ساپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساپوهنه یا ارواپوهنه د ذهن او چلند علمي مطالعې ته ویل کېږي. ساپوهنه کې د احساساتو او تفکر په شمول، د شعوري او پټ‌شعور ښکارندو مطالعه شامله ده. ساپوهنه، د یوه پراخ ډګر په درلودلو سره، یوه اکاډمیکه څانګه ده، چې د طبیعي او ټولنیزو علومو ترمنځ پولو څخه اوړي. ساپوهان د ماغزو د راولاړېدونکو ځانګړتیاوو په هکله د پوهاوي په لټه کې دي، چې دغه څانګه عصبي علومو ته اړوند ګرځوي. د ټولنیز ساینس په توګه، د ساپوهانو موخه د وګړو او ډلو د چلند په هکله پوهاوی دی. Ψ (پسي) یو یوناني توری دی چې په ټولیزه توګه، له ساپوهنې سره په تړاو کې ښودل کېږي.[۱][۲] ارواپوهنه (په انګلیسي: psychology) د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، (psyche) د روح په معنا او (Logos) د‌ مطالعې او زده کړې په معنا ده. د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک psyche کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی. بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟ سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې (اروا پوهنې) ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي. یو څانګوال رنځورپوه یا څېړونکي ته، چې په دغه څانګه کې بوخت وي، «ساپوه» ویل کېږي. ځیني ساپوهان کېدای شي د ټولنیز، چلندي یا ادراکي ساینس‌پوهانو ډلو په توګه ووېشل شي. ځیني ساپوهان هڅه کوي ترڅو د وګړو او ټولنیز چلند کې د ذهني کارکړنو پر ونډه باندې پوه شي. ځینې نور بیا فزیولوجیکي او بیولوجیکي بهیرونه، چې د ادراکي کارکړنو او چلندونو بنسټ دی، راسپړي.

ساپوهان د نومېرنې، ادراک، پاملرنې، احساس، ځیرکتیا، ذهني تجربې، هڅېدنې (لمسېدنه)، د ماغزو کارکړنې او د شخصیت پر څېړنه باندې بوخت دي. ذات‌البیني اړیکو، ساپوهنیز پایښت، کورنۍ پایښت او د ټولنیزې ساپوهنې نورو برخو ته د ساپوهانو د لېوالتیا کچه لوړېږي. هغوی د پټ‌شعور ذهن هم په پام کې نیسي. د ساپوهنیزو متحولونو ترمنځ د توسني او پیوستون اړیکې د استنتاج په موخه، ساپوه څېړونکي له تجربي میتودونو څخه کار اخلي. ځینې کلنیکي او مشاوره‌یی ساپوهان (ټول نه) پر بېلګه‌ییز تفسیر باندې ټینګار لري.[۳]

په داسې حال کې چې د ساپوهنې په هکله پوهه، ډېری وخت، د ذهني روغتیا ستونزو د ارزونې او درملنې په موخه کارول کېږي، نو د کارونې لمن یې د انسان د فعالیت ګڼ‌شمېر ډګرونو کې د ستونزو تر پوهېدلو او اوارولو پورې هم غځېږي. د ډېرو انګېرنو په پام کې نیولو سره، په پای کې، د ساپوهنې لورېینه د ټولنې په ګټه ده. ډېری ساپوهان په یو ډول نه، په یو ډول، د درملنې په چوکاټ کې ښکېل دي او په کلینیکي یا مشاوره‌یي چاپېریالونو او یا هم ښوونځیو کې فعالیت لري. ځیني ساپوهان، د ذهني بهیرونو او چلند پورې اړوند سکالوګانو پر یوه پراخ ډګر باندې علمي څېړنې ترسره کوي؛ د ساپوهانو دغه ډله بیا په اکاډمیکو چاپېریالونو (لکه: پوهنتونونه، طبي پوهنځي او روغتونه) کې کار کوي. د ساپوهانو یوه بله ډله، صنعتي او اداري چاپېریالونو کې دندو ته ګومارل شوې ده. له‌دې سره، سره، ګڼ‌شمېر نور ساپوهان د انساني ودې، زړښت، سپورټ، روغتیا، عدلي او قضایي ادارو او رسنیو په کارونو کې بوخت دي.[۴][۵][۶]

آرپوهنه او تعریفونه

د «psychology» ګړنې لومړۍ برخه (psycho_) د یوناني «psyche» څخه اخېستل شوې چې د «اروا» یا «سا» معنی لري. وروستۍ برخه یې له «_λογία» څخه اخېستل شوې چې معنی یې «مطالعه» یا «څېړنه» ده. د لاتین «psychologia» ګړنه د لومړي ځل لپاره، د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو یا د شپاړلسمې پېړۍ په لومړیو کې، د کرواسیایي بشرپال او لاتین‌پال مارکو مارولیچ له‌خوا د هغه په Psichiologia de ratione animae humanae (د انسان د اروا د طبیعت ساپوهنه) کتاب کې کارول شوې وه. په انګلیسي کې د «psychology» ګړنې لپاره تر ټولو پخوانی اخځ‌لیک، په ۱۶۹۴ ز کې د ستیفن بلانکارت «فزیکي قاموس» دی. دغه قاموس کې «اناټومي» (چې د جسم درملنه کوي) او «ساپوهنه» (چې د اروا درملنه کوي) په ګوته کېږي.[۷][۸][۹]

په ۱۸۹۰ ز کې، ویلیام جېمز ساپوهنه د «ذهني ژوند د ساینس (دواړو، ښکارندو او شرایطو په پام کې نیولو سره)» په توګه تعریف کړی دی. له دغه تعریف څخه د لسیزو لپاره په پراخه توګه ګټه اخېستل کېده. سره له‌دې، دغه معنی د راډیکالي چلندپالونکو، په تېره بیا د جان واټسن له‌خوا تر نیوکې لاندې ونیول شوه (هغه په ۱۹۱۳ ز کې څرګنده کړه چې ساپوهنه د طبیعي علومو یوه څانګه ده، چې تیوریکي موخه یې د چلند وړاندوینه او کنټرول دی).له هغه ځایه چې جېمز «ساپوهنه» تعریف کړه، دغه ګړنه په پیاوړې توګه پر علمي ازمایښتونو باندې دلالت کوي. فولکلوري ساپوهنه، د څانګوالو له ساپوهنې سره چې په کې د وګړو ذهني حالتونه او چلندونه په پام کې نیول کېږي، په توپیر سره راڅرګندېږي او یوازې د عادي وګړي په هکله پوهاوی ښیي. [۱۰][۱۱] ارواپوهنه د انساني چال چلند او ذهني عمليو علمي او تحليلي مطالعه ده، چې د څېړنې ساحه يې له يوې ذره بيني عصبي رشتې او يا حجرې څخه پېلېږي او د وګړيو تر پراخو پرګنو پورې غځېږي او پر همدې بنسټ له بيولوژيکي ارواپوهنې څخه نيولې تر ټولنيزې ارواپوهنې پورې بېلا بېلې څانګې لري. د ارواپوهنې په اړه له ډېرو پخوا زمانو څخه په مصر، چين، هند او يونان کې ان د اپلاتون او ارسطو له زمانې څخه بحثونه کېدل، خو هغو بحثونو تر ډېره بريده نظري بڼه لرله. که څه هم په منځنيو پېړيو کې مسلمانو عالمانود ارواپوهنې کلينيک او تجربي اړخ ته پام واړوه او په همدې موخه يې يو اروايي روغتون جوړ کړ، خو ارواپوهنه د لومړي ځل لپاره پر ١٨٧٩ز کال د الماني پوه « ويلهلم وونټ » له خوا په علمي او تجربي توګه مطرح شوه او د (لايپزيګ) پوهنتون په نصاب کې د يوه علمي او تجربي مضمون په توګه شامله شوه، له همدې امله وونټ دارواپوهنې پلار بلل کېږي او کله کله ١٨٧٩ز کال د ارواپوهنې د زېږېدوکال بلل کېږي. وونټ او شاګردانو يې تر زياتې اندازې انساني چال چلند په تحليلي توګه مطالعه کاوه او د ټولنيز چاپېريال اغېزې يې څېړلې. وروسته مشهور اتريشي ارواپوه «زېګموند فرويد» هڅه وکړه چې انساني چلند، په تحت الشعور کې د پټ رواني محرک ځواک تر اغېز لاندې وڅېړي، چې په دې لړ کې يې جنسي غريزې ته زيات ارزښت ورکړ . د ده په اند د انساني چلند تر شا په تحت الشعور کې ان له وړکتوب څخه ډېرې داسې انګېزې پټې دي چې موږ پرې خبر نه يو او هغوی زموږ د شخصيت پر جوړښټ او چلند ژورې اغېزې ښيندي. په امريکا کې بيا مشهور فيلسوف ويليام جېمز زياتره د ذهني ساحې پر عمليو لکه ادراک، تصور، تفکر، زده کړې، حافظې او نورو ډېر تمرکز وکړ او په دې برخه کې يې ډېر تدريسي کتابونه هم وليکل. په حقيقت کې د پورتنيو دريو عالمانو او يو شمېر نوروپو هانو لکه : ايوان پاولوف، کارل يونګ، جان بي، واټسن، پاول سارتر، سورن کېر کېګارډاو ... دنظرياتو تر اغېزلاندې د ارواپوهنې بېلا بېل مکتبونه رامنځته شول او نن سبا په ارواپوهنه کې د يادوشويو پوهانو له مېتودونونه په ترکېبي بڼه کار اخېستل کېږي.[۱۲] زه چې د ارواپوهنې ارزښت او اهميت ته ګورم، نو زما په اند ارواپوهنه د ځان پېژندنې، بل پېژندنې او ټولنپوهنې مهمه کېلي ده. اروا پوهنه له موږ سره د يوه سالم او متوازن شخصيت په وده کې ډېره مرسته کوي، د ماشومانو د روزنې لپاره ګټورې لارې راپه ګوته کوي اوددې تر څنګ د ټولنيزو ستونزو اروايي لاملونه راسپړي. ارواپوهنه نه يوازې داروايي ستونزو او ناروغيو له درملنې سره مرسته کوي، بلکې يو زيات شمېر جسمي ناروغۍ هم اروايي جرړې لري، چې د معدې اسېد (ګاستريت) او نيم سری (مېګرېن) يې غوره بېلګې دي،چې دا ټولې ستونزې له رواني فشار (سټرېس) سره ژور تړاو لري.[۱۳] اروايي ناروغۍ په هغو سيمو او هېوادونو کې ډېرې زياتې دي، چې له جګړو او تاو تريخوالي سره لاس و ګرېوان دي. داسې اروايي ستونزې لکه وېره، غوسه، کرکه، تبعيض، د حقارت عقده، ساديزم، ډيپرېشن او... په جګړه ځپلو هېوادونو کې ډېرې تر سترګو کېږي. افغانستان کې چې دادرې لسيزې جګړې ځپلی او لاهم جګړه په کې روانه ده د ارواپوهنې په اړه ليکنو او اثارو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي. ارواپوهنې ته په پرمختلليو هېوادونو کې ډېر ارزښت ورکول کېږي او په دې برخه کې زښت ډېر اثار ليکل شوي او يا هم ژباړل شوي دي، خو له بده مرغه په پښتو ژبه کې د پوهنې دغې مهمې څانګې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده .[۱۴]

تاریخ

د مصر، یونان، چین، هند او فارس واړه لرغوني تمدنونه د ساپوهنې پر فلسفې مطالعې باندې بوخت وو. په لرغوني مصر کې اېبېرس پاپیروس د ګروم او فکري اختلالاتو په هکله ویلي دي. مورخان بیانوي چې یوناني فیلسوفانو، په تېره بیا تالِس، افلاطون او ارسطو (په ځانګړې توګه په خپلې «De Anima» رساله کې) د ذهن کارکړنه تر مطالعې لاندې نیسي. په ۴مې م‌ز پېړۍ کې، د لومړي ځل لپاره، یوناني طبیب بقراط داسې یوه نظریه مطرح کړه چې ګواکې ذهني اختلالات فزیکي لاملونه لري، نه ماورای طبیعي. افلاطون په ۳۸۷ م‌ز کې څرګندوي چې ماغزه د ذهني پېښو د رامنځ‌ته کېدنې ځای دی؛ ارسطو په ۳۳۵ م‌ز کې وایي، چې هغه «زړه» دی [نه ماغزه].[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ساپوهانې په هکله پوهاوی په چین کې، د لاوتسو او کنفوشیوس له اثرونو او وروسته بیا د بودیزم د عقیدتي اصولو له لارې، وده کړې. د پوهې په دغه ټولګه کې د باطن‌لېدنې او مشاهدې الواکونه او همدا راز، د متمرکز تفکر او عمل لارې‌چارې شاملې دي. دغه پوهاوی، د نړۍ بڼه د ذهني او فزیکي واقعیتونو د وېش او همدا رنګ، د فزیکي او ذهني ښکارندو ترمنځ تعامل پر بنسټ، کاږي. سربېره پر دې، چیني فلسفه د فضیلت او ځواک کچې د لوړولو په موخه، د ذهن پر تذکیې باندې ټینګار لري. «د زېړ امپراتور د دننۍ درملنې کلاسیک» په نوم لرغوني کتاب کې، ماغزه د حکمت او احساس د تړون په توګه پېژندل کېږي. دغه کتاب کې د یین–یانګ د انډولتیا پر بنسټ تیوري‌ګانې شتون لري او ذهني اختلالات د فزیولوجیکي او ټولنیز ناانډولتیا له مخې شني. پر «ماغزو» باندې متمرکز چیني پوهاوی، د چینګ کورنۍ د واکمنۍ په اوږدو کې، د فانګ اېچيهْ (۱۶۱۱ تر ۱۶۷۱ ز) لیو چیهْ (۱۶۶۰ تر ۱۷۳۰ ز) او وانګ کینګرېن (۱۷۶۸ تر ۱۸۳۱ ز) د فعالیت په پایله کې، پرمختګ کوي. وانګ کینګرېن، د عصبي سیسټم د مرکز په توګه، د ماغزو پر اهمیت ټینګار درلود؛ ذهني اختلالات یې له مغزي ناروغیو سره اړوند وګڼل؛ د خوب لېدلو او بې‌خوبي لاملونه یې وڅېړل؛ او د ماغزو د کارکړنې په اړوند یې د «ماغزو د نیمکرو وېش» تیوري وپنځوله.[۲۰]

د هندوییزم تر اغېز لاندې، هندي فلسفې د پوهاوي/باخبري د ډولونو په اړه توپیرونه راوسپړل. د اوپَنیشادونو او نورو ویدي متنونو اصلي مفکوره، چې د هندوییزم بنسټ جوړوي، د یوه وګړي د دنیوي تېرېدونکي جسم او د هغه د ابدي نه‌بدلېدونکې اروا ترمنځ د توپیر په ډاګه کول وو. د هندو او بودیزم متضاد عقیدتي اصول د مراتبو دغې لړۍ پر وړاندې د یوې ننګونې په څېر راڅرګندېږي، خو دواړه یې لا اوچت او لوړ پوهاوي ته پر رسېدلو باندې ټینګار کوي. یوګا، د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره، ګڼ‌شمېر لارې‌چارې رانغاړي. تیوسوفي (الهي حکمت) – د روسي‌الاصله امریکایي فیلسوف «اېلېنا بلاوتسکي» له لورې رامنځ‌ته شوی دین – بریټانوي هند کې د هغې د استوګنې پر مهال، له دغو عقیدتي اصولو څخه الهام اخلي.[۲۱][۲۲]

د تجربي ساپوهنې پیل

ګوستاف فچنر، ۱۸۳۰ ز لسیزه کې، په لایپزیګ کې، سایکوفزیک (سافزیک) په هکله څېړنې پیل کړې. هغه داسې یو اصل بیان کړ چې له‌مخې یې، له یوه لمسوونکي (محرک) څخه د یوه انسان نومېرنه، نظر د هغه لویوالي ته، په لوګاریتمي ډول بدلون مومي. دغه اصل د «وېبر–فچنر قانون» په نوم وپېژندل شو. د فچنر «د سایکوفزیک اساسات» کتاب (۱۸۶۰ز)، د ذهن په هکله د څېړنو ترسره کولو په اړوند د کانټ د نیوکې پر وړاندې د یوه سترې ننګونې په توګه راولاړېږي. د فچنر لاس‌ته راوړنو وښودله چې، «ذهني بهیرونه یوازې د عددي مقدارونو په بڼه وړاندې کولای نه‌شو، بلکې کولای شو د هغو اندازه د تجربي میتودونو پر مټ وسنجوو». هایدلبرک کې، هرمان فون هلمهولتز، احساسې نومېرنې په هکله ورته څېړنه ترسره کړه او ساپوه وېلهلم وونت یې وروزه. وونت، په خپل وار سره، لایپزیګ پوهنتون ته راغی او هلته یې د ساپوهنې لابراتوار (ازماېښتون) تاسیس کړ، او د نړۍ په کچه یې د تجربي ساپوهنې د بنسټ ډبره کېښوده. د وونت تمرکز پر دې ؤ ترڅو ذهني بهیرونه تر ټولو ساده او بنسټیزو مولفو ته تجزیه کړي، چې تر ډېر بریده په کېمیا کې د وروستیو پرمختګونو له ورته هڅې او د مادې د جوړښت او رامنځ‌ته کوونکو عنصرونو بریالۍ څېړنې سره سم ترسره کېده. پاول فلېچسیګ او اېمیل کرېپلین له واره، په لایپزیګ کې، د ساپوهنې بل پیاوړی لابراتوار جوړوي، چې تر ډېره بریده یې پر تجربي سادرملنې باندې تمرکز درلود.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې

  1. Fernald LD (2008). Psychology: Six perspectives (pp.12–15). Thousand Oaks, CA: Sage Publications.
  2. Hockenbury & Hockenbury. Psychology. Worth Publishers, 2010.
  3. Psychoanalysis and other forms of depth psychology are most typically associated with theories about the unconscious mind. By contrast, behaviorists consider such phenomena as classical conditioning and operant conditioning. Cognitivists explore implicit memory, automaticity, and subliminal messages, all of which are understood either to bypass or to occur outside of conscious effort or attention. Indeed, cognitive-behavioral therapists counsel their clients to become aware of maladaptive thought patterns, the nature of which the clients previously had not been conscious.
  4. O'Neil, H.F.; cited in Coon, D.; Mitterer, J.O. (2008). Introduction to psychology: Gateways to mind and behavior (12th ed., pp. 15–16). Stamford, CT: Cengage Learning.
  5. "The mission of the APA [American Psychological Association] is to advance the creation, communication and application of psychological knowledge to benefit society and improve people's lives"; APA (2010). About APA. Retrieved 20 October 2010.
  6. Bureau of Labor Statistics, U.S. Department of Labor, Occupational Outlook Handbook, 2010–11 Edition, Psychologists, on the Internet at bls.gov (visited 8 July 2010).
  7. Online Etymology Dictionary. (2001). "Psychology".
  8. (Steven Blankaart, p. 13) as quoted in "psychology n." A Dictionary of Psychology. Edited by Andrew M. Colman. Oxford University Press 2009. Oxford Reference Online. Oxford University Press. oxfordreference.com
  9. "Classics in the History of Psychology – Marko Marulic – The Author of the Term "Psychology"". Psychclassics.yorku.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Derek Russell Davis (DRD), "psychology", in Richard L. Gregory (ed.), The Oxford Companion to the Mind, second edition; Oxford University Press, 1987/2004; کينډۍ:ISBN (pp. 763–764).
  11. The term "folk psychology" is itself contentious: see Daniel D. Hutto & Matthew Ratcliffe (eds.), Folk Psychology Re-Assessed; Dorndrecht, the Netherlands: Springer, 2007; کينډۍ:ISBN
  12. https://www.tolafghan.com/articles/11493
  13. https://www.tolafghan.com/articles/11493
  14. https://www.tolafghan.com/articles/11493
  15. Okasha, Ahmed (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mental Health in Egypt"]. The Israel Journal of Psychiatry and Related Sciences 42 (2): 116–25. PMID 16342608. 
  16. "Aristotle's Psychology". Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  17. Green, C.D. & Groff, P.R. (2003). Early psychological thought: Ancient accounts of mind and soul. Westport, Connecticut: Praeger.
  18. T.L. Brink. (2008) Psychology: A Student Friendly Approach. "Unit One: The Definition and History of Psychology." pp 9 [۱].
  19. "Psychology: Definitions, branches, history, and how to become one". www.medicalnewstoday.com (په انګلیسي ژبه کي). 1 February 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yeh Hsueh and Benyu Guo, "China", in Baker (ed.), Oxford Handbook of the History of Psychology (2012).
  21. Anand C. Paranjpe, "From Tradition through Colonialism to Globalization: Reflections on the History of Psychology in India", in Brock (ed.), Internationalizing the History of Psychology (2006).
  22. PT Raju (1985), Structural Depths of Indian Thought, State University of New York Press, کينډۍ:ISBN, pages 35-36
  23. Fechner, G. T. (1860). Elemente der Psychophysik. Breitkopf u. Härtel. (Elements of Psychophysics)
  24. Horst U.K. Gundlach, "Germany", in Baker (ed.), Oxford Handbook of the History of Psychology (2012).
  25. Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2006). "Wilhelm Maximilian Wundt".