کینیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کېنيا نه مخ گرځېدلی)
د کینیا هیواد ولسمشریزه
Jamhuri ya Kenya(سواهيلي)
بيرغ نښان
ناره"Harambee"  (سواهيلي)
"Let us all pull together"
ترانهEe Mungu Nguvu Yetu
" آی د ټولو خدایا جوړ"

د کينيا
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
نایروبی
۱°۱۶′ سویل ۳۶°۴۸′ ختیځ / 1.267°سويل 36.800°ختيځ / -1.267; 36.800
حکومت
 -  ولسمشر وورو کینیاتا
 -  لومړی وزیر ویلیام روتو
جوړښت
 -  تاریخ ۱۲ ډسمبر ۱۹۶۳ 
 -  ولسمشریزه ۱۲ ډسمبر ۱۹۶۴ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۵۸۰,۳۶۷ کيلومتر2 (۴۷th)
۲۲۴,۰۸۰ sq mi 
 -  اوبه (%) ۲.۳
د وګړو شمېر
 -  جولای ۲۰۱۰ estimate ۳۹,۰۰۲,۷۷۲[۱] (۳۳nd)
 -   census ۳۸,۶۱۰,۰۹۷[۲] 
 -  ګڼه ګونه ۶۷.۲/km2 (۱۴۰th)
۱۷۴.۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP)  اټکل
 -  ټولټال $۶۲.۰۶۵ میلیار ده[۳] 
 -  پر کس $۱,۷۲۹[۳] 
GDP (nominal)  اټکل
 -  ټولټال $۳۲.۷۲۴ میلیار ده[۳] 
 -  پر کس $۹۱۲[۳] 
بشري پرمختيا (۲۰۰۷) ۰.۴۴۱ (medium) (۱۴۷th)
د وخت سيمه (UTC+۳)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC۳)
د موټر چلولو لوری چپ لاس
د انټرنټ مخکښ شپول .ke
پيل ګڼ +۲۵۴

کېنیا په انګلیسي Republic of Kenya) په ختیخې افریقا کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یې د نایروبی ښار دی. د یاد هیواد رسمی ژبي سواحلي او انګلیسي مساحت یې ۳۶۷'۵۸۰ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۹۱'۲۱۴'۵۲ میلیوتنه دی. د کینیا د پیسو واحد د کینیا شیلینګ (KSH) دی، نوموړی هیواد په ۱۲ د ډسمبر ۱۹۶۳م کال د خپل جمهوریت اعلان وکړ.

کينيا چې په رسمي ډول د کينيا جمهوريت دی او په سواهيلي ژبه کې ورته (Jamhuri ya Kenya) وايي، په ختيځه افريقا کې يو هېواد دی. د خپل ۵۸۰۳۶۷ کیلو متر مربع (۲۲۴۰۸۱ ميل مربع) پراخوالي له مخې کينيا د نړۍ ۴۸ لوی هېواد دی. د ۲۰۱۹ ز کال په سرشمېرنه کې له ۴۷،۶ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره کينيا د نړۍ ۲۹ ګڼ نفوسه هېواد و. پلازمېنه او لوی ښار يې نايروبي دی، په داسې حال کې چې تر ټولو لرغونی او په اوس وخت کې دويم ستر ښار او لومړنۍ پلازمېنه يې د مومباسا (Mombasa) ساحلي ښار دی. د کيسمو ښار (Kisumu City) درېيم تر ټولو لوی ښار او همدارنګه پر ويکتوريا جهيل باندې يو کورنی بندر دی. نور مهم ښاري مرکزونه یې ناکورا (Nakura) او ايلډوريټ (Eldoret) دي. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې کينيا له نايجيريا او سويلي افريقا څخه وروسته په نيمه صحرايي افريقا کې درېيم لوی اقتصادي هېواد و. دا هېواد په شمال لويديځ کې د سويلي سوډان، شمال کې د ايتوپيا، ختيځ کې د سوماليا، لويديځ کې د يوګندا، سویل کې د تانزانيا او سویل ختيځ کې د هند له سمندر سره لګېدلی دی. د هېواد جغرافيه، نفوس او اقليم په پراخ ډول توپير لري، چې په ترتيب سره پر سړو واورو د پوښل شويو غرونو څوکو (لکه د کينيا پر غر “Mount Kenya” باندې Batian, Nelion او Point Lenana) څخه، چې شا او خوا ته يې پراخه ځنګلونه دي، په ختيځ کې د ژوو ژوند او حاصلخیزو کرنيزو ځمکو، د درز يا چاود شوې درې په برخو کې معتدله اقليمونه او په لږ حاصلخیزه شاړو او نيمه شاړو سيمو او بشپړ دښتو (لکه د چالبي او نايري دښتې Chalbi Desert and Nyiri Desert) کې وچ اقليمونه دي. [۴][۵]

د کينيا لومړني اوسېدونکي لکه د ننيو “Hadza” [توکم] وګړو غوندې، ښکاري راټولېدونکي وو. د مل لاسي صنعتونو او اسکليټي مادې د لرغون پېژندنې د نېټې ټاکنې له مخې د کيوشيټيک (Cushitic) ژبې ويونکي له ميلاد څخه مخکې د ۳۲۰۰ او ۱۳۰۰ کالونو تر منځ په لومړي ځل د کينيا په ټيټو سيمو کې استوګن شول، چې ياده سيمه د “Savanna Pastoral Neolithic” ټيټې خاورې په نوم يادېږي. د نيوليټيک ويونکو کليوالي وګړو (چې د کينيا د نيوليټيک ويونکو نيکونه دي) له ميلاد څخه نږدې ۵۰۰ کالونه وړاندې له ننني سويلي سوډان څخه کينيا ته کډوالي پيل کړه. د بانټو (Bantu) توکم وګړي له ميلاد څخه مخکې د ۲۵۰ او ۵۰۰ کالونو تر منځ د هېواد په ساحل او دننه کې مېشت شول. اروپايي اړيکه له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کالونه مخکې په پرتګالي سترواکۍ سره پيل شوه او د کينيا اغېزناک استعمار په ۱۹ پېړۍ کې د اروپا د کورنۍ سپړنې پر مهال پيل شو. معاصره کينيا په ۱۸۹۵ کې د بریتانوي سترواکۍ له لورې له رامنځته شوي قيموميت او په ۱۹۲۰ ز کال کې د پيل شوې وروستۍ کينيايي مستعمرې (Kenya Colony) څخه راپورته شوه. د انګليستان او مستعمرې تر منځ ګڼې شخړې د “Mau Mau” اوښتون (چې په ۱۹۵۲ کې پيل شو) او په ۱۹۶۳ ز کال کې د خپلواکۍ د اعلان لامل شوې. له خپلواکۍ څخه وروسته کينيا د ملتونو د ګډو ګټو غړې پاتې شوه. اوسنی اساسي قانون يې د ۱۹۶۳ کال د خپلواکۍ اساسي قانون پر ځای په ۲۰۱۰ ز کال کې تصويب شو. [۶][۷][۸][۹]

د هېواد د نظام ډول ولسمشريز ديموکراتيک جمهوريت دی، چې ټاکل شوي چارواکي په کې د ولس استازولي کوي او ولسمشر په کې د دولت او حکومت رئيس دی. کينيا د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، COMESA، د جزا نړيوالې محکمې او نورو نړیوالو سازمانونو غړې ده. د ۱۴۶۰ ناخالص ملي عايد په درلودلو سره کينيا د ټيټ منځني عايد اقتصاد دی. د کينيا اقتصاد د ختيځې او مرکزي افريقا تر ټولو ستر دی او نايروبي د سيمې په کچه د يو ستر سوداګريز مرکز په توګه خدمت کوي. کرنه يې تر ټولو لويه برخه ده. چای او قهوه يې نغد دوديز غله جات دي، په داسې حال کې چې تازه ګلان په کې چټک وده کوونکي صادرات دي. د خدمت صنعت په ځانګړي ډول چکر يا سياحت هم د اقتصاد يو ستر چلونکی دی. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې د سوداګريزې ډلې غړی دی، که څه هم د نړیوالې سوداګرۍ ځينې سازمانونه دا هېواد د افريقا د ستر ښکر (Greater Horn of Africa) د برخې په توګه ډلبندي کوي. افريقا د کينيا د لېږد يا صادراتو تر ټولو ستر بازار دی، چې په دويم ګام کې اروپايي ټولنه ځای لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ريښه پېژندنه (ایتمولوژي)

د کينيا جمهوريت د کينيا غر (Mount Kenya) له نوم څخه نومول شوې ده. د معاصر نوم تر ټولو پخوانۍ ثبت شوې نسخه په ۱۹ پېړۍ کې د الماني سپړونکي جان لډويګ کراپف (Johann Ludwig Krapf) له لورې وليکل شوه. په داسې حال کې چې د افسانوي اوږد واټن سوداګر مشر کېفوی (Chief Kivoi) په مشرۍ د “Mamba” په نوم له يو کاروان سره يې يون کاوه، کراپف د غر څوکه په نښه کړه او د هغه د نوم پوښتنه يې وکړه. “Kivoi” ورته “Ki-Nyaa” يا “Kiima-Kiinyaa” ځکه وويل، چې پر څوکو يې د تورې ډبرې او سپېنې واورې نمونې ښايي هغه ته د نارينه شتر مرغ بڼې وريادې کړې وي. د “Agiguyu” وګړي چې د Mt. Kenya په مخ پر ځوړ برخو کې اوسېږي، په Kikuyu ژبه کې ورته “Kirima Kirinyaga” وايي؛ په داسې حال کې چې “Embu” توکم يې “Kirenyaa” بولي، چې درې واړه نومونه ورته معنا لری. [۱۶][۱۷]

لډوېګ کراپف د هېواد نوم په “Kenia” او “Kegnia” دواړو سره ثبت کړ. ځينو ويلي دي چې دا د افريقايي () تلفظ يوه څرګنده يا کره يادونه ده. د ځمکې پېژندونکي او طبيعت پوه سکاتلنډي جوزف تامپسن (Joseph Thompsons) له لورې د ۱۸۸۲ کال جوړې شوې نقشې “Mt. Kenya” د “Mt. Kenya” په توګه [په نوم] په نښه کړه. د غر نوم د هېواد د نوم په توګه ومنل شو. ياد نوم د لرغونې استعمارې دورې پر مهال په رسمي ډول خپور نه شو. په ياده موده کې هېواد د ختيځې افريقا قيموميت يا تر څار لاندې سيمه ګڼل کېده. د هېواد رسمي نوم په ۱۹۲۰ کې د کينيا مستعمره (Colony of Kenya) ته بدل شو. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاريخچه

په کينيا کې موندل شوي فوسيلونه څرګندوي، چې له ۲۰ ميليون څخه د زياتو کالونو لپاره په سيمه کې ستر پادريان اوسېدلي دي. تورکانا جهيل (Lake Turkana) ته نږدې وروستۍ موندنې په ډاګه کوي، چې د هومو لړۍ “Hominids” لکه هومو هيبل “Homo habilis” (۱،۸ څخه ۲،۵ ميليونو پورې پخوا کالونه) او هوکو ايريکټس “Homo erectus” (۱،۹ ميليون څخه تر ۳۵۰۰۰۰ کالونه پخوا پورې) د معاصرو “Homo sapiens” شوني سيده نيکونه دي او په پليسټوسين (Pleistocene) دوره کې يې کينيا کې ژوند وکړ. [۲۳]

په ۱۹۸۴ ز کال په ټورکانا جهيل کې د کيندنو پر مهال د لرغوني ژوند پوه ريچارد لييکي (Richard Leakey) له کامويا کيميو (Kamoya Kimeu) سره د ټورکانا هلک (Turkana Boy) په موندلو کې مرسته وکړه، چې د “Homo erectus” ۱،۶ ميليونه کاله پخوانی فوسيل و. د لرغوني “hominids” په اړه پخوانۍ څېړونه په ځانګړي ډول په ماري لييکي (Mary Leakey) او لويس لييکي (Louis Leakey) له لوري مشخص شوې ده، چې دواړه په “Olorgesailie” او “Hyrax Hill” سيمو کې د لرغون پېژندنې د لومړنۍ څېړنې ځواب ويونکي وو. په “Hyrax Hill” سيمه کې وروستی کار د “Glynn Issac” له لورې تر سره شو. [۲۳]

ختيځه افريقا د کينيا په ګډون يو له تر ټولو لرغونو سيمو څخه ده، چې د باور له مخې معاصرو انسانانو (Homo sapiens) په کې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۸ کال د “Olorgesailie” په کينيا سيمه کې د اوږد واټن سوداګريزو شبکو (چې ځيني توکي لکه د اور غورځوونکو غرونو له موادو څخه په طبيعي ډول جوړېدونکې ښيښه يې رانغاړله) د رنګونو د کارونې او د ويشتونکو ټکو د شونې جوړونې په ګډون د معاصرو کړو وړو د لرغونې راڅرګندېدنې ثبوت وموندل شو، چې نېټه يې ۳۲۰۰۰۰ پخوا کالونو ته ورګرځي. د سيمې په اړه د ۲۰۱۸ ز کال د درې څېړنو ليکوالان، چې د کتنې له مخې يې د يادو کړو وړو ثبوت د پخوانيو “Homo sapiens” پېژندل شويو فوسيلي پاتې شونو (لکه په ماراکو کې د ارهود “Irhoud” غر او په سويلي افریقا کې “Florisbad”) سره نږدې معاصر دی او دوی وړانديز کوي، چې پېچلي او معاصر کړه وړه د “Homo sapiens” د راپورته کېدنې وخت ته نږدې وار له مخه په افريقا کې پيل شوي وو. [۲۴][۲۵][۲۶]

نيوليتيک (Neolithic)

د نینۍ کينيا لومړني اوسېدونکي ښکاري راټولېدونکي وو، چې د معاصرو “Khoisan” ويونکو خپلوان وو. دا وګړي وروسته د کرنيز بزګر “Cushitic” وګړو (چې د کينيا د Cushitic ويونکو نيکونه دي) له لورې د افريقا له ښکر (Horn of Africa) څخه بې ځايه شول. د لرغوني هولوسين (Holocene) دورې پر مهال سيمه ايز اقليم له وچ څخه يو څه لمدو حالتونه ته بدل شو، چې د تېر په پرتله د خوښې وړ چاپيريال کې يې، د کرنې او څارويو د روزنې غوندې د کلتوري دودونو پرمختګ ته موکه برابره کړه. [۲۷][۲۸]

ایداري وېش

د کینیا هیواد د ښارونو نوملړ.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

Carte topographique du Kenya (attention : chiffres des latitudes longitudes (en bleu) erronés)

اقتصاد

  1. "Official ۲۰۹ census results" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "Kenya". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه 21 افریل 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. Reporter, Standard. "Kenya now third-largest economy in sub-Saharan Africa". The Standard (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "2019 KENYA POPULATION AND HOUSING CENSUS - POPULATION BY COUNTY AND SUB COUNTY - Kenya Data Portal". kenya.opendataforafrica.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "African Hunter-Gatherers: Survival, History and Politics of Identity" (PDF). repository.kulib.kyoto-u.ac.jp (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The East African Bushmen". researchgate.net (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ehret, C. (1983) Culture History in the Southern Sudan, J. Mack, P. Robertshaw, Eds., British Institute in Eastern Africa, Nairobi, pp. 19–48, کينډۍ:ISBN.
  8. "Wonders Of The African World". pbs (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Victorian Electronic Democracy - Final Report - Table of ContentsVictorian Electronic Democracy - Final Report - Glossary". 13 December 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kenya GDP purchasing power 2010: 66 Billion Archived 11 January 2012 at the Wayback Machine.. Imf.org. 14 September 2006.
  11. Ethiopia GDP purchasing power 2010: 86 billion Archived 14 November 2017 at the Wayback Machine.. Imf.org. 14 September 2006.
  12. "GNI per capita, Atlas method (current US$) - Kenya". worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Maxwell, Daniel, and Ben Watkins. "Humanitarian information systems and emergencies in the Greater Horn of Africa: logical components and logical linkages." Disasters 27.1 (2003): 72-90.
  14. Mwangi S. Kimenyi; Francis M. Mwega; Njuguna S. Ndung'u (May 2016). "The African Lions: Kenya country case study" (PDF). The Brookings Institution. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "History". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sullivan, Paul (2006). Kikuyu Districts. Dar es Salaam, Tanzania: Mkuki na Nyota Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Krapf, Johann Ludwig (1860). Travels, Researches, and Missionary Labours in Eastern Africa. London: Frank Cass & Co. Ltd. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Krapf, Johann Ludwig (13 May 1850). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Extract from Krapf's diary"]. Church Missionary Intelligencer i: 452. 
  19. Foottit, Claire (2006) [2004]. Kenya. Bradt Travel Guides Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84162-066-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ratcliffe, B. J. (January 1943). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Spelling of Kenya"]. Journal of the Royal African Society 42 (166): 42–44. 
  21. Sullivan, Paul (2006). Kikuyu Districts. Dar es Salaam, Tanzania: Mkuki na Nyota Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Glynn Llywelyn Isaac, Barbara Isaac (1977). [[[:کينډۍ:Google books]] Olorgesailie: archeological studies of a Middle Pleistocene lake basin in Kenya] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). University of Chicago Press. د کتاب پاڼې xiii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 15 March 2018 باندې). Scientists Are Amazed By Stone Age Tools They Dug Up In Kenya. NPR.
  24. (په 15 March 2018 باندې). A Cultural Leap at the Dawn of Humanity - New finds from Kenya suggest that humans used long-distance trade networks, sophisticated tools, and symbolic pigments right from the dawn of our species.. The Atlantic.
  25. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Long-distance stone transport and pigment use in the earliest Middle Stone Age"]. Science 360 (6384): 90–94. 2018. doi:10.1126/science.aao2646. PMID 29545508. Bibcode2018Sci...360...90B. 
  26. Ehret, C. (2002) The Civilizations of Africa: a History to 1800, University Press of Virginia, کينډۍ:ISBN.
  27. Ehret, C. (1980) The historical reconstruction of Southern Cushitic phonology and vocabulary, Kölner Beiträge zur Afrikanistik 5, Bd., Reimer, Berlin.