اسحق نیوټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اسحاق نيوټن

اسحاق نيوټن (په انگرېزي: Sir Isaac Newton) يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انگرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډگر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه گڼل کېږي . ده په ساينسي ډگر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د شمېرپوهنې فلسفي او طبعي تگلارې په نوم راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د لرغوني ميخانيک او تخنيک د بنسټ خښته يې کېښوده .د نيوټن پرنسپيه يا ليکنې تگلارې د خوځښت قانونونه او په کايناتو کې د مقناطيسي تړاؤ يا گراويټي تړاؤ پر سر بحث رامنځته کړ چې د پنځپوهنې د ډگر روان حالت يې درې پېړۍ تود ساتلی . د نيوټن څېړنه پدې هم ولاړه وه چې د يو څيز خوځښت په مځکې باندې او يا اسماني ـ بدنو (غونډالو، اجرامو) د خوځښت تشريح په همدې پرنسيپيه مخانيکي تگلارې روښانېږي . نيوټن د کپلر په قانون بيا کره کتنه وکړه او هاغه شکمنه تگلاره يې له منځه يوړه چې له مخې يې مقناطیسي سېک يا مځکې گراويټي او ټولو کايناتو يې د لمر په مدار او خوا گڼل .

مخينه[سمول]

اسحاق نيوټن د جوليان کليز له مخې په انگلينډ کې د کرسمس په ورځ يانې ۲۵م د ډسمبر کال ۱۶۴۲م کې په ولستورپ سیمه کې زېږېدلی . ولستورپ د لنکولن شاير ولسوالۍ پورې تړلی . هغه درې مياشتې وروسته د خپل د پلار له مړينې وزېږېد . پلار ېې يو بډای بزگر و چې نوم ېې هم ايساک نيوټن و . داچې خپل د زېږون د نېټې څخه دمخه زېږېدلی و نو په جوسې او بدن وړوکی ماشوم و . مور يې هنا آيسکوف نومېده . کله چې ايساک نيوټن د درې کلو شو نو مور ېې بيا واده وکړ او خپل زوی یې د هغه مورنۍ انا ٫ مارجري ايسکوف٬ ( پلاس يې نيوټن زېږېدلی و) ته وسپاره . ځلمکي نيوټن خپل پلندر نه خوښېده او خپلې مور سره یې د پلندر پر سر نه وه جوړه .نيوټن د دولسو کلو عمر څخه نيولې تر اولس کلو پورې د کنگز ښوونځی ، گرانتهم سیمې کې زده کړې وکړې . په ۱۶۵۹ م زېږدي کې دی له ښوونځي څخه ووېستل شو او بيا وروسته په ولستورپ ـ بای ـ کولسټرورت کې خپلې مور سره اوسېده . مور يې يوځل بيا کونډه شوې وه او غوښتل يې چې نيوټن څخه بزگر جوړ کړي ، خو د نيوټن بزگري نه خوښېده . د کنگز ښوونځي يو استاد د نيوټن مور ته مشوره ورکړه چې دی بېرته يوه ښوونځي ته واستوي تر څو خپلې زده کړې بشپړې کړي . دی په ښوونځی کې نورو ماشومانو ډېر ځوراوه د همدې نورو ځلميو سره د بډوالي او ضد له کبله خپل په زده کړو کې لا گړندی شو څو د ښوونځي تر ټولو تکړه زده کوونکی شو . د کېمبرج يو ساپوهاند د نيوټن په هکله داسې انگېري چې د اسپرگر ساينډروم ناروغي يې درلوده.

د نیوټن بشپړنوم سراسحاق نیوټن Sir Isaac Newton دی. نوموړی یو انگریز فزیک پوه او ریاضي پوه و، چې په خپل وخت کې د طبیعي فیلسوف په نامه یادید. دی د اوسنۍ میلادي کالهیندارې له مخې پر( ۴ جنوري ۱۶۴۳) زیږیدلی او پر (۲۰ مارچ ۱۷۲۶ز(؟) مړ شویدی. که څه هم نیوټن یو ساینسپوه و، خو د نوموړي افکارو د علومو پر ډیرو برخو اغیز کړی دی. نوموړي ته په خپل وخت کې طبیعي فیلسوف ویل شوی دی. افکارو يې د اتلسمې پېړۍ د روڼ اندۍ پر پړاو خورا اغیز درلود. مونږ د نوموړي افکار که څه هم په نننۍ مانا فلسفي افکار نه گڼل کېږي، په دې پار راخلو چې ښايي د (زه) په وده کې راسره مرسته وکړي.

دی د نړۍ اغیزمنترین ساینسپوه او په ساینټېفیک انقلاب کې کلیدي څیره گڼل کیږي.د نوموړي مشهور کتاب( د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصولو) Philosophiæ Naturalis Principia Mathematicaچې په ۱۶۸۷ کې خپور شوی، د کلاسیکي ماشینیاتو بنسټ کېښود. نوموړي په رڼاپوههoptics کې نوښتانه لاسته راوړنې درلودې. نیوټن لومړنی عملي منعکسوونکی ټیلیسکوپ جوړ کړ. د رنگ تیوري Theory of colourیې رامنځته کړه او د سړښت تجربي قانونempirical law of cooling یې واوډه. همداشان په فزیک او ریاضي کې ډیرې نورې لاسته راوړنې هم لري. ترریاضيپوهې ورهاخوا نوموړي د انجیلي پېښو او زړې کیميا( ۱۱۰۰م نه تر ۱۵۰۰م پورې کیمیا) څيړنې ته هم ډیر وخت ایستلی و. او د انجیل ادبي او سمبولیک تعبیر په اړه يې هم لیکنې کړې دي. خو په دې برخو کې يې اثار تر مړینې ډیرمهال وروسته چاپ شول. د یو روایت له مخې نوموړي د انجیلي روایتونو له مخې د قیامت په اړه ویلي ول، چې قیامت تر ۲۰۶۰م کاله پورې نه کیږي.

نیوټن د خپل پلارله مړینې درې میاشتې وروسته وزیږید. د نوموړي پلار یو شتمن دهقان و او هغه هم اسحاق نیوټن نومید. نوموړی تر خپل وخت دمخه زیږیدلی و او د روایتونو له مخې دومره خام او کوچنی و چې په یو واړه جام کې ځايید. کله چې نیوټن د درې کالو شو نو مور یې بل وداه وکړ او له خپل نوي خاوند سره اوسیده. تر واده وروسته يې نیوټن خپلې مور ته پرېښود او له هغې وروسته به نیوټن له خپلې نیا سره اوسید. خو د نیوټن خپل پلندر نه خوښید او د نوموړي له امله، له خپلې مور سره هم بد و. د نیوټن مور له دویم خاوند څخه درې بچیان درلودل. کله چې د نیوټن د مور دویم خاوند هم مړ شو، نو نوموړې کوښښ وکړ، چې نیوټن له ښوونځي څخه وباسي او دهقاني پرې وکړي، خو د نیوټن د استاد په مشوره نیوټن بېرته په ښوونځي کې شامل شو.

که څه هم ویل کیږي چې نیوټن یو ځل کوژده کړې وه، خو هیڅکله يې هم واده ونکړ. فرانسوی لیکوال او فیلسوف ولټایر چې ویل کیږي د نیوټن د جنازې پرمهال په لندن کې و، وايي: نوموړی هیڅ د نفساني خواهشاتو په غم کې نه و او د انساني کمزوریو تر شرایطو لاندې نه راتلو او له میرمنو سره يې هیڅ راکړه ورکړه نه کوله، - دا هغه حالت و چې ما ته د هغه ډاکتر او جراح لخوا چې په وروستیو شیبو کې ورغلي ول، وویل شول.

دا چې نیوټن باکرمړ شوی، په دې اړه یو شمېر پوهان شک کوي. داسې لیکونه شته چې نیوټن د سویس له ریاضیپوهې Nicolas Fatio de Duillierسره نژدې ملگرتیا درلوده. له نوموړې سره په لندن کې په شاوخوا ۱۶۹۰ کې مخامخ شوی و. خو د دوی ملگرتیا په ۱۶۹۳ کې بې له وضاحت څخه پای ته ورسیده. د دوی ځیني لیکونه پاتې دي.

ویل کیږي چې نیوټن په وروستیو وختونو کې عصبي ستونزه پیدا کړې وه او خپلو ملگرو: سمویل پیپس Samuel Pepys او جان لاک ته یې ډیراتهامي لیکونه استول. نوموړی پر جان لاک تورپورې کاو چې (( غوښتل یې ماله مېرمنو سره یوځای کړي.))

مشهورانگریز شاعرالیگزنډر پاپ د نیوټن له نظریاتو په اغیز یو شعر کې داسې وايي: Nature and nature's laws lay hid in night; God said "Let Newton be" and all was light. ژباړه: طبیعت او د طبیعت قوانین په شپه کې پټ ول، خدای وویل:(( نیوټن دې راشي) او ټول روښان شول.

نیوټن په یو وروستي یادښت کې لیکلي: (( زه نه پوهیږم چې زه به نړۍ ته څنگه ښکارم، خو خپل ځانته داسې هلک ښکارم لکه چې د سین پر غاړه لوبې کوي، او ځان تر عادي حالت ډیر، د یو هوارکاڼي یا يو ښکلي صدف پرموندنه خوشحالوي، دا په داسې حال کې ده چې د حقیقت لوی سمندر زما په وړاندې نالیدلی پروت دی.)) I do not know what I may appear to the world, but to myself I seem to have been only like a boy playing on the sea-shore, and diverting myself in now and then finding a smoother pebble or a prettier shell than ordinary, whilst the great ocean of truth lay all undiscovered before me.

زده کړې[سمول]

ساينسي ډگر کې يې ونډه[سمول]

دا نیوټن و چې ویل يې نړۍ پر طبیعي او معقول ډول د پوهیدو وړ قوانیو ولاړ ده. دا نظر د اروپايي روڼ اندې ایډیالوژۍ زړی وگرځید. ولټایر او جان لاک د طبیعي قانون نظرپه سیاسي نظامونو کې د فطري حقونو لپاره وکارول. همداشان د طبیعي قانون له تصوراتو نه په اقتصاد، ساپوهنه، ټولنپوهنه او نورو علومو کې هم گټه پورته کړل شوه. نیوټن د حرکت او عمومي کښښ قوې قوانین واوډل. د نوموړي دفزیکي نړۍ نظر تر هغه وروسته درې پیړۍ د ساینسپوهانو پرفکر واکمني کوله. نوموړی اوس هم د اینسټاین تر څنگ د نړۍ لوی ساینسپوه گڼل کیږي او پوهان یې اوس هم کارونو او لاسته راوړنو ته په درنه سترگه گوري. (پای)

د خوځښت لومړنی قانون[سمول]

د خوځښت دوهم قانون[سمول]

د خوځښت درېیم قانون[سمول]

پاتې ژوند[سمول]

ليکلي اثار[سمول]

لاسته راوړنې او ستاينيزې[سمول]

د نيوټن په نوم غټې ټولنې او رسمي وياړنې[سمول]

دا هم وگورئ[سمول]

فلسفه لودیځه فلسفه

==[سمول]

سرچينې[سمول]

http://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton

سرچینې[سمول]