ډيويډ هيوم
ډيويډ هيوم | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | |
مؤثر | جورج برکلي ، جان لاک ، آيزاک نيوټن |
خوځښت | تجربهپالنه ، فلسفي شکاکیت ، د روشنګرۍ دوره |
سمول |
ديويډ هيوم په ډيويډ کورنۍ کې زېږدلی دی. د ژوند موده يې د نوي سيستم له مخې د ۱۷۱۱ ز کال د می له ۷ يا د زوړ نظام له مخې د ۱۷۱۱ ز کال د اپرېل له ۲۶ څخه د ۱۷۷۶ ز کال د اګست تر ۲۵ نېټې پورې وه. نوموړی يو سکاتلنډي روښانفکره فيلسوف، تاریخپوه، اقتصادپوه، ليبرال پلوی او مقاله ليکوال و، چې د فلسفي ازمايښت اصالت، ګومان اصالت او طبيعي اصالت په اړه د نوموړي د ستر اغېزناک نظام له امله نن ورځ خورا پېژندل شوی شخص دی. هيوم د انسان د يوې طبيعيتي پوهې د رامنځته کولو په موخه هڅه وکړه، چې د کار پيل يې په (۴۰-۱۷۳۹ز کلونو) کې «د انساني طبيعت يوه رساله» تر سرليک لاندې ليکنې سره وکړ، چې د انساني طبیعت فزیالوژيکي بنسټ يې وازمايه. نوموړي د ذاتي يا طبيعي نظريو د شتون پر وړاندې پر دې انګېرلو سره استدلال وکړ، چې ټوله انساني پوهه يوازې له ازمايښت څخه تر لاسه کېږی. دا نظر نوموړی د يو برتانوي ازمايښت پالونکي په توګه له Francis Bacon، Thomas Hobbes، John Locke او George Berkeley سره ځايوي. [۱][۲][۳][۴]
هيوم استدلال وکړ چې په پېښه کې قياسي لامل او باور په شعوري ډول عادلانه نه شي کېدلی او پر ځای يې له دود او فکري عادت څخه رامنځته کېږي. موږ هيڅکله په رښتيني ډول نه درک کوو، چې يوه پېښه د بلې لامل کېږي، مګر يوازې د پېښو ثابت يووالی (تصادف) ازمايو. د قياس دا ستونزه دا معنا ورکوي، چې له تېر ازمايښت څخه هرو سببي پايلو د ترلاسه کولو په موخه دا د مخه انګېرل اړين دي، چې راتلونکی به له تېر سره ورته وي؛ هغه له مخه انګېرنه چې په خپله نه شي کولی په تېر ازمايښت کې سبب شي. [۵]
هيوم چې د فلسفي عقل پالونکو يو مخالف دی، په پام کې لري چې د لامل په پرتله احساسات يا جذبې انساني کړه وړه اداره کوي. نوموړی په څرګند ډول ادعا کوي، چې «سبب د احاساساتو يوازينی غلام دی او بايده ده چې اوسي». نوموړی يو احساساتي پلوی دی، چې په پام کې لري چې اخلاق د ذهني رويې د اصل په پرتله د هيجان يا احساس پر بنسټ دي. نوموړي د اخلاقي ښکارندې د طبيعت څرګندونو په اړه يو لرغونې ارتکاب څخه ننګه وکړه او نوموړی په عادي ډول هغه شخص ګڼل شوی دی، چې په لومړي ځل يې په روښانه ډول د «بايد» ستونزه يا هغه نظريه جوته کړه، چې د حقيقت يوه بيانيه په يوازې ځان هغه معياري پايله نه شي راپورته کولی، چې ارومرو يا بايد تر سره شي. [۴][۶][۷]
هيوم همدا راز ونه منله، چې انسان د ځان په اړه يو رښتينی درک لري او انګېرنه يې دا وه، چې موږ يوازې د احساساتو يوه ډله ازمايو او ځان په سببي ډول د دې تړليو پوهېدنو له دې ډلې څخه پرته نور هيڅ نه دي. د خپلواکې ارادې په اړه د هيوم برابره نظريه له انساني خپلواکۍ سره په بشپړ ډول د سمون وړ سببي معينيت تر لاسه کوي. د معجزو د نه منښت او د خدای د شتون لپاره له تدبير څخه د استدلال په ګډون د مذهب فلسفې په اړه د نوموړي نظريې په ځانګړي ډول په خپل وخت کې کړکېچن بحثونه وو. [۸]
هيوم د ګټې اصالت، استدلالي مثبت اصالت، د پوهې فلسفه، د شننې لرغونې فلسفه، ادراکي پوهه، ديني پوهه او نورې زياتې برخې او مفکرين اغېزمن کړل. ايمانويل کېنټ (Immanuel Kant) هيوم ته د هغه الهام امتياز ورکوي، چې نوموړی يې له خپلې «بې دليله خوب» څخه راويښ کړی و.
هيوم د نېټې
[سمول]هيوم د نېټې د پخواني نظام له مخې د ۱۷۱۱ ز کال د اپرېل پر ۲۶ د David Home په نوم د Edinburgh د Lawnmarket پر سويلي څنډه باندې يو کرايي کور کې وزېږېد. نوموړی د Berwick هېواد کې د Chirnside جوزف هوم (Joseph Home) او مېرمن Catherine Home د دوه زامنو له ډلې دويم زوی و. د مور کورنی نوم يې Falconer و او د نيوټن د Sir David Falconer او مېرمن Mary Falconer (کورنی نوم: Norvell) لور وه. پلار يې جوزف د Nivewells يو ساتندوی (مدافع وکيل) و، چې د دويم زوی (ډيويډ) له زېږېدنې څخه سمدستي وروسته مړ شو. Catherine چې هيڅکله يې دويم واده ونه کړ، په ځانته ځان د دوه ورونو او يوې خور [دوه زامنو او يوې لور] پالنه وکړه. [۹][۱۰]
هيوم په ۱۷۳۴ ز کال کې د خپلې کورنۍ نوم ليکدود خکه بدل کړ، چې د هوم “Home” (چې د “Hume” غوندې ادا کېږي) کورنی نوم په انګليستان کې ښه نه و پېژندل شوی. نوموړي هيڅکله واده ونه کړ او په Berwickshire کې له خپلې Chrinside کورنۍ سره يې په يوازې ډول ژوند وکړ، چې له ۱۶ پېړۍ راهيسې يې په يادې کورنۍ پورې اړه لرله. د يو ځوان په توګه يې مالي درکونه ځکه خورا لږ يا کم وو، چې کورنۍ يې بډايه نه وه او د يو کوچني زوی په توګه يې د ژوند کولو لپاره ميراثي شتمني درلوده. [۱۱]
نوموړي د معمول خلاف د دولس يا ښايي لس کالونو په عمر د ايدنبرګ پوهنتون (University of Edinburg) کې ګډون وکړ، چې هغه وخت د ګډون لپاره ځانګړی عمر ۱۴ کالونه وو. هغه په لومړيو کې د خپلې کورنۍ له امله د حقوقو (قانون) مسلک غوره کړ. په بل ډول، که څه هم هغه راغی چې ولري: [۱۱]
... له فلسفې او د عمومي زده کړې له مسلکونو څخه پرته نور د هر څه پر وړاندې يوه نه ماتېدونکې کرکه يا بې ميلي او په داسې حال کې چې [زما کورنۍ] لېوالتيا درلوده، چې ما Voet مطالعه کاوه او Vinnius، Cicero او Virgil هغه ليکوالان وو، چې ما په پټه له منځه وړل.
هغه د خپل وخت پروفيسورانو ته لږ درناوی کاوه او په ۱۷۳۵ ز کال کې يې خپل يو ملګري ته وويل چې:«داسې څه نه شته چې په کتاب کې نه وي او له پروفيسور څخه يې زده کړې». ډيويډ هيوم له زده کړو څخه فارغ نه شو. [۱۲][۱۳]
«د لوستي ناروغي»
[سمول]په اته لس کلنۍ يا همدې کلونو کې هيوم يوه فلسفي موندنه وکړه، چې نوموړي ته يې «د فکر يوه نوي څرګندونه يا پرده» پرانيسته او ويې هڅاوه چې د يادې موندنې په بشپړ ډول پلي کولو په موخه بله هره خوښي يا سوداګري پرېږدي. دا چې نوموړي ونه ويل چې ياده څرګندونه په رښتيني ډول څه وه، شنونکو يې په اړه يو لړ اټکلونه وړانديز کړي دي. د معاصرو هيوم پلوې پوهې تر منځ يوه څرګنده ژباړه يا تعبير دا دی، چې دا فکر دا نوې څرګندونه د هيوم دا پوهېدنه وه، چې د اخلاقي حس په اړه د Francis Hutcheso نظريه د اخلاق يا فضيلت پوهېدنې لپاره هم پلې کېدلی شي. [۱۴][۱۵]
هيوم د يادې پارونې يا الهام له امله لږ تر لږه ۱۰ کالونه ليک او لوست کې تېرولو لپاره ځانګړي کړل. نوموړی ژر د يوې ذهني ماتې څنډې ته راغی، چې په لومړيو کې په سړښت پيل شو او نوموړي «د صبر يا حوصلې تنبلۍ» پورې اړوند وګڼه او نږدې نهه مياشتې يې دوام وکړ. وروسته يې پر ګوتو باندې يو څه کرکجن داغونه پيداشول، چې د هيوم ډاکتر يې اړ کړ، چې ناروغي يې «د لوستي ناروغي:Disease of the Learned» په نوم تشخيص کړه.
هيوم وليکل چې هغه «د ترخو او بې هوښۍ ضد ګوليو (دوا) يوه دوره وزغمله»، چې هره ورځ يې د سرو شرابو په يوې پيمانې سره يو ځای تر لاسه کړې. نوموړي همدا راز په ښه ډول زده کړو ته د دوام په موخه د زيات فعال ژوند د درلودلو پرېکړه وکړه. روغتيا يې يو څه وده وکړه، مګر په ۱۷۳۱ کې د لوږې اشتها او د زړه رېږد سره ورنځېده. د يو څه وخت لپاره په سم ډول له خوراک څخه وروسته له «لوړ، ډنګر او ..............» څخه «کلک، پياوړي او روغ غوندې» حالت ته وګرځېد. هيوم په حقيقت کې ښايي د ډېر چاغوالي او د غوره سور تور بخن شرابو او پنېر سره د لېوالتيا لرلو له امله پېژندل کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۷][۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Cranston, Maurice, and Thomas Edmund Jessop. 2020 [1999] "David Hume." Encyclopædia Britannica. Retrieved 18 May 2020.
- ↑ Harris, M. H. 1966. "David Hume". Library Quarterly 36 (April): 88–98.
- ↑ Morris, William Edward, and Charlotte R. Brown. 2019 [2001]. "David Hume." Stanford Encyclopedia of Philosophy. Stanford: Metaphysics Research Lab. Retrieved 18 May 2020.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Atherton 1999، م. ?.
- ↑ Berlin, Isaiah (2013). The Roots of Romanticism (2nd ed.). Princeton: Princeton University Press. ISBN 978-0691156200.
- ↑ Garrett, Don. 2015. Hume (reprint ed.). London: Routledge. ISBN 978-0-415-28334-2.
- ↑ Hume 1739، م. 415.
- ↑ "Hume on Free Will". stanford.edu. (2016). Metaphysics Research Lab, Stanford University.
- ↑ Hume, David. 1778 [1776]. "My Own Life." In The History of England, from the Invasion of Julius Cæsar to the Revolution in 1688 1. London. Archived from the original on 13 August 2015. Also available via Rutgers University. Retrieved 18 May 2020.
- ↑ Morris, Ted. 2018 [2013]. "David Hume Biography." The Hume Society. Retrieved 18 May 2020.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hume 1778، م. 3.
- ↑ Mossner 1958، مم. 30–33, quoted in (Wright 2009، م. 10)
- ↑ Harris 2004، p. 35.
- ↑ Hume 1993، م. 346.
- ↑ Johnson 1995، مم. 8–9.
- ↑ Hume, David. 1932 [1734] "Letter to a [Dr George Cheyne]". pp. 13–15 in The Letters of David Hume 1, edited by J. Y. T. Greig. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-186158-1. doi:10.1093/actrade/9780199693245.book.1.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Mossner 1980، م. 204.
- ↑ Wright, John P. 2003. "Dr. George Cheyne, Chevalier Ramsay, and Hume's Letter to a Physician." Hume Studies 29(1):125–141. – via Project MUSE. doi:10.1353/hms.2011.0100.
- ↑ Mossner 1980، م. 204.
- ↑ Mossner 1950، م. 193.