Jump to content

کینیا

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
کینیا
کینیا
کینیا
بیرغ
کینیا
کینیا
نښان

کینیا
کینیا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۰°۰۶′شمال ۳۸°۰۰′ختیځ / 0.1°شمال 38°ختيځ / 0.1; 38   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
ټيټه سيمه هندي سمندر (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 581309 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه نایروبی
رسمي ژبې سواحلي ژبه [۲]،  انګليسي ژبه [۳]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 9 سلنه (۲۰۱۴)[۴]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې د کینیا شیلینګ   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ (بیړنی روغتیایی خدمتونه ، ساتونکی او د اور وژنې څانګه )[۵]  د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لوری کيڼ [۶]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ KE  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +254  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

کېنیا په انګلیسي Republic of Kenya) په ختیخې افریقا کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یې د نایروبی ښار دی. د یاد هیواد رسمی ژبي سواحلي او انګلیسي مساحت یې ۳۶۷'۵۸۰ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۹۱'۲۱۴'۵۲ میلیوتنه دی. د کینیا د پیسو واحد د کینیا شیلینګ (KSH) دی، نوموړی هیواد په ۱۲ د ډسمبر ۱۹۶۳م کال د خپل جمهوریت اعلان وکړ.

کينيا چې په رسمي ډول د کينيا جمهوريت دی او په سواهيلي ژبه کې ورته (Jamhuri ya Kenya) وايي، په ختيځه افريقا کې يو هېواد دی. د خپل ۵۸۰۳۶۷ کیلو متر مربع (۲۲۴۰۸۱ ميل مربع) پراخوالي له مخې کينيا د نړۍ ۴۸ لوی هېواد دی. د ۲۰۱۹ ز کال په سرشمېرنه کې له ۴۷،۶ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره کينيا د نړۍ ۲۹ ګڼ نفوسه هېواد و. پلازمېنه او لوی ښار يې نايروبي دی، په داسې حال کې چې تر ټولو لرغونی او په اوس وخت کې دويم ستر ښار او لومړنۍ پلازمېنه يې د مومباسا (Mombasa) ساحلي ښار دی. د کيسمو ښار (Kisumu City) درېيم تر ټولو لوی ښار او همدارنګه پر ويکتوريا جهيل باندې يو کورنی بندر دی. نور مهم ښاري مرکزونه یې ناکورا (Nakura) او ايلډوريټ (Eldoret) دي. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې کينيا له نايجيريا او سويلي افريقا څخه وروسته په نيمه صحرايي افريقا کې درېيم لوی اقتصادي هېواد و. دا هېواد په شمال لويديځ کې د سويلي سوډان، شمال کې د ايتوپيا، ختيځ کې د سوماليا، لويديځ کې د يوګندا، سویل کې د تانزانيا او سویل ختيځ کې د هند له سمندر سره لګېدلی دی. د هېواد جغرافيه، نفوس او اقليم په پراخ ډول توپير لري، چې په ترتيب سره پر سړو واورو د پوښل شويو غرونو څوکو (لکه د کينيا پر غر “Mount Kenya” باندې Batian, Nelion او Point Lenana) څخه، چې شا او خوا ته يې پراخه ځنګلونه دي، په ختيځ کې د ژوو ژوند او حاصلخیزو کرنيزو ځمکو، د درز يا چاود شوې درې په برخو کې معتدله اقليمونه او په لږ حاصلخیزه شاړو او نيمه شاړو سيمو او بشپړ دښتو (لکه د چالبي او نايري دښتې Chalbi Desert and Nyiri Desert) کې وچ اقليمونه دي. [۷][۸]

د کينيا لومړني اوسېدونکي لکه د ننيو “Hadza” [توکم] وګړو غوندې، ښکاري راټولېدونکي وو. د مل لاسي صنعتونو او اسکليټي مادې د لرغون پېژندنې د نېټې ټاکنې له مخې د کيوشيټيک (Cushitic) ژبې ويونکي له ميلاد څخه مخکې د ۳۲۰۰ او ۱۳۰۰ کالونو تر منځ په لومړي ځل د کينيا په ټيټو سيمو کې استوګن شول، چې ياده سيمه د “Savanna Pastoral Neolithic” ټيټې خاورې په نوم يادېږي. د نيوليټيک ويونکو کليوالي وګړو (چې د کينيا د نيوليټيک ويونکو نيکونه دي) له ميلاد څخه نږدې ۵۰۰ کالونه وړاندې له ننني سويلي سوډان څخه کينيا ته کډوالي پيل کړه. د بانټو (Bantu) توکم وګړي له ميلاد څخه مخکې د ۲۵۰ او ۵۰۰ کالونو تر منځ د هېواد په ساحل او دننه کې مېشت شول. اروپايي اړيکه له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کالونه مخکې په پرتګالي سترواکۍ سره پيل شوه او د کينيا اغېزناک استعمار په ۱۹ پېړۍ کې د اروپا د کورنۍ سپړنې پر مهال پيل شو. معاصره کينيا په ۱۸۹۵ کې د بریتانوي سترواکۍ له لورې له رامنځته شوي قيموميت او په ۱۹۲۰ ز کال کې د پيل شوې وروستۍ کينيايي مستعمرې (Kenya Colony) څخه راپورته شوه. د انګليستان او مستعمرې تر منځ ګڼې شخړې د “Mau Mau” اوښتون (چې په ۱۹۵۲ کې پيل شو) او په ۱۹۶۳ ز کال کې د خپلواکۍ د اعلان لامل شوې. له خپلواکۍ څخه وروسته کينيا د ملتونو د ګډو ګټو غړې پاتې شوه. اوسنی اساسي قانون يې د ۱۹۶۳ کال د خپلواکۍ اساسي قانون پر ځای په ۲۰۱۰ ز کال کې تصويب شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د هېواد د نظام ډول ولسمشريز ديموکراتيک جمهوريت دی، چې ټاکل شوي چارواکي په کې د ولس استازولي کوي او ولسمشر په کې د دولت او حکومت رئيس دی. کينيا د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، COMESA، د جزا نړيوالې محکمې او نورو نړیوالو سازمانونو غړې ده. د ۱۴۶۰ ناخالص ملي عايد په درلودلو سره کينيا د ټيټ منځني عايد اقتصاد دی. د کينيا اقتصاد د ختيځې او مرکزي افريقا تر ټولو ستر دی او نايروبي د سيمې په کچه د يو ستر سوداګريز مرکز په توګه خدمت کوي. کرنه يې تر ټولو لويه برخه ده. چای او قهوه يې نغد دوديز غله جات دي، په داسې حال کې چې تازه ګلان په کې چټک وده کوونکي صادرات دي. د خدمت صنعت په ځانګړي ډول چکر يا سياحت هم د اقتصاد يو ستر چلونکی دی. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې د سوداګريزې ډلې غړی دی، که څه هم د نړیوالې سوداګرۍ ځينې سازمانونه دا هېواد د افريقا د ستر ښکر (Greater Horn of Africa) د برخې په توګه ډلبندي کوي. افريقا د کينيا د لېږد يا صادراتو تر ټولو ستر بازار دی، چې په دويم ګام کې اروپايي ټولنه ځای لري. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ريښه پېژندنه (ایتمولوژي)

د کينيا جمهوريت د کينيا غر (Mount Kenya) له نوم څخه نومول شوې ده. د معاصر نوم تر ټولو پخوانۍ ثبت شوې نسخه په ۱۹ پېړۍ کې د الماني سپړونکي جان لډويګ کراپف (Johann Ludwig Krapf) له لورې وليکل شوه. په داسې حال کې چې د افسانوي اوږد واټن سوداګر مشر کېفوی (Chief Kivoi) په مشرۍ د “Mamba” په نوم له يو کاروان سره يې يون کاوه، کراپف د غر څوکه په نښه کړه او د هغه د نوم پوښتنه يې وکړه. “Kivoi” ورته “Ki-Nyaa” يا “Kiima-Kiinyaa” ځکه وويل، چې پر څوکو يې د تورې ډبرې او سپېنې واورې نمونې ښايي هغه ته د نارينه شتر مرغ بڼې وريادې کړې وي. د “Agiguyu” وګړي چې د Mt. Kenya په مخ پر ځوړ برخو کې اوسېږي، په Kikuyu ژبه کې ورته “Kirima Kirinyaga” وايي؛ په داسې حال کې چې “Embu” توکم يې “Kirenyaa” بولي، چې درې واړه نومونه ورته معنا لری. [۱۹][۲۰]

لډوېګ کراپف د هېواد نوم په “Kenia” او “Kegnia” دواړو سره ثبت کړ. ځينو ويلي دي چې دا د افريقايي () تلفظ يوه څرګنده يا کره يادونه ده. د ځمکې پېژندونکي او طبيعت پوه سکاتلنډي جوزف تامپسن (Joseph Thompsons) له لورې د ۱۸۸۲ کال جوړې شوې نقشې “Mt. Kenya” د “Mt. Kenya” په توګه [په نوم] په نښه کړه. د غر نوم د هېواد د نوم په توګه ومنل شو. ياد نوم د لرغونې استعمارې دورې پر مهال په رسمي ډول خپور نه شو. په ياده موده کې هېواد د ختيځې افريقا قيموميت يا تر څار لاندې سيمه ګڼل کېده. د هېواد رسمي نوم په ۱۹۲۰ کې د کينيا مستعمره (Colony of Kenya) ته بدل شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تاريخچه

په کينيا کې موندل شوي فوسيلونه څرګندوي، چې له ۲۰ ميليون څخه د زياتو کالونو لپاره په سيمه کې ستر پادريان اوسېدلي دي. تورکانا جهيل (Lake Turkana) ته نږدې وروستۍ موندنې په ډاګه کوي، چې د هومو لړۍ “Hominids” لکه هومو هيبل “Homo habilis” (۱،۸ څخه ۲،۵ ميليونو پورې پخوا کالونه) او هوکو ايريکټس “Homo erectus” (۱،۹ ميليون څخه تر ۳۵۰۰۰۰ کالونه پخوا پورې) د معاصرو “Homo sapiens” شوني سيده نيکونه دي او په پليسټوسين (Pleistocene) دوره کې يې کينيا کې ژوند وکړ. [۲۶]

په ۱۹۸۴ ز کال په ټورکانا جهيل کې د کيندنو پر مهال د لرغوني ژوند پوه ريچارد لييکي (Richard Leakey) له کامويا کيميو (Kamoya Kimeu) سره د ټورکانا هلک (Turkana Boy) په موندلو کې مرسته وکړه، چې د “Homo erectus” ۱،۶ ميليونه کاله پخوانی فوسيل و. د لرغوني “hominids” په اړه پخوانۍ څېړونه په ځانګړي ډول په ماري لييکي (Mary Leakey) او لويس لييکي (Louis Leakey) له لوري مشخص شوې ده، چې دواړه په “Olorgesailie” او “Hyrax Hill” سيمو کې د لرغون پېژندنې د لومړنۍ څېړنې ځواب ويونکي وو. په “Hyrax Hill” سيمه کې وروستی کار د “Glynn Issac” له لورې تر سره شو. [۲۶]

ختيځه افريقا د کينيا په ګډون يو له تر ټولو لرغونو سيمو څخه ده، چې د باور له مخې معاصرو انسانانو (Homo sapiens) په کې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۸ کال د “Olorgesailie” په کينيا سيمه کې د اوږد واټن سوداګريزو شبکو (چې ځيني توکي لکه د اور غورځوونکو غرونو له موادو څخه په طبيعي ډول جوړېدونکې ښيښه يې رانغاړله) د رنګونو د کارونې او د ويشتونکو ټکو د شونې جوړونې په ګډون د معاصرو کړو وړو د لرغونې راڅرګندېدنې ثبوت وموندل شو، چې نېټه يې ۳۲۰۰۰۰ پخوا کالونو ته ورګرځي. د سيمې په اړه د ۲۰۱۸ ز کال د درې څېړنو ليکوالان، چې د کتنې له مخې يې د يادو کړو وړو ثبوت د پخوانيو “Homo sapiens” پېژندل شويو فوسيلي پاتې شونو (لکه په ماراکو کې د ارهود “Irhoud” غر او په سويلي افریقا کې “Florisbad”) سره نږدې معاصر دی او دوی وړانديز کوي، چې پېچلي او معاصر کړه وړه د “Homo sapiens” د راپورته کېدنې وخت ته نږدې وار له مخه په افريقا کې پيل شوي وو. [۲۷][۲۸][۲۹]

نيوليتيک (Neolithic)

د نینۍ کينيا لومړني اوسېدونکي ښکاري راټولېدونکي وو، چې د معاصرو “Khoisan” ويونکو خپلوان وو. دا وګړي وروسته د کرنيز بزګر “Cushitic” وګړو (چې د کينيا د Cushitic ويونکو نيکونه دي) له لورې د افريقا له ښکر (Horn of Africa) څخه بې ځايه شول. د لرغوني هولوسين (Holocene) دورې پر مهال سيمه ايز اقليم له وچ څخه يو څه لمدو حالتونه ته بدل شو، چې د تېر په پرتله د خوښې وړ چاپيريال کې يې، د کرنې او څارويو د روزنې غوندې د کلتوري دودونو پرمختګ ته موکه برابره کړه. [۳۰][۳۱]

ایداري وېش

د کینیا هیواد د ښارونو نوملړ.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

Carte topographique du Kenya (attention : chiffres des latitudes longitudes (en bleu) erronés)

اقتصاد

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ تشه سرچينه (لارښود)
  2. موضوع: 7
  3. موضوع: 7.2
  4. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  5. Script error: The function "lang" does not exist. — د نشر نېټه: ۱۰ جولای ۲۰۱۶ — سمونګر: مخابراتو نړيواله ټولنه
  6. https://web.archive.org/web/20181225111100/https://www.kra.go.ke/index.php#Q1 — آرشيف اصل په ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
  7. Reporter, Standard. "Kenya now third-largest economy in sub-Saharan Africa". The Standard (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۰۸ جون ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "2019 KENYA POPULATION AND HOUSING CENSUS - POPULATION BY COUNTY AND SUB COUNTY - Kenya Data Portal". kenya.opendataforafrica.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "African Hunter-Gatherers: Survival, History and Politics of Identity" (PDF). repository.kulib.kyoto-u.ac.jp (په انګليسي ). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۴ نومبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "The East African Bushmen". researchgate.net (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Ehret, C. (1983) Culture History in the Southern Sudan, J. Mack, P. Robertshaw, Eds., British Institute in Eastern Africa, Nairobi, pp. 19–48, ISBN 1-872566-04-9.
  12. "Wonders Of The African World". pbs (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Victorian Electronic Democracy - Final Report - Table of ContentsVictorian Electronic Democracy - Final Report - Glossary". 13 December 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Kenya GDP purchasing power 2010: 66 Billion Archived 11 January 2012 at the Wayback Machine.. Imf.org. 14 September 2006.
  15. Ethiopia GDP purchasing power 2010: 86 billion Archived 14 November 2017 at the Wayback Machine.. Imf.org. 14 September 2006.
  16. "GNI per capita, Atlas method (current US$) - Kenya". worldbank.org. World Bank. لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Maxwell, Daniel, and Ben Watkins. "Humanitarian information systems and emergencies in the Greater Horn of Africa: logical components and logical linkages." Disasters 27.1 (2003): 72-90.
  18. Mwangi S. Kimenyi; Francis M. Mwega; Njuguna S. Ndung'u (May 2016). "The African Lions: Kenya country case study" (PDF). The Brookings Institution. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۷ مې ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "History". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Sullivan, Paul (2006). Kikuyu Districts. Dar es Salaam, Tanzania: Mkuki na Nyota Publishers. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Krapf, Johann Ludwig (1860). Travels, Researches, and Missionary Labours in Eastern Africa. London: Frank Cass & Co. Ltd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Krapf, Johann Ludwig (13 May 1850). "Extract from Krapf's diary". Church Missionary Intelligencer. i: 452. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Foottit, Claire (2006) [2004]. Kenya. Bradt Travel Guides Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84162-066-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Ratcliffe, B. J. (January 1943). "The Spelling of Kenya". Journal of the Royal African Society. 42 (166): 42–44. JSTOR 717465. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Sullivan, Paul (2006). Kikuyu Districts. Dar es Salaam, Tanzania: Mkuki na Nyota Publishers. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Glynn Llywelyn Isaac, Barbara Isaac (1977). [[[:کينډۍ:Google books]] Olorgesailie: archeological studies of a Middle Pleistocene lake basin in Kenya] تحقق من قيمة |url= (لارښود). University of Chicago Press. مخونه xiii. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. (په 15 March 2018 باندې). Scientists Are Amazed By Stone Age Tools They Dug Up In Kenya. NPR.
  28. (په 15 March 2018 باندې). A Cultural Leap at the Dawn of Humanity - New finds from Kenya suggest that humans used long-distance trade networks, sophisticated tools, and symbolic pigments right from the dawn of our species.. The Atlantic.
  29. Brooks AS, Yellen JE, Potts R, Behrensmeyer AK, Deino AL, Leslie DE, Ambrose SH, Ferguson JR, d'Errico F, Zipkin AM, Whittaker S, Post J, Veatch EG, Foecke K, Clark JB (2018). "Long-distance stone transport and pigment use in the earliest Middle Stone Age". Science. 360 (6384): 90–94. Bibcode:2018Sci...360...90B. doi:10.1126/science.aao2646. PMID 29545508. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Ehret, C. (2002) The Civilizations of Africa: a History to 1800, University Press of Virginia, ISBN 0-8139-2085-X.
  31. Ehret, C. (1980) The historical reconstruction of Southern Cushitic phonology and vocabulary, Kölner Beiträge zur Afrikanistik 5, Bd., Reimer, Berlin.