انګلیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له انگرېزي ژبه نه مخ گرځېدلی)
انگریزی ژبه
English language
د ویونکو شمیر ۴۳۰ میلیونه
ټول وییونکی ۱ ملیارد
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
جرمنی ژبې
د لویدیځ جرمنی ژبې
انگریزی ژبه
د لیکلو بڼه د لاتین الفبا
د ژبې د پرمختگ اداره نشته
رسمي ژبه په

انګليسي د اينډو-اروپايي ژبو د کورنۍ يوه لوېدېځه جرماني ژبه ده، په اصل کې د لومړيو منځنيو پېړيو د انګلستان اوسېدونکو پرې خبرې کولې. نوم يې له انګليا څخه اخیستل شوی چې په په بالتيک سمندر کې يوه ټاپووزمه ده (له ختيځې انګيلا يوه جلا)، او اينګلز چې لرغوني جرماني خلک و، چا چې د لويې برتانيې برخو ته هجرت وکړ او بيا د همدوی په نوم انګلينډ ونومول شوې. ژوندۍ ژبې چې له انګليسي سره ډېرې نژدې اړيکې لري هغه لو ساکسين او فريسين ژبې دي، په داسې حال کې چې د انګليسي ژبې لغات له زړې نورمان فرانسوي او لاتيني ژبې څخه اغېزمن دي، همدا راز د نورو جرماني ژبو څخه په ځانګړي ډول زړه نورس (يوه شمالي جرماني ژبه ده) څخه هم اغېزمنه شوې ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

انګليسي له څوارلس سوه کلونو څخه د زياتې مودې په اوږدو کې پرمختګ کړی. د انګليسي لومړۍ بڼې چې د لوېدېځې جرماني (اينګوايوني) لهجې یوه ډله ده په پنځمه پېړۍ کې د انګلو-ساکسان کوچيانو له خوا لويې برتانيې ته راوړل شوې وه، دوی ته په ټوليز ډول زاړه انګريزان وايي. منځنۍ انګليسي د يوولسمې پېړۍ په وروستيو کې هغه مهال پيل شوه کله چې نورمان انګلستان ونيو؛ دا هغه پړاو و کله چې فرانسوي ژبې په انګليسي اغېز درلود او په ځانګړي ډول د زړې نورمان لهجې څخه متاثره وه. لومړۍ مودرنه انګليسي د پنځلسمې پېړۍ په پای کې پيل شوه کله چې په لندن کې چاپ ماشينونو په کار پيل وکړ، سپيڅلی کتاب د کينګ جيمز بايبل چاپ شو او په واول (حرف علة) کې ستر بدلون رامنځ ته شو.  [۷][۸][۹]

په نړيواله کچه د برتانوي سترواکۍ او متحده ايالاتو د پراخه اغېز له لارې له اولسمې پېړۍ راهيسې انګليسي په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. د دې هيوادونو د هر ډول چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې، انګليسي په نړيوالو خبرو اترو کې مخکښه ژبه ده، همدا راز په ډېرو سيمو او مسلکي برخو کې لکه علمي، سمندري چارو او قانون کې شريکه ژبه ده. د انګليسي ژبې اوسنی ګرامر (پښويه) د يو ځانګړي اندو-اروپايي نمونې تدريجي بدلون دی چې د الفاظو له نرم بدلون څخه برخمن دی او د ويو (الفاظو) ترتيب يې نسبتاً ازاد دی، دې ډول تر ډېره بريده تحليلي نمونې ته بدلون موندلی چې کم نرمښت په کې دی او يو ثابت جوړښت لري او هغه جوړښت يې فاعل-فعل-مفعول دی. نوې انګليسي تر ډېره بريده په کومکي افعالو او د پېچلو زمانو، اړخونو او حالتونو د بيانولو لپاره د کلیمو پر ترتيب تکيه کوي، همدا راز په مجهولو جوړښتونو، استفهام (پوښتنې) او نفي باندې متکي ده.  [۶][۱۰]

انګليسي په ټوله نړۍ کې ډېره وېل کېدونکې ژبه ده (که چېرې چينايي ژبه په ډېرو ډولونو وويشل شي) او له معياري چينايي او اسپانوي ژبې څخه وروسته په ټوله نړۍ کې درېيمه هغه اصلي ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کيږي. انګليسي دويمه هغه ژبه ده چې ډېره زده کړه يې کېږي، په نږدې شپېتو خپلواکو هيوادونو کې يا رسمي ژبه ده يا له رسمي ژبو يوه ده. د هغو خلکو شمېر چې انګليسي يې د دويمې ژبې په توګه زده کړې، له هغو زيات دی چې دا يې اصلي ژبه ده. په ۲۰۰۵ز کال کې اټکل شوی و چې په انګليسي له دوه ميليارده څخه زيات خلک خبرې کوي. انګليسي په انګلستان، متحده ايالاتو، کاناډا، استراليا، نيوزيلينډ او ايرلينډ کې د ډېرو خلکو مورنۍ ژبه ده، په سينګاپور کې بنسټيزه او رسمي ژبه ده، همدا راز د کرابين، افريقا، سويلي اسيا، سويل ختيځې اسيا او اوقيانوسيه په ډېرو سيمو کې په انګليسي خبرې کېږي. د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د نړۍ د ډېرو نورو سيمه ييزو نړيوالو سازمانونو شريکه رسمي ژبه ده. په جرماني ژبو کې انګليسي هغه ده چې تر ټولو زياتې خبرې پرې کيږي چې د دې اندو-اروپايي څانګې په ژبه نږدې اويا سلنه خلک خبرې کوي. په انګليسي ژبه خبرې کوونکو ته "Anglophones" ويل کيږي. په بېلا بېلو سيمو او هېوادونو کې غږ او غږ پېژندنې ته په کتنې سره او کله کله لغاتو، اصطلاحاتو او د ژبې ليکدود په نظر کې نيولو سره د انګليسي ژبې جلا جلا لهجې او توپيرونه شته، خو دا توپير د دې لامل نه ګرځي چې د بلې لهجې ويونکي پرې پوه نه شي، که څه هم شونې ده چې د مقابل لوري ناڅرګندتيا په لرې افراطي لهجو کې رامنځ ته شي.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ډلبندي

انګليسي يوه اندو-اروپايي ژبه ده چې د جرماني ژبو تر لوېديځ جرماني ډلې پورې اړه لري. زړه انګليسي د فرانزي شمالي سمندر په څنډو کې له جرماني قبايلي او ژبني لړۍ څخه سرچينه اخلي، کومې ژبې چې په تدريجي ډول په اګلستاني ټاپوګانو کې په انګليکي ژبو اوښتې دي او په ټوله لويه وچه کې په فرينزي او ښکته الماني/لوساکسن واوښتې. فرانزي او له انګلو-فرانزي ژبو څخه انګليکي ژبې انګليسي ته تر ټولو نژدې ژوندۍ ژبې دي. ښکته الماني/لو ساکسن هم نژدې اړيکې لري او کله کله انګليسي، فرنزي ژبې او ښکته الماني ژبې په يو نوم «اينګوايني ژبو» (شمالي سمندر جرماني) کې ډلبندي کيږي؛ خو بيا هم دا ډلبندي د بحث لاندې ده. زړه انګليسي ژبه په منځنۍ انګليسي ژبه بدله شوه او دا بيا په خپل وار سره په نوې انګليسي بدله شوه. د زړې او منځنۍ انګليسي ځانګړو لهجو هم په ځينو نورو انګليکي ژبو کې وده وکړه، لکه سکاټلينډي او له منځه تللي فينګالي او د ايرلينډ فورټ او بارګي (يولا) لهجې. [۳][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ايلنډي او فارويي ژبو په څېر د برتانيې په ټاپوګانو کې د انګليسي ژبې ودې دا ژبه د لويې وچې جرماني ژبو او اغېزو څخه جلا کړه او له هماغه وخته د دواړو تر منځ د پام وړ جلا والی راغلو. انګليسي د لويې وچې له هيڅ جرماني ژبې سره يو ځای د درک وړ نه ده او د لغاتو، د کلماتو جوړښت او ګرامر او ويي پېژندنې په برخه کې زيات توپيرونه لري، که څه هم د هالنډي يا فريزي په ګډون له دوی څخه ځينې يې له انګليسي سره ډېر نژديوالي لري، په ځانګړي ډول د دې ژبې د لومړيو پړاوونو سره. [۱۹]

د ايلينډي او فارويي په نسبت چې څنډې ته شوې وې، د انګليسي ژبې وده ډېره موده مخکې پر برتانوي ټاپوګانو د نورو خلکو او ژبو د يو لړ اوږدو بريدونو څخه اغېز اخستی و، په ځانګړي ډول د زړې نورس او فرانسوي نورماني ژبې څخه. دې چارې په ژبه ژورې نښې پرېښودې، په همدې بنسټ انګليسي په ويو او ګرامر کې د دې ژبې له ژبني او لغوي ډلو سره ډېر ورته والی لري-خو دا ژبه په دوه اړخيز ډول له دې ژبو سره يو ځای د درک وړ نه ده. ځينې پوهان په دې نظر دي چې انګليسي ژبې ته د ګډې يا «کريول» ژبې په توګه وکتل شي – د کريول منځني انګليسي د يوې ګڼنې (فرضيه) په نوم پېژندل کيږي. که څه هم د نوې انګليسي ژبې په ګرامر او لغاتو د د يادو ژبو پراخه اغېز پېژندل شوی دی، ډېری ژبپوهان له يوې ګډې ژبې سره د انګليسي ژبې واقعي اړيکې نه مني. [۲۰][۲۱]

انګليسي په ډلبندۍ کې جرماني ژبه بلل شوې ده، ځکه له نورو جرماني ژبو سره د هغې نوښتونه شريک دي لکه هالنډي، الماني او سويډني. دا شريک نوښتونه ښيي چې دا ژبې له يو شريک اصليت څخه راوتلي دي چې پروټو-جرماني ورته وايي. د جرماني ژبو په ځينو شريکو ځانګړتياوو کې په پياوړو او کمزورو برخو د لغاتو وېشل، د شرطيه فعلونو کارول او د اواز بدلون کوم چې د پروټو-انډو-اروپايي ساکت حروف تر اغېز لاندې راولي، دا اصول د Brimm او Verner په قانون پېژندل کېږي. انګليسي په ډلبندۍ کې د انګلو-فريزي ژبه بلل شوې ده، ځکه چې د فريزي او انګليسي ځينې ځانګړتياوې شريکې دي، لکه په تالو کې د ساکتو تورو کارول کوم چې په پروټو-جرماني ژبه کې هم تالوييز الفاظ و.[۲۲][۲۳]

تاریخ

په ۵ پیړی کی د جرمنی (آلمانی) قبیلې د شمالی آلمان څخه د ختیځ انگریزیستان ته ورسیدل او په دی هېواد کی نوی دولت تاسیس کړل. ژبه یی چی د انگلو ساسی ژبه په نوم یادېږی د انگلیزیستان د بیلو بیلو سیمو پراخه شوه. پخوانی انگریزی ژبه په ۶ پیړی کی د آلمانی لحجو څخه جوړه شوه. دغه ژبه د خاص توری ځخه کار اخیست. دغه توری په اوس وخت کی د رونی توری په نوم یادېږی.

سرچينې

  1. Finkenstaedt, Thomas; Dieter Wolff (1973). Ordered profusion; studies in dictionaries and the English lexicon. C. Winter. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-533-02253-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Svartvik او Leech 2006، ص. 39.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bammesberger 1992، ص. 30.
  4. Wardhaugh 2010، ص. 55.
  5. Crystal 2003a، ص. 6.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Routes of English.
  7. "How English evolved into a global language". BBC. 20 December 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ian Short, A Companion to the Anglo-Norman World, "Language and Literature", Boydell & Brewer Ltd, 2007. (p. 193)
  9. Crystal 2003b، ص. 30.
  10. König 1994، ص. 539.
  11. کينډۍ:E22
  12. Crystal, David (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Two thousand million?"] (in en-US). English Today 24 (1): 3–6. doi:10.1017/S0266078408000023. 
  13. Crystal 2003b، صص. 108–109.
  14. Ethnologue 2010.
  15. Barry 1982، صص. 86–87.
  16. Romaine 1982، صص. 56–65.
  17. Robinson 1992.
  18. Bammesberger 1992، صص. 29–30.
  19. Harbert 2007.
  20. Watts 2011، Chapter 4.
  21. Thomason او Kaufman 1988، صص. 264–265.
  22. Durrell 2006.
  23. König او van der Auwera 1994.