سوېلي سوډان
سوېلي سوډان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۷°شمال ۳۰°ختیځ / 7°شمال 30°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 644329 کیلومتره مربع [۲] |
پلازمېنه | جوبا |
رسمي ژبې | انګرېزي ژبه [۳]، عربي ژبه [۳] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۹ جولای ۲۰۱۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 12.642 (۲۰۱۹)[۴] |
نور مالومات | |
پیسې | د سویلي سوډان پونډ [۵] |
تګلوری | ښي لورۍ |
هېواد کوډ | SS |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +211[۶] |
سوېلي سوډان د سوډان نه رابېل شوی نوی هېواد دی چې په رسمي توګه په ۹ د جون، ۲۰۱۱م کال د ګڼ شمېر هېوادونو لخوا د يوه خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو. سویلي سوډان د کینیا، ایتوپیا، سوډان، او اریتره سره ګډې پولې لري. د سویلي سوډان پلازمینه د جوبا ښار دی او رسمی ژبه انګلیسي ده، یاد هیواد ۷۴۵'۶۱۹ کیلومتره مربع مساحت او ۴۹۰'۲۶۰'۸ میلیونه وګړي لري.
سويلي سوډان (/suːˈdɑːn, -ˈdæn/) چې په رسمي ډول د سویلي سوډان جمهوريت ګڼل کېږي، د شمال ختيځې او مرکزي افريقا پر څلورلارې باندې په وچه کې رانغاړل شوی هېواد دی. له ايتوپيا، سوډان، مرکزي افريقايي جمهوريت، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت يوګندا او کينيا سره ګډه پوله لري. نفوس يې په ۲۰۱۹ کې ۱۲۷۷۸۲۵۰ تنه اټکل شوی دی. د هېواد پلازمېنه او لوی ښار جیوبا (Juba) دی. دې هېواد ته ځيني وختونه په نارسمي ډول نايلوتيک جمهوريت “Nilothic Republic” ويل کېږي، چې د نيلوتيک وګړو د اصل انګېرل شوی ځای دی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۲۰۱۱ کې يې له سوډان څخه خپلواکي تر لاسه کړه او تر ۲۰۲۲ پورې د نړيوال رسميت پېژندنې په درلودلو سره تر ټولو وروستی خپلواک دولت يا هيواد شو. دا هېواد د “Sudd” پراخه جبه زاره سيمه لري، چې د سپين نيل (White Nile) په واسطه جوړه شوې ده او په سيمه ايز ډول ورته بحر الجبال وايي، چې «د غر سيند» معنا لري. سوډان د محمد علي کورنۍ تر مشرۍ لاندې د مصر له لورې ونيول شو او په ۱۹۵۶ کې تر خپلې خپلواکۍ پورې د انګليسي او مصري مستعمرې په توګه اداره شو. د سوډان له لومړنۍ کورنۍ جګړې څخه وروسته په ۱۹۷۲ کې د سويلي سوډان خپلواکه سيمه رامنځته او تر ۱۹۸۳ پورې يې دوام وکړ. د سوډان دويمه کورنۍ جګړه په ۱۹۸۳ کې پيل شوه او په ۲۰۰۵ کې د سولې په پراخه تړون (Comprehensive Peace Agreement) سره پای ته ورسېده. د همدې کال په وروستيو کې سويلي خپلواکي هغه مهال بېرته ورغول شوه، چې د سويلي سوډان خپلواک حکومت (Autonomous Government of Southern Sudan) جوړ شو. سويلي سوډان د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۹ د ۲۰۱۱ کال د جنوري په نظرپوښتنه کې خپلواکۍ لپاره له ٪۹۸،۸۳ ملاتړ څخه وروسته خپلواک دولت شو. دې هېواد د ۲۰۱۳ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۰ تر فبروري پورې توکميز تاوتريخوالی ګاللی او يوه کورنۍ جګړه زغملې ده، چې د بېلابېلو توکميزو عام وژنو او د بېلابېلو ډلو له لورې د ژورنالېستانو د وژنې په ګډون د انساني حقونو څخه د نه اداره کېدونکې ناسمې ګټې اخيستنې له مخې مشخص کېږي. دا هغه مهال و چې سيالو مشرانو “Salva Kiir Mayardit” او “Riek Machar” د يووالي د يوې راکړې ورکړې ښکار شول او يو ائتلافي حکومت يې جوړ کړ، چې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدلو ته يې لاره هواره کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د سويلي سوډان نفوس زياتره د “Nilotic” توکم له وګړو څخه جوړ شوی دی او د سرشمېرنې له مخې د نړۍ له ځوانو ملتونو څخه دی، چې نږدې نيمايي سلنه يې تر ۱۸ کالونو لږ عمر لري. ډيره کي اوسېدونکي يې د عيسويت یا بېلابېلو بومي يا ذاتي عقيدو پيروي کوي. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې، ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې او د پرمختګ په اړه د حکومتونو تر منځ واک (Intergovernmental Authority on Development) غړی او د جينوا تړونونو غړی هېواد دی. تر ۲۰۱۹ پورې سويلي سوډان د ملګرو ملتونو د خوښۍ په وروستني راپور کې او د نړيوالې سولې لړيال کې درېيم درېيم تر ټولو ښکته ځای او د سولې د نازکه دولتونو لړيال لپاره د امريکا مالي سرچينې (وجې) په اړه څلورم تر ټولو لوړ امتياز لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
ايتمولوژي
سوډان (Sudan) د سهارا سويل کې پرتې جغرافيوي سيمې ته ورکړل شوی نوم دی، چې له لويديځې افريقا څخه د مرکزي افريقا پر لور غځېږي. ياد نوم له عربي «بلاد السودان:bilad as-sudan» څخه اخيستل شوی دی، چې «د تور پوستو خاوره» معنا لري. [۲۸]
تاريخچه
د سويلي سوډان د Dinka، Anyuak، Bari، Acholi، Shilluk، Kaligi (عربي فيروغ) او نور Nilotic وګړي په لومړي ځل له ۱۰ پېړۍ څخه يو څه موده مخکې سويلي د منځنۍ نيوبيا (medieval Nubia) له ماتېدنې سره په يو وخت کې سوډان ته ننوتل. له ۱۵ څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې قبيلوي کډوالو چې زياته برخه يې له بحرالغزال (Bahr el Ghazal) څخه وه، Anyuak، Dinka، Nuer او Shilluk يې په بحرالغزال کې خپلو معاصرو درکونو او د پورتني نيل سيمې “Upper Nile Region” ته راوړل، په داسې حال کې چې Acholi او Bari قبيلې په Equatoria سيمه کې استوګن شوې. د Zande، Mundu، Avukaya او Baka قبیلې چې په ۱۶ پېړۍ کې سويلي سوډان ته ننوتلې، د ايکواټوريا سيمې تر ټولو لوی دولت يې رامنځته کړ.
د “Dinka” توکم لومړی، “Nuer” دویم، “Zande” درېيم او “Bari” د سويلي سوډان د توکميزو ډلو څلورم تر ټولو ستر توکم دی. ياد توکمونه په Maridi، Yambio او د لويديځې استوا د ګرمسير باراني کړۍ په Tombura سيمو (په Yei کې د Azande ورګرځېدونکې Adio، مرکزي ايکواټوريا او لويديځ بحرالغزال) کې موندل کېږي. په ۱۸ پېړۍ کې د Avungara قبيله د Azande ټولنې په پاتې برخه باندې د واکمنۍ کولو په موخه راپورته شوه، چې تر ۲۰ پېړۍ پورې يې واکمنۍ دوام وکړ. برتانوي تګلارې چې د عيسوي مذهب د رسونې لېوالتيا يې درلوده (لکه د ۱۹۲۲ د تړلې سيمې لار يا قانون : Closed District Ordinance of 1922) او جغرافيوي خنډونو (لکه د سپين نيل په اوږدو کې جبه زارې ځمکې) سويل ته د اسلام د خپرېدنې مخنيوی وکړ او په دې ډول يې سويلي قبيلو ته اجازه ورکړه، چې خپل ډېری ټولنيز او کلتوري ميراث او همدارنګه خپل سياسي او مذهبي بنسټونه بېرته تر لاسه کړي. [۲۹]
سوډان کې د برتانيې استعماري سياست يا تګلاره د عرب د شمال د تاکيدي پرمختګ او د تور پوستي افريقايي سويل د پراخه له پامه غورځونې اوږد تاريخ درلود، چې ښوونځيو، روغتونونو، سړکونو، پلونو او نور بنسټيز جوړښتونو ته يې اړتيا درلوده. په ۱۹۵۸ کې د سوډان له لومړنيو خپلواکو ټاکنو څخه وروسته د خرطوم (Khartoum) حکومت له لورې سويلي سيمې ته د نه پاملرنې دوام په وچه کې د پاڅونونو، سرکښۍ او اوږدمهاله کورنۍ جګړې لامل شو. هغه خلک چې له تاوتريخوالي څخه اغېزمن شول د Toposa, Nilotic, Lotuka, Kuku, Kaligi, Jiye, Didinga, Boya, Bviri, Balanda, Baka, Mundari, Bari, Murie, Anyuak, Shilluk, Nuer, Dinka او Zade سيمو اوسېدونکي وو. [۳۰][۳۱][۳۲]
غلاامي د سوډان د ژوند په ټول تاريخ کې يو منل شوی قانون و. په سويل کې د غلامۍ سوداګري په ۱۹ پېړۍ کې پياوړې شوه او وروسته له هغې يې دوام وکړ، چې برتانيې د فرعي سهارا په زياتره افريقايي سيمه کې غلامي منع کړه. اسلامي سيمو ته د سوډاني غلامانو کلني بريدونه [Sudanese slave raids] د سويلي زرګونو سوډانيانو د نيونې او د سيمې د ثبات او اقتصاد د له منځه وړنې لامل شول. [۳۳][۳۴]
Azande توکم له خپلو ګاونډيو توکمونو (Moru، Mundu، Pjulu، Avukaya، Baka او په بحرالغزال کې کوچنۍ ډلې) سره په ۱۸ پېړۍ کې د خپل پاچا “Gbudwe” د پراختيا غوښتونکي سياست له امله غوره اړيکې درلودلې. Azande توکم په ۱۹ پېړۍ کې له فرانسې، بلژيکيانو او ماديستانو (Mahdists) سره د خپلې خپلواکۍ د ساتنې په موخه جګړه وکړه. عثماني مصر د خديو اسماعيل پاچا تر واکمنۍ لاندې په لومړۍ ځل په ۱۸۷۰ لسيزه کې د يادې سيمې د اداره کولو هڅه وکړه او په سويلي برخه کې يې د “Equatoria” ولايت رامنځته کړ. د مصر لومړنۍ ټاکل شوی حاکم سامويل بېکر (Samuel Baker) و، چې په ۱۸۶۹ کې يې دنده تر لاسه کړه. ورپسې په ۱۸۷۴ کې چارلس جورج ګورډن (Charles George Gordon) او له ګورډن څخه وروسته په ۱۸۷۸ کې ايمين پاشا (Emin Pasha) د ذکر شوې سيمې والي يا حاکم وټاکل شو. [۳۵]
د ۱۸۸۰ لسيزې مهديسټ پاڅون “Mahdist Revolt” نوی رامنځته شوی ولايت بې ثباته کړ او ايکواټوريا سيمې په ۱۸۸۹ کې د د مصر د پولې (سرحدي) سيمې په توګه له منځه لاړه. په ايکواټوريا کې مهمې استوګنې د Lado، Gondokoro، Dufile او Wadelai توکمونو وې. په ياده سيمه کې د اروپا استعماري پوځي تمرينونه په ۱۸۹۸ کې هغه مهال زيات شول، چې په نني Kodok سيمه کې د فيشوډا پېښه (Fashoda Incident) پېښه شوه. برتانيه او فرانسه د يادې سيمې پر سر زياتره وختونه جګړه وکړه. په ۱۹۴۷ کې برتانيا له يوګاندا سره د سويلي سوډان د يو ځای کولو او سويلي ايکواټوريا د کانګو ديموکراتيک جمهوريت د برخې په توګه د پرېښودلو هيلې، د شمالي او سويلي سوډان د يو کولو په موخه د رجف کنفرانس (Rajaf Conference) له مخې په چټکۍ سره تر سره [پوره] شوې. [۳۵]
سويلي سوډان د اټکل له مخې ۸ ميليونه وګړي لري، مګر په بېلابېلو پېړيو کې د يوې سرشمېرنې د نه شتون له امله؛ ښايي ياد اټکل په کلک ډول تحريف شوی وي. د هېواد اقتصاد په پراخه ډول کليوالي يا کرنيز دی او په ټوله کې د پايښت کروندې باندې تکيه کوي. په ۲۰۰۵ کال ته نږدې وختونو کې د ياد هېواد اقتصاد له دې کليوالي واک څخه يو لېږد پيل کړ او په سويلي سوډان کې دننه ښاري سيمې د پراخه پرمختګ شاهدې وې. [۳۶]
سويلي سوډان د سوډان د خپلواکۍ له راهيسې د دوه کورنيو جګړو له امله په منفي ډول اغېزمن شوی دی. د سوډان حکومت له ۱۹۵۵ څخه تر ۱۹۷۲ پورې د سوډان د لومړنۍ کورنۍ جګړې پر مهال د Anyanya له سرکښه پوځ (Anya-Nya په Madi ژبه کې يوه اصطلاح ده، چې د مار د زهرو معنا لري) سره جګړه وکړه. ورپسې په دويمه کورنۍ جګړې کې له ۲۰ کالونو څخه د زياتې مودې لپاره د خلکو د خپلواکۍ پوځ يا خوځښت (People’s Liberation Army/Movement) سره وجنګېدل. د جګړو په پایله کې سويلي سوډان سخته بې پروايي، د جوړښتي پرمختګ کمښت او ستره ويجاړي او بې ځايه کېدنه وزغمله. له ۲،۵ ميليون څخه زيات خلک ووژل شول او ميليونونه نور يې په کور دننه او د باندې کډوال شول. [۳۷]
ایداري وېش
تاریخ
کلتور
جغرافیه
اقتصاد
سرچينې
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ https://www.cia.gov/the-world-factbook/countries/south-sudan/ — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۲۳
- ↑ موضوع: 6
- ↑ خپرونکی: World Bank Open Data
- ↑ http://www.vesti.ru/doc.html?id=513378
- ↑ http://www.itu.int/ITU-T/newslog/New+Country+New+Number+Country+Code+211+Officially+Assigned+To+South+Sudan.aspx
- ↑ Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.), Longman, ISBN 978-1-4058-8118-0
- ↑ Roach, Peter (2011), Cambridge English Pronouncing Dictionary (18th ed.), Cambridge: Cambridge University Press, ISBN 978-0-521-15253-2
- ↑ "South Sudan". The World Factbook. CIA. 11 July 2011. بياځلي په 14 July 2011.
- ↑ "South Sudan | Facts, Map, People, & History | Britannica". www.britannica.com.
- ↑ "The World Factbook – Central Intelligence Agency". www.cia.gov. بياځلي په 12 July 2011.
- ↑ "UN classification of world regions Eastern Africa: South Sudan". UN. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 April 2010. بياځلي په 25 September 2011.
- ↑ "Population of Cities in South Sudan (2022)". worldpopulationreview.com. بياځلي په 2022-04-03.
- ↑ "30 Interesting And Fascinating Facts About South Sudan". Tons Of Facts. 7 February 2018. بياځلي په 12 March 2022.
- ↑ "Visit South Sudan". Travel Africa Blog. 23 August 2018. بياځلي په 12 March 2022.
- ↑ "The World's Youngest Countries". WorldAtlas (in انګليسي). 28 May 2018. بياځلي په 11 March 2020.
- ↑ eg. example reference in "Bahr el Jabal". The Free Dictionary. بياځلي په 1 July 2021.
- ↑ "Broadcast of Declaration of Independence (part 1)". Youtube.com. 10 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 July 2013. بياځلي په 2 May 2013.
- ↑ "Broadcast of Declaration of Independence (part 2)". Youtube.com. 19 June 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2013. بياځلي په 2 May 2013.
- ↑ "South Sudan rivals strike power-sharing deal". BBC News. 22 February 2020. بياځلي په 28 February 2020.
- ↑ Malak, Garang A. (22 February 2020). "Trust issues persist in Juba despite new dawn". The East African. بياځلي په 20 June 2020.
- ↑ "'Children's crisis' in South Sudan must be addressed, says top UN official calling for real accountability". 7 September 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 September 2018. بياځلي په 30 September 2018.
- ↑ Worsnip, Patrick (14 July 2011). "South Sudan admitted to U.N. as 193rd member". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 July 2011. بياځلي په 24 July 2011.
- ↑ "UN welcomes South Sudan as 193rd Member State". United Nations News Service. 14 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 August 2015. بياځلي په 14 July 2011.
- ↑ "South Sudan Becomes African Union's 54th Member". Voice of America News. 28 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 September 2011. بياځلي په 28 July 2011.
- ↑ "South Sudan admitted into EAC", Daily Nation, 2 March 2016, reprinted at nation.co.ke, accessed 4 March 2016
- ↑ "Ethiopia Agrees to Back Somalia Army Operations, IGAD Says". Bloomberg Businessweek. 25 November 2011. خوندي شوی له the original on 29 July 2012. بياځلي په 25 November 2011.
- ↑ International Association for the History of Religions (1959), Numen, Leiden: EJ Brill, p. 131,
West Africa may be taken as the country stretching from Senegal in the West to the Cameroons in the East; sometimes it has been called the central and western Sudan, the Bilad as-Sūdan, 'Land of the Blacks', of the Arabs
- ↑ Helen Chapin Metz, ed. (1991). "The Turkiyah, 1821–85". Sudan: A Country Study. Area handbook series. Washington, D.C.: GPO for the Library of Congress. ISBN 978-0-8444-0750-0.
- ↑ Matthew LeRiche, Matthew Arnold. South Sudan: from revolution to independence. 2012. Columbia University Press. New York. ISBN 978-0-231-70414-4
- ↑ Richard Cockett Sudan: Darfur and the failure of an African state. 2010. Hobbs the Printers Ltd., Totten, Hampshire. ISBN 978-0-300-16273-8
- ↑ Matthew LeRiche, Matthew Arnold. South Sudan: from revolution to independence. 2012. Ethnic Groups and Flashpoints. p. xv. Columbia University Press. New York. ISBN 978-0-231-70414-4
- ↑ Sudanese Trade in Black Ivory: Opening Old Wounds (PDF) (PDF), UNESCO, خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 4 September 2012, بياځلي په 21 December 2013
- ↑ Sudan — The Turkiyah (1821–1885), Library of Congress Country Studies, خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2016, بياځلي په 3 February 2020
- ↑ ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Levering Lewis, David (1995). The Race to Fashoda. New York: Weidenfeld & Nicolson.
- ↑ "Sudan". State.gov. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 August 2018. بياځلي په 21 December 2013.
- ↑ Matthew LeRiche, Matthew Arnold. South Sudan: from revolution to independence. 2012. Columbia University Press. New York. p. 16 ISBN 978-0-231-70414-4
- Pages using the JsonConfig extension
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د نړۍ هېوادونه
- نخشه لرونکي مخونه