2.
  29. Anderson او Bort 2001، مم. 1–2.
  30. Ghervas, Stella (2014). "Antidotes to Empire: From the Congress System to the European Union". In Boyer, John W.; Molden, Berthold (eds.). EUtROPEs. The Paradox of European Empire. University of Chicago Center in Paris. pp. 49–81. ISBN 978-2-9525962-6-8.
  31. Pinterič, Uroš; Prijon, Lea (2013). European Union in 21st Century. University of SS. Cyril and Methodius, Faculty of Social Sciences. ISBN 978-80-8105-510-2.
  32. Smith, Denis Mack (2008). Mazzini. Yale University Press. ISBN 978-0-300-17712-1.
  33. Metzidakis, Angelo (1994). "Victor Hugo and the Idea of the United States of Europe". Nineteenth-Century French Studies. 23 (1/2): 72–84. JSTOR 23537320.
  34. John Maynard Keynes, Economic Consequences of the Peace, New York: Harcourt, Brace & Howe, 1920, pp. 265–66.
  35. Klos, Felix (2017). Churchill's Last Stand: The Struggle to Unite Europe. Bloomsbury Publishing. p. 51. ISBN 978-1-78673-292-7.
  36. Churchill, Winston (21 March 1943). "National Address". The International Churchill Society.
  37. Rosamond 2000، مم. 21–22.
  38. Weigall او Stirk 1992، مم. 11–15.
  39. Kaiser او Varsori 2010، م. 140.