ګانا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ګانا یاهم (غنا) په انګلیسي Ripublic of Gagana چې رسمي نوم یې د ګانا جمهوریت دی. د افریقا لویې وچې په لویدیځ کې پروت هیواد دی، د یاد هیواد پلازمېنه د آکرا ښار دی. ګانا په ۶ د مارچ ۱۹۵۷م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، د یاد هیواد رسمي ژبه انګلیسي د پیسو واحد د ګانا سدي او مساحت یې ۵۳۵'۲۳۸کیلومتره مربع دی د وګړو شنیر یې ۰۰۰'۰۰۰'۲۳ میلیونه او ولسمشر یې نانا اکوفو ادو دی.

د ګانا هیواد ولسمشریزه
Flag of ګانا
بيرغ
رسمي نښان of ګانا
رسمي نښان
موخه: "Freedom and Justice"
Location of ګانا
پلازمېنه
او لوي ښار
آکرا
۵°۳۳′ شمال ۰°۱۲′ لویدیځ / 5.550°شمال 0.200°لويديځ / 5.550; -0.200
رسمي ژبې انګلیسي[۱][۲]
Recognised national languages

سیمه ییزې ژبې

قومي ډلې (۲۰۱۰[۲][۳])

{{ |۴۷٫۵٪ آکان خلک |۱۶٫۶٪ مول-داګبون خلک |۱۳٫۹٪ ایو خلک |۷٫۴٪ ګا آدانګیه وګړي |۵٫۹٪ باسسار |۵٫۷٪ کونکومبا |۳٫۷٪ ګوان خلک |۲٫۵٪ ګوروسي |۲٫۲٪ کوساسي |۱٫۱٪ بیسا

|۱٫۴٪ نور}}
پيژندګلوي ګانایان
حکومت {{ |style=حکومت ریاستی نظام|ولسمشریزه}}
نانا اکوفو ادو
محمدو باومیا
قانون جوړونه ولسي جرګه
خپلواکي له بریتانیا
۶ مارچ ۱۹۵۷
۱ جنوري ۱۹۶۰
۲۸ افریل ۱۹۹۲
سیمه
• اوبه (٪)
۴٫۶۱ (11,000 km; 4,247 miکينډۍ:کوچینی لیکمن)
ټولټال سيمه ۲۳۹٬۵۶۷
د کثافاتو نړيوال ريکاډ ۱۰۳ام
• ۲۰۱۰ سرشمېرنه
۲۴٬۲۰۰٬۰۰۰[۴]
کثافت ۱۰۱٫۵
ن خ د ت (پي پي پي) ۲۰۲۰  د اټکل له مخې
• ټول
$۲۲۶ بیلیونه[۵]
• پر نفر
$۷٬۳۴۳[۵]
نا خالص داخلي تولید (نومي) ۲۰۲۰  د اټکل له مخې
• ټول
$۶۹٫۷۵۷ بیلیئت[۵]
• پر نفر
$۲٬۲۶۶[۵]
ګيني (۲۰۱۲) ۴۲٫۴[۶]
Error: Invalid Gini value
د بشري پرمختيا اندازه  (۲۰۱۸)  ۰٫۵۹۶[۷]
Error: Invalid HDI value · ۱۴۲ام
پيسې د ګانا سدي (GHS)
وخت زون نړیوال ساعت (يو ټي سي )
د موټر چلولو لورې ښوی لاس
د ټیلیفون کوډ +۲۳۳
آي اس او ٣١۶۶ کوډ GH
انټرنېټ کوډ .gh

ګانا (/ˈɡɑːnə/ ) چې په رسمي ډول د ګانا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. دا هېواد په سويل کې د Guinea خليج او د اتلانتيک سمندر رانغاړي، په لويديځ کې له Ivory ساحل سره، شمال کې له بورکينا فاسو (Burkina Faso) او لويديځ کې له (Togo) سره ګډه پوله لري. ګانا ۲۳۸۵۳۵ کېلومتر مربع (۹۲۰۹۹ ميل مربع) سيمې په پوښلو سره ډول ډول biomes  رانغاړي، چې له ساحلي هوارو دښتو څخه ګرمو باراني ځنګلونو پورې لړۍ جوړوي. له ۳۱ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره ګانا له نايجريا څخه وروسته په لويديځه افريقا کې دويم تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د هېواد پلازمېنه او ستر ښار اکرا (Accra) دی او نور ستر ښارونه يې کوماسي (Kumasi)، ټامېل (Tamale) او سکندي تاکورادي (Sekondi-Takoradi) دي. [۹][۱۰][۱۱]

په اوسنۍ ګانا کې لومړنی تلپاتې دولت د ۱۱ پېړۍ د بونو (Bono) دولت و. د بېلابېلو پېړيو په تېرېدلو سره په کې ګڼې پاچاهۍ او سترواکۍ راپورته شوې، چې تر ټولو ځواکمنې يې په شمال کې د ډاګبون پاچاهي (Kingdom of Dagbon) او سويل کې د اشانټي سترواکي (Ashanti Empire) وه. پرتګالي سترواکي چې په ۱۵ پېړۍ کې پيل شوه او ورپسې ګڼ شمېر نور اروپايي ځواکونو ياده سيمه کې د سوداګريزو حقونو لپاره تر هغې مودې پورې مبارزه وکړه، چې په پای کې برتانيې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ذکر شوي ساحل اداره يا واک رامنځته کړ. له يوې پېړۍ څخه له زيات استعمار څخه وروسته د ګانا اوسنۍ پولې وټاکل شوې، چې څلور بېلې برتانوي استعماري سيمې (د سرو زرو ساحل “Gold Coast”، اشانټي “Ashanti”، شمالي سيمې او برتانوي ټوګولېنډ “British Togoland”) رانغاړي. يادې سيمې د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۶ د ملتونو په ګډو ګټو (Commonwealth of Nations) کې د يوې خپلواکې سيمې په توګه سره يو ځای شوې او ياده سيمه په فرعي سهارايي افريقا کې لومړنۍ سيمه شوه، چې خپلواکي تر لاسه کوي. ګانا په پای کې له استعمار څخه د وتلو په هڅو او د ټول افريقايي (Pan-African) خوځښت کې پياوړې شوه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ياد هېواد يو ګڼ ملتي دولت، د يو لړ توکمونو او د ژبنيو او مذهبي ډلو کور دی، په داسې حال کې چې اکان “Akan” په کې تر ټولو لويه توکميزه ډله ده چې له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوي. د ګانا پراخه ډېره کي اوسېدونکي (۷۱،۳ سلنه) عيسويان دي، چې نږدې پينځمه برخه (٪۲۰) يې مسلمانان او لسمه برخه (٪۱۰) يې د دوديزو عقيدو پيروي کوي يا دا چې بې دينه دي. د ګانا د حکومت ډول د اساسي قانون له مخې ناوېشلې ديموکراسي ده، چې ولسمشر په کې د دولت او حکومت دواړو د رئيس په توګه مشري کوي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۳ راهيسې د افريقا لويه وچه کې يو له تر ټولو خپلواکو او ثابتو حکومتونو څخه دی او د روغتياپالنې، اقتصادي ودې او انساني پرمختګ په برخو کې په يو څه ښه ډول چارې پر مخ وړي. ياد هېواد په وروستيو کې په لويديځه افريقا کې له پام وړ اغېز څخه ګټه پورته کوي او په نړويوالو چارو کې خورا متحد او د ناپييلي خوځښت، افريقايي اتحاد، د لويديځو افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې، د ۲۴ ډلې (G24) او د ملتونو د ګډو ګټو غړی هېواد دی. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ګانا “Ghana” نوم ايتمولوژي «د پياوړي توريالي پاچا» معنا لري او هغه وړ نوم (لقب) و، چې په لويديځه افريقا کې د منځنۍ پېړيو د “Ghana” سترواکۍ پاچاهانو ته ورکول شوی و. ياد نوم بايد له اوسنۍ ګانا “Ghana” سره ځکه ګډ نه شي، چې ياده سترواکي شمال لوري ته په نني «د مالي جمهوريت: Republic of Mali»، سينيګال (Senegal)، سويلي ماوريټانيا (Mauritania) او همدرانګه د جينيا (Guinea) په سيمه کې غځېدلې وه. ګانا د سرو زرو د زياتې کارونې له امله پېژندل کېدله او د همدې له امله د ترانس-سهارايي (Trans-Saharan) قبيلو پر مهال د عربانو له لورې «د سرو زرو ځمکه: Land of Gold» نومول شوې وه. [۲۳][۲۴]

تاريخچه

د منځنيو پېړيو پاچهۍ

د نننۍ ګانا ډېره برخه د بېلابېلو توکمي ډلو له لورې په منځنيو پېړيو (Middle Ages) او د موندنې دوره (Age of Discovery) کې استوګن وه.

تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې پاچهۍ، چې په منځنۍ ګانا کې راپورته شوې؛ د (Mole-Dagbani) دولتونه وو. ياد دولتونه له اوسني Burkina Faso څخه د “Naa Gbewaa” په نوم يوازيني (يو) شخص تر مشرۍ لاندې پر اسونو باندې ګانا سيمې ته راغلل. دوی په خپلو پرمختللو ټوپکونو سره او د مرکزي واک پر بنسټ په اسانۍ سره د سيمه ايزو خلکو (چې د Tendamba په نوم د ځمکې خدای پادري يې مشري کوله) پر ځمکو باندې بريدونه وکړل او سيمې يې ورڅخه ونيولې، ځانونه يې پر سيمه ايزو وګړو باندې واکمنان کړل او ګامباګا “Gambaga” يې خپله پلازمينه وټاکله. د “Naa Gbewaa” مړينه د هغه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه، چې ځينو يې له پلازمېنې سره اړيکې پرې او د ډاګبون (Dagobon)، مامپروګو (Mamprugu)، موسي (Mossi)، نانومبا (Nanumba) او والا(Wala)  په ګډون يې بېل دولتونه رامنځته کړل. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

که څه هم په لويديځه افريقا کې د ننۍ ګانا سيمې د وګړو زيات خوځښتونه ازمايلي دي، مګر د اکان (Akan) ژبې ويونکو ورته د ۱۵ پېړۍ په پای کې کډوالي پيل کړه. د شپاړسمې پېړۍ تر لومړيو پورې اکان وګړي د بونومان (Bonoman) په نوم په اکان دولت کې په پياوړي ډول رامنځته شول، چې د “Brong-Ahafo Region” په نوم سيمه يې په وياړ نومول شوې ده. [۳۰][۳۱]

له ۱۳ پېړۍ څخه اکانيان د بېلابېلو اکان دولتونو د جوړولو په موخه له هغه ځای څخه راښکاره شول، چې د باور له مخې د “Bonoman” سيمه ده او زياتره يې د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې تکيه وو. ياد دولتونه بونومان “Bonoman” (د Brong-Ahafo سيمه)، اشانټي “Ashanti” (اشانټي سيمه)، ډينکيرا “Denkyira” (لويديځه شمالي سيمه)، د مانکيسيم پاچهي “Mankessim Kingdom” (مرکزي سيمه) او اکوامو “Akwamu” (ختيځه سيمه) وو. په ۱۹ پېړۍ کې د ګانا د سويلي برخې سيمه د اشانټي پاچهۍ کې شامله وه، چې د استعمار پلوۍ له پيل څخه مخکې په فرعي سهارايي افريقا کې له اغېزناکو او پياوړو دولتونو څخه و. [۳۲][۳۳]

د اشانټي سترواکۍ حکومت په لومړي ځل د يوې ناتړلې شبکې په توګه او په پای کې يې د يو پرمختګ او د Kumasi په پلازمېنه کې د مرکزي خورا ځانګړې بيوروکراسۍ په لرلو سره د يوې متمرکزې پاچاهۍ په توګه عمل وکړ. له اروپايانو سره د اکانيانو له اړيکې څخه مخکې اکاني وګړو پرمختللی اقتصاد رامنځته کړ، چې په اصل کې د سرو زرو او او له سرو زرو څخه د جوړو شويو توکو پر بنسټ و چې وروسته يې د افريقا له دولتونو سره سوداګري وکړه. [۳۴]

ایداري وېش

د ګانا هیواد په ۱۰ ولایتونو ویشل شوې ده. Die Regionen Ghanas

ولایت نفوس (۲۰۰۰) مساحت (کیلومتر مربع) مرکز
آشانتي ۳٫۶۱۲٫۹۵۰ ۲۴٫۳۸۹ کوماسی
برونګ-آهافو ۱٫۸۱۵٫۴۰۸ ۳۹٫۵۵۷ سونیانی
د ګانا مرکزی ولایت ۱٫۵۹۳٫۸۲۳ ۹٫۸۲۶ کیپ کوست
د ګانا ختیځ ولایت ۲٫۲۰۶٫۶۹۶ ۱۹٫۳۲۳ کوفوریدویا
لوی اکرای ۲٫۹۰۵٫۷۲۶ ۳٫۲۴۵ آکرا
د ګانا شمالی ولیت ۱٫۸۲۰٫۸۰۶ ۷۰٫۳۸۴ تاماله
ختیځ علیا ۹۲۰٫۰۰۰ ۸٫۸۴۲ بوګاتانګا
لویدیځ علیا ۵۷۶٫۵۸۳ ۱۸٫۴۷۶ وا ګانا
ولتا ولایت ۱٫۶۳۵٫۴۲۱ ۲۰٫۵۷۰ هو ولایت
د ګانا لویدیځ ولایت ۱٫۹۲۴٫۵۷۷ ۲۳٫۹۲۱ سکوندی-تاکورادی

اقتصاد

جغرافیه

Ghana Topography.png

کلتور

تاریخ

  1. "Language and Religion". Ghana Embassy. مؤرشف من الأصل في 1 مارچ 2017. د لاسرسي‌نېټه 8 جنوري 2017. English is the official language of Ghana and is universally used in schools in addition to nine other local languages. The most widely spoken local languages are, Ga, Dagomba, Akan and Ewe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Ghana – 2010 Population and Housing Census" (PDF). Government of Ghana. 2010. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 25 سيپټمبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 1 جون 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "People > Ethnic groups: Countries Compared". NationMaster. مؤرشف من الأصل في 14 جولای 2014. د لاسرسي‌نېټه 22 جولای 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Antoinette I. Mintah (2010). 2010 Provisional Census Results Out. 4 February 2011. Population Division, Ghana Government. Archived from the original on 15 June 2011. https://web.archive.org/web/20110615141322/http://www.ghana.gov.gh/index.php?option=com_content&view=article&id=4712%3A2010-provisional-census-results-out&catid=88%3Adaily-news-summary&Itemid=236. Retrieved 7 February 2011. 
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ "Report for Selected Countries and Subjects". د پیسو نړیوال صندوق. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "GINI index (World Bank estimate)". data.worldbank.org. نړیوال بانک. مؤرشف من الأصل في 25 جنوري 2019. د لاسرسي‌نېټه 24 جنوري 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Human Development Report 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). ملګري ملتونه. 10 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "2020 Population Projection by Sex, 2010–2020". Ghana Statistical Service. د اصلي آرشيف څخه پر 24 اپریل 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 2 مې 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ghana a country to study (په انګرېزي ژبه کي). Library of Congress Cataloging-in-Publication Data. 1995. د کتاب پاڼې 63. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. Jackson, John G. (2001) Introduction to African Civilizations, Citadel Press, p. 201, کينډۍ:ISBN.
  11. (په 2020-12-11 باندې). Ghana country profile. BBC News.
  12. Danver, Steven L (10 March 2015). Native Peoples of the World: An Encyclopedia of Groups, Cultures and Contemporary Issues. Routledge. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-46400-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Meyerowitz, Eva L. R. (1975). The Early History of the Akan States of Ghana (په انګلیسي ژبه کي). Red Candle Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780608390352. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Asante Kingdom". Afrika-Studiecentrum, Leiden. 15 June 2002. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite video
  16. "First For Sub-Saharan Africa". BBC. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Exploring Africa – Decolonization". exploringafrica.matrix.msu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ateku, Abdul-Jalilu. "Ghana is 60: An African success story with tough challenges ahead". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "2020 Population Projection by Sex, 2010–2020". Ghana Statistical Service. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. CIA World FactBook. "Ghana". CIA World FactBook. CIA World FactBook. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kacowicz, Arie M. (1998). Zones of Peace in the Third World: South America and West Africa. SUNY Press. د کتاب پاڼې 144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7914-3957-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Ghana-US relations". United States Department of State. 13 February 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Etymology of Ghana". Douglas Harper. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ghana: Land of Gold". Kids Discover Online. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. W, Jessica (15 November 2011). "Invasion of the Peoples of the North". GhanaNation. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Curtis M. (19 November 2011). "Ghana Articles: Dagomba". GhanaNation.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Dagomba: Background". BristolDrumming. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Mamprusi". Sim.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Pre-European Mining at Ashanti, Ghana" (PDF) (PDF). Pdmhs.com. October 1996. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Tvedten, Ige; Hersoug, Bjørn (1992). Fishing for Development: Small Scale Fisheries in Africa. Nordic Africa Institute. د کتاب پاڼي 60–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-91-7106-327-4. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. The Techiman-Bono of Ghana: an ethnography of an Akan society Kendall/Hunt Pub. Co., 1975
  33. "Pre-Colonial Period". Ghanaweb.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "A Short History of Ashanti Gold Weights". Rubens.anu.edu.au. مؤرشف من الأصل في ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)